دخپریدو نیټه : 2009-10-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
تورمار
رفيع الله روشن
له خوبه چې راپاڅېده سترګې يې ومښلې اوپه خپل ځاى كېناسته ،خپل سورى سورى ټيكرى يې راكش اوپر سريې سم كړ،څوځايه پينه شوې كلوشې يې پر پښوكړې روانه شوه اوبلې كېږدۍ ته ننوته ،ترښايسته ځنډ وروسته يې بېګانى جوارى اويوكلوله پياز په پلو كې واچول اوله كيږدۍ څخه راووته ،خوب يې لا له سترګو پوره نه وه الوتى اولكه ټال ځنګېده ،لكړه يې راواخسته او رمه يې روانه كړه ،صبرو چې پايندۍ وليده نوپه بادام ګل يې غږ كړه باداميه ومرګ دې يوسه تادخوب ګوډى هغه ده پايندۍ خپل مالونه راخوشې كړل اوته لاپروت يې بادام هم ژر راپورته او دچوپال په طرف روان شو موريې ورته جوارى او لږ پنېرپه دستمال كې وتړل پتكى يې غاړه كې واچاوه اوپه مال پسې شوه،دوى دواړو به هره ورځ په ګډه خپل وري اوسېرلي دڅړ لپاره دغره لمنې بېول ،پايندۍ بل ورور ياخور نه درلود موريې تېركال دكډوپه وخت كې خپل يوه ليوني اوښ دسينې لاندې كړې او وژلې يې وه ،پلاريې بل واده وكړ دې كورته دميرې له راتګ سره سم دپايندۍ دبدمرغۍ ورځې شروع شوې ،ډېره بده رويه به يې ورسره كوله سهاربه يې ورته مالونه مخكې كړل اوبيګاته به په تياره ستړې ستومانه اوخوبولې راغله كله به مړه اوكله هم وږې ويده شوه ،اوس يې پلار هم هغه پخوانۍ مينه نه وركوله هغه ته به يې چې مېرمنې څنګه (ډول واهه )دى به ورته ګډېده .
غرمه شوه بادام او پايندۍخپل جوارى وخوړ دلمرپيتاوي ته ناست وو،لمريې پرهډوكوښه ولګېده نوځكه خو يې دپاچاهۍ خوب هم ميلمه شو،رښتياده چې خوب راشي بالښت نه غواړي ،رمه يې لمرته پنډه شوې وه ،هغه ژېړ مازديګر له خوبه راپورته شوه مالونه يې كټېدلي وو ،ژريې بادام هم رابيداركړ او دمال په راټولولويې پيل وكړ ،خودپايندۍ يوسېرلى نه وو اخوادېخوا يې په نژدې ځايونوكې ډېر وكتل خو پيدايې نكړ ،بادام پايندۍ ته كړه راځه چې اوس ولاړ شوه سبابه يې په رڼا وګورو خو پايندۍ ته دميرې خبر نيغې سترګوته ودرېدې :كه دې كوم ورى يا سېرلى ورك كړ نو ستابه هم همغه حال وي ،نه نه ! زه نشم تلاى زه يې ګورم كه پيدايې نكړم اوكورته ولاړه شم نو ابۍ به مې مړه كړي ،خودبادام له اصرار وروسته زړه نازړه روانه شوه ، ماښام تېروو چې پايندۍ كېږدۍ ته ورسېده دميرې له وېرې يې پټ پټ دكېږدۍ پېڅول پورته كړ اوغلې پرېوته،دسحرله رڼاسره سم غره ته روانه شوه ،اودسېرلي په لټه يې پيل وكړ ډېر زيات يې ولټاوه خو پيدايې نكړ ،بادام هم خپله اوهم دپايندې رمه غره ته راپورته كړه ،بادام بېغمه شپېلۍ وهله چې ناڅاپه يې پرپايندۍ پام شو چې په يوه غټه پرخه پرته ده بادام فكروكړ چې ګنې هغه بياويده ده نويې له همدې ځايه ورته نارې كړې پاڅېږه لېونۍ سېرلى دې ولټوه كه پيدادې نكړنوميره به دې ووهي خو پايندې لا هماغسې پرته وه ، ده ورته په ټوكه وويل دالمروګوره او ستاخوب ګوره چې اوس دې څومره كشوم ، دهغې ښي لاس يې ونيوه او ټكان يې وركړ له همدې سره يوتور مار دپايندۍ له ډډې په څښېدوشو .