مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وفادارڅوک دي

عطاالله خوږياڼى

نيلوفرله ماشومتوبه ډېره شوخه وه ، خوډېره ښکلې هم وه ، خودهغې عادت وه چې له هلکانوسره خبرې وکړې ، دښکلا له امله هم په خپله سيمه کې ډېرزيات شهرت پيداکړ هغه اوس ډېره لويه شوې وه او په يوداسې ځاى کې اوسيدل چې هلته دهغې ټول تره زامن ودپلار خپل خپلوان يې اوسيدل،دهغې دپلار دتره ځوى هم چې امان نوميده دلته شتون ؤ،نوموړې نيلوفرزياته خوښه وه، اوهرڅوک به چې ددې په مرکه راتلل نوده به ورته ويل چې ده له هغې سره ګوژدن کړې او ځواب کول به يې .
يوه ورځ دنيلوفرپلاردامان له دې عمل څخه خبرشو،نوامان يې راوغوښته اوخپله لورنيلوفريې نوموړې ته ورکړه، امان ډېرزيات خوشحاله وه،خونيلوفرچې يوه شوخه انجلۍ وه امان خوښ نه وه ځکه جې دامان يوه ښځه وه، خودپلارامريې وه غريبې څه کړې وه .
نيلوفراودامان واده وشو،دامان له لومړى ښځې څلورزامن اوڅلور لوڼې وي خودنيلوفرڅخه يې دوه لوڼې پيدا شوې اوپه همدې وخت کې امان دناڅرګندو لخوا په ډزو وويشتل شو،او ووژل شو،نيلوفرپه دې وخت کې يواځې ددوه لوريانو مورده اوبن يې داته اولادونو مورده چې څلوريې زامن دى ، نيلوفر حيرانه وه چې اوس دخپل ژوند دبرابرولو څه وکړې ترڅو خپلې لورګانې وساتي ،نيلوفرډېرښايسته وه په دې وخت کې ډېرۍ خلکوله هغې څخه د دوهم واده تقاضا کوله،خو دهغې ځواب داوه چې بس خپلو دواړو لوڼوته خپل سرسپينه وي ، دهمدې لامل شو چې دهغې خسرګنۍ هغه له دوه لوڼو سره بيله کړه اوپه تش ميدان يې پريښوده، که څه هم دنيلوفرپلارګنۍ اباده وه اودنيلوفرساتنه يې کولى شوه،خونيلوفرچې خوى دنارينو په شان وه ځان لپاره يوغيب ګاڼه هغې خياطي شروع کړه اوپه کلې کې به يې دخلکوجامې ګڼدلې ګلدوزې به يې کوله هغې په خياطۍ کې ډېرشهرت پيداکړ،اودشپې ترناوخت پورې به هغې کارکاوه اوخپلو لوڼواوځان لپاره به يې يوه مړۍ ډوډۍ پيداکوله .
نيلوفردخپلې ميړانې له امله اوس شتمنه شوه اوخسرګانۍ ورته ترډېره حده احتياج وه اودټولو جامې بې دې ورته اخيستلې اوګنډلې ،اوس دنيلوفرلورياني هم ځوانې شوي اوهغه هم دمور په څېرښکلا لري، مشره يې ښکلا،اودوهمه يې نيلا نوميده،دښکلا له وژل شوې تره چې ميرمنه يې يوبل تره په نکاح کړې وه يوځوى امت شاه پاتې شوى وه،امت شاه غريب هم يوبې پلاره اوبې موره پاتې وه،نوځکه نيلوفرهغه هم له وړکتوب څخه ساتلى وه اوکله چې ځوان شو. نودهغه سره يې دخپلې مشرې لور واده وکړ،امت شاه يوډريور شوى وه اودکورمصرف اوس هغه د ډريورۍ له لارې حل کاوه .
له ډېرې مودې وروسته دنيلوفردې په کلې کې دانجونو مکتب جوړ شوه،دې هم پکې معليمې واخيسته او اوس هغه په ټول کلې کې يواځينۍ ښځينه معليم وه ، نوځکه يې په ټولنه کې يوشميرخلکوزيات احترام کاوه ،له څه مودې وروسته دهغې بله لورنيلا دخپل تره ځوى سره واده وکړ،دامهال نيلوفردڅلور لمسيانو انا جوړه شوې هغه ډېره خوشحاله وه ځکه چې هغې دځوى مينه نه وه ليدلې او اوس يې په لمسيان ودزامنو مينه کوله .
نيلوفردامهال ډېره خوشحالي احساس کوله او فکريې کاوه چې دژوندټول ارمانونه يې پوره کيدونکې دي خوداسې نه وه،دهغې معليمي په کلې کې يوشميرخلکو يوغيب ګاڼه اوڅوځله يې هغې ته دمرګ ګواښونه هم کړې وه يوه ورځ چې هغه سهارمکتب ته د درس ورکولولپاره روانه وه،دنامعلوموکسانولخوا وتښتول شوه، دهغې دوه لوريانې چې پرته يې دمورله مينې بل څه نه وليدلې دخپلې دمورپه لټه کې شوې خوهغه دامهال هغه خلکو ژوندۍ نه وه پريښودلې اوپه يوډېربې رحمه مرګ يې وژلې وه اودهغې مړى يې له څو ورځې وروسته دجومات په مکتب کې اچولى وه دهغې مشره لورښکلا نه بلکې ديوې ليونۍ په توګه خلک پيژني او يوه ورځ يې خپله کشره خورنيلا چې هغې ورته جامې اچولي په چاقو ووهله اودې ليونۍ همدا خبره کوله چې نيلا اوس اوس دمورخواته ځى نيلاهم دخپلې خورلخوا دوهل شويو ټپونو له امله ساه ورکړه اوله نړۍ سترګې پټې کړې ،دښکلا خاوند چې يوډريور وه له دغه حال دسفرپرمهال خبريږي اوموټرترې جنګيږي اوهغه خوار هلته هم له دې فاني نړۍ ولاړ، پخوانۍ ښکلا او اوسنۍ ليونۍ اوس يواځې پاتي وه چې يوه ورځ له بام څخه دهديرې لورته ګوري او وايې چې زما مور هغه ده اوناګهانه حرکت کوي اوهغه خوار هم له چته راپريوځي  اوليونۍ اوس په ژوند نه په مرګ دخپلې مورخواته ورځي
ګرانو لوستونکو !
نيلوفردخپلو دواړو لوڼولپاره خپل تورسر سپين کړ اوله خپلې لوڼودساتلولپاره يې بل خاوند ونه کړ چې دهغې وفاداري دلوريانوسره وه .
له بلې خوا دهغې دواړه لوريانې دخپلې مور په وژل کيدوه هم خپل ژوند دلاسه ورکوي اوپه مرګ هم دهغې سره يوځاى کيږي اودخپلې مورسره څومره وفا ښايي .
تاسې اوس قضاوت وکړه چې لورګانو دمورسره اوکه موردلورګانوسره ډېره وفاکړي ؟
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery