دخپریدو نیټه : 2009-10-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
قاتل
نصیراحمد احمدي
(( يو قاتل په اعدام محکوم شو!))
دا عنوان د ورځپاڼې په لومړی مخ کې ليکلی و.
نوره ليکنه مې ولوسته:
(( تيره مياشت يوه بيسواده کليوال د ښار مشهور ډاکټر ...پر سګرټ دانی وويشت، ډاکټر پر سر ولګېد، ځای پر ځای يې سا ورکړه، قاتل له مقاومته پرته پوليسو ونيو، پرون يوې محاکمې د پانسی حکم ورته واوراوه. ))
ورځپاڼه مې پر ميز کيښوده، له ځان سره مې وويل:
_افرين! دې ته وايي عدالت، دا وحشي بايد خپله سزا وويني!
نور مې سر پسې ونه ګرځاوه¸ وږی وم، کانتين ته لاړم.، ديوه همبرګر فرمايش مې ورکړ، تيارېدا يې دوه_ درې دقيقې وخت غوښت، ماتله شوم، ملګری مې مخامخ پر څوکۍ راته کېناست، چپس يې راوغوښتل، ورځپاڼه يې پر ميز وغوړوله، ماته يې وکتل، ورو يې وويل:
دا خبر دې لوستی دی؟
سترګې مې ورواړوولې، ګوته يې پر هماغه عنوان ايښې وه:
(( يو قاتل په اعدام محکوم شو!))
ورو مې وويل:
_هو ! عدالت بايد همداسي وي!!
دی يوه شيبه غلی و، وروسته يې شونډې وخوځېدې:
ورور يې راغلی و، ويل يې چې وکالت يې په غاړه واخلم! دوی د بيا محاکمې غوښتنه کړې!
يوه هلک د اخبار په کاغذ کې تاو شوی همبرګر راته ونيو. خو مرچ يې ډير ول.
په ډکه خوله مې وويل:
_نوڅه ته ګورې؟
ملګري مې اوږې پورته واچولې، شونډې يې وخوځېدې:
_نه شم کولای!
ومې خندل:
_غوړه ګوله نه ده، که څنګه؟
ويې ويل:
_نه! ښې پيسې راکوي، خو وخت نه لرم، درې دوسيې راته پرتې دي!
داوخت يې ناره کړه!
_چپس نه شول، د غوايي غوښه شوه!
د هلک غږ مې واورېد:
_دا دی له کړايي مې راويستل!
ملګري مې سر وخوځاوه، ماته يې وکتل، ورو يې وويل:
_په دې ورځو کې کومه دوسيه پرمخ وړې؟
ځواب مې ورکړ:
_هيڅ! بيکاره يم!
ويې ويل:
_نو څه ته ګورې! دا دوسيه ته واخله!
د هغه وړانديز مې خوش شو، دقاتل دورورد مبايل شمير ه مې ورنه واخيسته، همبرګر مې وخوړ او په بيړه پورته دفتر ته وختم.
* * *
په يوه اوږد او تنګ دهليز کې په يوه عسکر پسې روان وم، دواړو خواوو ته نمجن سميټي ديوالونه وو، سوړ بوی ترې لټېده...عسکر ښي لورته وګرځېد، په هغه پسې مې ګړندي ګامونه واخيستل... زينې ښکته شوې وې، لاندي څوړ شوم، تپه تياره وه، د عسکري بوټونو په ټکا پسې تلم... د يوې درنې دروازې د خلاصيدو غږ پورته شو، عسکر وويل:
_دې خواته!
ور مخته شوم، يوه شيبه ودرېدم، سترګې مې له تيارې سره اشنا شوې، يوه وړه کوټه وه، کوچينی دريڅه يې درلوده، په دريڅه کې پنډ سيخونه ولاړ ول.
عسکر وويل:
_يو پاو وخت لرې!
له کوټې ووت، دروازه پورې شوه.
کونج ته مې وکتل، يو ه سړي تر ځان پټو تاو کړی و، غولي ته يې وچې سترګې نيولې وې...
مخامخ ورته کېناستم، ورو مې وويل:
_زه وکيل يم، ما ستا له ورور سره خبرې وکړې، هغه غواړي چې ستا پر دوسيه له سره غور وشي.
ماتله شوم، خوسړي کوم غبرګون ونه ښود، هماغسي ځړيدلی سر ناست و.
ورو مې وو يل:
_ګوره! موږ دومره وخت نه لرو! زه ستا وکيل يم، په محاکمه کې بايد له تا څخه دفاع وکړم، کېدای شي چې سزا دي راکښته شي، خو اول بايد په خبره پوه شم، کيسه څه وه؟ تا ولي ډاکټر وواژه؟
نيغ يې راته وکتل...پوخ ځوان و، سترګې يې پړسيدلې ښکارېدلې، ګڼه توره ږيره يې درلوده، لونګی يې تړلې وه.
ورو يې وويل:
_څه ګټه به وکي؟ ما
په خبره کې ور ولوېدم:
_دا قانون دی، ته د دوهمې او دريمې محاکمې غوښتنه کولای شې، زه به هڅه وکړم چې د اعدام سزا دې په قيد واوړي، پنځلس کاله، شل کاله، فرق نه کوي، ژوندی خو به يې!
ويې خندل، خو خندا يې ډيره ترخه وه.
حوصله مې سرته راغله، په کاوړ مې وويل:
_تا ولي د ښار مشهور ډاکتر وواژه؟
خندا يې زور ونيو، ښه شيبه يې وخندل، ما په حيرانی ورته کتل، سړی د اعصابو له خوا سم نه شو راته ښکاره، خو وروسته يو دم غلی شو، ورو يې وويل:
_هغه قاتل و!
په حيرانی مې ورته وکتل، ومې ويل:
_ته څه وايي؟! هغه د ښار مشهور ډاکټر و، ښه نوم يې درلود! په عزت يادېده!
يوه شيبه يې راته وکتل، وروسته يې يودم وخندل، په ملنډو يې وويل:
_ځه وکيل صيب! ځه! زما غم مه کوه! نه مې يې په کار!
دې سپکاوي خوند رانه کړ، په غوسه مې وويل:
_زه له ډيرو مجرمينو سره غږېدلی يم، خو ته په ټولوکې ناپوه يې، په خپل خير نه پوهيږې!
له دې سره ولاړ شوم، خو سړي د پطلانه تر پايڅه ونيولم!ورو يې وويل:
_کينه! دومره تيزي مه کوه!
کيناستم.
سړی يوه شيبه غلی و، وروسته يې وويل:
_زه دهقان سړی يم، پر چا مې کار نه درلود، يوه ګوله وچه، لنده رارسېده، قناعت مې کاوه، له خپل ژونده راضي وم.
دوه مياشتي مخکي مې د ژڼي زوی په ګيډه درد شول، اول يې درد کم و، دومره سر مو پسې ونه ګرځاوه، خو وروسته يې له درده ټوپکې شروع کړې، مور يې باديان ورته وټکول، ، توده خښته يې پر نامه ورکېښوده، د کلي له ملا يې تاويذ ورته راوړ، خو ګټه يې ونه کړه، هلک لټ په لټه اوښت، ټوله شپه ترې راګرځېدو، مور يې ژړل، تر سهاره ويښ وو.
په سپيده چاود کې مو ګاونډيان خبر کړل، له بل کلي يې موټر راووست، هلک مو د ولسوالۍ بازار ته ورساوه، هلته يواځي يو ډاکتر و، د غاښونو ډاکټر، ويل يې چې د اپنډيسي علايم لري، بايد ژر تر ژره ښار ته ورسول شي.
له هماغه موټر سره مې خبره خلاصه کړه، پاخه سړک ته وختو، پوره يوساعت مو مزل وکړ، لمر نوی راختلی و چې ښارته راورسيدو، يه يوه درملتون کې مو د يوه تکړه ډاکټر پوښته وکړه، ادرس يې راکړ، هلک مو ډاکټر ته ورساوه.
سړی غلی شو، ما ورته وکتل، د دريڅې په تته سپينه رڼا کې يې سترګې له اوښکو ډکې وې... وروسته يې پزه پورته کش کړه، ورو يې وويل:
_هلک مو په يوه اوږده څوکۍ څملاوه، ډاکتر يې سرته ودرېد، د هلک ګيډه يې څو ځله کيکاږله...وروسته يې د هغه له مټه وينه واخيسته، پر کوچيني کاغذ يې څه وليکل، را ياده يې کړه چې وينه د معاينې له پاره لابراتوار ته يوسه!
هلته يې پوره پنځلس سوه اوغانۍ رانه يووړې، بيرته پورته وختم، ډاکتر نور ناروغان کتل، پاو وروسته نوبت راورسېد، کاغذ مې ورکړ، سر يې وخوځاوه، ورو يې وويل:
_هلک اپنډکس دی،. بايد ژر تر ژره عمليات شي.
بيا يې يو کاغذ راته ونيو، اوږد ليست و، ويې ويل چې دا سامان د عمليات له پاره ضروري دي، لاندې دواخانې ته ورشه!
په دواخانه کې يې يوه غټه پلاستيکې کڅوړه له ستنو، پختې، پلسترونو... راته ډکه کړه، پاتې پيسې مې ورکړې، کله چې پورته وختم، ډاکتر بل کاغذ راته ونيو، کاغذ ته مې وکتل، په يوه ځای کې له دولسو سره درې ټکي ليکلي وو، نور پرې پوه نه شوم.
ډاکتر وويل:
_ ته بايد د عمليات له پاره دولس زره اوغانۍ تحويل کړې!
خوله مې وازه پاتې شوه، په بيړه مې خپل جيبونه ولټول، يو نيم سل اوغانۍ راسره پاتې وې.
په منډه د هليز ته ووتم، هلک لټ په لټه اوښت، مور يې ژړل...
له موږ سره راغلو دوو کليوالو ته مې د پيسو وويل، دواړو جيبونو ته لاس کړ، يواځي دوه نيم زره اوغانۍ برابرې شوې.
بيرته ډاکتر ته ورغلم، ده يو ناروغ کوت...په خواره خوله مې وويل:
_ډاکتر صيب! له موږ سره يواځې دوه نيم زره اوغانۍ دي.
برګ يې راته وکتل
د خواست په ژبه مې وويل:
_خير دی، ته عمليات شروع کړه! زه به له کلي پيسې درته راوړم.
پرته له دې چې راته وګوي، ورو يې وويل:
_کاکا جانه! دا شخصي کلينيک دی!
غوني مې زيږه شول، ډاکتر مې تر خريلې زنه ونيو، هغه شاته شو، په خشکه يې وويل:
_ته ولي نه پوهيږې، دا شخصي روغتون دی، دلته هر څه په پيسو دي.
له دې سره يې ګړۍ ته وکتل، شونډې يې وخوځېدې:
_وخت نه لرم، که پيسې برابرولی شې، نو هلک به عمليات کړم، که نه بل ځای مې وعده ده، بايد د يوه ناروغ ليدو ته ورشم!
د هلک چيغه مې واورېده...کېناستم، پښو ته ور ولوېدم، خو هغه يو ګام څټ ته شو، لاړ، خپله سپينه چپنه يې ويسته، بکس ته يې لاس کړ، تر مخ يې ودرېدم، په خواره خوله مې وويل:
_د خدای له پاره! درې، څلور ساعته وروسته دې پيسې وغواړه، خو...
په خبره کې راولوېد:
_ ته ولي نه پوهيږې! وخت مه ضايع کوه! لاړ شه او هلک يوه دولتي روغتون ته وسوه!
داوخت يو تيليفون ورته راغی، له سلام وروسته يې يودم وخندل، په خبرو خبرو د ورسۍ خواته روان شو.
په بيړه دهليز ته ووتم، هلک ارام پروت و، سترګې يې سپينې راختلې وې، لنډه لنډه ساه يې وهله...
د ګاونډياينو په مرسته مو تر پښواو لاسونو ونيو، پر زينو مو کښته کړ، هلک مو د موټر په شاتني سيټ کې پريېست، په بيړه دواخانې ته ورغلم، د يوه نږدې دولتي روغتون ادرس يې راته وليکه، د باندي را ووتم، تر موټر ګڼ کسان راتاو ول، ورغلم، ميرمن مې پر پاخه سړک پرته وه، له خولې يې سپين ځګونه تويدل، موټر ته مې وکتل، يوه ګاونډي زما د زوی ژامه ورتړله...پر سترګو مې تياره راغله، ساه مې بنده بنده کېده، سر مې دروند و، منډه مې کړه، پر زينو وختم، ډاکتر له شيشې ځخه د باندي کتل، په تيليفون کې يې خبرې کولې، خندل يې....لړمون مې اور واخيست، د ميز پر سر يوه سګرټ دانی ايښې وه، لاس مې ور وغزاوه، درنه راته وايسېدله، فکر کوم چې له ډبرې جوړه وه، سګرټ دانۍ مې پورته کړه، ټول زور مې په ښي لاس کې راټول کړ، سګرت دانی د سړي پر ککری ولګيده، اخ ته هم پاتې نه شو، سپينې سترګې راواوښت.
سړی غلی شو. ما ورته وکتل، له سترګو يې رڼې اوښکې روانې وې...وروسته يې سر پورته کړ، په ژړغوني غږ يې وويل:
_قتلونه مختلف دي، څوک يې برالا ( ښکاره ) وژنې او څو ک يې هم؟!!!
سړي يودم وژړل او خبرې يې پرې شوې.
پای