د خوبونو ټال
لیک: وريښمينه سعادت
د رخصتې ورځې راورسیدې ، زه هم خوشحاله او هم ډير خفه وم خوشحاله په دې وم چې ښوونځی مې خلاص كړی وو ، او خفه په دې وم سږ كال مې چې پلار وفات شوی وو ما په يوه دفتر كې كار كاوو، ما خپل دفتر د خپل كور په څيرګاڼه ، په دفتر كې به ټولو د كورنۍ د غړو په څير نازلوم ، ما ځان ډير نيكمرغه باله ،په رښتيا زه خوشخبته يم ، هر كار ته چې مې لاس اچولی، په ښه بڼه مې سر ته رسولی، په ټكو يې نه شم ليكلې چې زه څومره خوشبخته يم ، خو په ګومان مې چې نړۍ تر ټولو خوشخبته انجلې به زه يم ....خبره به لنډه كړم ... په ژمي كې به د سهار له خوا خپلې دندې ته تلم ، هلته بل مصروفيت ( پرته له كاره ) دا وه چې انجونو به خپلو مينځونو كې ټوكې ټكالې كولې، يا به هم په ټليفونو كې بوختې وې.
ما به د هغو دغه حركت نه خوښوو کرکه به مې ترې لرله حتې ډير ملګرې مې نه پوهيدلې چې زه موبايل لرم په موبايل به شرميدم ما به فكر كاوه څوك چې موبايل لري ...هغه خداې مه كړه ، بده انجلې اویاهم بې لارې ده ، سږنی ژمی ډیرسخت وو ډېرې واورې وریدې ټولې نجونې په یوه کوټه کې چې دهمدوې لپاره ځانګړې شوې وه په خپلوکې سره په خبروبوختې وې هرچا به کوشش کووچې دخبروواګي ځان ته راکش کړي
په زرلښته مې سترګې ولګیدې ګورم چې له جیبه یې یودلې سیمې کارتونه راویستل تا به ویل چې د پامیر سینما په چوک د سمیې کارتونودکان لري دسیمې کارتونودراویستلوسره سم یې پرما غږکړ
ـ ... ولې داسې غلى يې؟ زړه دې تنګ دې ؟
ـ نه زړه مې نه دی تنګ
ـ واخله لیونۍ دا سيمكارت په خپل موبايل كې واچوه كله چې چا زنګ واهه ، ورته ځواب وركوه ......
ـ داڅنګه کیدلای شي چې زه هغه چا سره خبرې وکړم چې لیدلی مې هم نه وي اونه یې پیژنم...
ـ ته هم ډیره ساده یې دا یویشتمه پیړۍ د ه کورته خو درپسې نه راځی، لیونۍ کیږه مه ساعت خوبه دې ورسره تیروی.......
ـ نه زما دغه کا ر نه خوښیږي زه داسې هیڅکله هم نه کوم
ـ بيكاره پاتې يې ، څوك تا نه شي پيداكولې .... دومره بيريږه مه ...او نه دې څوک خورې...واخله چې ددې یویشتمې پیړۍ خبرې واورې ټول عمر دې کاکا اولالا ويلي دی راشه اوس به دې دخبروپه قاموس کې یوبل نو م هم اضافه شي ... هو یوبل نو م داډیرخوږنوم دی یریږه مه بسم الله که .......
ـ زه هم لکه دنوروانسانانوپه څیروم . له خپل ځان اوضمیر سره په جګړه اخته شوم خو دهغې ډیراټینګار او بیا بیا هڅې زه اړه کړم چې سیم ترې زړه نا زړه واخلم
خوهوډمې وکړچې ځه که چا ټلیفون کوو زه خوبه ورته سمه خبره کوم زما یې پرې څه که یې بده خبره کوله دټلیفون تکمې زما په لاس کې دي ډیرژربه یې پرې بندوم
سیم مې چې مې فعاله كړلو سم دلاسه زنګ راغی تکمه مې په داسې حال کیکاږله چې ګوتې مې رپیدې
<!--[if !supportLists]-->- <!--[endif]-->بلې اورم څوک خبرې کوي؟
ـ چیرې یې ؟ ولې دشپې لخوا ټلیفون نه پورته کوي؟ لکه چې ډیره مصروفه یې ؟
ددغې خبروپه اوریدولوسره زه ډیره وویریدم په منډه منډه له دویم پوړنه لاندې راښکته شوم زرلښتې ته مې وویل
ـ تاسې ته زنګ دی ستاسې فون دی اوهغه داسې خبرې ......کوي ته غوږشه چې څه وایې ؟
هغې موبایل واخیست
ــ بلې! څنګه یاست؟ څوک یاست؟
وروسته یې ما ته مخ راوړو
ـ لیونۍ خوهمدغه زنګونه دي پخپله ورته ځواب ورکوه
بیا بیا به دبیلا بیلوشمیرونه زنګونه راتلل کله نا کله به مې ځواب ورکووشورماشوربه وو بیا غږشو چې دکافرزامنوغلی شي چې رخ شوه ...ما ته به ډیره جالبه او حیرانونکې وه په غوسه به مې ټلیفون خاموش کړ.
هوډمې وکړکه یې هرڅه ویل زه باید له زغمه کارواخلم او دغه ځوانانوته سمه لارښونه وکړم هو ! دهر کار لپاره تصمیم لومړی شرط دی ما هم پوره عزم وکه .
اوس نودنااشنا غږونو سر ه یوڅه بلده شوې ووم دپخواپه څیربه مې لاس نه رپیده ، زړه به مې نه درزیده، خوله به مې نه وچیده اوحوصله به مې نابایلله
ما به هرچاته یواځې دغه درې خبرې کولې تا سې ولې له خپل ځان سره ظلم کوی ؟ ولې تاسې بې ځایه لګښت کوي ؟ ایا تاسې پخپل ژوند کې کوم ځانګړی هدف نه لري؟
یوه ورځ موبایل یوې نا اشنا نومرې وشرنګوه
ـ بلې اورم تا سې څوک خبرې کوي ؟او له چا سره موکاردی ؟
ـ زرلښته شته ؟
ـ نه نشته که کوم ځانګړی کارورسره لري خپل پیغام پریښودلای شي زه به ستاسې پیغام ورور سوم
ــ مننه زما سلام زرلښتې ته ورسوه او دا ورته ووایه چې مصطفې زنګ وهلی وو
ــ سمه ده تاسې فکر مه کوي زه به ستاسې پیغام ورورسوم خوکه تاسې یوشیبه وروسته زنګ ووهی اوپخپله ورسره خبرې وکړي.
زرلښته مې ولیده او دغه پیغام مې کټ مټ ورورسوه زرلښتې اوګې پورته واچولې اووویل :
ـــ واه مصطفی ډيرښه هلک دی ...........
ما وخندل او ورته ومې ویل:
ــ هوکې ښه انسان ښکاریده ...ډیربا ادبه هلک وو
زما خبرې لا نه خلاصې نه وې چې بیاهم هغې شمیرې نه زنګ راغی اوسمدلاسه مې ټلیفون زرلښتې ته ورکړه
هغوې ډیرې خبرې وکړي په پا یې کې ما له زرلښتې نه وپوښتل :
چې دا څه پيژنې ؟ او ستاسو خپل دې ؟ هغه له خند ا شنه واوښته
ـ نه لیونۍ دامې دوست وو ملګری مې وو ډیرښه هلک دې چې ویې وینې ستا به هم خوښ شي
ـ څه ؟څه! ستا ملګری دی ؟؟؟؟؟؟؟؟!!ته هم دوست لري؟ داته څه وایې؟ زه له هغوکرکه لرم چې له پردو هلکانوسره یارانې کوي، زه نه وم خبره چې ته به داسې نجلۍ یې داښه کارنه دی داټول درواغ وایې، داهرڅه دروغ دي په دې خبروبا ورونه کړي زرلښتې څه غوښتل خوهغې یې خبره ونیوله
ــ هوزه چې کله وړه وم مشر وروربه مې مجلې راوړې چې داډول ډیرې کیسې به پکې وې دمینې په نوم په خلکوباندې څه ونه شول دڅومره نجونو ژوند خراب شوو پا م کوه په دې کسانوتیرنه وځې ته دې موراوپلارسترګوته وګوره ایا هغوې لتانه همداتمه اوامید لري؟ پلاردې ته په همدې هیله لویه کړې یې ؟ ته باید دخپل ژوندملغلره وساتې ته پوهیږي د ژوند ملغلره څه شی دی ؟ حیا ده ،عفت دی .......
ـ داسې نه ده داډیرښه هلک دی هغه زما دیوې خورلڼې ملګری وو غوښتل یې چې واده ورسره وکړي.....
ــ نور دې كار نه لاس واخله ښه پايله نه لري ، يوه نكاح دې پرې حق ده .هيڅ مور او پلار د اولاد بدې نه غواړي څه چې د كورنۍ خوښه وه ، هماغه سمه ده ، دا كارونه څه مانا نه لري .
اوس نو دډیرټلیفونوله لاسه مې دمصطفی غږ غوږونوته اشنا بریښیده ما
چې به ورته هرڅه ویل هغه به زما ترخه خبره هم په ډیره خوږه لهجه راکوله
یوه ورځ یې زنګ راغی كله چې مې اوكى كړ سم له واره یې راته و ويل :
ـــ زه دبريښنا تخنيك برخې مسلكي يم .
ـ ته څه برقې يې؟ او په خندا شوم ، ته د بريښنا په ستنواوپایوخیجې ، ته له اورونوسره لوبې کوې....ومې خندل ، ما ته ډير جالبه وه خپل ماشومتوب را په ياد شو ،
هغه و ويل:
ـ ـ ولې خاندې دا د خندا خبره ده ؟
ومې ویل:
ــ كاكا برقې كم بخور كې نه ترقي
اوله دې سره دواړو وخندل بیا یې راته وویل:
ــ غواړې چې برقي میخانیکه شى؟
ــ نه نه زه د برق په ستنو نه پورته كيږم ...په شوخي مې ځواب وركړه
هغه چې به کله هم ټلیفون کاوو ویل به یې زه غواړم چې یوه خبره درته وکړم ، ما به ورته ویل چې څه ویل غواړې ؟ یوه ورځ یې راته وویل :
ــ زه غواړم مورمې درواستوم غواړم چې ته مې دژوند ملګرې شي
ـ داته څه وایې نه زه داسې نه شم کولای ولې چې ما ته كورنۍ ډيره اړتيا لري ... او تر ټولو مهم دا چې ما ته مې كورنۍ دومره آزادي راكړې چې له کوره وځم اوکاروکړم، پر ما يې د زوې په څير باور كړې، زه څنګه د هغو په سترګوكې خاورۍ وشیندم ، زه څرنګه دهغوې باورته تلی ورته کړم زړه مې سست شو او د ځان سره مې و ويل چې نه نه داسې نه كوم .
يوه ورځ مې زړه ته راولويده چې زه پښتنه يم ، او هغه خو دري ژبۍ دى. زمونږ او د هغه دودونه او رواجونه ځمكه آسمان توپير لري ، او ايا هغه شرايط چې مونږ لرو هغه يې توان لري!؟
مصطفې به د ولور توان ولرې، په دې هم پوهيدم ، كه هغه يې توان هم ولري نو ډډه به وكړي، ولې چې هغوې دا رواج نه لري. بايد چې په تمه یې نه كړم ، هغه بايد خپله مخه وكړي.
یوځل بیا زنګ راغی
بلې مصطفی یم چې څه پريكړه دې كړې ؟
ـ بس دغه خبرې دي ... ـ
ــ زه تر توانه پورې هڅه كوم . ما هم ټول هر څه د خداې رضا ته پريښوده .
بله ورځ يې راته و يل چې زه غواړم له تا سره يوه ډيره مهه موضوع شريكه كړم ،كه د خداې رضا وه نو زما اوستا راتلونكي ژوند پورې اړه لري
خپله خبره یې وغزوله
ـ مو ږټول دیوافغانستان یو افغانستان زموږګډ کوردی موږټول سره یویودغه تعصبا ت باید لمنځه یوسو ، ته پښتون یې زه تاجک یم ، هغه هزاره دی ....مو ږله یوې خټې اوله یوبا با ادم نه پیدایو خیردی که ناسته پاسته موسره فرق ولري
مایې خبره غوڅه کړه
ــ خیرخو به وي څومره جدې خبرې کوي ما خو داسې څه نه دي ویلي چې ستا مشاعرمې مجروح کړي وي اوکه ویلي مې وي بښنه یې غواړم
هغه راته وویل :
ــ يو ځل زما خبره پوره واوره.خاله جانۍ ....خبره داده چې زه شیعه مسلمان یم !....
ـ بس همدومره .. دانوڅه خبره ده .. مسلمان خو یې؟ ځه با با چې مسلمان یې داډیره ده ..
ـ داخومې ځکه درته وویل که وروسته خبره شوې وی ، نو درباندې بۀ بده لګيدلې وه او رانه بۀ دې ګیله كړې وه چې زه دى تير ايستي يم .
ما به د شیعه مذهبوپه اړه له خلکوبیلابیلې خبرې اوریدلې خو ولې ددغه هلک چې ما تراوسه نه وولیدلی دومره دښواونیکو اخلاقو څښتن وو چې هيڅ تصوریې نه کیده رښتیا چې اخلاق یوه ارزښتناکه ځلیدونکې ملغلره ده همدغه اخلاق دی چې انسان ته اخلاص ورکوي او اخلاص دی چې حیوانات اوژوې دې پښتوته راولې هغه دپښتنوموشګاف څه ښه ویلې
که دې پښولره رانغی زه ضامن یم
که څوک ډیرتردرنده کاندې اخلاص
دهغه خورله خارجه راغله او ده ماته زنګ ووهه زما خورغواړې چې یوځل دې ووینی خو ما خپله دټلیفون شمیره بنده کړه اویوڅه وخت وروسته یې راته وویل چې خورمې بیرته لاړه خومتاسفانه لتاسره یې لیدنه ونه شوه اوله دې سره ټلیفون بند شو دادې له هغې نه وروسته دوه کاله تیرشول خو دمصطفی څرک نشته زه اوس همغه نجلۍ یم یویشتمه پیړې مې وپیژنده خوهیڅ کارپرې نلرم، خبرې مې واورېدې خوهغسې خوږې نه وې لکه پخواچې به مې اوریدې په ګلونوکې هغه وږمې نه وی پاتې بارانونو هغه موسیقېت نلره، څیرې دخبروپه څیرنه وې له ملغرونه رنګ او له مڼونه خوندالوتلی وودسهارنسیم دوږموپرځای په خپلوتنکیواوګودنفرت اوکرکې ګردونه رابارکړي وو اودخبروپه قاموس کې مې یوه کلیمه لاڅه چې یو تورې هم زیات نه شوو
داستان ليكونكې: وريښمنه سعادت