مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ژوند ارزښت

ضياالرحمن

زما د ژوند ارزښت وګوره!

هله جګ يې کړئ !
روغـــــتون ته يې ورســـــــوئ !
زر شئ چې مړ کيږي !
خو دا هر څه په فضا کې خپاره شوي غږونه وو .
موټر چلوونکى چې د نوي دود سره يې لوکسه دريشي او نېکټايي د غټې خېټې او دنګې ونې سره ملتيا کوله په ډېر ناز له موټر نه داسې راښکته شو لکه دې ښاغلي ته چې خلک د هر کلي لپاره ولاړ وي .
خلکو هلک د موټر له ټېره رالرې کړو خو هلک د ژوند اخيري سلګۍ د ګل جان استاد په غېږ کې تمامه کړه او د کايناتو سپېڅلي خالق ته يې خپله کوچنۍ او معصومه ارواوسپارله.

هو !دا معصوم زبېر وو چې په دې نړۍ کې يې له مور پرته چې د سکروټې ترور په نوم مشهوره وه نور څوک نېږدې خواخوږي يې نه وو.
سکروټې ترور به ټوله  ورځ په کلي کې ديو او بل د کور کارونه کول .

زبېر به هم د سهار له خوا ښوونځي ته تللو اوله غرمې وروسته به يې خپل کوچنى بکس چې دبوټانو د رنګولو ټول توکي په کې وو راواخيست او د ښار په پلو لارو کې به ګرځېده.

  هر چاته به يې په تنکۍ ژبه وېل :ماما ،کاکا بوټان دې رنګ کړم !؟


چا به ورته په تريو وچولي وويل :نه

او ځنى به ترې همداسې په شنګ کې ترې تېر شول نن ورځ بيا هم په ښار کې وګرځېد راوګرځېد يو څه پېسې يې پېدا کړې ،ماښام مهال کور ته روان  وو ،کله چې له لوې سړکه اوښته د يو داسې چا د موټر د ټېر لاندى  شو چې ددې زمانې فرعونيان ورته ويلى شو .نوموړى کس له راکوزېدو سره يې هلک تر سر سري نظر تېر کړو او بيا يې د خپل ژباړن په لاس يو څه اندازه شنه لوټونه ګل جان ته ورکړه او بېرته د ژباړن سره ښه په نره موټر ته پورته شو او په خپله مخه لاړ .ګل جان چې دزبېر دوې ګاونډي وو او موټر به يې  چلاوه ،بخت په  دغه وخت کې رابرابر کړى وو .
ګل جان استاد هلک موټر ته په داسى حال کې پورته  کړ چې له خولې او پزې څخه يې وينه بهېدله او د سکروټې ترور د کور په لور رهي شو.
کور ته رسېدو سره چې سکروټې ترور دا حال وليد له خولې يې يوه چېغه ووته .....
اوس نو موږ دوه جنازې  خاوروته سپارلى وې او د کور په لور روان وو.

په ټوله پښتنه  مينه :- (سپين غر)  مرام راډيو                                      (پاى)   

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery