دخپریدو نیټه : 2009-10-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ځانمرګی
ژوندی فراهی
داځانمرګې خونن سبا په هرښارکی ځانونه پټاوه وی په ځانګړی توګه پرغټانو چارواکو او پرمهموځایونو یوه ورځ غږسو چی په ښارکی ځانمرګی داخل سوی ټولو امنیتی چارواکو په تلاښی لاس پوری کړ. هرچا کوښښ کاوه چی د څلور لارو څخه لیری سی اوځانونه خوندی اوامن ځایونوته ورسوی په دی ترځ کی ریس صاحب ته زنګ وواهل سو ر یس صاحب؟؟؟ ریس صاحب؟؟؟ پرڅلور لاری مه راځه چی د چاودنی امکان سته ریس چی تر نیمی لاری راغلی و خپل پنځه تور رنګی کروزینان یی خوشی کړه او د ډیری ویری او وارخطایۍ څخه یی ځان له خپل موټره وغورځاوه او پلی ر هی سو چلونکی یی ور باندی غږ وکړ ریس صاحب هغه خوبه ځانمرګی نه وی چی ستا و خوا ته ر اځغلی ؟ ریس په وار خطایی لحجه وویل نه نه نه هغه هغه هغه سړی غواړی زما سره مرسته وکړی هغه هغه هم چلونکی دی. چلونکی وو یل ښه ښه ورسره سپور سه ریس صاحب ته دی خدای خیر ورکړی په چالاکی ۳دری ټایره موترسیکل ته و ختی چی تا به ویل دی خپله چلونکی دی
د کابل په دی ویران ،خراب او تراب سړکوکی یی ریس صاحب ته دومره جمپونه ورکړه چی یو خدای یی په حال ښه پوهیدی نوموړی ددی تړلو لارو څخه په دومر ه چټکی ترریاسته ورسیدی چی تا به ویل لکه چی په چورلکه کی راغی سم دستی پیره دارانو پرموټرسیکل غږ کړه دریش څوک یی ؟؟؟؟؟؟؟او چیری ځی؟؟؟؟ چی پرته له تلاښی وودفتر ته رهی یی ریس صاحب چی ډیروارخطاو وچلونکی ته یی وویل ځه ځه په کیسه کی یی که مه کیږه دا زما پیره داران دی، پیره داران خو خبر وه چی نن په ښارکی ځانمرګی ننوتی دی سمدستی یی پر موټرسیکل د ټوپک خوله خلاصه اود ر یس صاحب څخه یی ځانمرګی جوړکی