مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دځنګل ماران

ګل رحماني


 دپسرلي په موسم کې به چې کله دسنځلې ګلان وغوړېدل نودکلي دټولوکروندګروغوږونه به دتورکي دخوږې شپېلۍ دغرنيونغموپه انتظاروو اوډېرځله به دهغه دشپېلۍ له اورېدوپرته ورځ ورته نيمګړې ښارېده .
       دتورکي له نامه سره زموږدکلي پرته دشااوخواکلوټول اوسېدونکي پوره اشنا وو اودنوم په اورېدوبه يې دخوږې شپېلۍ په صفتونوسرشول چابه وېل دهغه غوندې شپېلۍ  په دنياکې هم څوک نشي غږولى چابه وېل چې په شپېلۍ کې يې سحرياجادوپټ دى ځينوخودملنګ اوجادوګرټاپې هم پرې لګولې وې تورکى په ريښتياهم همداسې يوعجيب انسان وو دتورکي نوم چې کله څوک اخلي نوديوه وړوکي انسان نوم ښکاري خوداتورکى بيا بيخي بل ډول انسان وو داسې چې په ږېره کې يې نورتورويښتان نه ترسترګوکېدل سترګې به يې په ببروروځواوشونډې به يې په اوږدوېتوکې پټې وې رنګ يې دسکاره په څېرتک توروو، په بدن وچ کلک اوغټه پګړۍ به يې په سروه دهغه داصلي ځاې ځايګي په اړه هېچاته هم پته نه وه اونه يې چا دکورنۍ نورغړي ليدلي وو دژمي په سړوشپوکې به تري تم شوخودپسرلي په موسم کې به دپسرلنيومرغانواوبارانونوسره يوځاى په کلي کې راپيداشوشااوخواکلو کې به يې په ارزانه بيه له چانه  شپني ونيوله بيابه نودې وو اودرست  کال له کليوالوسره تاوده مجلسونه اودشپېلۍ ډول ډول نغمې که چابه ورنه دتېرژوند په اړه کومه نيمه پوښتنه وکړه نوځان به يې په لېونتوب ووهه اويابه يې خبره په بله واړوله حتى داصلي نوم په اړه يې هم څوک نه پوهيدل ډېروبه وېل چې رنګ يې توردىنوځکه خويې خلک تورکى بولي خوکله چې څوک ورته کاکا ووايي نوډېرخوشحالېږي .

 انا به مې وېل چې تورکى دغونډۍ کلي دى، په ځوانۍ کې دحاکم صيب په لومين شومينه يې دليونتوب ترحده ورسېدله حاکم ته يېي ډېرې جرګې واستولې

خوهغه هره يوه په بې شرمۍ سره رد کړه اودايې دځان سپکاوى و ګڼلوتردې چي دمرګ اختارونه يې ورکړل څوځله يې په خپلوکسانودومره وډباوه چې په شپوشپوله خوراکه اوخبروولوېده څوځله يې دحاکم په کوردبريد هڅه هم وکړه خوفايده يې ونکړه دحاکم صيب هم نورصبرتمام شو تورکى يې خپلولمدوزېرزمينوته واچولواودکورنۍ نور غړي يې يويوپه  پټه اوښکاره ورختم کړل څوکاله پس چې حاکم صيب خپله لورواده کړه نودتورکي نه هم ددوزخ غوندې تياره سمڅواوپرلپسې غذابونوهرڅه هېرکړي وو نوريې چې ده ته څه تاوان نشورسولى په سمڅوکې يې دهغه ساتل هم  بې ګتې وبلل نوځکه خويې له ځانه وشړلوپس له هغه نه تورکى هم دغرونواوځنګلونوشو ټوله ځواني يى په لېونتوب او ارمان  کې تېره کړه دخپلې ناکامې مينې دردونه به يې هروخت په شپېلۍ کې بيانول .
     زه نه پوهېدم چې دانا دغه کيسه به مې کومه افسانه وه که ريښتياهم يووخت داسې شوي وو زما په زهن کې کټ مت همداسې نقش وه ځکه دانايوه خبره مې هم ماته دروغ نه ښکارېده دتورکي کاکا په ليدوبه په تياره اونمجنوسمڅو کې يودشخوبرېتونووالازلمى په زهن کې راغى چې دېوال ته سرپه زنګون ناست وي .
په ټولو شاوخوا کلوکې داخبره هم مشهوره  وه چې دتوره کي په شپېلۍ کې دجادوه په څېراثرپروت دى دځنګل اوکروندو ټول ماران پرې مين دي لوىاوواړه  ماران يې دخپلې شپېلۍ په هوده کې راوستلي، څه چې غواړي هغه پرې کولى شي ځينې سپين ږيروبه لاداهم ويل چې ترغرونولاندې پراته ښاماران هم دتوره کي په شپېلۍ له خوبه رابيدارېږي موږماشومانوبه هم که کله کومه شپيلۍ وموندله نويوبل ته به موويل چې د توره کي غوندې يې ووهه .

زموږپه کلي کې ټولوکروندګروپه پولو،ويالو،پوشتونو،سيندغاړواودغرونوپه لمنويا هم په وړوغونډيوکې دسنځلواوچنارونو ونې دومره زياتې اېښې وې چې دباد له کمزورو څپوسره به شورترې اوچت شو زه نه پوهېږم چې زموږنيکونوبه ولې دسنځلواوچنارونوله دغه ونوسره دومره مينه لرله چې دکرځمکې به يې  هم پرې لړلې وي . خواوس چې به دپسرلي موسم اوداوړي لومړۍ شپې ورځې رابرسېره شوې په ټولوکلواودښتو کې به د سنځل ګل خوشبويي خوره شوه اودخلکو په سپږموبه خوږه لګېده ان ترلري پرتوسيموبه هم بادونودغه خوشبورسوله دسنځل ګل په دې موسم کې به ماران دومره مست وو چې له غرمې وروسته به څوک ترې په کروندواوسيند غاړوکې له وېرې نه شوى ګرځېدلى په دوو دريوورځوکې به دکوم کليوال غواضروردمارزهرووژله بيابه نوچاداوړي ګرم موسم   اوچادسنځلوونوته خولې په کنځلوخلاصې کړې وې .

په کلي کورکې به چې څوک غوصه کېدل نواديوه ښيرابه ترټولوورته زوروره ښکارېده چې دځنګل دمارانوخوراک شي .
خويوتوره کى ووچې په دې موسم کې به يې خوله دخندا نه راټولېده شپېلۍ په غاړه دوه درې ماران  په لاس پوله په پوله اوڅپره په څپره به ګرځېده        زړوروکروند ګروته به يې شپېلۍ غږوله اومارانوبه له شاوخوا کروندو يوډول پشهاراواوزونه اېستل داوازونه به چې ډېرشول توره کى به له خندا شين شو شپېلۍ به يې له وچوشونډولرې کړه له ځان سره به په خبروشو .
داټول زما مريدان دي ،يوازې همداماران ماته احتياج دي زما امردکلي په وزو،مېږواودغومارانوچلېږې دنوروامرونه بې ځايه منم ددې کروندوټول ماران په دغه شپېلۍ مين دي هرڅه پرۍ کولى شم په کروندوکې يې يوه ورځ نه يوه ورځ کومه غواياخوسکى چيچلى وي خويوه ورځ به مونه وي اورېدلي چې د توره کي دلښکرکومه مېږه مارانوچيچلې ده ماټولومارانوته امرکړى چې ددې کلي خلکوته څه تاوان ونه رسوي خودبنيادمانوغوندې په هغوى کې هم ځينې سرکشه مخلوکات شته چې امرنه مني .

  هغه به ډېرځله په لوړوغونډيواودکروندونه لرې دغرونوپه لمنوکې شپېلۍ په خپله رمه پسې غږوله خودغرمې نه به بياپه هغه څپره کې پروت وو چې دکروندوپه مينځ کې کروندګرودسنځلې تريوه ونه لاندې ورته جوړه کړې وه .
په توره کي پسې داهم مشهوره وه چې دخولې لاړې يې دماردزهروضد دي که به چاورته وويل چې توره کى کاکاپه يوازې توب کې دې زړه نه تنګېږي نوپه بې غورۍ به يې ځواب ورکړ.
 بچو!زه دځنګل دمارانوپادشاه يم هغوۍ زمالښکرې دي يوازې خوته يې چې په دې دنياکې يوسردوه غوږونه ګرځې په دې ځواب به يې هرپوښتونکى شرمنده اوحيران کړ.
يوه ورځ داسې هم راغله چې د سنځل ګل په مهال دسهاره ترماښامه چادتوره کي دشپيلۍ اواز وانه ورېدلو په کروندګروهم ورځ بې خونده تېره شوه ډېروکليوالو پوښتنې پسې پيل کړې چابه وېل چې کومې لرې درې ته به يې رمه بېولې وي چېرته به تندې وهلى وي، .ناروغ به وي   چابه يوڅه اوچابه بل څله وېل .
دويمه ورځ يې هم ترغرمې پورې درک معلوم نه شو دغرمې ګرمي په پوره زورکې وه چې ديوه کروندګر دهغه څپرې ته نږدې ولاړواښوته پام شو .
دهغه نورملګري هم په منډه منډه هلته ورغلل دسنځلې ترونې لاندې يې دڅپرې په څنګ کې  توره کى پيداکړ شورماشورجوړشو توره کى په خورو وروڅانګواوبوټوکې اوږود غځېدلى وو سترګې يې پټې وې اوپه سينه يې دلويواووړومارانوځايښت نه کېده دځنګل مارانوخپل شاهنشاه خوړلى وو له هغې ورځې نه ترننه زموږدکلي کروندې اودغرونولمنې په يوه درنه اوغمجنه چوپتياکې ډوبې دي .

     ٢٠ \٨\١٣٨٧

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery