دخپریدو نیټه : 2009-11-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سپين دېوالونه
ګل رحمان رحماني
تېره ورځ دخپل يوه ملګر ي واده ته تللى وم ، دهغه کوردجلال ابادښارنه په يوه وتلي ساحه لسمه وياله کې دى چې دننګرهارهوايي ډګرته څېرمه پرته سيمه ده چې په دې وروستيوکې په په هوايي ډګرکې مېشتوبهرنيوسرتېروڅو ځلې دوتلواودخپلوکلودپرېښودلوامرکړى چې دهرکورپه بدل کې به ورته
زرګونه ډالرورکوي خوهغه کوراوخټين کلي چې يوڅوک په کې خاپوړي وکړي چېرته يې څوک قېمت پوره کولى شي ددغه کلوډېرکورنه نړېدلي اوبهرنيان هره شېبه غواړي چې دغه هوايي ډګرپراخه کړي دواده په شپه ددې اجازه هم نه وه چې څوک دې بهروگر ځي ځکه چې امريکايان وېرېږي چې څوک په کې ترهګرونه څېژي دغه له درده ډک تصويرنه په رپوټ نه په خبر نه په فېچړونوکې بيانېدى شي ماهم په هغه شپه له خپلوخلکو ډېر ې اوښکې تويې کړې اوه زهن کې مې ددغه کيسې سوژه انځورکړه چې مايې دانځورولووروستى هڅه وبلله تاسې يې هم ولولى
غوټۍ له سهارمهال ستومانه وه نه پوهېده چې کارونه يې ولې نن خلاصون نه لري ، نورېې لاس اوپښې وچې وې خولايې هم دستړيااحساس نه کاوه اوپه شوق سره دکورپه انګړکې په کارونوبوخته وه دکوچني انګړپه مينځ کې يې هرڅه ګډاووډکړي ووداوبولوښي سپين خاورې اودخاورې څړي ګډاووډپراته ووخوپه ټول انګړکې دلمدې خاورې ښکلى بوى خورووچې په هرچاښه لګېده
غوټۍ به چې په دېواله هرڅړى راتېرکړنوله زينې به راښکته شوه اوڅوقدمه به شاته بيابه يې دېواله ته وکتل چې دګچ په څېرسپين رنګ به يې غوره کړى وو هغه په انګړکې يوازې وه موريې فصل ته غوابېولې وه اوپلاريې په کرونده کې په کاربوخت ،مرغانوشورماشورجوړکړى وو اودانګرپه ونواوګلانوکې مرغۍ چوڼېدلې چې يوه ښکلي سمفوني يې جوړه کړې وه نږدې لس بجې به کېدې چې دانګړټول کارونه يې ختم کړل خوبې له دې چې دمه وکړي دڅاه غاړې ته لاړه يوګيلاس اوبه يې وڅښې اوبيايې دېوالونوته وکتل چې تاوده لمرله وچولووروسته سپين رنګ ورکړى ووپه زړه کې يې دخوښۍ يوه نه ډکه څپه تېره شوه اوبياله ځان سره دلېونۍ په څېرپه خبروشوه
ام... ...څومره ښکلي ښکاري مورمې چې راشي څومره به خوښه وي دپلارسترګې مې هسې هم په ماکارونه نه لورېږي
بېرته له ځايه پاڅېده لوښي يې ووينځل خوپام يې شو چې دڅاه دغاړې ګلان له تندې ځوړندسرونه مړاوې ولاړدي په تندي يې راروانې خولې وچې کړې اوموسکه شوه
جان څومره به تږي وى کاشکي سهارمې لومړى تاسې اوبه کړى وى اخرماته هم خلک غوټۍ وايي څوډولچې اوبه يې ورواچولې
مخ اولاسونه يې لانه ووينځلي چې دروازه ټک ټک شوه اوغوايوه رمباړه وکړه په شوڼدويې موسکا وځغلېده اوددروازې په لوريې مڼده کړه
وى مورجانه مې ده خدايه څومره به ستړې وي
دروازه يې خلاصه کړه يوه سپين سرې ښځه دزېړې غواشاته پنډه په سرولاړه وه غوټۍ يې لاسونه ښکل کړل اوبيايې پنډه ورنه واخيسته غوايي په انګرکې ترونه لاندې وتړله اوبيايې له تناره نه چايجوشه راواخيسته اومورته يې وروړه
خودمورتبعه يې دمعمول خلاف يوڅه جوړه نه وه غوټۍ ګيلاس ورته کېښوداوورنه ويې پوښتل
مورجانې ولې خفه يې ؟
موريې سوړاوسيلى وکړ.
لورې هغه دکفرزامن بياراغلي وولالادې هم له کروندو وسره لاړه نور کليوال هم ورسره وواوس به ميدان ته رسېدلي وي ډېرزربه بېرته راشي
بيايې دچايوګيلاس خولې ته کړله څه ځنډوروسته يې خبرې وغځولې
لورې دغه کافرمولکه چې نه پرېږدي خداى دې خيرنه ورکوي کاشکي ته يوځل په خيرپه خپل کورشوې وى هم خيردى اخيرمې په زلمي زړه خوګېږي دبچي په ځاى مې .....
دغوټۍ په مخ کې زېړې کرښې وځغلېدې اوخبرې يې په بله واړولې
مورې انګرمې څنګه سپين کړته وګوره لکه نوى موچې جوړکړى وي
موريې سوړاوسېلى وکړ
ويښ لورې !زه چې ستاپه منګ پېغله وم په اوته (هفته )کې به مې څوځله خټې کولې ته هسې ځان ته غره يې لږپه چورت کې لاړه بيايې ترژبه لاندې وويل
نورنوبې ځالې مرغان يو دې دکافرزامنوته دې خداى ښه ورځ نه ورکوي دواړه لادچايودرې څلورپيالې نه وې څښلې چې دروازه خلاصه شوه دغوټۍ پلارسيداګل کاکايوم په لاس راننوت په څېره يې دخفګان ژورې کرښې خورې وې يوم يې ګزارکړدغواپه شايې لاس راتېرکړاودغوټۍ خواته راغۍ غوټۍ يې په سرښکل کړه اوترڅنګ يې کښناست خولاسم ناست نه ووچې دغوټۍ مورپرې غږکړ
دغوټۍ پلاره خيرت خو ووڅه يې ويل
سيداګل سروخوځولو اواوږداوسيلى يې وکړ
نورنه کېږي وېل يې چې په پرده کې ډالرواخلى اوکورونه موپرېږدى
چې زموږ عسکردلته نه ځايېږي ويل يې چې ستاسې ټول کورونه زموږ په نقشه کې راځي تاسې ته په چمتله اوګمبېري کې ځايونه درکووچې له سره يې له دې نه هم ښکلي ابادکړى زه ګومان نه کړم چې دغوټۍ لورواده مې ترسره شي هسې مودکوردېوالونه دومره سپين کړي دي داکورنورزمونږه نه د ى .... دسيداګل کاکاسترګې له اوښکونه ډکې شوې .
خوغوټۍ په ځاى کې رانېغه شوه
پلاره له دې ښکلى کورپه ټوله دنياکې نه شوپيداکولى دګلان دانګوروتاکونه اوونې ماټول دڅاه له اوبونه په ډولچه رالوى اواوس ورسره مره بې وفايي وکړوله دې نه ښکلى په ټوله دنياکې نشته زه بل کورته قدم هم نه درسره اخلم
دپلارپه شونډو يې موسکاخوره شوه
غوټۍ لورې !ته څه غم کو ي ستاخوهسې هم دلته شماروځۍ پاتې دي
غوټۍ له رنګه سره شوه اودانګوردتاک خواته ورغله هلته غوادګلانوڅانګوته چې له مړاو ي توب نه راوتلي خوله اچوله
څلورمه ورځ مازديګرپه هواکې الوتکې تاوېدلې اولاندې امريکايي سرتېرې تروره ګرځېدل يوه قومندان دخپل ژباړن په مرسته دکلي له مشرانوهيله کوله چې پيسې واخلي اوترسباپورې کورنه خالي کړي
سهاروختي له مجبوريته دټولو کډې تړل شوې وې اوله يوې مخې په موټرونوکې بارېدلې
دسيداګل کاکاددروازې په وره کې يوماشين ولاړووچې دلوې خولې سيورې يې دهغو ى انګړته رسېده په يوه وړکي موټرکې ددوى ټول کالي ځاى په ځاى شول له دکوره به نه ووتلي چې بهرولاماشين خوله راښکته کړه اوورسره دماشين په سېټ کې دناست شين سترګي په خوله خنداراغله.
ماشين له يوې جټکې سره انګړته ننوت اوله يوه ګزارسره دغوټۍ په لاس سپين شوي دېوالونه لوټې لوټې رانسکورشول بام بوټۍ هم له ټولونه وړاندې راولوېده اوهلته وړاندې دزلمي دوى دکوربامونه رامعلوم شول
دغوټۍ دزړه دنياهم دهمدغه سپينولوټوپه څې لوټې لوټې رانسکوره شوه اودکډې موټريې په ګردونوکې له کلي پناه شو
٢٠٠٩\\١١\٢نومبر جلال ابادښار