لوګى
فریبا سوله مل
د شپې تياره غوړيدلې وه ، ګلالۍ په چټكو ګامونو روانه وه او تر شا يې دوړي پريښوولې . په پوړني یې اوښكي پاكي كړې . په نيولي زړه يې مور ته چې تر دې څو ګامه مخكي روانه وه وروځغاستل .
ددې په زړه كې ورتير سوه كه ژر د ماما تر كوره ونه رسيږي نو خداى خبر...
بې اختياره يې چيغه كړه : موري ژر ژر درځه .
خو مور يې بيله دې چې د دې خبره واوري تر ژبي لاندي څه ويل او روانه وه . مور او لور له څو تاو راتاو كوڅو وروسته د كلي كښتونو او كروندو ته ورسيدلې . څو ګامه وړاندي د لرګي يوې لوېې او زړې دروازې ته ودريدلې . تور ځنځير يې وشرنګاوه . شيبه وروسته د دروازې تر شا د پښو ترپۍ سو . د دروازې له خلاصيدو سره د ګلالۍ مور چې تر دې دمه يې ژړا په ستوني كې غوټه سوې وه ، په كړس كړس په ژړا سوه او د ورور غيږ ته يې ځان ورواچاوه .
- كبيره د خداى دپاره هغه وژغوره !
- څه خبره ده .. خيريت دى ؟
- خداى به كوي ته به كوې هغه مه پريږده چې ... او ژړا نورو خبرو ته پرينښوده .
ګلالۍ په غریو نیولي غږ ورته وویل:
- ماما جانه.. هغوى زما پلار له ځانه سره بوت.. په زوره یې موټر ته كش كړ.
كبير ټكان وخوړ . نه پوهيدى څه ووايي . رنګ يې والوت . لدې خبري سره يې سترګي خلاصي دروازې ته يخي پاته سوې . سر يې وښوراوه ، خور يې كوټې ته يې بوتله ، ډاډ يې وركړ او پخپله په تلوار له كوره ووت .
ګلالۍ ډيره بيقراره وه ،سمدستي په ماما پسي ووتله خو هغه يې ورك كړ . شاوخوا يې وكتل د پخوا په رقم بيره يې نه احساسوله او په كروندو چې دا مهال د شپې په تياره كې د تورې کډې په شان معلوميدې، ورګډه سوه. لدې شپې وروسته دا دې کروندو ته بیا بیا ورغله خو خپله ورکه یې نسوه موندلاى .
شپې رڼې كيدې او ورځي به تياره سوې خو ددې ځواب څرګند نه شو چې صالح چا بوت . اوس به چيري او څنګه وي.
د لمر د مستقيمو وړانګو له كبله د ګلالۍ سترګي كوچنۍ –كوچنۍ سوي وې . په ځير سره يې د اور د لمبو سره خړو لوګيو ته كتل چې آسمان ته ختلې . لوګيو په هوا كې تصويرونه جوړول او هرڅومره چې به لوړې ختلې د ددې سترګې به ورپسي څار وې . دې له ځانه سره ويل چې دا لوګې له هغه پورته څخه ددې پلار ليدلاى سي . زړه يې غوښتل دا هم ورسره ولاړه سي او پلار ته خپل د زړه خبري ټولي وكړي . خو چې يې پام سو د كلا په انګړ كې ولاړه ده ، ورونه يې تر لاسو نيولي دي. د تندي ګونځي يې ډيري سوي . په ځغاسته خوني ته ولاړه او زړه يي په ژړا ښه خالي كړ .
مور يې د ډوډې سترخوان وغوړاوه . خو دې ته ډوډۍ خوند نه وركاوه . تر شا سوه:
- موري زه ډوډۍ نه خورم .
منډه يې كړه له طاقچې څخه يې د پلار د واسكټ له جيبه د هغه عينكي ، قلم او دستمال راواخستل ، په هغو به یې د پلار مينه ماتوله .
مخ يې راواړاوه مور ته يې پام سو چې پر رنګ الوتي باړخو ګانو يې رڼې رڼې اوښكې توييږي او له سترخوانه ليري ناسته ده . ورمنډه يې كړه غيږ ته يې ځان ورواچاوه .
دمورپه غیږ کې يې تسل کیده، غوښتل يې د مور د يوې اوښكي په بدل كې له توپانونو سره په غيږ ورسي خو دا دومره كمزورې وه چې نه يوازي يې د هغې اوښكي نه سوې درولاى بلكه په ناپامۍ كې به يې په خپلو حركاتو د هغې د زړه لمبه لا نوره هم تازه كړه.
غرمه وه . وخت د تل په څير پښه نیولی و،په كلي كې انګازه سوه چې د صالح د ځاى څرك معلوم سوى دى ، هغه ژوندى دى ، روغ رمټ به بيرته كورته راسي . دوى ته د خوښې زيري راورسيدل . ګلالۍ ژر مور ته ورغله دواړه لاسونه يې په غاړه كې ورواچول او په غيږ كې يې سركښيښود نور يې نو د بيتابۍ او انتظار وار پيل سوى وو . د مور د زړه ټوپونو ډير خوند وركوۍ ځكه دا پوهيدله چې دا د خوښۍ ټوپونه دي . سر يې راپورته كړ ما ما يې وليد چې د كلا په انګړ كې د توت وني ته ډډه وهلې او ډير بيقراره ښكاريدى .دا هم ورغله د ماما تر غاړې يې لاس ور تاو كړ په ماشومانه انداز يې ورته وويل : ماما اوس خو خوشحاله يې .
- هو ،لوري ډير خوشحاله يم .
- كله به راځي .
- بس يوه يا دوې ورځي به ونيسي .
- ته ورپسي ځي ؟
كبير سترګي ورواړولې ، زه به دلته تيارۍ ورته ونيسم .
ددې په زړه كې د خوښۍ څپه راغلې وه . ټوپ يې وواهه . ماما يې له لاسه ونيو او د خوني خوا ته يې كش كړ .
دواړه د ګلالۍ مور ته چې ته وا اوس يې په بدن كې سا چليدله ، ورسيدل . كبير د خپلي خور مخي ته دستمال كيښود . هغې خړ دستمال راپورته او غوټه يې په ريږدولو ګوتو خلاصه كړه ، آبي رنګه تسبيح يې راپورته كړې . موسكۍ سوه . دا هماغه تسبيح وې چې دوى دواړو يوه ورځ سره پييلي وې ، هغه مرۍ ، هغه غوټه ، هغه ملا .
نور نو د انتظار هر ه شيبه كلونه كلونه تيريدله خو په عين وخت كې د ژوندهري شيبې يوه رنګينه او ښكلې معنى اخستې وه .
د صالح پركور د خوښۍ لمر راختلى وو . هره خوا نغمه نغمه وه . د ونې پاڼو زيري وركول . چې شپه سوه ګلالۍ په دالان كې پر كټ د دواړو ورونو په منځ كې پريوته او دواړي سترګي يې آسمان ته نيولي وې . چوپه چوپتيا او په صاف آسمان كې د ستورو اشارو دې ته دجشن شپه ورپه ياد وله چې پلار به يې كله كله داسي جشنونو ته بيوله . له ځانه سره يې وخندل بيا يې په آسمان كې سپينو كرښو ته وكتل چې كله به يې زړې بودۍ انا ددې لاري په هكله نكلونه كول او ويل به يې : كله چې زموږ پيغمبر د معراج په شپه آسمان ته خوت په زرين آس سپور وو . د ملايكو لوى لښكر ورپسې وو او دوى ددې لاري تير سوه چې د آسونو د پښو دوړي تر اوسه پاته دي او تر قيامته پوري به وي . ګلالۍ سترګي پټي كړې د څو شيبو لپاره د زرينو آسونو سره ولاړه . فكر يې كاوه دا هم ددې لښكر په منځ كې ده . هره خوا ښكلا ده ،خوشبويي ده ، رڼا له هري خوا راوريږي ، جوپې جوپې ملايكي لاس پر نامه ولاړي او د ستر پيغمبر راتګ ته هركلۍ وايي ، سترګي يې خلاصي كړې . كله يې هم داسي خوندور احساس نه درلود . موسكۍ وه په زړه كې يې ورګرځيدل زه به هم د پلار د راتګ هركلي ته حتما تيارۍ نيسم . ګلان ورته غوړوم ، ساز او مجلس جوړوم ، خلك به يې ليدو ته راځي ، زه به د پلار او مور تر منځ كښينم . د ميوو فرمايش به وركوم خصوصا انګور او انار به په پتناسه كې راوړل كيږي .
تر سهاره پوري يې سترګه پټه نكړه . بس چې د سهار سپيدې وچاودلې كوچني لاسونه يې آسمان ته ددعا لپاره پورته كړه . اوس يې په زړه كې دا هيله لرله ، هغه مجلس تيار كړاى سي چې دا يې غواړي .
د كور ټولو كارونو ته ورسيدله . ورونه يې تر لاس ونيول ، منګي يې واخستل څو د كلا تر شا د باغ له خوړ څخه اوبه راوړي . د ورونو مخ لاسونه يې پريمينځل . منګي يې ډك كړه . له باغه يې له ځانه سره لمن لمن ګلان راټول كړه او د خاوريني كلا هر ګوټ يې په ګلانو ښكلۍ كړ . ښه يې په ځير ورته وكتل .
- دا سم نه راځي بايد نور څه هم وكړم .
د ورور په لاس يې د جمعه كاكا له دوكانه نقل او پتاسې راوغوښتل .
له ځانه سره به يې ويل اول خو به مې كبير ماما د ټوپك څو ډزي وكړي .سراى خو مي پاك كړۍ اوبه به پر وپاشم. ګلان او نقل به د پلار پښو ته هوار كړم .
يوې او بلي خوا ته يې وكتل چې نور څه وكړي خو ماشوم فكر وو نور يې څه ذهن ته نه راتله .
د راتګ شيبې وار په وار نژدې كيدلې . قرار يې نه درلود . ورونه يې تر لاس ونيول ، لومړۍ د كلا بام ته پورته سوه اوله تير كښانو څخه يې د خامه لارو خړو كډو ته كتل . غاړه يې وچه سوه . لږ دمه يې وكړه . خو د موټرو هارن تر غوږ سو . ژر يې په سوري كې بيا وكتل . څو موټره يو په بل پسي ودريدل . د بام تر يو ځايه پورې يې منډه كړه بيرته راغله زړه يې غوښتل له بامه پلار وويني او ورږغ كړي . سترګې يې د تير كښ پر سوري وربرابري كړې . څو تنه راكښته سوه ا و په پاى كې يو اوږد لرګين صندوق چې شين شال پر غوړيدلى وو او په زرينو كرښو آياتونه باندي ليكل سوي ول راكښته سو .
پر اوږې يې چا لاس كښيښود او دا يې د اوږده فكر څخه چې څو كاله پخوا ته يې بيولې وه ، راويښه كړه . موريې وه . دواړو د صالح پر قبر څو ډبري كيښودلې ، لمر وهلۍ بيرغ يې ور سم كړ ، دعا يې ورته وكړه او د سړې سا ه په ايستلو له هغې غونډۍ را كښته سوې چې پر سر يې د صالح هديره وه . د قبر سرته پر شين غزي باندي ناستي مرغۍ هم والوتلې . لمر په پريوتو وو ، له غونډۍ څخه ټول كلۍ ښكاره كيدى . له هري كلا څخه د تنورونو خړ لوګي ختل . په آسمان كې يې ډول ډول تصويرونه جوړول او په هغو پسي د ګلالۍ سترګې څار وې خو اوس یې په دې لوګيو کې هم دپلار تصویر نه لیده.
پاى
فريبا سوله مل