دخپریدو نیټه : 2009-11-09 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
شپاړس کلنه لور
ومان نیازی
شپاړس كلنه لور
ومان نيازى
د اس په ورږو يې څو واره لاس راتېر كړ، دوه درى واره يې بياتي لكۍ ته ورواچوله كښيناست ، په هګيو لړلي پټۍ يې د آس د مخې پښې له ښي زنګانه راخلاصه كړه ، دزنګانه په سترګۍ يې لاس ورتېر كړ بيا يې ګردنۍ د كښې له خوا وروټكوله ، خلاص يې كړ ، آس په ښۍ پښه نګوښېده ، شان ته يې ورګډ كړ ، آس شونډك اوبو ته وروړ لكۍ يې اړخونو ته واړوله ، لري يې با په خرې سترګې ولګيدې ، غوږونه يې څك كړو
شيبه يې لاندې باندې ورته كتل له ځانه سره وغونځيد
نن دې شلمه ده چې پرتلى يې د خداى زور هګۍ مې درباندې خوارې كړې څو ځايه يې سپرلو ته بللى وم ناغه سوم ، سهار او مازديګر دبتكۍ زوى ستن در لګوي، داشلم تاويز دى چې درته راوړم يې .
پړي ته يې لاس ور اوږد كړ، د آس له شونډك سره روان سو ، پړى يې سوكه له لاسه وسپخول ټيټ سو يو چم يې د آس په اخوره كې چرګ ته ور وشرتيل ، د موټر سايكل په سپاره يې سترګې ولګيدې چې په نرۍ لار كې د ده د كورخواته راتاو سو، پړى يې په ميږوي پورې غوټه كړ، په چشمو
( عينكو ) يې خيرنه لمن تېره كړه د موټر سايكل سپور يې لكه چې پيژندلى وي
- ملك الدين اكا سلام عليكم
- پذيره !ته يې
- زوى دې لوى سه ښه بانه په لاس درغلي ټوله ورځ د اس تر كونې راتاويږې
- ياره پذيره لور به مې ازار راته كړى وي كومه ښېرا به يې له خولې وتلي وي ، تر واده له مخه چا خبره كړې وه چې پلار دې (په اوړ ممۍ) كې اوويا كلن سود خور ته وركړې يې
- په نور حال خو به نه وي خبره سوي
- كوم قران وهلي ټول نكل ټكي په ټكي ورته كړى ، دا يې هم ورته ويلي وو چې سود خور سپور نه وو اس يې ډير شكب اس وو بيا دې لا لا ته وركړى وو چې راويې زغلوي ، د لا لا دې آس خوښ سوى وو په هغه مېله كې يې د نورو سپرو تر مخ ورته ويلي وو چې اس مې دې ډير خوښ سو شپاړس كلنه لور لرم .