مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-01   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

له وینې ترمینې

له وينې ترمينې(لنډه کيسه) 

دښارلوى روغتون اوزمونږپوهنځى دومره سره نږدې ووچې ډېرځله به دناروغانو ويرونه اودعاجلوناروغانودامبولانس اوازونه رارسيدل ،يوه کوچني واټ ته ورته ساحه زمونږ دپوهنځي اوروغتون ترمينځ پرته وه .

په اوونۍ کې داسې ورځې ډېرې کمې راتلې چې دروغتون نه دې دناروغانوکوم پايواز زمونږدټولګي ور دوينې دغوښتلولپاره ونه ټکوي .له دغه ټک ټک سره زمونږ ټولګيوال دومره عادي شوي ول چې کله به کوم بل سړي يا دپوهنتون لوړپوړى مسئولينو اوناشنااستادانو هم وروټکولو،نوهرچا به فکرکاوه چې بيا کوم کس دناروغ لپاره وينه غواړي .خويوجوت توپيرداو چې دناروغ ياپايواز رنګ به دمړي په څېرزېړتښتېدلى وو اوپه دمه دمه به يې داسې خبرې کولې چې ژورې بې وسۍ اوعذرته ورته وې .دغه کسانوته به ډيرځله جدي استادانو سخت ځواب ورکاوه خوځينې استادان چې لږنرم غوندې وواوياهم دخپل ژوند په اوږدوکې له داډول ستونزې سره مخ شوي وو،نواجازه به يې ورکړه چې ټولګي ته ورننوځي دهغه په لاس کې به يې دروغتون رسمي پاڼه وکتله بيابه يې زمونږخواته راوکتل هلکانودغه فلانى ګروپ وينه څوک لري ؟

له دغه کاکا سره ترروغتون لاړشئ اودخداى په رضاوينه ورکړئ .کومې شوخې نجلۍ يا هلک به ترې پوښتنه وکړه

استاده څومره وينه غواړي ؟

داستاد په ځاى به همغه کس ځواب ورکړ.

وروڼودومره وينه پکارده باوروکړئ چې دروغتون دوينې په بانګ کې يوڅاڅکې وينه هم نشته کنه دلته نه راتلم.دوينې اندازه به که له دوه سوه سي سي کمه وه،نوډېروټولګيوالو به لاسونه اوچت کړل چې ډېربه پې شوخ هلکان وو. اودابه يې له ټولګي نه دوتلوښه بهانه ګڼله ځکه چې دغيرحاضرۍ وېره به يې نه وه، خوکه دوينې اندازه به يې له دې نه لوړه وه چې اکثره وخت يې پنځه سوه سي سي ښودله، نوپه ټولګي کې به يوډول چوپتيا خوره شوه،هرچابه ځان دمېزپه سرله خپلوکتابونواوکتابچوسره ځان بوخت کړ بيا به نوپه دې وخت کې استاد په کوم کوم چاغ هلک لاس كېښود که دوينې ګروپ به يې ورسره برابرهم نه ومجبوروچې داستاد غوښتنه ومني ،نوويل به يې چې دوينې په بانګ کې دوينې ګروپ بدليدلى هم شي .

دوينې غوښتونکي اکثره بوډاګان اوزړې ښځې وې داسې هم کېدل چې يو کس به ولاړو اوبل به کاغد په لاس دټولګي په مخ کې دوينې غوښتلولپاره ودرېده کوم شوخ هلک به لازړه وکړاوپرې غږبه يې کړ........

وه کاکا! دليليې دلوبيااووريجوبه څه وينه وي هسې نه خداى مکړه ناروغ دې لابد ترکړي پدې خبره به ټولووخندل خواستاد به چې دقربانۍ، خواخوږۍ، خيراوثواب خبره رامنځته کړه نودټولوخندا به غلې شوه .

ښه مې په ياد دي دپنجشنبې ورځ و،دويم ساعت و، استاد ديونان دلرغونو اديانوپه باب خبرې کولې اوداتن درب النوعانوڅيرې او کړه وړه يې زمونږ لپاره انځورول .

رب النوعه يوډول غيرطبعي انسان وچې هغوى خپل خدايان ګڼل دلمرراختواولمرپريوتو، ورځې،شپې باران اوطوفان راوستلوقدرت يې په لاس کې و. ډېرځله به چې ددغووګړوپه وجود کې دبوډاتوب نښې څرګندې شوې، نودرب النوعه له عبادت نه به خلاص شول .له خپلودوستانوسره به يې مخه ښه وکړه،داتن دپراخو ځنګلونو خواته به ولاړل،هلته به يې له دنياوي چاروزړونه راټول کړل،دنفس په تزکيه اورياضت به مشغول شول،خوکله به چې بېخي بوډاتوب اودمرګ ترپولوورسېدل نوبياخپله دعبادت وړګرځېدل نورووګړوبه يې درناوى اوعبادت کاوه اودرب النوعه مقام ته رسېدل.استاد دې ځاى ته رسېدلى و چې دڅنګ کړکۍ يې ټک ټک شوه له ټک ټک سره له سلګونوپېړيووړاندې زمانې څخه بېرته حال ته راغلو.

يوه د پاخه عمرخاوند چې په ږېره کې يې توراوسپين تارونه سره برابروو اوله څېرې نه کوم لوړرتبه مامورښکارېده په لاس کې سپينه پاڼه استاد ته ورکړه. استاد له سترګوتېره کړه اوبيايې مونږته وکتل او ويې ويل !.......مثبت B شپږسوه سي سي څوک حاضردى ؟

که څه هم کله مې وينه نه وه ورکړې خوګوته مې اوچته کړه وروسته له ځان سره پښېمانه شوم خواستاد ورسره واستولم .

له راغلي کس سره دوينې دبانګ په ځاى مخامخ دعاجلوناروغانو يوې کوټې ته لاړ.ددواړوپه ننوتلويوه يودپاخه عمره ښځه اودوه ماشومان چې دناروغ کټ ته ناست وو پاڅېدل ماته يې ښه راغلاست وويل .

بياسپين ږيري کس چې زه يې راوستلى وم زماپه اوږه لاس كېښود .

بچېه!ته دپوهنتون محصل يې.زه هم دپوهنتون پخوانى استاد يم خواوس شخصي کاراوبارلرم دامې مېرمن اودادوه مې زامن دي چې مشرايمل اوکشرامل نومېږي اوداچې په کټ کې ناروغه پرته ده  زمامشره لور رڼاجانه ده هسې خداى وساتلوله ترافيکې  پېښې سره مخ شويو. وينه يې ډيره ضايع کړې .ښى مټ اوپښه يې ډېرژوبل دي،اميد دى چې ستاوينه به صحت ورکړي .

نجلۍ دپلارپه خبروسترګې وغړولې لومړى يې هغه ته  بيايې ماته وکتل .سره د دې چې په سترګوکې يې ددردڅپې خورې وې خولاله وړاندې يوډول عجيبه مننه اوځلاپکې نغښتې وه .مادغه ځلاحس کړه زړه مې  ټکان وخوړپلاريې خبروته دوام ورکړ.

بچېه!په روغتون کې مې وينه پيدانه کړه ،بانګ هم له وينې خالي شوى دى ځکه مې تاته زحمت درکړدوينې بانګ ته لاړوډاکترشپږسوه سي سي وينه راڅخه واخيسته نږدې نيم ساعت بهرانتظاروم وروسته همغه کس بياراغى زه درڼاپه فکرکې وم په زړه کې مې يوډول نوي درد غزونې کولې چې هغه کس مي په اوږه لاس ېښود .

بچېه ډيره مننه !

دلورحالت مې ښه دى خودرڼاموريوځل بيا ستا دليدلوهيله کوي زه هم بې له څه خبرې ورسره روان شوم.درڼاپه کوټه کې ټول راته پاڅېدل. رڼاهم دبسترله بالښت يوڅه سرراپورته کړپه ټيټه اوازيې مننه وکړه اوبيايې په سترګولاس کېښوده موريې ترخپل څنګ راته کښېناستل،اشاره وکړه په څوکۍ کښيناستم اوپه خبروشوه .

بچيه! ته محصل يې ستا له دغه قربانۍ مننه. رڼالورمې سږکال له دولسم ټولګي فارغيږي بختوره ده چې ستاغوندې يوه همزولي يې وينه وړکړه. موږپه دې ښارکې مسافريو،کنه کومې خواته به مومنډې وهلې.ستادغه قرباني به تل زموږپه ياد وي په دې خبروکې ووچې يوې نرسې درڼا موراوپلاربهروغوښتل په کوټه کې زه ،رڼا اودهغه دوه وروڼه پاتي شوو .

درڼاسترګې نيم کښې پاتې وې په ټوله کوټه کې وژونکې چوپتيا خوره وه شيبه پس يې ترژبې لاندې وويل مننه .......اونوم ...دې ؟

پوه شوم چې دنوم پوښتنه مې کوي ځواب مې ورکړ.

احسان .

بيايې وويل !

ښکلى نوم دى .

يوشېبه بياچوپتياشوه،زړه مې راغونډکړ،ترې ومې پوښتل .

زخمونه دې درد کوي ؟

ځواب يې راکړ.

زخمونه به مې ښه شي خوفکرکوم چې يودرد به دتل لپاره زما په وجودكې پاتې شي .

کوم درد ؟

دوره خواته يې وکتل اوبيايې په ډېرزحمت سترګې ماته راواړولې .

دومره بې غورېږه مه،هغه درد چې تا راکړاوستا له وينې سره يوځاى زما په وجود کې خورشو .

په ټول وجودکې مې يوډول تودوخه خوره شوه ،په لومړي ځل مې رڼا ته دزړه په سترګووکتل اوددغې دردپه مانا پوه شوم .

هغې بياخبروته دوام ورکړ.

احسانه ! ته اوس هغه يوه شېبه وړاندې نااشنا زلمى نه يې داسې ښکارې چې دډېرې مودې نه دې پېژنم خويوه هيله درڅخه کوم .

ورته مې وويل:کومه هيله ؟

احسانه ماخوبه کله نه هېروې ؟

له ځان سره حيران وم دومره زراوداسې خبرې ديوخوب غوندې ښکاره شوې په همدې ذهني ګډوډۍ کې ډوب وم چې بيايې خپله خبره تکرارکړه .

څنګه غلى شوې ؟

ځواب مې ورکړ.

نه ستا هيرول ........ اوس زما له واکه وتلي دي .

رڼاوخندل مخ يې په مړوند پټ کړولنډه شېبه بياچوپتياخوره وه،خوډېرزريې روغ لاس ترڅنګ ايښي لاسي بکس ته وراوږد کړ په يوه پاڼه يې دوه نمبرونه وليکل بيايې پاڼه ماته ونيوه .

دازماتيلفون .......

خبره يې نه وه بشپړه کړې چې موراوپلاريې راننوتل موريې درڼا په تندي لاس کېښود اوپلاريې زمامخې ته په کوچني ميزدميووکڅوړه کېښوده. دميووکڅوړه مې دهغه دټينګارسره سره بېرته ورکړه اوورته مې وويل چې دې ته زمانه رڼازياته اړتيالري تاسې چې څودلته اوسئ زه به موهره ورځ پوښتنه کوم اودرڼااحوال به اخلم

له ټولوسره مې مخه ښه وکړه کله چې له کوټې وتلم رڼامې بيا له سترګوتېره کړه تندى يې غوړېدلى اوپه سترګوکې  يې ګڼې هيلې په موسکا وې .

له روغتونه دپوهنځي په لورروان شوم ايله وپوهېدم چې خواږه دردونه هم شته اوله وينې مينه څنګه راټوکېږي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery