دخپریدو نیټه : 2009-12-05 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
تصوف او عرفان (۲۴) برخه .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
تصوف او عرفان (۲۴) برخه .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
بسمه تعالی !
قدرمنووروڼوکوم څه چي زه په دغه اوپه راتلونکو برخه کښي درته ليکم نوباعث پرهغه باندي داشئ دئ چي له ځينوويب سايټو څخه زماځيني بيانونه کوم چي دتصوف اوعرفان په اړه دي بعضوعربي مواقعو او ویب سايتو کوم چي وعراق اووغيره ته منسوب دي نقل کړیدي اوبيايې داخبره زیربحث ګرځولې ده چي دافغانستان يونامتوعالم مولانامحمدمعين الدين ابوالفضل په رسمی مواقعوکښي دتصوف مدح، صفت اوبيان کوي اوپه دې باره کښي ډيروعربوعلماووخپل نظرونه ورکړیدي چي په هغوۍ کښي اکثر مثبت نظرونه دي که څه هم زيات ددغواکثروعلماوو سلفيان دي، اوصرف دوويادرو سلفی عالمانو منفی نظرورکړيدئ خوددغوعلماوودنظرو په اول سرخط کښي چي کوم بيان په مذکوروویب سايتوکښي ذکرسویدی دهغه معنی اومطلب په دې ډول دئ :
نن ورځ مي په ځینورسمي مواقعوکښي ولیدل چي مولامعين الدين ابوالفضل دتصوف مدحه کوي ، دغه رباني عالِم د تصوف په اړه وخلګو ته بيانونه ورکوي او د تصوف له اهميت څخه بحث کوي ، د مولانا معين الدين له دغو بياناتو څخه دا خبره څرګنده سوه چي کومه اوازه چي ځموږ د عربو په منځ کښي خپره سوېده چي د افغانستان عالمان او طالبان له تصوف څخه منکر دي او د سلفيت عقيده لري دروغ او بې اساسه ده ، بلکي د افغانستان عالمان او طالبان اهل د تصوف حقيقي دي او ددين د دښمنانو په مقابل کښي په شجاعتمنده او صادقانه توګه جنګيږي .
او ځينو عمده عالمانو د دوۍ داسي نظر ورکړئ دئ چي په اسلام کښي چي کوم نامتو او باشجاعته مجاهدين تير سويدي نو هغه ټول متصوفين وو ، لکه عثمانيه سلاطين ، صلاح الدين ايوبي ، محمود غزنوي او لکه عمر مختار وغيرهم .
ــــ ما چي د دوۍ نظرونه ټول وکتل نو و درو خبرو ته ډير سخت حيران او په تعجب کښي پاته سوم :
اول ودې خبري ته چي په موجوده زمانه کښي پداسي حساسو او نازکو حالاتو کښي چي د دنيا ټول کافران سره له دې چي دوۍ په خپل مابين کښي زيات پريکړنونه ، عداوتونه او اختلاف د نظر سره لري د مسلمانانو په مقابل کښي يو صف او متحد ملت ګرځيدلي دي ،او مسلمانان ( پر ځائ ددې باند چي له مذهبي تعصباتو څخه لاس واخلي او خپل جزئي او فرعي اختلافات غير ملتفت اليها وګرځوي او د کفارو په مقابل کښي ودريږي او له اسلام څخه دفاع وکړي ) نور هم په مذهبي تعصب کښي تشدد او ټينګار کوي او د کفر تر دفاع يې ودغه کار ته اهميت ورکړئ دئ .
دوهم ودې خبري ته چي د فغانستان مسلمان ملت ، خاص بيا د افغانستان عالمان او طالبان د امام اعظم ابو حنيفه (رضي الله عنه ) مذهبيان دي او په علم عقايد کښي د علَم الهُدی امام ابو منصور ماتريدي ( رحمه الله تعالی ) پيروان دي ، نو بيابه په دوۍ کښي داسي خلګ څنګه پيدا سي چي هغوۍ دي له تصوف څخه انکار کوي ؛ ځکه له تصوف څخه انکار له حنفيت او ماتريديت څخه په قطعي ډول خارجيدل دي .
دريم ودې خبري ته چي د تصوف مطلب زهد او تزکيه ده ، يعني له ناروا خويو څخه ، لکه کبر ، حسد ، فخر ، بخل وغيره ځان پاکول ، او تحليه يعني په ښو اخلاقو سره ځان ښايسته کول دي .
نو که څوک دا ډول عقيده ولري چي العياذبالله تصوف داسلام يو جزء نه دئ نو دا عقيده يې دې لره مستلزمه ده چي په اسلام کښي زهد نسته ، په اسلام کښي دانسته چي له بدو اخلاقو به ځان صفا کوې او په ښو اخلاقو به ځان ښايسته کوې ، سره له دې چي الله پاک فرمايلي دي :
« قد افلَحَ مَــــــن زکَّها و قــــد خابَ مَـــــن دسها » .
او سربيره پر دې پر اهل تصوف باندي طعن ويل دمسلمانانو پر څلورو امامانو باندي او دارنګه پر هغو ټولو مخکښو علماؤ باندي طعن ويل دي کوم چي د هغوۍ له امامت او جلالت د شان څخه منکرين د تصوف او د اهل تصوف هم انکار نه سي کولائ .
په راتلونکو برخو کښي به زه انشآءالله و تاسي ته د څلورو امامانو او دارنګه د عالم اسلام په منځ کښي د مسلمو علماؤ ، لکه امام نووي ، امام عز بن عبدالسلام ، علامه سيد شريف الجرجاني ، شيخ محمد ابو زهره ، امام محاسِبي وغيرهم نظرونه او بيانونه د تصوف او د اهل تصوف په باره کښي ذکر کړم .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .