دخپریدو نیټه : 2009-12-07 مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل
وه شينوارې ماما
ګل رحمان رحماني
په لومړيودوه دريوورځوکې دومره تنګ وم چې دشپې به خوب هم نه راته نه مې درسوته زړه لګېده اونه مې ياران دخپلې خوښې وو،موږ درې واړه دتاشکندښارپه زړه کې دخورشيدپه نامه لويه پلازه کې اوسېدوچې اکثره برخه يې دبهرنيومحصلينولپاره وه اودلوست لپاره يې هرډول اسانتياوې لرلې .
دامام بخاري په پوهنتون کې دنړۍ له ګڼوهېوادونوپه سلګونومحصلين داسلامياتواقتصاداوا دبياتودزده کړې لپاره دتاشکندپه خواراتلل له افغانستانه زه اوزماملګرى شاه محمديوازې تللي وو اوهلته موپه نه زړه زده کړه پيل کړه له څوورځووروسته موخپل يوبل هېوادوال سيدګلاب هم پيداکړهغه ډېرپخواراغلى وواوله قوارې نه نه پېژندل کېده کټ مټ دازبکانوغوندې ښکارېده ماهم هغه وخت وپېژنده چې کله يې په يوه غونډه کې خپل کارت ددروازې ساتونکي ته ښکاره کړاومايي په کارت کې نوم وليده پوه شوم چې افغان دى کله مې چې ترې وپوښتل چې افغان يې ؟ نوپه خوږه شينواري لهجه يې ځان رامعرفي کړ اودلين په سرراغاړې وت فکرمې وکړچې له مانه دې زيات زماپه ليدوخوښ شوى دواړه په غونډه کې يوځاى کښناستو دافغانستان اوخپلودرسونوپه اړه موسره خبرې وکړې وروسته له دې ورسره ملګرى شوم دريوواړوپه يوه کوټه کې ژوندکاوه اودتاشکندله ښکلومنظروموخونداخيسته هغه بلدوواوهره خوابه يې ګرځولوموږ به ورته يوازې شينوارې صيب وايه چې ښه ورسره اشناشوونوم يې شينواري ماماشو هغه هم په دې چې يوه ورځ موديوه افغاني سندرغاړي سندره اورېده چې ويل يې
وه شينواري ماما—ولې دې اېښې ده توبه
وه پرمامينه –ستاديارۍ نه شته مزه
له پېژندګلوى ، ملګرۍ اوله دغه سندرې څومياشتې تېرې شوې په ښاراوماحول کې بلدشوو اويوه شېبه هم يودبله نه جداکېدو خوکله په موچې هغه ته شينوارې ماماوويل په رنګ کې به يې بدلون راغى اولږ به غوصه شو په شينواري ماماموورو ورومشهورکړماته به شاه محمدويل چې دانوم مه ورته اخله هغه بله ورځ مې ليدل چې څوتاشکند يانوهم ورته شينواري ماماويل له هغه نه ورو ورو دګلا ب نوم لرې شو اوهرچابه په دې نامه بللوهغوى ته به که داسندره هم نه وه معلوه خو دانوم يې بې پوښتنې ورته اخيسته خووروسته ګلاب هم راسره عادي شو يوه ورځ مې دکوټې په وره وليکل چې دشينواري ماماجونګړه کله چې راغى نوهېڅ يې هم ونه ويل زه پوهېدم چې له دې نامه سره يې عادت شوى خوزه نه وم خبرچې په دې نامه څومره خفه کېږي له هغه سره له ملګرۍ وروسته زمانه خپل هېوادهېرشو اودومره خوښ يې ساتلم چې ځان راته مساپرنه ښکارېده
کاشکي چې ماته معلومه وى چې هغه په زړه کې په دې نامه څومره ځورېږي يوه ورځ مازديګرچې کوټې ته لاړم يوه ګاونډي محصل راته وويل چې شينوارى ماماخپل کالي له کوټې يوړل اودغه ليک يې ستاپه نوم راکړپه سترګومې توره شپه شوه پاڼه مې پرانستله يوازې داپه کې ليکل شوي وو
ملګريه !
تازماخفګان درک نه کړمانه غوښتل ستانه دساعتېرۍ وخت واخلم خوزه غواړم چې نوربېرته ګلاب شم په ماپسې مه ګرځه تاسې ښه وختونه ولرى
خداى پامان
سيدګلاب اوستاپخوانى خفه شينوارى ماما
دليک په لوستو مې ناڅاپه له خولې همغه سندره په لوړاوازووته
وه شينوارې ماما_ولې دې اېښې ده توبه
وه پرمامينه _ستاديارۍ نه شته مزه
په يوه شېبه کې دمنزل دهلېزته په لسګونوکسان راووتل اوماته يې حيران حيران کتل ځينې چې ډېرمصروف وويوازې به يې دومره وويل چې دېوانه شده اوبيابه بېرته کوټې ته ننوتل
څوجرګې مې په هغه پسې واستولې اوخپله هم غذرته ورغلم خودخپلوازربايي ملګروڅخه بيازموږ خواته رانه غى زه پوه شوم چې دهغه يوڅه عادتونه هم اوس ددې ځاى دخلکوغوندې شوي اوس هرماخستن په کوټه کې له مطالعې وروسته زه اوشامحمدهمدغه سندره په لوړاوازچالانه کړواوترهغه يې اوروچې خوب نه وي راغلى دکوټې په وره مو لاهم همغه کاغذ راځړېدلى چې پرې ليکل شوي د شينواري ماما...خوجونګړه يې ورڅخه ورانه شوې ده اوشينواري مامادومر کلکه توبه اېستلې چې ترمرګه به يې هم ماته نه کړي