مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-13   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

څڅیدلي اوښکه

نظمیار

څڅېدلې اوښکه        

 
يوه ورځ سهار مهال د سحرګه سپېده دم د يوه غوړېدلي ګل تر څنګه تېرېده، درې څاڅکې اوبه د ګل په اننګيو پرتې وې ، څاڅکو د سحرګه سپېده دم ته غږ وکړ.

سپېده دم وويل:

څه وايئ ؟

غواړو زموږ تر منځ پرېکړه وکړې.

مطلب مو څه دى؟

موږ درې څاڅکي چې هر يو له يوه ارزښتمن ځاى څخه راغلي يو، غواړو په موږ کې غوره معلوم شي.

ښه ووايئ

يوه وويل:

زه له ورېځو څخه راڅڅېدلې يم، زه د سيندوو لور او د څپانده او قيانوس استازې يم.

دويمې وويل:

زه د سحرګه لارښود يم، ماته د سهار ښايست او د نازکو پاڼو ښکلا هم وايي.

سپېده دم درېيمې څاڅکې ته چې عاجزه ناسته وه مخ  ور واړوه او ويې ويل: لورې ته څوک يې؟

څاڅکه له خپله ځايه په ډېره عاجزۍ وخوځېده او ويې ويل:

زه هېڅ هم نه يم، زه د يوې نجلۍ له سترګو څڅېدلې يم، لومړۍ تبسم وم، بيا د يوې شېبې لپاره دوستي شوم او اوس رانه څاڅکه جوړه شوې.

لومړيو دوو څاڅکو پر دې خبرې وخندلې، خو سپېده دم درېيمه څاڅکه په خپل لاس کې ونيوله او ويې ويل:

هئ! ځانه ته وګورئ،  ځان ستاينه ښه نه ده، دا تر تاسو پاک او قيمتي دى.

لومړني وويل: زه د سيندونو لور يم، تر ما ؟

تر ما ښه دى ؟

دويمې وويل: زه د اسمان له غېږې راښکته شوې يم دا نه شي کېدى چې تر ما ښه وي.

سپېده دم وويل: همداسې ده مګر دا يو نرم بخار دى چې له زړه نه پورته شوى او د لېمو له لارې د باندې راوځي په دنيا کې تر زړه هېڅ ښکلى ځاى او قيمتي کور نه شته، د اوښکو څاڅکه يې پورته کړه او له سترګو پناه شو.

 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery