دخپریدو نیټه : 2009-12-20 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
ویده ماشوم
ستانکزی
ویده ماشوم
مازیګر لمر په غړ غړ دی د انګړ په منځ کې د ګلانو د کیاریو په غاړه وړوکی ماشوم په لوبو بوخت دی .په لمن کې خاورې اخلي له یوه ځایه یې بل ځای ته وړي او هلته یې غونډوي،مور د کاله په کار اخته ده په ډېره بیړه لګیا ده ،کالي سمبالوي ځکه چې ماښام او وخت نا وخته دی .
د کار په منځ کې یې چې پام شي ور غږ کړي چې زړګیه څه کوې ،ر
اځه ناوخته ده هله جار دې شم !!!
ماشوم په خپله نیمکۍ او خوږه ژبه وايي ((ډوډوپکه کم))
مور څو کوې ؟ماشوم (( ډو ډو پکه کم ))(( یعنې ډوډۍ پخوم )) مور د کاله په کار بوخته او ماشوم په خپلو لوبو- وړې مرغۍ چې په کیاریو کې یې ټوپونه وهل خوشاله خوشاله او جلتې جلتې ګرځیدې .یوه والوته او ټولې خپلو بچیو او ځالو ته ولاړې وخت تیریږي لمر ولوید تیاره را پورته او د ځکې په مخ را خوره شوه .
د آسمان په شنه او نا محدوده فضا کې ځا ی په ځای ستوري را ښکاره شول .مور چې له کاره خلاصه شوه د ځانه سره یې وویل :آه ماښام دی ترغونې شوه بچی مې هلته لوبې کوي او زما هیر شوی دی .
ورغله چې ګوري :ماشوم د خاورو نه وړې وړې او پلنې ډوپکۍ(ټوپنۍ) جوړې کړې دي .
خړ پړ پروت دی ،ستړی شویدی ،په خاورو کې یې سر ایښی دی او د خوب قاصدانو ته یې ځان سپارلی دی .
د ماښام په خړه تیاره کې مور د خپل ماشوم سر ته ولاړه ده زړه یې د یو عالم ترحم او رقت نه ډک دی او چرت وړې ده
هو د ژوندانه مثال همدا دی !
موږ په خپل ژوند کې همد غسې په خاورو کې لوبې کوو !
په دغو لوبو اخته سو چې د مرګ دروند بار په موږ څپاو راوړي او بل عالم ته مو بوځي .
نو آه ،څومره خوږې دي دا لوبې !
او څومره خوندور دی دا خوب چې په خپله خوښه او آزادۍ سره وي
(( له نوي ژوندون څخه د خادم اثر ))
ترتیب کوونکی سید الرحمان بهیر ستانکزی