دخپریدو نیټه : 2009-12-22 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
محرم الحرام اوالهي ابتلاوي(۲)برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
محرم الحرام اوالهي ابتلاوي(۲)برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم ـ
محترمووروڼووتاسي ته معلومه ده چي په دغه مبارکه مياشت کښي داسلام دپیغمبر (صلی الله علیه وسلم) مقدس اومبارک لمسي حضرت امام حسين(رضي الله تعالی عنه)اودده کورنۍ اودده واقعي مخلصان اوقريبان ديزيد اوديزید دطرفدارانو له لوري له داسی سختیو اوتکلیفاتوسره مخامخ سويدي چي دبشرپه تاريخ کښی يې سارۍ نسته ـ
دعالَم بشريت دتاریخ په اوږدوکښي الله جل جلاله دهرمسلمان دپاره ،دهرانسان دپاره دهرمصېبت زده اوغم ځپلي دپاره،دنارينه دپاره دښځي پاره،دسپين ږيري اوځوان دپاره دهلک اودنجلۍ دپاره، ددينداره اودبې دينه دپاره ،دعالِم اودبې علمه دپاره،دفقيراودغني دپاره،دپلاراودځوۍ اودموراوداولاد، دمېړه اودښځي ،دجوړاودناجوړدپاره،دارنګه دشاه اوګدا،دظالم اودمظلوم دپاره داسی دتسلې اودعبرت درسونه پیداکړيدي چي که په هغوۍ کښي انسان تفکراوتدبرکوي نوډېرنېک اوګټورمطالب به ورڅخه ترلاسه کوي .
هغه خلګ چي ددين خدمت کوي اودالله جل جلاله اودهغه درسول تابعداره وي او ودينی مفاداتوته يې تردنيوي مفاداتوتقديم ورکړيوي،امربالمعروف اونهي عن المنکرکوي ، دخداۍپاک بندګان وسمی لاري ته رابولي،عالِمان وي عابِدان وي صالِحان وي له دې سره سره ډېرداسی خلګ وي چي ددوۍتوهين کوي مخالفت يې کوی اوقسم قسم ضررونه وررسوي دداسي خلګودپاره اول الله جل جلاله غټه تسله ده ځکه سره له دې چي الله جل جلاله مخلوقات اوټول انسانان پیداکړيدي اوبې حسابه نعمتونه يې ورکړيدي اکثرانسانان دالله پاک داحکامومخالفت کوي له الله جل جلاله څخه منکردي اودالله پاک دنعمتوناشکري کوی ـ
اودارنګه دالله جل جلاله نبيان اورسولان ددوۍ لپاره غټي تسلي دي،که يوڅوک صالح وي اوپه اولادکښي يې يوڅوک بدوي نافرمانه وي سره له دې چي دَيْ هرڅونه کوښښونه دهغه داصلاح دپاره وکړي خوهغه بياهم له فسادڅخه مخ نه اړوي.
نوددغسی چا دپاره آدم عليه السلام غټه تسله ده چي سره له دې چي الله جل جلاله نبوت ورکړیوواوپه جنت کښي اوسېدلۍ وو اودټول عالم بشريت پلاراوبابا دئ دخپل ځوۍ قابیل په نافرمانی الله جل جلاله مبتلاکړ چي هغه ترداسی اندازې پوري دخپل پلارآدم عليه السلام مخالفت وکړچي خپل ورور هابیل عليه السلام يې په ظلم اوپه نارواسره قتل کړ او نارواخون اوقتل يې وټول عالَم بشرته په مېراث پرېښودۍ ـ
علماووپه کتابوکښي ذکرکړیدی چي دټولونارواقتل کونکوعذاب دقيامت په ورځ سه راټول کړسي دونه به نه وی لکه کوم عذاب چی قابیل ته ورکړکيږي اوکه دقابيل عذاب اودټولوخونیانوعذاب سره راټول سی دونه به نه وي لکه عذاب دهغه چا چي حضرت امام حسين (رضي الله تعالی عنه) يې شهيد کړ.
دارنګه حضر نوح عليه السلام چي کنعان يې ځوۍ وو اوکافروو اودخپل پلاروهيڅ پند اونصيحت ته ئې غوږونه نیوی ترڅوچي دنوح عليه السلام له کافرقوم سره یوځاۍ په طوفان کښي دغضب دخداۍ پاک هلاک سو،
دارنګه که یوسړی صالح اوپه بده اونافرمانه ښځه الله جل جلاله مبتلاکړيوي نودده لپاره حضرت لوط عليه السلام لویه تسله ده چی دَيْ دخداۍ پاک نبی وو اوښځه يې کافره وه .
اودارنګه که يوه ښځه نېکه اوصالحه ښځه وي اومیړه ئې ناروااوظالم وی نوددې لپاره دفرعون ښځه لویه او غټه تسله ده چي دامومنه اوصالحه وه اومېړه یې کافروواودخدايې دعوه يې کړېوه اوبیادهمدغه ايمان ا وصالحتوب په وجه فرعون په داسی ظلم سره قتل کړه چي له تعبيراوتصور څخه يې عقل،ژبه اوقلم عجز ښکاره کوي ـ
په موجوده زمانه کښي هغه خلګ چي واقعاًمسلمانان دي اوداسلام خدمت کوي خپل سرونه اومالونه تراسلام پوری هيڅ نه بولی پردغوخلګوباندی چی هرقسم تکليف ددين ددښمنانوله خواراځي که دوۍ یواځي دحضرت امام حسين رضی الله تعالی عنه اودد ه دخاندان تکليفونه کوم چی دهغوخلګوله لوری ودوۍ ته ورسيدل چي ځانونه يې مسلمانان بلل ورپیادکړی نودابه ددوۍ دزړونو دپاره دلوئ تسل اودصبر اوپرحق باندي دلاټېنګیدوسبب وګرځي،ـ
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .