دخپریدو نیټه : 2009-12-26 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
زماوينه په لحدکې
ګل رحمان رحماني
هغه په روغتون ناروغه پروت وودهرچابه يې چې په رنځوره بڼه ، ښکلې ځوانۍ اوله ژونده په ناهيلوسترګوسترګې ولګېدې نوپه زړه کې به يې خامخاددرد يوه څپه حس کوله ډاکترانوبه هم ډاډ ورکولو چې که خداى کول روغېږې خوپه زړه کې پوهېدل چې په دې نړۍ کې يې وروستى شپې ورځې دي بايدچې خوشحال وساتل شي په لومړيوکې چې کله په دغه مرګونې ناروغۍ اخته شونوپه کال کې به يې يوځل وينه بدلوله خوورو ورودغه موده راکمېده څه موده وروسته شپږ مياشتوته راغله هره مياشت به روغتون ته راته اووينه به يې بدلوله خود وخت په تېرېدو خبره مياشتې اواونۍ ته ورسېده کټ مټ لکه په جال کې په بندي مر ۍ چې ورو ورودجال لومې راټولېږي . په هغه هم همدغسې داجل جال ورو ورو راتنګېده اودوينې بدلولوخبره يې يوې اونۍ ته راورسېده ملګري ټولګي وال مې راته ويل چې وينه ورته په کارده اوبايدچې ددې اونۍ غمه يې وخورم ورسره لاړم په روغتون کې مې دخپل ملګري سره پنځه سوه سي سي وينه ورکړه په داسې حا ل کې چې هغه مې ونه ليده خوملګري مې په ذهن کې دهغه پوره څېره انځورکړه
له وينې وروسته ايله دوه ورځې تېرې وې چې له ټولګيوال نه مې دهغه په اړه پوښتنه وکړه خوله بده مرغه چې ډېرسوړځواب يې راکړ((هغه موڅوساعته مخکې خاوروته وسپاره اوس يې دفاتحې لپاره ناست يونوردجوړېدونه وو ))
ماهم سوى اوسيلى وکړ .
له دې نه مخکې مې هم يوملګرى مړشوى وواو شمېره مې يې له تلفون نه لرې کړه له ځان سره مې وويل
زماوينه هم ترګور او لحده ورسېده . دهغه له هډونواووجودسره به خاورې شي زماوينه نور زما نه ده دهغه شوه اوله هغه سره يوې بلې نړۍ ته لاړه زه نه پوهېږم چې هغه به بيازماسره يوځاى شي اوکه نه ؟
اوکه يوځاى کېږي نوڅه وخت به يې همدغه سرپټي ځاى ته خواله ورځم !؟
نه پوهېږ م ژوند اوس کله کله فکرکوم چې ژونددورېځې سيورى دى او کله هم په يوه بڼه نه وي
١٣٨٨ \ ١٠\ ١٨جلال ابادښار