دخپریدو نیټه : 2009-12-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ورور
اسدافغان
په ولسوالي كي چوپه چوپتيا وه د وداني دي ننه به كله كله د يو نيم پوليس عږ واوريدل شو مازديگر نږدي و لمر زيړي شغلي غوړولي وي په خپل اطاق كي ناست وم د مازديگر اذان مي تر غوږ شو لږه شيبه پس پاڅيدم اودس مي وكړ او نيع جومات ته لاړم لمونځ مي ادا كړ د جومات نه د اطاق په طرف راروان شوم يوه ملگري راباندي عږ وكړ :
-ظابط صيب
-مخ مي ورواړو اخمد وو زمونږه كليوال او دلته يى وظيفه راسره يو ځاي وه
وي ويل:
-پلار دي دا ليك راكړ،
-ليك مي جيب ته كړ،
-كلي كه څه خبري وي؟
-كراري وه،
-اخمد سره مي خداي پاماني وكړه
د خپل اطاق په لور وخوزيدم، زما اطاق د ولسوالي د تعمير په منځ كي و .
ليك مي خلاص كړ سر تر پايه مي ولوست پلار مي په كي ليكلي و ، گرانه د راتلونكي شنبي په ورځ مي ستا يواځيني ورور د واده نيټه ټاكلي ده هلك دي اوس ځوان شوي دي دا زما پر اوږو يو لوي بار پروت دي او زما هم لوي ارمان دي د قومندان څخه بايد رخصتي واخلي چي كور ته راشي د واده د مراسمو لپاره څه سوده هم درسره راوړه .
زړه كي خوښ شوم زما هم ارمان و چي د ورور په واده كي خوشالي وكړم .
نيع راپاڅيدم قومندان صيب ته مي دي شلو ورځو رخصتي عريضه وليكله
د قومندان صيب اطاق پر طرف وخوزيدم
قومندان ته ورننوتم تر جوړ تازه وروسته يي زياته كړه:
خير خو و ظابط صيب؟
خير دي قومندان صيب عريضه مي قومندان ته وروړاندي كړه قومندان علي ناست و عريضه كي يي سترگي گنډلي وي خوله يي وخوزيده:
ظابط صيب خپله ښه پوهيږي خالات خراب دي د ولسوالي پرسونل هم كم دي خو خير دي لس ورځي رخصتي دي بس دي قومندان عريضه باندي امضا وكړه او راوړاندي يى كړه ويي ويل :
خير نن ناوخت دي سبا د پنجشنبي ورځ په سهار كور ته ځه.
قومندان څخه مي مخه ښه وكړه او مخ په اطاق رهى شوم
خوشالي څخه په جامو كي نه ځايدم راديو مي چالان كړه سندره پكي خپريده خوند يى راكړاو تر پايه ورته عوږ وم . د ډوډي وخت راورسيد نيغ اشپزخاني ته لاړم ډوډي مي ځان ته راوړه په بيړه، بيړه
مي وخوړه ، كټ كي اوږد وغزيدم سوچ مي په كورطرف ته لاړ اوس به مي خپل خپلوان ټول راغلي وي كور كي به عجيبه خوشالي وي ، اذان مي تر غوږ شو
،لمانځه ته راپاڅيدم لمانځه نه وروسته په كټ كي وغزيدم خوب نه راته كټ كي به يو خوا بل خوا واوښتم خو اخير ويده شوي وم
د شپي تقريبآ دوه بجي وي د ولسوالي شاوخوا عجيبه شور و په بيړه راپاڅيدم خپل كلاشينكوف سره مي د مورچي پر طرف منډه كړه پر ولسوالي باندي د څلورو طرفه سخت بريد شوي وو د ولسوالي څخه خړي دوړي پورته كيدي جنگ شيبه په شيبه سختيده د راكټ دروند عږ به شپي چوپتيا ماته كړه د ولسوالي وداني باندي سوراور وريده زما د مورچي مخامخ ديوال خواته يو كس ولاړ و دشپي په تته رنا كي مي وليد سور اور يى راباندي جوړ وو سر به مي لا پورته كولو ته نه وو سم كړي چي د گوليو باران به يى راباندي جوړ كړ ،
لږ كيناستم كلاشينكوف مي وغورځاوو د ولسوالي په طرف مي منډه كړه د ډيپو نه مي زيړاكۍ راواخيسته
څو ځله مي ضربه وركړه خو د هغي خوا نه به راباندي سور اور بل شو ، لږ كيناستم د زيړاكۍ خولي ته مي فكر شو لوږي تري پورته كيدل سر مي لږ راپورته كړ لا مي گوته ماشي ته نه وه وروړي چي ډزي شوي ځان مي شاته وغورزاو سخت خوږ شوم خو لږيدلي نه وم ټول وجود مي درد كاوه على كيناستم
مرگ مي مخامخ په سترگو ليدلو، مخامخ راته بل پوليس هم چوپ ناست و د څيري نه مالوميده چي سخت ويريدلي دي ورته ومي ويل بايد لدي بلا ځان خلاص كړو هه ته دا راكټ واخله او زه پري د زيړاكۍ زربي كوم
دواړه راپاڅيدو پوليس سم د واره راكټ په مخامخ طرف ورويشت راكټ د ديوال په خوا كي ولگيد ما هم مسلسل د زيړاكۍ فايرونه وكړل، په بيړه كيناستو پوليس ويريدلي څيره وغوړيده وچي شونډي يي وخوزيدي ظابط صيب لكه چي ختم شو ؟
ورته ومي ويل ته لږ صبر وكړه پته به يى ولږي
څو دقيقي پس بيا پورته شوم خو قوم غبرگون مي تر سترگو نشو
، جگړي دوام درلود همداسي غلي په پوسته كي ناست وم جنگ هم ورو ورو علي كيده هر طرف خړي دوړي وي ټوله فضا كي د باروتو بوي خپور و سهار نږدي شوي ؤ جنگ ختم شو لږه لږه رنا شوه نو قومندان او ټول پوليس په جسدونه پسي ووتل پوليس هم زيات وژل شوي ؤ د ولسوالي فظا كي غم خپور و چا خبري نه كولي د هر پوليس پر څيره د غم نښاني ښكاريدي، زه بهر راووتم د ولسوالي بهر
د څو مړو څخه راتير شوم يو مړي مي وليد سخت لږيدلي وو زړه مي پري وسوزيد بل مړي پر سر لږيدلي و ددي نه هم راتير شوم د هغي ديوال بيخ ته راورسيدم چي په ما باندي ددي ځاي نه سخت اور وريدو، يو ځوان پړ مخي پروت و داسي بريښيده لكه په سجده چي پروت وى سينه يي سوري سوري وه
زړه كي مي راتير شول ځه ويى گوره ځوان ته ورنږدي شوم لاس مي ريږديده زور مي وركړ ځوان مي راسم كړ د ځوان مخ ته ځير شوم دخولي نه مي وروستي چيغه ووته اخ ورورجانه..............
پاي