دخپریدو نیټه : 2010-01-14 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
محاسن الاسلام( ۳۹)برخه، داميراومأمورحقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
محاسن الاسلام( ۳۹)برخه،په اسلام کښي داميراومأمورحقوق ،
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بســـــــــم الـــــــلَّـــــه الـــــــرحــــمن الرحـــــیم
محترمواسلامي وروڼو داسلام دمقدس دین له محاسنواوښېګڼوڅخه يوه بله ستره ښېګڼه داده چي اسلام وامیراوحاکم ته هم ډېرمعقول اوله فطرت سره سم مسئولیتونه ورپه غاړه کړیدی اوهم ئې پرخلګوباندي دده دپاره حقوق لازم کړیدي اودارنګه ئې دمأموراورعیت حقوق مشخص کړيدي اوامیراوحاکم ئې په دې سره مکلف کړيدئ چي دهمدغوحقوقو به په حتمی ډول سره رعایت کوي، هغه مسئولیتونه چي دمسلمانانو امیر، بادشاه اوحاکم ئې دشریعت له نګاه څخه لري هغه دوه قسمه مسئولیتونه دي اول فرعي مسئولیتونه دوهم اساسي مسئولیتونه ،فرعي مسئولیتونه ئې په دې شرحه دي:
اول امیرشرعاپه دې سره مکلف دئ چي دَيْ به ظلم نه کوي اودظلم مخنیوۍ به کوي اوعدل اوانصاف به کوي ـ
دوهم اسلامي شریعت امیر په ډېرقوت اوشدت په دې سره مکلف کړيدۍ چي مملکت اورعیت به په وحدت اواتحادکښي ساتي اوله اختلافاتواوله فرقه فرقه کېدلوڅخه بې راګرځه وي ـ
دريم شرعي مسئولیت اومکلفیت دامیردادئ چي اميربه له صحيحواوجائزو لارو څخه
لکه عُشر،زکات ، خراج ،غنیمت اوداسی نور،دبیت المال په غنی کولواوقوی کولوکښی کوښښ کوي اودارنګه په دې سره هم مکلف دئ چی له ناروالاروڅخه به وبیت المال ته وده نه ورکوي، ـ
څلورم شرعي مسئولیت دامیردادۍ چي له مستحقوخلګوڅخه به له بیت المال څخه ورکړه نه منعه کوی اوپرغیرمستحقینوبه دمسلمانانوبیت المال نه مصرفه وی ـ
پنځم شرعی مسئولیت دامیردادئ چي دحکومتي وظیفودپاره به لکه وزارتونه،ولایتونه ،قضاوتونه وغیرها هغه خلګ ټاکي چي هغه خلګ شرعاً اهلیت دوظیفي ولری ځکه چي ټولي حکومتي وظیفې امانات دی اوامانتونه به وخپل اهل ته ورسپارل کيږي ، الله جل جلاله په قرآن کریم کښي فرمایلی دي (ان الله يأمرکم ان تؤدالامانات الی اهلها واذاحکمتم بين الناس ان تحکموا بالعدل)
مزید تفصیل ددې به په راتلونکې برخه کښي درته راسی ،
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .