دخپریدو نیټه : 2010-01-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
عابد او د میوې ونه
ژ : محمدالله وفا
عابد په يوه داسي غره کي اوسیده،چي هلته يکي یوه د انارو ونه وه. هره ورځ به ورته د انارو له ونې ځنې درې داني انار راتلل، ده به خوړل او بیرته به خپل عبادت لګیا کیده .
ورځي تیریدې چي یوه ورځ لوی خدای 'په امتحان کې واچاوه . انار ورته ونه رسیدل،صبر یې وکړ،سبا بیا ورته انار ونه رسیدل،لوږه یې وزغمله . په دریمه ورځ ډیر وږی شو او په لوږه کي د غره نه لاندې ځمکي ته را کوز شو . د غره په څنډه کي د یوه نصراني کور و. د هغه ور یې وټکاوه او له هغه نه یې د خوړو لپاره څه وغوښتل . عیسوي کورته لاړ او له کور نه یې ورته څلور ډوډۍ راواخستي . عابد یې مننه وکړه او ترې روان شو،څو ګامه یې لا په وړاندې نه وو ایښي،چي د عیسوي سپي ورپسې وغپل . عابد مخ ورته را وګرځاوه او یوه ډوډۍ یې ورواچوله ،سپي هغه یوه ګوله کړه او بیا یې غپا پیل کړه،سړي ورته یوه په بلې پسې څلور واړه ډوډۍ ور واچولي خو سپی ترې کرار نشو .
سړی ډیر تنګ شو او په غوسه یې ورته وویل : څومره وږی او حریص! شرم هم نه درځي، زه ستا کورته په یوه مړۍ ډوډۍ پسې وږی راغلم او تا را څخه بيرته ستا د خاوندراکړې ټولي ډوډۍ واخستي،دا ولي ؟ سپي خندنی شو او ورته کړه یې : بیا هم له تا څخه ډېر سپین سترګی نه یم ،تا د هغه خاوند چي له کلونو،کلونو یې بې خواسته او زارۍ خواړه درکول، یوازې دري ورځنی امتحان ونشوای زغملای او د خیټې د ډکولو لپاره دې د خپل ځان او خاوند دښمن ته لاس اوږد کړ .
(با احساسه اوسئ)
پای