دخپریدو نیټه : 2010-02-02 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
شهزاده
رحماني
شهزاده
ليکوال :ګل رحمان رحماني
پاچاپه خپله زرينه چوکۍ کې ځان تاووکړدملکې خواته يې ناڅاپي سترګې ورواړولې چې دغاړې په هاريې ګوتې وهلې اوپه څېره کې يې دژورخفګان نښې له ورايه برېښېدې خوپاچابېرته دربارته وکتل اوويناته يې دوام ورکړ
ښاغلو!دلښکراعلى سرلښکر لاهم نه دى راغلى خوزماخبره په غورواورئ زماپلارمعظم ټولواک دې خداى وبښي دننګ اوغيرت په دې ډول خبرواو معاملو کې يې چاته دومره دخبرو اومشورو موقع نه ورکوله هغه هرڅه په توره فيصله کول او يوازې دمېړنيو قدرورسره وو خوکله چې هغه له خپل مرګ يو ساعت وړاندې ددغه هېواد دپاچاهۍ تاج زماپه سر کېښود نويوه خبره يې راته دوروستي وصيت په ډول وکړه هغه داچې له دربارسره به په هر ه جګړه او جشن کې مشوره کوم که ماته مې خپل پلاردغه وصيت هم نه وى کړى نو مابه په داسې ورځوکې لکه نن چې زموږسرلوړى ولس ورسره مخ دى له تاسې سره مشوره کوله خو زه نه پوهېږم چې سرلښکر صيب له مانه په څه خبره دومره خفه دى چې تراوسه دربارته نه دى حاضرشوى
ښاغلو!نن هغه ورځ نه ده چې تاسې په داروښادمعظم ټولواک په ژونددخپلو دښمنانودځپلولپاره په خپله خوښه دجکړوډګرونو ته روان وى نن زموږ دښمن موږته ګواښ کړى ،هغوى فکرکړى چې دمعظم ټولواک په مړينه زموږ پاچاهي کمزورې شوې اودوى فکرکوي چې دخپلو تېروماتو جبران به وکړي
په دربارکې ناڅاپي چيغې شوې
موږدخپل ځوان شهزاده په مشرۍ دخپل سراېــښودلوته له همدااوس نه تياريو موږ به دخپل دښمن دپاچاهۍ تخت دخپل ځوان ټولواک په پښوکې خاورې کړو
ژوندى دې وي زموږ شهزاده
ژوندى دې وي زموږ شهزاره
پاچايوځل بيادلاس په اشاره هغوى غلي کړل خويوسرتېرى لاهم ولاړوو
ښاغلوِ!شوراوزوږنه ته حاجت زموږ هېواداوپاچاهي په خطرکې ده هغه خاوره چې تراوسه ددښمن په پښونه ده لګېدلې دښمن يې دلاندې کولونيت کړى خوزه وايم چې دغه وياړلې خاوره به زموږسرتېري په خپلو سرونووساتي
ولاړسرتېري لاس اوچت کړاودخبرواجازه يې وغوښته په ادب يې خبرې پيل کړې
ښاغلى ټولواک !داځل به جګړې ته يوازې سرتېري نه بلکې ټول اولس به روان وي زه دسرلښکرساتونکى يم هغه بهر دلښکرليکې معاينه کوي اودتيارسۍ قومانده ورکوي ډېرزربه ستاسې په حضورمشرف شي
سرتېري سلامي وکړه اوپه خپل ځاى کښناست دملکې نه نيولې ددربارترهر وزير پورې په ټولو دخفګان سيورى خپورووپاچادجګړې په اړه خبرې کولې چې يوسرتېرى له سلامۍ اورسمي ادابو وروسته راننوت او غږيې وګړ
ښاغلى عالم پناه دې ژوندى وي دقدرمن سرلښکر ستاسې په حضورکې دمشرف کېدواجازه غواړي
پاچاپه لوړاواز ځواب ورکړ
احمقه !دهغه په مخ چاددرباردروازې تړلې دي زريې راوله له ډېره وخته دهغه په انتظاريم اوس په له خيره وروستۍ پرېکړه کوو
ټولو ددرباردزرينې دروازې په لوري وکتل دروازه خلاصه شوه يودپاخه عمرخاوندچې لوړقد،اوږده ږيره ،اوږده باڼه يې لرل سرترپښوپه زغره کې پټ وو راننوت په مخ اولاسونويي دپخوانوزخمونو نښوښودله چې دځوانۍ عمريې ټول په سختوجګړوکې تېرکړى دى ټولوته يې سلامي وکړه اوبيامخامخ دپاچااوملکې خواته ورغى په ملاخم شو بيادوه درۍ ګامه شاته په ادب ودرېد
صيب دلښکرپه نظم بوخت وم وبښى چې په وخت ستاسې په حضورمشرف نه شوم
پاچا اوملکې دواړودلښکرمشرته وکتل پاچا پوښتنه وکړه
هغوى به کله روانېږي ؟ هروخت چې يومناسب قومندان ورته پيداشي
پاچاحيران شو اوله خپلې زرينې چوکۍ راپاڅېد
داڅه وايې ستانه به مناسب سرتېرى زموږ په پاچاهۍ کې چيرته وي ؟ ته هغه څوک يې چې زماپلارددغه پاچاهۍ تاج زماپه سراېښى خوتوره يې تاته درکړې داتوره تاته هسې نه دته درکړل شو ې ته چې کوموجګړتوته تللى يې نوموږخپل بر ى يقينې ګڼلى
دلښکرقومندان يې خبره ورپرې کړه
زه غواړم چې داځل دې دلښکرمشري ستاسې نازولى شهزاده وکړي ستامشرزوى اوس دادي پنځه ويشت کلن دى ددې جګړې لارښوونه بايدهغه وکړي زه حاضريم چې ديوه عادي سرتېري په بڼه دهغه ترمشرۍ لاندې وجنګېږم
دپاچاپه څېره کې دپرېشانۍ اوخفګان نښې لازياتې شوې څوقدمه وړاندې راغى اودسرلښکرپه اوږه يې لاس کېښود
ښاغليه ِ! ته زموږدپاچاهۍ توره يې تاسره داخبرې ښې نه دي ته يوازينى کس يې چې په دربارکې دې هره خبره اورېدل کېږي خوددې سره سره په دربارکې داخبره خپرېږي چې ته زمانه خفه يې ؟
سرلـښکرمخ ددربارخواته راوګرځولواوپه خبروشو زه يوسرتېرى يم دسرتېرودعمل اوازمويښت ځاى دجګړې ډګروي نه چې ددربارپه قالينوودريرېږي اود طوطي غوندې خبرې وکړي
ښاغلوِ ! زه دخپل زړه خبره غوڅه کوم دتېرودوومياشتو راهيسې زموږدپاچاهۍ شهزاده نه معلومېږي په لښکردهغه په اړه دووخبروزوراخيستى يوداچى هغه معظم پاچاپه دې توروژلى چې دهغه په وړاندې دپاچاهۍ دعوه ونه کړي بله داچې ټولواک صيب غواړي هغه زموږنه پټ وساتي هغه دجګړې له ميدانونو ،تورواو مرګونو لرې يو نازولى ځوان رالوى کړي اوڅه ضررورته ونه رسيږي حال داچې هغه په دې هرڅه پوهېږي معظم ټولواک بايدزموږ دپاچاهۍ دنورو ټولواکانو په څېر دشهزاده ګانو او په زړونوکې دنازاونخرو په ځاى دجګړې ،سپاهيتوب ، غيرت ،قربانۍ اومرګ کيسې پرېږدي
موږ خپل تاريخ يوازې دهمدغه ځانګړتياووپه اساس له نورو پاچاهيو پېل کړي يو او ملت مو په سرلوړۍ ژوندکوي که معظم ټولواک زموږ دپاچاهۍ شهزاده له همدې وېرې وژلى وي نوزه دداسې پاچاهانو لپاره دتورې اوچتول څه چې دجګړې په وړاندې يوقدم هم ګناه بولم که شهزاده ژوندى وي نوزموږدلښکرمشري دې ضرورورسپارل شي ماته دجګړې له ډګر ه دسر تېرور وزل ډېر ضروري دي ښاغلىشهزاده مادوه مياشتې وړاندې دخداى بښلي مشر ټولواک په وخت کې دجګړې په لومړيو ليکو کې ليده هغه مهال چې دلښکر مشر ي زموږ داوسني ټولواک صيب په غاړه وه په هغه جګړه کې زموږ دريمه برخه سر تېري ووژل شول خو برى مو ترلاسه کړ ما دجګړې ټول مړي وکتل چې خپل ملګر ي کو چنى شهزاده پکې وګور م خوهغه په مړوکې نه وو راته معلومه شوه چې بېرته راغلى دى خو ......
پاچا دخبرو بس کولو اشاره ورته وکړه او در بار ته يې وکتل ټولو وزير انو په چوکيو کې خپل اړ خونه بدلول او خولې يې له حيرانۍ وازې نيولې وې
ښاغلو اوس ددې وخت نه دى چې په دې وړو وړو خبروبحثونه وکړو که زمو ږ دپا چا هۍ دتېر و بريو تاج دلښکر دسر قومندان صيب په سرنه وى نو نن به بې سر دتل لپاره له تنې مخه ښه کوله دا لومړى ځل دى چې په يوه پاچادخپل بچي دوژلوتورلګول کېږي خوکه سباته زموږلښکر ددښمن ترښاراوزندانه ورسېږي نودلښکرښاغلى مشربه بياپه خپلوخبروپښمانه وي
پاچاسرلښکرته وکتل اوارام په څوکۍ کښناست خوسرلښکربياخپلوخبروته دوام ورکړ
زه ستاسې يوسرتېرى يم زه هغه کس يم چې دوه مياشتې وړاندې مې ددښمن سره په جګړه خپل درې واړه زلمي زامن دسلګواوځنکدن په حالت کې په وينو لږندپرېښودل اوددښمن اسونويې جسدونه له پېژندګلوۍ ويستل هغوى درې واړه زمادزړه ټوټې او دشهزاده ټولګيوال وونن دهغوى نوم نښان نه شته اونه يې ددې ځمکې په مخ دمزارپه نامه څه موجوددي زه له معظم پاچانه داپوښتنه کوم چې زمادغه درې نوم ورکې زامن اوددې پاچاهۍ يوشهزاده دکومو ځانګړتياووپه اساس سره بېلېږي
ښاغلو!ماکومه کوستاخي نه ده کړې مايوازې هغه له حقيقت نه پرده پورته کړه چې ددربارمشران يې دخپلومقامونودساتلولپاره نه شي ويلى زه يوازې داوېل غواړم چې په دې دربارکې بايديوشهزاده اودلښکرعادي سرتېرى هېڅ فرق ونه لري چې داپه تېروزمانوکې زموږ دپاچاهۍ دپاتې کېدويورازوو معظم ټولواک! که زموږ شهزاده ګان همداسې په ناز اونعمتونو کې دجګړې له ډګره لرې دشاهي ماڼۍ په بڼونواودمرمرينو ماڼيوپه پالنګونوکې رالوى شي نوداسې و
ګڼه چې سرله اوسه زموږدشاهې ماڼۍ دبنسټ ډبرې په وتوشوې اوتاريخ ........
سرلښکرلاخبرې نه وې خلاصې کړې چې ددرباردروازه خلاصه شوه يولوړرتبه سرتېر ى دپاچا خواته په ساه نيولي اندازيې دپاچامخې ته خبرې په ورخطااندازخبرې پيل کړې
صيب ددښمن لښکرزموږدسرحديوکيلومترۍ ته رارسېدلى اوپه ډېرې تېزۍ سره زموږ دې خواته راروان دى که سرله اوسه يې مخه ته ورروان نه شو نوزموږ له سرحده به راداخل شي اوزموږ پاکه خاوره به په خپلو قدمونوناولې کړي
په دربارکې شورجوړشوټول پاڅېدل سرلښکر دملکې اوپاچالاسونه ښکل کړل اوبې له څه خبروله درباره په منډه ووت
٭ ٭ ٭
دپاچاهۍ په سرحدکې له دولس ساعته سخې جګړې نه وروسته ددښمن ليکې کډې وډې شوې اوسرلښکريې دپاچاهۍدسرلښکرديوغيشي ښکارشو هره خواددښمن دسرتېروامبارونه جوړووهره خواويرونه اوکريږې اورېدل کېدې نورنودپاچاهۍ سرتېروته يوازې ددښمن تعقيبول ورپاتې وو،ټوله شپه په ښارکې نښتې راونې وې ددښمنانو پاچااوملکه هم په تياروکې په تېښته بريالي شول دسهاردلمرراختوسره دلښکرمشر دپاچاهۍ بيرغونه دښارپه ټولولوړزبرجونوورپول بياپه اس سپورشو اودزندان دروازه يې ماته کړه دزندان نيمايي برخه هم دده دلښکر هغه سرتېري ووچې دتېروجګړوپه مهال دښمن نيولي وو ،سرلښکرته ټولوزندانيانوپه خوښۍ غاړې ورکولې اوخولې يې له خوښۍ وازې پاتې وې سرلښکردزندان ديوې ښکلې وړې کوټې قفل مات کړاودروازه يې خلاصه کړه دپېلوځې په تته رڼاکې يې په يوه بندې سترګې ولګېدې چې په لاس اوپښوکې يې زولنې وې،سريې ځوړنداچولى وو،سرلـښکردهغه سرله زنګون رااوچت کړبندي چې په مخ اولاسونويې دزخمونو نښې وې ده ته مخامخ وکتل دسرلښکرخوله له حيرانۍ وازه پاتې شوه ،توره اوخنجريې له لاسه پرېوتل اوبندي يې په غېږکې ټينګ کړ
زماشهزاده ! زمادزړه سره !زمريه !زمافکرونه غلط وومافکرکاوه چې ته به موږ نه پټ دپاچاهۍ په ماڼۍ کې دعيش اوخوښۍ ژوندتېروې ماوبښه ژوندى دې وي زموږمعظم ټولواک ،راځه ته نوربندي نه يې راځه ښاغليه!چې ددغه ستربري زېرى خپل دربارته کډه يوسو دسرلښکرله سترګواوښکې راماتې شوې اودشهزاده دزولنو په ماتولو بوخت شو