دخپریدو نیټه : 2010-02-04 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
جنتي
عبدالرحمان غضري
له دې نه پخوا چري هم دومرښکلې باغچي ته نه وم ورغلی
او هغه هم له یو داسي چاسره چې ټوله باغیچه ورباندي ښکلې وه
تریوې دنګې وني لاندي مو دکښینستو ځای خوښ کو
هغه کښینستله اوزه په شنه چمن کې سم وغزېد م
سر مې دهغې په ځنګانه باندي کیښود په دې هیله چې ګوندي لیږ
ورسته هغه خپلې نرۍ او وریښمینې ګوتي زمادسر په وریښتانوکې
په کراره کراوخوځوي
زه ستوني ستاغ پروت وم
مخ مې داسمان لورته وو اوسترګې مې دهغې په مخ کې ګنډلې وې
هغه هم لګه له میوې دکه ونه په ماباندي راماته وه
ګاړګوتۍ څڼې جګه نرۍ پوزه په پوزه باندي دسروپیزوان
توري جزابي سترګې
په نرۍ غاړه دسروزرونری بند او په بندکې تعویذ
چې دهغې له هرخوځښت سره به کله زماپه مخ راغی
اوکله به بیا بیرته دهغې دګریوان دغوټي په لوروخوځیده
دواړه یوو اوبل ته په تمه ووچې یوڅه ووایو
ما هغې ته کتل هغې ماته
نورمې نو ترحد زیات سکوت خوښ نه شو
ليږمې ځان جدي غوندي ونیو دونوو پاڼو ته مې وکتل
نن مسم ډیر ښکلی دی
هغې سره وخوځاوونور یې څه ونه ویل
لکه چې زماخبر زړه ورته ښکاره شو
داځل مې دهغې دغاړې تعویذ په ګوتوکې تم کو
هغې ته ځیر شوم
هغه هم یوڅه حیرانه غوندي شوه
تعویذونه دې خوښیږي
خو هغې په یوو سوالیه نظر راته وکتل لکه چې ویل یې چې دڅه شي
تعویذونه
مخ کې له دې چې هغه څه ووایې ما وار ورنه ونیو
نه نه
دملایانوتعویذونه نه
د زرو تعویذونه
لمړی ځل دهغې شونډې سرخلاصي شوې
هو ډیر مې خوښیږي
زمادې خبري هم چندانی وصحت ونه موند
دیوبل څه ویلو په فکرکې شوم
هورښتیا
داباغیچه څنګه
خوښیږي دې؟
هغه مسکۍ شوه یوڅه یې ځان سره ورټول کو
داسي لکه چې دخبرو چل یې راښود
دارته ووایه چې
خو ورسته یې بیا سکته وکړه
زما صبرتمام شو
چې څه
هغه نوره هم زما په مخ راکوړۍ شوه
چېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېې
ماویل چېېېېېېېېېېې چې څه
چېېېېېېېېې
جنت څه ته وایې
جنت
جنت جنت جنت
جنت
له رنګارنګ ګلونونه ډکه باغیچه
تردنګې ونې دلاندي دشنه چمن بستر
اودیارپه غیږکې سر
هو
هم دې ته جنت وایې
هم دې ته
یوځل یې بیا ښه په ځیر راته وکتل
ماویل هو هم دې ته
ښه
مطلب ته اوس جنتي یې نو
سترګې مې دهغې په سترګو کې خښي کړې
اوپه یوو شوخ انداز مې وویل
ولې څه شک؟
هغه مسکۍ شوه نه نه هیڅ شک پکې نه شته
یوه لاحظه بیا دواړه خاموښ شو
خدای زده چې څه یې په زړه کې ورتیرشو
یو څه یې ویل بیرته یې خبر ونیوه
ماویل ښه وایه
هغې ویل هیڅ
خوبیا لیږمسکۍ شو
هسي فکرمې کاوو چې که چیر داجنتي جانان
چا زما په غیږکې ولید نوبیا
په بې فروایې مې ورته وویل
نووووووووووو
هغې ویل نو څه
نووووووووووو
نو
دوزخي به شي
په کړس کړس یې وخندل
بیا یې لکه چې خولې ته چالاس نیولی وي بې واره غلې شوه
یوه شیبه غلې وه بیا یې کرارغوندي وویل
هو په خدای رسوایې له دوزخ نه هم بدتره ده
هم دومره چې بې واره د ونې له سرڅخه دمرغانو سیل پاسیده
دمرغانودوزرونوترپهاري دواړه وارخطاکړو
هم دې ترپهاري زماسترګې له خوبه پرانیستې
یوې بلې خواته مې وکتل نه باغیچه وه اونه هم جنت
نه دنګه ونه وه نه دهغې غیږي
یواځي توره کوټه لکه درسوایې سیوری بې خونده غوندولاړه وه
خدایزده چې ولې مې داڅوکلیمې بې تسمیمه غوندي له خولې نه ووتې
اه
موږ څومره ډیر د رواجونوغلامان یو
موږ څه چې زموږ په روحیاتوباندي یې هم تاثیر پروت دی
210/2/1ساجرسعودي عرب