داکټر صیب فکر کوم دا جینۍ د درملني وړ نده، دا باید دارالمجانین ته ولیږل شي، هسې زمونږ عصاب هم راخرابوي ،ځکه ډير شور او ژړا کوي، خو ما ورته وویل چې یو ځل يي باید وګورو ، ښایسته پيغله ده ، که چیرې د ښه کیدو وړ وه ، نو خیر دی مونږ دې لږ په تکلیف وه،زه خوا ته ورغلم، څلورو ښځو نرسانو ټینګه نیولي وه ،ما له نرسانو پوښتنه وکړه، چې ددې مریض وارثین چیرې دي، نرسانو راته وويل چې دا لیونۍ هېڅوک نلري، یوازې ده، جینۍ ډير شور او زور کولو، ما نرسانو ته وویل چې تاسو يي یو ځل خوشي کړی، هغوی خوشي کړه، پيغله په ارام شوله او شاته لاړه په یوه ګوښه کې پټ مخ ودریدله، زه نیږدې خواته ورغلم، او په ډير ارام مې ورته وویل چې تاسو څه تکلیف لری، دي وویل چې هیڅ نا ، روغه جوړه يم، زه نوره هم خواته ورغلم، خو پيغلې وویل که نوره خواته راشې نو ځان وژنه به وکړم، ما ورته وویل چې که ستا خوښه نه وي زه هیڅ خواته نه درځم،ګوری زه د عصبي ناروغیو رنځورپوه یم، که چیرې تاسو کوم عصبي ستونزه لری نو راته ووآيي، دي ناڅاپي مخ لوڅ کړلواو راته يي وویل ښه تاسو د عصبي ناروغیو رنځورپوه یی، ما ورته وویل هو، دي وویل چې ما دا درې څلور کاله د شپې خوب ندی کړی تاسو زما علاج کولای شی ؟
ما ورته وويل چې هو ولې نا خدای پاک مهربان دی ، ستاسې علاج به وشي، خو اول دا راته ووایه چې ایا تاسو په رښتیا سره دا درې څلور کاله د شپې خوب ندی کړی، دي په لوړ اواز په ژړا شوله، او دا خبره يي وکړله ،څومره بدبخته يم چې رنځورپوه هم زما په خبره باور نکوي، ما په بیړه ددي خبرې ځواب ورکړو، او ورته ومې ویل ، ګوره زه ستا په خبره باور کوم، خو غواړم ځان ښه یقیني کړم،سمه ده ما ومنله چې تاسو د شپې خوب نلری، ایا دا راته ویلی شی چې ولې؟
اول يي وخندل بیا يي وژړل ، او په ژړا کې يي راته وویل چې هو زه دا درته ویلی شم، خو تاسو ما ته غوږ نیولی شی، ما هم ددي خبره ورغبرګه کړه، سمه ده ته راته وایه او زه درته غوږ یم، دي داسې پيل کړه.
کله چې ژوند نه مرګ بهتر شي نو بيا انسان د مرګ لاره غوره کوي ، نور زما حوصله هم ختمه شوي وه ځکه چې د ژوند هغه خوږه برخه چې ته به پکې د خوشالی تمه کوې په درد او يا داسې غم بدله شي چې د زغم وړ نه وي نو شايد چې مرګ او يا ورته کار به له انسان څخه تر سره کيږي، ما هم مرګ او تر هغې بتر شي ته زړه کيدو ځکه له کله نه چې د ژوند په ښو بدو پوهه شوي وم نو ما ښه ورځ نه وه ليدلي، کله مې چې پلار او مور دواړه په يوه ترافيکي پيښه کې مړه شول نو له هغې ورځې نه مې د ژوند ترخې شپې او ورځې شروع شوي، د مور او پلار پرته دا چې نور مې هيڅوک نه درلودل نو يو ماما مې له ځانه سره خپل کور ته بوتلم ، د ماما ښځې او لوڼو زما په راتګ سره يوازې د ګوتو په شمارڅو ورځو د زړه خواله اوغم شريکي وکړه، نور بيا نو دوی هم نشولم زغملی.زه هم نه پوهيدم چې زما بد قسمتي په څه کې وه، دې ماما په کور کې مې د ژوند له اتم کال راپه ديخو تر اتلسم کاله پورې داسې وخت تير کړو چې زما په شان يوازې د بې کسوانسانانو نور د بل چا د زغم وړ نه وه.
کله چې د ځوانۍ په درشل ورګډه شوم نو ماما او د ماما ښځې په ګډه زما د واده ولو تصميم ونيولو.
ددوی په دغه کار زه هم خواشني نه وم ځکه کوم کرغيړن وخت چې ما ددوی په کور کې تير کړو، د افسوس سيوا د ارمان وړ نه وه. او دغه فکر مې کولو چې ددوی له شره خلاصه شم نور که په دوزخ کې هم وم نو ورته خفه نه يم.
هغه وه چې ماما مې يوه داسې سړي ته واده کړم چې هغه د سیمي ملا وه او له ما وړاندې يې دوی ښځې يې لرلې، چې زه يې دريمه ښځه شوم.
تر اوسه هم په دې پوهه نه شوم چې ماما مې دا کار د خپلې ښځې د رخې پر بنياد کړی او که تيروتنه ترې شوي. رښتیا دا هغه وخت وه چې په کابل طالبان مسلط وه، او هر چا به چې له ملایانو او طالبانو سره دوستۍ درلودې نو د نورو په پرتله ددوی ژوند روزګار به ښه وه،نو يوه وجه دا هم وه چې ماما مې زه داسې چاته واده کړم چې هغه د سیمي یو زورواکه ملا وه
خو دا چې له سختو شپو او ورځو تيرولو سره عادت شوي وم نو ډيره ورته خفه هم نه وم ، کنه زما په شان بله پيغله به يې هيڅ کله هم ونه زغمي.
کله چې د ملا کور ته واده شوم او هلته لاړم نو د يوې لنډې مودې تيرولو نه وروسته مې د ملا له دوه مشرو ميرمنو سره وخت تيري مشکله شوه، ځکه چې ملا زما په راتګ سره خپلي دوې مشرې ميرمنې له پامه وغورځولې ، که څه هم د ملا څخه زما هيله دا نه وه خو دا چې زه د کم عمر وم نو ملا ډيره خوښولم او دغه کار ده په خپله خوښه کولو نه زما په خوښه.
د ملا په کور کې ډیره په تنګ شوم ځکه چې له يوه طرفه دده دوه ميرمنو ما ته د يوي دوښمنې په سترګه کتل او تل به يې په سپکو سپورو يادولم او کله کله خو به يې په دواړه سره وهلم هم او له بله طرفه ملا د يوې کوټې په څلورو ديوالونو کې داسې بندي کړي وم لکه يو مجرم چې په با مشقته سزا زندان کې بندي وي، هيڅ يې د خپلو خپلوانو، حتا د ماما کور ته يې هم نه ورپريښودم، او زما بدقسمتې خو نور دومره څوک نه وه چې زما د حال پوښتنه يې کړي وای چې پدې خوارکۍ څه تيريږي.
پدغه کور کې مې د ژوند شپې او ورځې دومره سختې شوې چې اخر زغم يې زما د حوصلي څخه اوچت شوه. د دغه کور څخه مې د تيښولو تصميم پداسې ورځ ونيولو چې د کوچني اختر لپاره درې ورځې پاتې وي او د ملا دواړه ميرمنې خپلو پلارنيو کورنو ته لاړې وې او ملا هم پدغه ورځ د اختر سودا لپاره ښار ته لاړ وه او زه کور کې یوازې پاتې وم، نو هغه وه چې ما پدغه ورځ هغه کار وکړو چې مې د خپل ژوند يو ښه راتلونکي اټکل ترينه کولو. که له يوه طرفه ما دغه کار د خپل ژوند ښه انجام په خاطر کولو خو له بله طرفه د پښتو په دود کې ددغه کار سزا مرګ وه، خو دا چې له مرګه هغه کسان ويره کوي چې ښه ورباندې تيريږي، بيا په ما خو هسې هم له مرګ نه بتر تيريدلو نو ځکه مې ددغه خيال هم ونه کړو.
له کوره پداسي حال کې راووتم چې هيڅوک هم په کور کې نه وه، بس له ځانه سره مې يوازي د موټر کرايه لپاره هغه روپۍ چې په کور کې وې رواخيستې. او د جلال اباد موټرو اډې ته راغلم. او موټر کې کيناستم.
د کابل ښار څخه له اوه(۷) ساعتونو موټر مزله وروسته پيښورته ورسيدم .کله چې په پيښور کې له موټر څخه کوزه شوم نو پدې فکر کې شوم چې اوس چيرې لاړه شم. د موټرو له تم ځای څخه بهر راووتم او حرکت مې پيل کړو، دا چې ما په ژوند کې هم پيښور نه وليدلی او نه راته شرق او غرب پته لګيده نو مې فکر وکړو چې بايد له چا څخه پوښتنه وکړم خو مخکې له دې چې له چا څخه پوښتنه وکړم په دې فکر کې شوم چې د کوم ځای او د چا پوښتنه تري وکړم. له لږ ځنډ فکر وروسته مې داسي ښه وبلله چې زه بايد د افغانانو کمپ ته لاړه شم. ګوندې هلته څوک زما په حال رحم وکړي.
په لاره پلي روانه وم او زما په زړه داسې څوک مې مخامخ رانه غلل چې د زړه غوټه ورته خلاصه کړم ، ددغه ځاې خلکو څيرې راته له ورايه داسې ښکاريدې چې د اعتبار ، مرستې او خير نښې پکې نه ليدل کيدې. ډيره ويريدم خو يو ناڅاپه مې داسې څه د شا له طرفه محسوس کړل چې یو څوک مې شاته روان دي، کله مې چې شاته مخ واړولو نو يو ځوان چې په لاسونو کې يې د سودا پيټی هم وه او داسې راته معلوميدو لکه د کور لپاره يې چې سودا اخيستي وي، پلی روان وه، دا چې مخ مې په بورکه کې پټ کړی وه نو په ځوان باندې له لنډ نظر تيرولو وروسته داسې څه مې ترې احساس کړل چې د ښه نيت څښتن به وي. نو ما هم بيدون له دې چې نور وخت ضايع نکړم په پټ مخ له سلامه وروسته ورته وويل چې وروره نابلده يم که د افغان مهاجرينو کمپ پته راته راکړې او یا مې تر هغه ځایه ورسوې ستا مهربانې به وي.
ځوان مخکې له دې چې زما د سوال ځواب راکړي ده وپوښتل چې ايا تاسو نور څوک له ځانه سره نه لری دده هدف د نارينه مل څخه وه.
دا چې ما هم بل ځواب ورته نلرلو نو مې ورته د نا ځواب ورکړو خو د نا ځواب سره بيامې هم خپل سوال ورغبرګ کړو.
ده له لږ فکر کولو وروسته راته وويل چې خورې اوس دادی تاسو هم په خپله وينی چې د مازيګر لمر په ډوبيدو دی او ناوخت دی او بل دا چې د افغان مهاجرينو کمپ له دغه ځايه ډير ليرې دای او تاسو هلته اوس نه شی رسيدلی.راځه نن زما سره لاړه شه صبا ته به دې زه پخپله هلته ورولم. اوس خو په ما هم ناوخت دی او که لږ نور راباندې ناوخت شي شايد کورنۍ راپسې ډيره پريشانه شي.
ما هم له لږ فکره وروسته دده خبره ومنله ځکه له يوه طرفه ناوخت وه او بل مې په دغه ښار کې يوازې د شپې کولو لپاره داسې مناسب ځاې په فکر نه راتلو ، ها په هوټل کې مې هم يوازې شپه نشوه کولای ځکه چې د پښتووطن دې هسې نه چې په کوم بل عذاب ونه وړم.
له ده سره په لار روانه شوم دای راته مخکې او زه پسې شاته چې له لږ مزله وروسته د موټرو له يوه تم ځای څخه په موټر کې کيناستو، د څو میله مزله وروسته د ماښام قضا لمونځ وخت يو کلي ته ورسيدو چې په همدغه کلي کې له موټره ښکته شوو د موټر کرايه هم ځوان ورکړه ما هم هڅه وکړه خو هغه د پښتو په اصطلاح چې ده د پښتو له وجې دا ځان لپاره مناسب ونه بلله چې کرايه زه ورکړم ،ما دده دغه عمل څخه دغسې برداشت وکړو نور زه هم نه پوهيدم چې څومره به میړنی وي.
د دده کور په طرف راون شولو چې ډير ليرې نه وه، ده د لاس په اشاره د هغه کور دروازه راته وښودله چې له مونږ څخه يوازې څو متره ليرې وه، د کور دروازه ډيره ښکلي معلوميده، چې په ورسيدو سره د ټک ټک کولو وروسته ورننوتو، له وردننه کيدو سره سم مې په کور کې ډیرې ښځې وليدې ځينې په خندا سره زما مخ ته راغلې او هرکلی يې راته وويلو ، او بیا ځينو بې پروا زما طرف ته کتل هم نه، ددوې له دغه شان هر کلي سره لږ څه مې په زړه کې راوګرځيدل خو يوازې دومره فکر مې وکړو چې شايد په دغه کور کې نن د کومې ښادی مراسم وي چې دومره خلک سره راجمع شويدي نور د ځوان په اشاره يوه ښايسته پيغله راغله او د لاسه يې ونيوم او سمه يې يوې کوټې ته بوتلم او په کوټه کې يې يوازې پريښوم او دي رانه ووتله، ما چې کله په کوټه کې يوخوا بل خوا وکتل داسې راته ښکاريده لکه د يوې ناوي کوټه چې وې ځکه چې دومره ښايسته کوټه ما په خپل ژوند کې نه وه لیدلي، د ښکلو کوټو په هکله مې دومره اوريدلي وه چې د ناوي کوټه ښکلي وي، له دې سره د خپل تير زوروونکي ژوند په هکله د خيالونو په سيند کې لاهو شوم ، چې يو ناڅاپه په دروازه کې يوه زړه بوډۍ راننوته او په ډير ورين تندي يې سلام وکړو زه هم د دي په احترام له ځايه پاڅيدم او داسې فکر مې وکړو چې شايد د ا به دده مور وي ، ما هم په ډير درناوي ورسره ستړي مشي وکړه.
دواړه کيناستو له حال احوال پوښتولو وروسته مې تري وپوښتل چې ايا تاسو دده مور يي خودي ځواب منفې راکړو او ويې ويل چې نا زه ددغه کور مزدوره يم، نو مې بيا د هغه ځوان پوښتنه ورځينې وکړه چې هغه څه شو، بوډۍ په ډير داسې يوه انداز سره ځواب راکړ چې هغه راځي ته بيړه مکوه، ددې خبرې په اوریدو سره زما په زړه کې د شک ویره پیدا شوه ،خوداچې له داسې حالاتو سره پخوا هيڅ مخ نه وم نو دا راته هر څه بې تفاوته ښکاريدل، بوډۍ نورې خبرې راسره ونکړې او لاړه ، ددي له وتلو سره سمه هغې پيغلې چې زه يې دغه کوټې ته راوستلي وم ډوډۍ په لاس کوټې ته راننوته ، ځکه چې د ډوډۍ وخت وه ، چې کله يې ډوډۍ راته کيښوده نو مخکې له دې چې ډوډۍ وخورم له دي څخه مې هم دده پوښتنه وکړه چې هغه څه شوه ، پيغلې هم د بوډۍ په شان ځواب راکړ او نوره لاړه.
ډوډۍ راته خوند نه راکولو ستونی مې وچ کلک وه او د سبا په فکر کې وم ، چې کله به کمپ ته ځم ، هلته به چاته ځان ورپيژنم ، په چا په اعتبار کوم او څوک به راسره همرازي وکړي که نا، په همدې فکرونو کې وم چې پيغله بيا راغله او ډوډۍ راڅخه يوړله.
د ډوډۍ له وړلو زما په ګومان نيم ساعت به تير وي چې ناڅاپه په عمر او ګيره بريت غټ سړی کوټې ته راننوت، چې په ليدو سره يې سمه له خپل ځايه پاڅيدم او دا مې فکرته راغلل چې يا به دده مشر ورور وي او يا به يې پلار وي، سړي په ډيره مينه راته وويل چې ښکلي ستړي مشې، او رانيږدې شو، دده په رانيږدې کيدو له ده ليرې شوم.
او پوښتنه مې ترې وکړه ته څوک يې؟ او هغه ځوان څه شو؟
ده وويل چې زه د هغو څخه يو يم چې د ستاسو په شان ښکلو باندې مې د ژوند ټوله سرمايه په سيند لاهو کړي، او بيا بل کوم ځوان يادوې؟
ما خبره ورغبرګه کړه هغه چې زه يې دغه کور ته راوستلي يم.دای بيا رانيږدې شواو په خندا کې يې راته وويل چې ولې زه درته ځوان نښکارم که څه ، خير دی انديښينه مکوه زما د ځوانۍ خوند به هم اووينې.او خبره تر کومه چې د هغه ځوان ده هغه هم همدلته دی، ډيره انديښنه مکوه.
ددغه خبرو په اوريدو سره پوهه شوم چې غلط ځاې ته راغلي يم. دا چې نور مې هیڅ دې لاسه پوره نه وه نو مې فکر وکړو چې بايد له سوال او زاریو کار واخلم شاید کومه لږه مسلماني خو پکې وي ،نو په ډيره عاجزی او بې وسه لهجه مې ورته وويل چې ګوره ته زما د پلار په شان يې، او بل دا چې زه د هغو پيغلو څخه هم نه يم چې ته يې فکر کوې ، زه يوه بدبخته او بدقسمته جينی يم چې د بې کسۍ او مجبورۍ له امله دغه ځای ته رابرابره شوې يم،زه ډيره ناچاره يم او په ما رحم وکړه، ژړا نورو خبرو ته پريښنوم.او په لړزيدلو پښو په خپل ځاې کيناستم بيخې مې فکر کار پريښودلوچې نوره ورته څه ووايم او نور اوس څه وکړم؟
ده زما د خبرو په اوريدو له خندا شين شواو په خندا کې يې وويل چې ما وګوره ښايسته پيغلې،دا هغه ځاې دای چې دلته دوه قسمه خلک راځي، يوه ډله خلک هغه دي چې ستا په شان بې وزله ، مجبوره او بې کسه وې او بله ډله خلک هغه دي لکه زما په شان چې د خپل هوس پوره کولو او عياشۍ په خاطر دلته راځي، نو اوس مسله تر کومه چې ستا د راتګ ده دلته ، ته که مجبوره نه وای يا بې کسه نه وای نو نه راتلې ، زه هم ستا په شان که له خپل هوسه ليونی نه وای نو ولې به راتلم، نور به نورې خبرې پريږدو راځه ځان ماته وسپاره اودلته ډيرې خبرې هيڅ ګټه هم نلري.
ددې خبرې په کولو سره نوره هم رانيږدې شو ، خو ما چې له دې سخت حالات نه وه ليدلي نو په چيغو شوم او په لوړ اواز مې ژړا پيل کړه،او د کوټې څخه په منډه تر انګړه راووتم، کله چې انګړ ته راورسيدم نو زما له چيغو او په لوړ اواز ژړا سره په کور کې پنځه تنه زما څخه راچاپیره شول او بهر وتلو لاره يې رابنده کړه ويې نيوم او په زوره يې هغې کوټې ته بيا بوتلم ما که هر څومره وس وکړو چې ځان خلاص کړم خو هڅه مې ناکامه شوه چې دلږې شيبې ځنډه همغه ځوان هم راغلو چې زه يې دغه کور ته راوستې وم، هغې چې کله زه پداسې حالت کې وليدم چې پنځو تنو زما پر بې وسه وجود خپلې منګولې راتاو کړي وې نو دای هم راته په خندا شواوويې ويل، چې ما خو فکر کولو چې د يو تن خوراک به شې خو دا چې اوس پنځه تنه درباندی راچاپیره دي نو اول ځل دی چې دومره ورانه پيغله وينم، چې د يو تن د لاسه نه کيږي.
دا چې سلګيو نيولي وم او سمې خبرې مې هم نشوې کولای نو مې په سلګو سلګو کې ورته وويل چې ما خو په تا اعتبار وکړو چې پښتون يې،مسلمان به وې،مور به لرې ، خور به لرې، ورور به لرې،بلاخیره کور به لرې ، غیرت به لر ې، صداقت به لرې، او بيا زما ګناه څه ده.
دا چې ده ته زما له سلګو ډکه ژړا او دا خبرې هسې ښکاره شوې نو پداسې حال کې چې په لاسونو او پښو کې نورو کسانو ورته نيولي وم ده بې رحمه داسې سخت په سر او مخ ووهلم زما په ګمان چې يو ساعت به بې هوشه پرته وم،خوکله چې په هوش راغلم نو پوه شوم چې زما د عصمتونو کاروان لوټ شوی وه.او نور د عزت ډکه ژوند کولو لپاره راته هيڅ پاتې نه وه ، خو ددوی زړونه پدې هم نه وه ساړه شوي، د کټ په څلورو بازوګانو داسې يي تړلي وم چې د خلاصيدو هيڅ څرک نه ښکاريدو،پدغه کټ له شپې څخه تر سهاره داسې لکه يو بې وزله مرغه چې د ښکاري په دام کې نښتې وي او د تيښتې هيڅ لاره نه وي تر سهاره پرته وم،سهار مې چې کله سترګې وغړولې نو سرته مې څلور کسه ولاړ وه ، دا چې شپه په ما څنګه تيره شوې نه يم پوه شوي ځکه چې کله يې په کټ وتړلم نو يو لوند دسمال يې زما پر مخ تير کړو وروسته پوه شوم چې هغه د نيشيي توکو ککړ دسمال وه.
زما سرته ولاړو کسانو کې يو هغه ځوان وه چې زه يې دغه بدبخته کور ته راوستې وم، د نورو په خبرو نه پوهيدم ځکه چې دوی په بله ژبه غږيدل په هغې باندې بیا وروسته پوه شوم چې دوې پنجاپيان وه، دوې په خپلو کې تر يو ساعته خبرې وکړې ، دا چې زما د لاسه هيڅ نه کيدل نو د يو شل غړي انسان په څير ورته غوږ وم.
کله چې ددوې خبرې په خپلو کې سره خلاصې کړې نو ما ورته وويل چې اې ځوانه اوس مې بيا کومې کندې ته اچوې، ځوان د معمول په څير په خندا کې راته وويل چې کندې ته به دې ولې اچوم ، د حسن بازار ته دې ليږم.
دا چې د حسن بازار زما د پاره يوه نااشنا کلمه وه او نه پوهيدم چې کوم شان بازار به وي، خو ځوان له کوټې څخه په وتلو دومره راته وويل چې ښه سفر درته غواړم او نوره ووتلو ددغو خبرو په اوريدو سره دومره پوه شوم ، چې ځوان زه په دغو درو تنو وپلورلم .
دغو درو تنو هم اول راسره د تيري شپې په شان ورته عمل وکړو اوبيا يې داسې بې هوشه کړم چې کله مې سترګې وغړولې ، نو پوه شوم چې له پيښوره تر لاهور ښاره رسيدلې يم .
د لاهور په ښار کې له دغو پنجاپيانو سره مې درې کاله په يو داسې کور کې تير کړل چې هلته د بدلمنۍ لمن له يوې ورځې نه بلې ته پراخيده او زمونږ په شان ځينو بې وزلو پيغلوبه خپل د عصمتونه ډک ژوند په يو وار سره د لعنت کندې ته اچولو.
پدغو درې کالونو کې چې زما پر بدن او زما پر ضمير څه لوبې وشوې دویلو نه دي ، خو دا چې ځينې وخت په انسان داسې حالات راځي چې دغه شان کړنو ته يې مجبوره کوي زه هم په پيل کې نه پوهيدم چې له داسې حالاتو سره به هم مخ کيږم، د ژوند څخه مې نفرت پيدا شوی وه،په رښتيا سره ژوند کول راته د خپل ضمیر سره جفا ښکاريده، څو ځله مې کوشش وکړو چې ځان ووژنم خو بريالی نه شوم، ځان وژنې هم راسره یاري نه کوله، زما سره ملګري بده ورځ ، بده شپه، بدقسمت،بې کسي،بې وسي، او د ژوند سره جفاه وه، نور هيچا زما سره ياري و نه کړله .
له درو کالونو وروسته دا چې هغو پنجاپیانو راباندې ښه اعتبار پيدا کړو،نو هغه وه چې یوه ورځ ما هم ددوی په اعتبار له کوره راووتم، او بیا واپس نه ورغلم او تر کابله مې ځآن راورسولو.
کابل ، ګران افغانستان