دخپریدو نیټه : 2010-03-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زرغونه هوسا
عبدالرحمان غضري
هغه مې لمړی ځل په یوه مشاعره کې ولیده،دوهم ځل په یوو روزنیز سیمنارکې سره مخ شو
خبرې موسره وشوې، یوو اوبل ته مو ځانونه ور وپیژندل
بیا یې په نيټ کې زما دایمیل ادرس موندلی وو یو دوځلي په نیټ کې سره مخ شو
دتلیون نمبریې رانه واخیستل
میاشتي ورسته یې تلیفون راته وکو په یوومشهورتلویزون کې یې کارموندلی و
له خوشحالۍنه په جاموکې نه ځایده
په لمړي سرکې یې دکیمرې ترشا کارونه په مخ بول، راته ویل به یې چې یوڅه بلده شم
نو که خیروډیر ژربه دکیمرې په مخ راښکاره شم
یوه ورځ یې بې وخته تلیفون راته وکو په بیړه یې سلام اوښه جوړ راسره لنډکوبیا یې ویل چیرته یې مطلب په کور کې یې کنه بهرچیرته و تلی یې ماویل نه بهر وتلی یم په کارکې یم ، یوسوړ اسویلی یې وکیښ کاردې په ښادۍ شه ښه خیر زرکورته ولاړشه زه نن دکیمرې مخ ته راځم، د نن خبري سرویس زه وړاندي کوم
خدای دې خیر کړي ډ یره ویریږم
بیا یې داسي لکه چې ځان ته یې پام نه وي په بې باکۍ سره وویل ګوره ګرانه
دخبرونو په وخت تلویزون ته ښه ځیر شه
مطلب دکیمرې په مخ زما ټول حرکات وڅا ره چې خبري ختمي شي زه بیا درته تلیفون کوم
هغه غلطیانې چې رانه شوې باید یوه یوه راته وښیې
کارمې پریښود کورته راروان شوم تر ډیر مې دهغې خبر تکراروله ګرانه ګوره ګرانه
ګرانه سل فکرونه مې په مغزوباندي خپاره شو نن یې داسي بې واره ګران څنګه
راته وویل
ګران یاني څه دتلیفون لړۍ هم داسي روانه پاته شوه په هره ونۍ کې به یو یادوه ځلي ما یا هم هغې تلیفون راته کاوورځ تربلي مې زړه ته رانیزدې کیده ،اوس نو خبره د دوستۍ ترحدهم ورتیره وه
دیو بل په عادتونوسره غږیدولو، دیوو بل خوښي مو ځان ته مالومه ولې
کوم رنګ دې ډیر خوښیږي، په کوم مسم کې ډیر خوښ یاستﺉ،
یوه ورځ مو په تخلص باندي خبره راغله ویل یې ولې مو داسي تخلص غورکړی
وضاحت مې ورکو
له هغې نه مې وپوښتل تاسو ولې تخلص نه لرﺉ مسکۍ شوه ویل یې لایې وخت نه دی رارسیدلی
چې وخت یې را شي دغه ستاپه تخلص به ځان درګډ کړم زماپه تخلص مطلب مو څه دی
ویې خندل مطلب ستاپه تخلص
ورته ټینګ شوم څنګه زما په تخلص ،ویل یې دومره ساده هم نه یې نوریې نوپه څنګه پسي
ته ګرځه
له ګران نه ورسته دایو بل شین څراغ و زماله پاره
یوه ورځ مو په خوړو باندي بحث و ویل یې زه باید ستادخوښي خواړه وپیژنم
ورنه ومې پوښتل چې ولې
مسکۍ شوه ویل یې که کومه ورځ نیمه رانه مروریدې نو ستادخوښي خواړه به درته تیاروم نوره نو خبره خلاصه وه یوا ځي وخت ته انتظاروو دهغې نوی کار اوزماد مسافرۍ بوختیا یوڅه وخت ته ضرورت و
دتلیفونونولړۍ لاهم هغسي روانه یوه ورځ یې دکوم نوي همکاریادونه وکړه ،
بل ورځ یې بیایادکوویل یې هوسا صاحب زموږ نوی کاري همکاردی ډیر مهربانه انسان دی
همداسي به یې کله ناکله دهوسادنامو ذکرکاو میاشتي تیرشوې یوه ورځ چې له خوبه پاسیدم هغه مې ویادیده تلیفون مې ورته وکومبایل یې ځواب نه وایه ساعت ورسته مې بیا کوښښ وکو مبایل یې بندوڅو ورځي هم داسي تیرې شوې دتلویژون ادرارې ته مې تلیفون وکو راته ویل یې
هغه په رخصتي تللې
بیا بیا مې پوښتنه وکړه هم دایوه خبره یې راته کوله هغه په رخصتي تللي
چې راشي ستاس پیغام به ورته ورسو
اوس دهغې دتلیفون په طمع وم ، چې مبایل به مې زنګ وواهه مابه یې اول ښیښې ته کتل
ګوندي دهغې نوم راښکاره شي، ګوندي له افغانستان نه تلیفون وي، ګوندي چې هغه وي
هرماښام به مې د وو بجوخبرونه اوریدل ،دهغې یاد به مې ورباندي تازه کاو
ماښام شودخبرونو وخت راورسیده تلویزون مې چالان کو دتلویزون په مخ دورځنیو پیښو تصویرونه راښکاره شو دهغې غږمې وارویده
ژوندی شوم لکه چې له وږده رنځه رغیدلی یم په ځان کې مې انرچي احساس کړه
کیمره دهغې په مخ روښانه شوه د تل په څیر یې په معصومه مسکا کې وویل اوس هم دخبرونو تفصیل وړاندي کونکې زه زرغونه هوسا
هو سا
په خپلوغوږونومې باورونه شو تلویزون ته ځیر شوم دهغې نوم مې په لیکلې بڼه ولید
زرغونه هوسا
په سترګو مې باورونه شو لانور ورته ځیر شوم په ښیښه باندي زرغونه هوسا لیکلي وو
دهغې خبري رایاد شوي هوسا زموږ نوی همکاردی هوساصاحب ډیر مهربانه انسان دی
هغه پروګرام مې دهوساجان په مرسته چمتوکړی وو هوساصاحب په جورنالیزم کې ډیر ښه مهرت لري
بیامې هغه دتخلص خبره رایاده شوه چې ویل یې لایې وخت نه دی رارسیدلی خپل مبایل مې له جیب نه راویست غوښت مې چې تلیفون ورته وکړم خو هغې خبرونه
وړاندي کول مصروفه وه
په مبایل کې دنومونو فهرست ولاړم دهغې نوم مې راواړاو غوښت مې چې وران یې کړم
وس مې ورباندي ونه رسیده دتعد یل برخي ته یې ولاړم په ډیره مایوسۍ مې ورسره ولیکل
هوسا
اوس زما په مبایل کې هم دهغې نوم زرغونه هوسا لیکلی
۲۱۰/۲/۲۱
ساجرسعودي عرب