دخپریدو نیټه : 2010-03-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
فايده څه؟
اسدافغان
سپين ږيري سړى پر چوتره غلى ناست ؤ، سپينه تازه لونگۍ يى پر سر وه، سپينې جامې يې چې زړې خو پاكې وي پر تن وې، پر خپلو خوارو گوتو به يې پر لاس كي تسپي ورو ورو اړاولئ ، د تسپو په اړولو به يې شونډي غلې غلې وخوزيدي د كور په انگړ كې ماشومانو شور جوړ كړي و كه څه هم شور پر سپين ږيري بد لږيده خو ماشومان له ميلمنو سره راغلې و ،د سپين ږيري كورنۍ د ښار په يوه څنده كي پر كرايئ كور كې اوسيده ، څو مياشتي دې مخه له كلي راكډه و، د سپين ږيري يوازينى زوي خوشال سبا ته د واده ورځ وه همدا څو شيبې وړاندې يې د خپل وراره سره پر څه سودا پسې ښار ته ليږلاي و، خوشال ته يې په كلې كې كوژده كړي وه څو كاله يې د كوژدې تير شول،خو دوي بي وسه و د خوشال د خسر لخوا پرې زيات ولور ايښودل شوي و، سپين ږيري ته هم بلا لار نه وه ورپاتې څه وخت مخكې يې د پلار او نيكه ورپاتي كور او ځمكه گراو كړه
تر څو خپل زوي ته پرې واده وكړې،نن يې ټول خپل خپلوان ددوئ كره رأټول شوي و ،
د اذان په اوريدو
سپين ږيري تسپې جيب ته كړې څو شيبې غلى ناست و د اذان د ختميدو سره سم يې
پر توشكه پرتې راديو ته يې لاس ور اوږد كړ راديو يې چالان كړه پر ريږديدلو لاسونو يې د راديو ستن پر يوې او بلې خوا وخوزوله د خوښي چينل يې پكې پيدا نه كړ زړه يې ؤ چې راديو بنده كړي خو ناڅاپه د راديو ستن ودريده، خبرونه پر راديو خپريدل سپين ږيري هم راديو غوږ ته نږدې كړه،
د لومړې خبر پر نشريدو پر ښار كي ډزې شروغ شوې پر كوڅه كي هم شور او چيغې شوې سپين ږيري د ډزو په اوريدو چورتې شو په زړه كي يى راتير شول خداى مه كړه چې بيا جنگ شو كه څه ټكه راولويده، خداى مي د زوى او وراره پكې وساتي سپين ږيري د چوترې څخه راپاڅيد د كوڅي پر طرف وخوزيد
پر كوڅه كي د خلكو شور او چيغو زور اخيستئ و هر يوه يوه او بل ته مباركې وركوله او د خوشالۍ اظهار يې كاوو افغان كريكټ ټيم له كوم بل هيواد څخه لوبه گټلي وه سپين ږيري له يوه ماشوم څخه پوښتنه وكړه دا ډزي څوك كوي؟
ماشوم چې خيرني جامې پر تن وې په لنډه ساه ځواب وركړ
پوليس دي هوايئ ډزونه كوي او له دي سره سم ماشوم هم منډه كړه،سپين ږيرى هم
څو شيبي وروسته د كور پر طرف روان شو ،او ويي ويل: دا زموږ دولت هم ليونئ شوى پخوا وختو كي خو داسې نه وو د هوايئ ډزو فايده څه؟ .سپين ږيري پر ټغر پرته
راديو بنده كړه جاينماز يې پر ټغر اوار كړ او په لمونځ كولو اخته شو، پر ښار كې همداسې ډزي كيدي پر كوڅه كي هم شور او زوږ لا هماغسې موجود و ،سپين ږيري سړي لمونځ ادا كړ تر دوعا كولو وروسته د ميلمنو سره پر خبرو اخته شو، كله كله به ددوي خبرې لوړي شوي خو بيا به غلې شول ، ښه شيبه مجلس يې وكړ د مازديگر لمر هم په ډوبيدو و، پر زړه كې يې راتير شول چې دا خوشال او وراره مي څومره ناوخت كړ خدايه خير كړې،،،،،،،،،، ناڅاپه
يي د كور تر مخه موټر ودريد څو هارنونه يې وكړل سپين ږيري هم ورپاڅيد د دروازې پر طرف ولاړ، دروازه يې خلاصه كړه ،د امبولانس په ليدو يې پر څيره كې گونځي پيدا شوي وراره يئ ورته رامخته شو ،سترگې يې سرې وئ څيره كې يې د غم نښې له ورايه مالوميدي او وايئ ويل:
تقدير ليكل نه بدليږي دا به د الله خوښه وه الله د داسي خلكو كور وران كړي پر هوايئ ډزو كي خوشال لږيدلاي و روغتون ته مو يوړ ډاكټر ډير كوشش وكړ خو د ژورو ټپونو له امله يې ساه وركړه دا به د خداى خوښه وه چې خوشال يئ راڅخه واخيست.....د ځوان لا خبري پاي ته نه وئ رسولي چي سپين ږيري له خولي زوروره چيغه ووته او پر ځمكه پړ مخې راپريوت٠
پاي