دېوالونه:
د دېوالونو جوړولو د پاره باېد ﻻندې غوښتنې په نظر کې ونيول شي:
په خپل ځاې ثابت اوکلک ودرېدل
د تودوخې، غږ او د اور څخه ساتنه
د لندبل (نم) څخه مخنيوې
د قاتېدو يا د منځ نه ړنګېدود مخنېوې د پاره په ېو شي ټينګول
په دې ارتباط د ﻻندې معېارونو (نورمونو) چې الماني مېعارونه دي، اصولو ته باېد پاملرنه وشي.
د لرګو څخه ودانۍ، د لرګو څخه دېوالونه او چت. DIN 1052
لوې دېوالونه چې د خښتو، ډبرو او يا د کانکرېټ څخه جوړيږي ، او د هغه محاسبه. DIN 1053
د ېوې ودانۍ بار (وزن). DIN 1055
د تعميراتي موادو حالت د اور په مقابل کې. DIN 4102
په ودانېو کې د تودوخې ساتنه. DIN 4108
په ودانېو کې د غږ مخنېوې. DIN 4109
غېر د پورته مېعارونو څخه دا په المان کې د خاصو وﻻ ېتون د اوسېدنو د دېوالونو ډبلوالي DIN 4106
مېعار دې چې دلته د درېدو پوره محکموالې، غږ او د تودوخي د مخنېوې ثبوت ته پاملرنه نه کيږي، که چېرته د خاصو دېوالونو د پاره د دېوال ډبلوالې په نظر کې ونيول شي.
ټينګ (محکم) دېوالونه :
دمعيار (نورم) له مخې د ودانۍ د درېدو د ټينګوالي اساسي مقررات : DIN 1053 د
د ېو دېوال د فشار تشنج د هغه د ډبرو او يا د خښتو سختوالي او د شوتې (مثالې ) د ګروپ له مخې ټاکل کيږي. دې . 0,4 MN/m2 د مثال په ډول : د ېو پينځه پوړيځې ودانۍ ﻻندې په تاکاو کې د دېوال د فشار تشنج تقريباَ
اساساَ سړې وېلې شي چې څومره د ډبرې محکموالې زيات وي، هومره تناسب نظر د دېوال محکموالي ته د ډبرې محکموالې غېراقتصادي وي .
د معېار له مخې د شوته (مثالې)د ګروپونو استعمال چې په کوم خاې کې ورته DIN 1053 په ﻻندې جدول کې اجازه شته يا نه شته ښودل شوې دې:
هغه دېوالونه چې د دوو برخو يا پوټکو څخه جوړ شوې وي :
دا رنګه دېوالونو کې بېرونۍ برخه يا پوخ باېد د باد او باران په مقابل کې کلک اوسي. دا ډول دېوالونه په ﻻند شکلونو کې ښودل شويدي :
هغه دېوال چې منځ ېې تش وي (د هوا طبقه)
هغه دېوال چې منځ ېې تش او هم د تودوخۍ طبقه ولري
هغه دېوال چې مغزي طبقه لري
د دوه برخه ېې بېروني دېوالونو غوښتنې :
غوښتنه د ودانۍ برخه
د دېوال د اندازه کولو د پاره د دېوال داخلي بار وړونکې برخه ضرور دې چې دا باېد کم ترکمه 11،5 سانتي متره ډبل اوسي، په دې شرط چې د درېدوساتنه، د ودانۍ فزيکي حالت، د اور مخنيوې او همدا رنګه نور د ﻻېحی يا اوصولو له مخې ډبل نه وي ورکړل شوې. د دېوال ډبلوالې
د دېوال بېروني برخه باېد کم ترکمه 9 سانتي متره ډبل اوسي، دغه برخه په اږدو او هم په پلنو هوار کېښودل شي. که ددې برخې ډبلوالې 11،5 سانتي متره اوسي، نو جګوالې ېې تر 12 مترو پورې اجازه لري. که د 11،5 څخه کم وي، هېڅ اجازه نه شته چې د ځمکې څخه لوړوالې ېې د 20 مترو څخه پورته شي، دا تر 6 مترو پورې اجازه لري. بېروني برخه
د دېوال داخلي برخه د کوټوتر منځ چتونه او دېوالونه په عمودي د لندبل څخه وساتل شي. داخلي برخه د پوړېو
د منځ چت
د دېوال ټولې برخې د ېو سيم په واسطه ېو د بل سره کلکول کيږي . چې دغه کلکوونکې سيم باېد په عمودي ډول د ېو بل نه تر 50 سانتي مترو ، او په افقي ډول تر 75 سانتي مترو پورې فاصله ولري . ددې د پاره چې دغه سيم د بېروني برخې څخه لندبل داخلي برخې ته انتقال نه کړي ، ضرور دې چې په منځ کې ېو مصنعوي ګرداړې ورکړل شي. فوﻻدي سيم په واسطه
کلکول
د دېوال په منځ کې تش ځاې باېد د 6 سانتي مترو څخه کم نه اوسي او د 15 سانتي مترو څخه زيات نه . دغه برخه کېدې شي چې 4 سانتي متره هم اوسي، په هغه صورت کې چې د خښتو په منځ کې درزونه دننه تش ځاې خواته بې مثاله پرېښودل شي. دهوا برخه (غېر د
تودوخي ساتونکې برخې)
د دېوا ل بېروني برخو کې ﻻندې او پورته باېد د هوا د بدلېدو د پاره تش ځاېونه پرېښودل شي چې دا د ځمکې څخه د 10 سانتي مترو نه پورته ورکول کيږي . د هوا د بدلولو د پاره
تش ځاې پرېښودل
د دېوال دننه برخو رنګړيوالې باېد د 15 سانتي مترو څخه زيات نه شي او د هوا برخه چې کمترينه اندازه ېې 4 سانتي متره وي ، د تودوخې د ساتلو برخې په وجه باېد محدوده نه شي . د هوا برخه( د تودوخي
ساتونکې برخې سره)
دلته باېد د دېوال بېروني برخه کم ترکمه 11،5 سانتي متره اوسي او د رنګړيوالي فاصله باېد 15 سانتي متره او يا ددې څخه کم اوسي . بېروني برخې په کوم ځاې کې چې د بدرفت ﻻره ده باېد دېوال په 20 مترمربع مساحت کې د 5000 مليمتر مربع په اندازه عمود ﻻندې برخه کې ځاې پرېښودل شي . مغزي برخه
په ېو متر مربع کې د کلکوونکي فوﻻدي سيم تعدات او قطر:
ګردچاپېر تير (ګاډر) :
چتونه کېدې شي چې غېر د ساقه ېې اغيزې په کار وېوړل شي، لکه د لرګوڅخه د چت تيرونه (ګاډرونه)، چې افقي د دېوالونو د ګردچاپېر تېر په واسطه کلکول کيږي . ټول هغه بېروني او جانبي دېوالونه چې عمودي سطح ېې د افقي زور لکه (باد) د پاره کار کوې، لاندې ورکړل شوي تيرونه ضرور دي:
د ودانۍ هغه برخو د پاره چې د دوه پوړو (منزل) څخه لوړ وي او يا د 18 مترو څخه اوږود وي .
د هغه دېوالونو د پاره چې ډېرې دروازې او کړکۍ ګانې ولري او يا دروازې او کړکۍ ګانې ډېرې غټې وي.
که د ودانۍ ﻻندې ځمکې حالت ښه نه وي او دارنګه تيرونو ته ضرورت وي .
دا رنګه تيرونه د چت سره او يا د هغه نه ﻻندې باېد ورکړل شي، چې دا داهن کانکرېټ، فوﻻدو او خښتو، د اوسپنې او يا د لرګو څخه وي .
ګرد چاپېر کلکوونکې :
ګردچاپېر کلکوونکي ته هغه وخت ضرورت دې ، چې دېوال خپل شکل ته تغير ورکړي او يا په مختلف ډول کښېناستل وکړي .
بېروني دېوالونه چې خښتې ېې ښکاره شي (ځانته دېوال چې نورې برخې ونه لري) :
ځانته د خښتو دېوال د هغه خښتو چې ښکاري او تر هغه شاته دېوال سره نښتې وي چې دا ېو واحد بېروني دېوال جوړوي . ددې د پاره چې سخت ورښت دا دېوال تر اغيزې ﻻندې رانولي، نو دا دېوال باېد کم ترکمه د دوو خښتو سره (څنګه چې په شکل کې ښکاري) په اږدو جوړشي او د هرې طبقې درزونه باېد بدل شي او د دوه سانتي مترو په ډبل والي درزونه د شوته (مثالې) څخه ډک شي.
دلته دېوال د هغه د مقطع څخه ليدل کيږي چې دا ېو باروړونې دېوال دې او په مقطع کې دخښتوصنفبندې څخه د کمزورې خښتې ټاکل دي کوم چې اجازه ورکړل شوې وي . د خښتو په منځ کې درزونه که چېرته ښوېه نه وي ، نو دا باېد د 1،5 سانتي مترو په اندازه ژور وګرول شي او بيا درزونه ښوېه شوته (مثالې) سره ونيول شي .
په ېو دېوال کې تش ځاې او درز(جري) ورکول :
په دېوال کې درز (جري)ورکول او يا ېو ځاې تش پرېښودل، دا د دېوال د با ر وړلو قوت کموي .
عمودي درزونه (جري) د دېوال شخوالې او يا عمودي ساتنه ضعيفوي .
افقي درزونه (جري) په دېوال باندې وارېدېدونکو وزنونو خواوې بدلوي .
افقي او کاږه (مېلان لرونکي) درزونه (جري) :
پاملرنه (توجه):
که چېرته د دېوال ډبلوالې 11،5 سانتي متره وې، نو افقي درزونو ته (جري) اجازه نه شته .
افقي او کاږه درزونه (جري) باېد د خام چت (بې اخېړه) څخه ﻻندې او يا سر کې همدارنګه د دېوالونو ډډو نه د 0،4 مترو په اندازه راښکل شي .
افقي درزونه (جري) باېد په هغو تخنيکي آلاتو په واسطه راښکل شي ، چې په دېوال کې د خښتو د منځ درزونو ته تاوان ونه رسيږي .
په دېوال کې عمودي درزونه (جري) او تش ځاېونه :
عملي کار د پاره ﻻرښوونې :
څومره چې کېدې شي ، باېد هومره درزونه (جري) په دېوال کې کم جوړې شي .
که چېرته دېوال ډبلوالې د 17،5 سانتي مترو څخه کم وي، باېد هېڅ درز پکې جوړ نه شي .
افقي درزونه فقط د چت ﻻندې ، چت ته نژدې او د ځمکې فرش ته نژدې پورته جوړ شي .
درزونه او تش ځاېونه هېڅ کله په تيرونو (ګاډرونو) کې جوړ نه شي .
په خاصو سامانونو په واسطه باېد د دېوال د خرابېدو مخنيوې وشي .
د بېروني دېوالونو اخېړ :
د ټولو اخېړونو (پلسترونو) يعنې د ساده اخېړ نه نيولې چې شوته (مثاله) ېې د اهکو څخه جوړه شوې وي، تر سوچه اخېړ پورې چې اوبه ورڅخه نه تېريږي، فعاليتونو د پاره خاص شراېط وجود لري . ددې پورتنۍ طبقه باېدکومه اشتباه ونه لري او داسې اخېړ شي چې لندبل ډېر کم جذب کړي .
پاملرنه :
د بېروني دېوالونو اخېړ باېد کم تر کمه 2 سانتي متره ډبل اوسي او دا تر دوه وارې پورې پر هغه مثالې کوم چې ډېرې وړې د هوا پکڼۍ لري اخېړ شي . د اخېړ د کلکوالي مېلان باېد د دننه څخه بېرون ته اوسي . د دا ډول اخېړد څخه استعمال شي . II او Ib پاره باېد د اخېړ دګروپ
د دېوال په هغه برخه کې چې ډېر سخت ورښت لګيږي، باېد د سوچه شوتې (مثالې) سره چې اوبه ورڅخه نه تېريږي، اخېړ (پلستر) شي .
د پلستر ﻻندې باېد درز درز او کلک اوسي (ښوېه نه اوسي) ، د اخېړ نه مخکې وچ او هوا لرونکي ځاېونه باېدد اوبو په واسطه ﻻمده شي . ښوېه او په ډېر سختۍ سره نښلېدونکې ځاېونه باېد مخکې د اخېړ څخه په مثاله باندې په ډېر قوت سره ووهل شي او بيا 12 ساعته پرېښودل شي ، دا ددې دپاره چې د اخېړ ﻻندې غاښ پېداکړي او اخېړ ورسره ښه جوش وکړاې شي .
دېوالونه چې په کوم شې باندې پوښل شوې وي :
د دېوال بېروني پوښل شوې طبقه د اقليمي اغيزو څخه مخنېوې کوي ، او همدارنګه سړې کوې شي چې هغه نورو معېنو ظاهري اغيزو ته کوم چې پر دېوال وارېديږي ﻻس رسې وکړاې شي . دغه پوښ کېدې شي چې راساً په دېوال ونښلول شي او يا ددې او د دېوال په منځ کې د ېوې فاصلې په اندازه ېوه خلا پرېښودل شي . د دېوال پوښلو د پاره ﻻندې مواد ښه مناسب دي :
واړه پلن (تخته ېې ) طبعېې ډبرې .
کاشي ډبرې .
د پخو خښتو نه جوړ شوي وړې تختې او همدارنګه تسمه ګۍيا پټۍ .
پاملرنه :
د دېوال هغه برخې چې د سخت ورښت تر اغيزې ﻻندې دي، باېد د هغه د پاره د پوښ شاته د هوا جريان په نظر کې ونيول شي .
هغه دېوالونه چې بار وړونکي دي، د تودوخۍ د ساتلو طبقه باېد په نظر کې ونيول شي او بيا بېرون خوا ته د 2 سانتي مترو په اندازه چې هوا پکې هم جريان وکړې شي، دېوال پوښ شي .
د هغه تختو اندازه چې دېوال پر پوښول کيږي، د هغه د بار وړلو قوت په نظر کې نيولو او د مثالې سره باېد 3 پورې مساحت ولري . 3,0X3,0 m سانتي متره ډبل اوتر
د دېوال په اږدو کې د دېوال ﻻندې او همدارنګه په سر کې د هوا د جريان دپاره د 100 سانتي متر مربع په اندازه ځاې په تظر کې ونيول شي .
د مصنوعي ډبرو څخه د ودانېو جوړونه :
هغه مصنوعي ډبرې يا خښتې چې د اوبو د جذبولو قوت ېې زيات دې ، دا باېد په اوبو دومره لوند شي چې شوته (مثاله) خپل اوبه د ﻻسه ورنه کړي .دېوال باېد تل تړلې (بافتګي) جوړ شي، يعنې د خښتو دﻻندينۍ
دخښتې جګوالې دې . hکوم چې ü≥0,4h≥4,5 cm طبقې او د پورتنۍ طبقې درزونه ېو پر بل رانه شي .
په کوم ځاې کې چې د کنګل خطر دې، د کنګل دمخنيوې د پاره ﻻزم اقدامات وشي . دلته باېد هېڅ کله هغه موادو څخه استفاده ونه شي، کوم چې ډېر ژر د کنګل تر اغيزې ﻻندې راځې . کوم دېوال چې کنګل وهلې وي، اجازه نه شته چې هغه په سر نور دېوال ته ادامه ورکړل شي . په مالګې باندې د کنګل اوبه کول ،کېدې شي چې دېوال ته ډېر ضرر ورسوي .
د دېوالونو کلکوونه يا شخوونه :
د دېوال کلکوونکې د نقشې له مخې په هغه ځاې کې ورکول کيږې، دکوم ځاې نه چې استفاده کيږي، ورته مزاحمت ونه شي .هغه عرضي دېوالونو ته کوم چې ېو د بل سره تړلي نه وي، اجازه نه شته چې نور په سر ېې دېوال وشي، تر هغه وخته پورې چې دا دېوالونه د کلکوونکي دېوال ( پشتي) په واسطه يقيني شوي نه اوسي . بيا وروسته کلکوونکې دېوال (پشتي) او په اوږدو پروت دېوال د خښتو په واسطه ونښلول شي (بافت ورکړل شي) او يا په تخنيکي ډول د ېوې پلنې فولادي پټۍ په واسطه چې د 30 سانتي مترو په اندازه اوږود او د 75، 0 مليمترو په اندازه ډبل دې ،د هغه دېوالونو په منځ کې چې ېو دېوال په اوږدو(طولاني) او بل ېې د دېوال کلکوونکې (پشتي) دي ورکول کيږي او بيا دېوال ته د لوړولودوام ورکولې شې .
په تخنکي ډول دېو طولاني دېوال او کلکوونکې دېوال (پشتي) د نښلولوګټې :
د اضافي کار يا انرژي مخنيوې کوم چې د ډبرو يا د خښتو د بافتولو نه منځ ته راځي .
په باروړونکو او په کلکوونکو دېوالونو کې د کار اسانتيا کوم چې ډبرې يا خښتې مختلف جګوالې لري .
د تاکاو دېوالونه د فولادو سره مجهزېدو ته او هم د ځمکې د فشار مخنيوې د پاره کوم ضرورت نه شته .
کلکوونکې دېوال(پشتي) باېد کم تر کمه 5/1 د پوړۍ (منزل) جګوالې ،او ډبلوالې ېې کم تر کمه 3/ 1 د کلکونکي دېوال(پشتي) اوسي . د کلکونکي دېوال(پشتي) د پاره د دېوال ډبلوالې باېد کم تر کمه 5، 11 سانتي متره اوسي .
پاملرنه :
د کړکۍ تر سرطاق پورې باېد بې د کوم تش ځاې پرېښودو څخه هغه ساختماني مواد استعمال شي کوم چې تودوخي (حرارت) ساتي .
لکه څنګه چې د دېوال شا او خوا ته د تودوخي ساتلو موادو څخه استفاده شوې، همدا رنګه د کړکۍ په هغو برخو کې چې د اهن کانکرېټ څخه جوړ شوې هم استفاده وشي .
معېار (نورم) له مخې د ودانېو د اندازو ترتيب : DIN 4172 د
په ودانېو کې د اندازو ترتيب ددې دپاره دې چې د محورونو فاصلې، د پوړېو(منزلونو)لوړوالې، د دېوال ډبلوالې او همدا رنګه نورپه مساوي ډول سره اوسي . دغه د اندازو ترتيب د ېو سيستېم له مخې چې په الماني کې ورته اوکتامتر واېې، ټاکل کيږي . ېعنې ېو متر په 8 برخو وېشل کيږي چې ددې څخه 12،5 منځ ته راځي چې دغه اندازه د خښتې او د دوو خښتو په منځ کې د شوتې (مثالې) ګډه اندازه ده . ددې اندازې اساس 25 جوړوي چې دا په (2/1 ، 3/1 ، 4/1 ) تقسيميږي او ېا ټول څو ځلي (مثلاَ 4/1 2)په کار وليږي . په نقشه کې متر پر 8 د دېوال د ېو سر نه تر بل سره پورې اندازې سره سمون خوري ، کوم چې ېو معمار ېې په نظر کې لري . ځکه چې ټول خښتې معېاري دي . د دېوال د ېو سر نه تر بل سر پورې اندازه د خښتې د بر( 11،5سانتي متر) او د خښتو تر منځ ددرز ډبلوالي (ېو سانتي متر) له مخې ټاکل کيږي دا داسې چې په دېوال کې د خښتو تر منځ درز د منځ نه تر بل درز تر منځ پورې اندازه کيږي .
د دېوال حقيقي اندازه :
دا هغه اندازه ده چې د دوو خښتو تر منځ د درز د ډبلوالي اندازه په نظر کې نه نيول کيږي . سړې معمولاَ د خښتو اندازه په نظر کې نيسي . دمساوي اوږودوالي او لوړ والي سره هم دا مختلف ډولونه لري . د خښتو لوړوالې :
5،2 سانتي متره ، 7،1 سانتي متره،11،3 سانتي متره،17،5 سانتي متره ،24 سانتي متره،36،5 سانتي متره،49 سانتي متره او همدارنګه نور .
د خښتو او دېوال اندازې
په لاندې جدول کې د خښتو ډولونه او اندازې ښودل شوي دي :
د ېو دېوال د اندازې محاسبه کول :
د دېوال د اندازې محاسبه د عمومي اندازې له مخې کيږي، يعنې داچې :
n د خښتو تعداد
R عمومي اندازه
N حقيقي اندازه
R = n . 12,5
دلته (1) د خښتو تر منځ درز دې . N = R – 1 هغه دېوال چې دواړه خواوې خلاصې وي:
N = R هغه دېوال چې ېوه خوا ېې بنده او بله خوا ېې خلاصه وي :
N = R + 1 هغه دېوال چې دواړه خواوې بندې وي:
N = R – 1 د دېوال ډبلوالې لکه دهغه دېوال په شان چې دواړه خواوې خلاصې وي محاسبه کيږي :
R = n . 8,33 د دېوال لوړوالې د عمومي اندازې له مخې محاسبه کيږي :
د دېوال هغې برخې اندازه چې دواړه ډډې ېې بندې وي لکه دروازې او کړکۍ ګانې Öffnungsmaß
دهغه دېوال اندازه چې دواړه خواوې خلاصې وي او ازاد ولاړ وي Außenmaß
د هغه دېوال اندازه چې ېو خوا بند او بله خوا ېې خلاصه ويVorsprungmaß
د لرګو څخه بار وړونکي دېوالونه :
بار وړونکي برځې په لرګو څخه جوړشوي ودانۍ کې عبارت دي له :
درشل ، ډاګه ، تکيا ، ميله او چوکاټ
د لګو په منځ کې تش ځاېونه د خښتو سره ډکول کيږي . په دغه ډول دېوالونو کې درشلونه په افقي او په پلنو د بنسټ (تهداب) په سر ايښودل کيږي .
د لرګو څخه جوړشوي دېوالونو برخې :
د لرګو څخه دېوالونه د درشل په سر کوم چې د باد او باران يعنې د لندبل په مقابل کې مقاومت لري پاېې ورکول کيږي، او دا باېد د ېو لندبل مخنيوونکي (عاېق) سره د لاندې بنسټ (تهداب) څخه بېل شي . په دغو پاېو د درشل سره موازي ميلې کلکول کيږي چې دا ميلې په دغه دېوالونو کې د ېو کلکوونکي کړۍ رول لوبوي . ددې د پاره چې دغه پاېې ښه محکم ودرول شي، نو باېد د کنج پاېو ته تکېا ګانې ورکړل شي، چې دا بېا د پاېو سره د ېو مثلث شکل غوره کوي . کومې ميلې چې د پاېو په سر ورکړل شوي، هغه دېوال په طبقو وېشي چې ددروازو او کړکۍ ګانو برخې په افقي ډول سره تړي .
د لرګو څخه جوړه شوې ودانۍ :
1: درشلونه
2: د کنج پاېې
3: پاېې
4: تکياګانې
5: صليبونه
6: ميلې يا قالببونه
7: سرتاقونو ميلې
8: د درشاېې ګانوميلې
9: چوکاټونه
10: تيرونه (ګاډرونه)
11: د ډډو درشلونه
دلرګو څخه جوړشوې تختو دېوالونه :
لکه څنګه چې پخوا به د لرګو څخه د ودانۍ دېوالونه جوړېدل، په اوس وخت کې هم د لرګو د تختو څخه دېوالونه جوړيږي . تخته ېې دېوالونه لکه د پښتېو غوندې ېو خاص سکلېت جوړوي چې دغه پښتۍ لاندې او سر کې په افوقي ډول سره، او په منځ کې په عمودي ډول سره ورکول کيږي . ددغو تختو واړه فورمات 1،25 متره او لوې فورمات ېې 10 متره اوږودوالې لري .
د لرګو څخه د تختو پښتۍ کوم چې په عمودي ډول لاندې او هم په سر کې کلک شويدي، دا ګټه لري چې د ېوې سطحې فشار، کوم چې په باروړونکي دېوال واقع کيږي د ېو کلک مزي په شان ساتي . خو دا د ساختماني له مخې ډېرې نيمګړتياوې هم لري .
د لرګو څخه جوړشوې تختو دېوالونه باېد په جوړولو (منتاژ) کې د معمولو ساختماني موادو ( خښتو، کانکرېټ )څخه ګډ کار واخستل شي . هغه تختې چې مخکې د مخکې تېارې شويدي، باېد د کارګرانو د اسانۍ د پاره دروازه پرېښودل شي .
د لرګو څخه جوړشوې تختو دېوالونه دوه ډوله دي :
1: هغه دېوالونه چې د کلکو، لوېو تختو څخه جوړ شوي دي . چې دا د کلک قات شويو پښتېو فشار او يا د نري چپه کېدونکو پښتېو چې کږېدو ته مېلان لري ساتنه کوي .
2: د لوېو تختو هغه دېوالونه چې تختې لږ څه راوتلي وي . د دېوال په لاندې برخه هغه ټول وزنونه کوم چې افقي او عمودي وارېديږي، اخلي او په نورو برخو اچوي .
د تختو لوېوالې د هغه د باروړلو طاقت پوري کوم ارتباط نه لري . د لرګي احتياطي اندازه ،سړې د خپل خوښې سره د لرګي د ډبل والې اندازه لوېولې شي . د کګېدو کلکوالې، د ټول ساختمان متقابل پورې وهنې وزن مقاومت او په ساختماني ېوخاې کېدو برخو کې کافي اندازه د بار وړلو طاقت باېد په نظر کې ونيول شي .\
د لرګو د تختو څخه بېروني دېوال نقشه چې په منځ کې تش ځاې هم لري
1 : قشر
2: د سمنټو پلستر
3: بېلونکې طبقه (پلستيک)
4: د قدمونو د غږ نيولو طبقه
5: د ساختماني موادو لکه د کانکرېټ ډبرې يا شګه او داسې نورو طبقه
6: بار وړونکي او کلکوونکي لوېې تختې
7: د پوښ تير (ګاډر)
8: د بخار نيويې تش ځاې
9: د باران مخنيونې او د هوا مخنيونې پټۍ
10: د پوښښ لاندې د پاره تختې
11: لاندې پوښښ
د لرګو څخه دېوالونه چې بار وړونکي نه دي :
داخلي د کوټو بېلونکي دېوالونه :
دا ډول دېوالونه چې بار وړونکي نه دي، ډېر سپک جوړ شوې او کوټې سره بېلوي ، چې سړې دې ته سپک بېلونکي دېوالونه هم وېلې شي چې دا ډېر نري او ېوازې خپل بار اخيستې شي او د نورو بارونو زور نه لري . دغه
1,5 kN/m2 دېوالونه په هغه ځاېو کې کوم چې د کلکولو د پاره ځاې ورکړل شوې کلکول کيږي . باېد خپل وزن
څخه تجاوز ونه کړي . د لرګو څخه سپک بېلونکي دېوالونه زياتره وخت د پټېو په شکل کار ور څخه اخستل کيږي، کوم چې د دېوال پورتنۍ سطح د ېوې خلاصې شوې برخه د مختلفو فابريکه ېې موادو څخه جوړ شوي وي .خپله د دېوال پښتۍ د لرګو او يا دفولادي پروفيل څخه د ېو چوکاټ (خوازې) په ډول جوړ شوېدې چې ېو يا دواړه خواوې د تختو سره پوښل کيږي .عمودي څنډې لرونکې د لرګو څخه پښتۍ د 8 څخه تر 10 سانتي مترو پورې ډبل او ېو تر بله فاصله ېې 67 سانتي متره وي کله چې د پوښښ د پاره لازمه د تختې ډبلوالې 3،5 سانتي متره او يا ددې څخه کم وي .د دغې څنډې لرونکي لرګي فاصله سړې هغه وخت لوېولې شي، چې د ېوې تختې ډبلوالې ېې د5 سانتي مترو نه تر 100 سانتي مترو پورې وي .په سور باندې د ميلو کلکونه فقط لکه د کلک مزي په شان د لګو څخه تختو ته ضرورت دې، چې دغه تختې ددېوال په جوړولو کې داسې ورکړل شي، چې ټولې عمودي بنډل پر پښتېو راشي .پښتۍ لرونکې دېوالونه کېدې شي چې ځانګړې ولاړ دېوال او يا ډبل ولاړ دېوال غوندې اوسي .