دخپریدو نیټه : 2010-04-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دهدیرې شپه
ګل رحمن رحماني
خوب راته څیراغ مې ګل کړ خپلې دخوب خونې ته روان شوم ستر ګې مې له ډېرې بې خوبۍ را باندې درنې وې په دهلېز کې څو ځله له دېواله سره ټکر شوم خو لاس به مې تکیه کړ او بېرته به را سم شوم تپه تیاره وه په لاس تپولوسره مې دخونې ور پیدا کړ تر لاستی مې څوځله را کش کړ خو را خلاص نشو څو شېبې په تپه تیاره کې دوره تر شا ودرېدم ورسته را په یاد شول چې تېره ورځ سهار مې موټر دسورلۍ لپاره ښارته روان کړ نو دخونې ور مې هم را سره کلپ کړی ؤ په جیب مې لاس و وهلو دکلیانو اوږد زنځیر مې را وښکلو سترګې مې وار په وار له خوبه ډکېدلې یوه غټه کیلی مې په کلپ کې ور دننه کړه خو ور خلاص نشو بیا مې څو نورې کلیانې په کلپ کې وازمایلې خو پرې خلاص نشو په دهلېز کې ښکته روان شوم او دکلیانواوږد زنځیر مې په ګوتو کې اړولو را اړولو دکور ټول غړی مې ویده وو په کړکیو پردې کش وې په اوږده دهلیز کې بې دهغوی له خراری بل څه نه اورېدل کېدل دخوب بله درنه څپه را باندې راغله او سر مې له دېوال سره ولګېده بېرته دخپلې خونې په خوا راغلم یوه بله کیلی مې په کلپ وازمایله داځل یې له واره خرپ شو او کلپ خلاص شو لاحول .....مې و ویل او خونې ته ور دننه شوم نه پو هېږم چې نن شپه ولې برق نه ؤ را غلی چې هره خوا تپه تیاره وه کنه هسې خو ځوان وم سترګې مې روغې رمټې وې یواځې دخوب ښاپریان پرې ناست وو.
تاسې به وایی چې ولې دومره خوب درته؟ پوښتنه مو په ځای ده خوب په دې راتله چې دا دوې شپې مې ډېرې په بې خوبۍ تېرې کړې وې په خپل موټر کې مې یوې لرې سیمې ته څو تجاران وړی وو شپه او ورځ مې مزلونه کړی وو اوبل دا چې نن مې هم تر نیمې شپې دموټر په کرایه کې راکړل شوی خواره واره نوټونه شمېرل.
دخوب په کټ باندې اوږد وغزېدم څوځله مې اوږده سا واخیسته پلار مې په وړوکتوب کې څو کلیمې را ښودلې وې هغه مې له ځان سره په بیړه و ویلې په ستر کو کې مې همغه اوږدې لارې او سورلۍ تاوېدلې سرمې هم راباندې چورلېده څوځله پړموښکو واخیستم او بېرته به را ویښ شوم څو شېبې پس د همدې پړمو ښکو په څپو کې لاهو شوی وم چې ورو شانې ټک ټک مې تر غوږ شو خو داځل تر لمړی وار یو څه اوچت ؤ له ځایه ور پاڅېدم په تیاره کې ور و وتلم د کوربېرونی انګړ ته چې ورسېدم ټک ټک مې بیا تر غوږ شو نه پو هېدم چې دا غږ د څه شی دی خو دو مره پوه شوم چې غږ دکلا دلویې در وازې شاته دی ها خوا مې یو څه رڼا تر ستر ګو شوه مخکې له دې چې غږ پرې وکړم لمړی مې د دروازې له چولو دهغوی خوا ته ور وکتل هلته دوه تنه ولاړ مالومېدل دیوه په لاس کې زوړ تیلې څیراغ ؤ او بل یې تر څنګ غلی ولاړ ؤ یو دبل سره ورو ورو غږېدل څو شېبې غلی ودرېدم بیا مې پرې غږ کړ.
څوک یې؟
له څه چوپ تیا وروسته غلی او غمجن غږ پورته شو
وروره مسافر یو
بیا مې ترې وپوښتل
چې مسافر یاست دلته څه کوﺉ؟
هغه نفر چې تېلی څیراغ یې په لاس کې ؤ لږڅه در وازې ته را وړاندې شو په ژړغونی غوندې آواز یې و ویل:
استاده مړی راته شوی یوازې ستا مرسته غواړو.
دهغوی څېرې ریښتیا هم راته خواشینې ښکاره شوې او داسې نه مالومېدې چې ګنی په کوم نیت د دلته را غلی وی له در وازې نه ور و وتلم له هغوی سره مې ستړی مشی وکړل څېرې یې ریښتیا هم دبل ډول خلکو نه وې چې سړی د وېره ترې ولری.
بیا مې ترې وپوښتل
ښه وروڼو څه کیسه ده ؟
دوی په نمجنو سترګو یو بل ته وکتل او وروسته هغه چې څیراغ یې په لاس کې ؤ داسې په خبرو لګیا شو!
وروره ته مو هم له خوبه و ویستلې دښار په هغه وړاندې روغتون کې مو یو خپلوان مړشو ته خو پوهېږې چې هدیره هم له مونږ نه لرې ده غواړو همدا اوس یې خاورو ته وسپارو ځکه ډاکټر ویل چې جسد یې ډېر ژوبل شوی دی باید همدا نن شپه یې خاورو ته وسپارﺉ بل موټر مو پیدا نکړ له تا څخه مرسته غواړو که چېرې مو هدیرې ته دقبر کیندلو او ضروری شیانو دوړلو لپاره ورسوې.
هغه بل ملګری یې هم په خبره کې ور ولوېد هو موترمه (محترمه) استاذه دموټر د چې هرڅومره کرایه کېږی دهغه دوچند واخله خو ته دخدای درضا په خاطر دا کار وکړه.
ما چې دهغوی داخبرې وا ورېدې نو ماته هم دیو کال وړاندې پېښه ستر ګو ته ودرېده خپل دتره زوی نجیب را په یاد شو چې په همداسې یوه شپه په یو روغتون کې مړ شوی ؤ او دموټر دپیدا کولو لپاره مې ډېرې در وازې په همداسې شپه ټکولې وې .
په هغوی مې زړه وسولو نو ځکه مې ورته هو کړه بېرته دخوب خونې ته راغلم کالی مې واغوستل په دهلېز کې چې را تېرېدم چوپه چوپتیا وه دخپل تګ څخه مې هېڅوک خبر نه کړل دګراج څخه مې خپل موټر را و ایستلو او په ګل څیراغونو مې له در وازې بېرون ودراوه دوی همغلته منتظر ولاړ وو یوه راباندې غږ کړ
استاذه خدای دخیر در کړی ریښتیا چې همدردی لرې بیا یې جیب ته لاس کړ دکلدارو دوه زرګون نوټونه یې راکړل او زر مې دبغل په جیب کې کېښودل په زړه کې ډېر خوشاله وم ځکه زما دوه زره کلدارې نه بلکې پنځه سوه کلدارې کرایه کېده دکلا در وازه مې وتړله هغوی په موټر کې ناست وو موټر ته مې حرکت ورکړ او روان شوو
دوی یوازې په موټر کې دمړه شوی کس خبرې کولې ډېر غمجن مالو مېدل یو څه فاصله مې چې و وهله دسړک په غاړه یو بل سړی هم را ښکاره شو زه یې هغه ته ودرولم هغه هم یو پوخ سړی ؤ او شنه غوندې ږیره یې دموټر څیراغونو ته مالومه شوه دا هم د دوی ملګری ؤدسړک څنګ ته یې څو غټې غټې پرښې، دوه بیرغونه، دوه کولنګ او چرۍ اېښی وو دغو دری واړو دا شیان موټر ته را جګ کړل او حرکت ته مو بیا دوام ورکړ.
دوی ډېر ستړی مالو برېښېدل په توره شپه کې مخ په وړاندې روان وو نیژدې چې نیم ساعت وروسته د یوې لویې هدیرې لمنو ته ورسېدو په هدیره کې نور هم وړاندې لاړو دهدیرې یوې څنډې ته مې موټر دهغوی په غوښتنه ودراوه دا وخت سپوږمۍ هم د مخامخ غره په سر را ښکاره شوه وړانګې یې په ټوله هدیره ولګېدې او یوڅه رڼا شوه دوی دیوه زاړه قبر تر څنګ دقبر په کیندلو شروع وکړه او دسپوږمۍ وړانګې ورو ورو خړو ګردونو پوښلې یو دهغوی څخه دشیانو په کوزولو پیل وکړ او دموټر څخه یې ټول شیان کوز کړل.
زه هم غلی دموټر په سیټ کې ناست وم سر مې په اشترنګ تکیه کړی ؤ دموټر له شیشو څخه دسپوږمۍ وړانګې را لوېدلې وې اوس سپوږمۍ دغره له سر څخه ډېره لوړه ښکارېدله دهدیرې چوپتیا دهغوی دکولنګ او چریو کړنګ اوکړونګ ماته کړې وه یوه نرم باد کله ناکله دقبرونوبیرغونه هم رپول هغوی پټه خوله دقبر په کیندلو لګیاوو څو شېبې پس دقبر په غاړه ډېرې خاورې انبار شوې وې څو دانې لوی لوی هډوکی هم پکې دسپوږمۍ رڼا ته مالومېدل داسې ښکارېده چې هغوی په کوم زاړه قبر برابر شوی وو دا هرڅه مې لیدل خو بیا هم نه وېرېدم او په دې انتظار وم چې بیرته ځان کور ته ورسوم دخپل موټر په اشترنګ مې سر تکیه کړی ؤ اوږدې پړموښکۍ وړی وم څو شېبې وروسته چې را په خود شوم نو هغوی دری واړو قبر کیندلی ؤ او دموټر تر څنګ یې یو دبل سره خبرې کولې یوه زما خواته اشاره وکړه او څه یې و ویل زه سم دلاسه له موټر نه ور ښکته شوم دهغوی خواته ورغلم خو پوهېږې چې په دې وخت کې څه وشول؟
هغوی دری واړو پر ما را ټوپ کړ زما لاس او پښې یې را ته په یوه کلکه رسۍ وتړل ما هر څو زور وکړ خو په لاسو کې مې هېڅ زور نه ؤ هر څو مې چې چیغې کړې له خولې مې غږ نه ختلو په ټولو یې دکیندل شوی قبر په خوا ور واخیستلم او په ډېر قوت یې په لحد کې تخته کړم دهغوی څېرې اوس دخوارانو په شکل نه وې تورې بلاوې راته ښکارېدې هر یوه پرښې را وړلې او زما په سر یې اېښودلې یوازې زما دسر پرښه پاتې وه چې بیا مې یوه چیغه وکړه خو له خولې نه مې هېڅ آواز اوچت نه شو دهغوی څخه یو قبر ته را کوز شو او هغه دوه زره کلدارې یې چې دکور په در وازه کې را کړې وې هغه یې زما له جیبه وښکلې او په کړسنده خندا یې وویل.
بد بخته زمونږه پیسې دومره مفتې در ته ښکارېدې،هغه دوه نور هم ور سره په خندا شو ل او یوه بله پرښه یې په لحد کې زما په مخ را کېښوده دا ځل یې ټول په لحد کې پټ کړلم دسپوږمۍ رڼا مې له اوښلنو ستر ګو سره وروستۍ مخه ښه وکړه په یو تنګ څلور کونجه ځای چې ټول تپ اوتور ؤ بندی شوم دوی په وار وار په ما باندې خاورې را اچولې او تیاره هم ورسره ورو ورو ډېرېده تر دې چې دچریو کړنګا نوره ورکه شوه څو ځله لټ په لټ وا وښتم په زوره زوره مې چیغې و وهلې خو هېڅ فایده یې را ته ونکړه سترګې مې له خاورو ډکې شوې څو ځله مې ښه زور وکړ خو ایله یوه پښه مې له رسۍ څخه را خلاصه کړه چې خلاصولو یې لا د هدیرې شپه راته سخته کړه دلحد هغه پرښه چې د پښوله پاسه مې واقع وه را ماته شوه خاورې په را تویدو شوې تردې چې نورې مې پښې هم نه شوای خوځولای له څه ځنډ وروسته مې بیا سر را پورته کړ خو ټک یې شو تندی مې په پرښه ولګېد ، په مخ باندې مې وینې راغلې او په خوله کې مې تودې تودې حس کړې خپله دخوب خونه را په یاد شوه ګورم چې سهار مې پلار را غږ کړي خو زما غږ نه ورځي بیا ور را خلاص کړي ګوري چې په ځای کې نه وم مور او مشر ورور مې هم راشي ټول ځایونه را پسې وګوري خو زه او موټر دواړه په کور کې نه وو وروسته دوی ټول را پسې لا لهانده ګرځي او هره خوامې پوښتنې کوی.
له دغه لنډ فکر څخه مې بیا یوه چیغه وکړه خو هېڅ غږ مې له خولې نه اوچت نه شو په سلګو مې پیل وکړ او خپله ملامتي مې بېرته په خپل ځان ور واچوله همداسې په سلګو کې پروت وم چې دلحد پرښه مې په تندي را ولوېده او لویه چیغه مې وکړه په خپله چیغه له خوبه را ویښ شوم په کټ مې دلمر وړانګې را لوېدلې وې مور مې دکټ تر څنګ ولاړه وه او خپل دروند لاس یې زما په تندي اېښی ؤ.
۱۳۸۲-۲-۵ دقولک کلی