دخپریدو نیټه : 2010-04-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
وړانګه اونکريزې
ګل رحمن رحماني
په تاوخانه کې هره خوا دلمدو نکریزو بوی ولګېد له تبۍ ګرد چاپېره ناستو ښځو ټولو یو بل ته دخوښۍ سترګې واړولې مرجانې ابۍ څیراغ ته نیژدې په یوه لویه کاسه کې نېکریزې لمدولې له ځان سره غلې غلې بوږنېده لکه دنورو خبرو ته یې چې هېڅ غوږ نه وی نیولی.
دمجلس دښځو سپږمې چې دنکریزو له بوی سره بلدې شوې نو بېرته یې له مرجانې ابۍ نه ستر ګې واړولې او په خبرو شولې کله کله به په تاو خانه کې دخنداګانو داسې آوازونه جګ شول چې بل غږ به هېڅ نه اورېدل کېده هرچا دسبانی اختر په اړه تودې خبرې کولې.
وړانګې ته چې نور دهغوی خنداګانو خوند ورنکړ نو شاوهوا یې مړې سترګې واړولې له ځایه پاڅېده دتاوخانې په کونج کې یې سره بالښت ته ډ ډې و وهله خپل تور پړونی یې له ښی پلوه ور ټول کړ خپل پرې شوی لاس ته یې په ځیر ځیر وکتل او بېرته یې په پړونی کې پټ کړ په ستر ګو کې یې رڼه څاڅکی دڅراغ رڼا ته وځلېدل دنېکریزو بوی چې نور هم تېز شو غلې له ځایه پاڅېده له تاوخانې و وته او په انګړ کې یې په مخ یخه هوا ولګېده دسپوږمۍ رڼا ته هرڅه روښانه ورته ښکارېدل دڅاه په خوا یې نرم نرم قدمونه اېښودل هره شېبه یې غوږونو ته دخوښۍ د ډزو غږونه رسېدل لږ چې نوره هم وړاندې لاړه په انګړ کې دڅاه تر څنګ دکلا دېواله ته د دېوال په تیاره سیوری کې کېناسته له سترګو یې بې اختیاره یخې یخې اوښکې روانې وې خپل پرې شوی لاس ته به یې چې پام شو زړه به یې دکاڼی په څېر کلک حس کړ دتاوخانې له کړکۍ دخندا ګانو آوازونه دنکریېو له ښکلی بوی سره یو ځای را تلل زړه یې غوښتل چې په زوره زوره وژاړی خو بیا به یې اوښکې وچې کړې سر به یې په زنګون کړ نه پوهېده چې څه وکړی د ډزو غږونه به چې دهغې په غوږو ولګېدل نو دخپل چپ لاس دشهادت ګوته به یې په غوږ ومنډله.
څو شېبې نوې تېرې شوې چې دکټې ور خلاص شو مرجانه ابۍ له کوتې را و وته دڅیراغ رڼاته عجیبه ښکارېده دواړه لستوڼی یې بډ وهلی وو ګوتې یې په نکریزو لړلې وې زړوکی یې دسپین سر په څنډه بند وو دانګړ خواته په بیړه راغله دلوړې برنډې په سر ودرېده.
وړانګې وه وړانګې !
څه شوې؟ چېرته یې؟
وړانګې دخپلې مور مرجانې ابۍ غږ ښه واورېده خو ځان یې کوڼ واچاوه ساه یې هم نرمه نرمه وښکله په هوا کې له ډزو څخه وروسته مرمۍ دسکروټوپه څېر یو په بل پسې تېرېدې وړانګې به دسترګو له کونجو ور وکتل بیا به سلګو واخیسته.
مرجانې ابۍ بیا نارې کړې
وه وړانګې!
څه بلا وخوړې ......... څه شوې ولې غږ نه کوې؟
وړانګه له خپل قصده پښېمانه شوه له ځایه پاڅېده داسې لکه چا چې په زور لټولې وی
څه وایې دغه یم دڅا په غاړه
را شه لېونۍ لاس دسور کړه
نه ادې نه یې سور کوم
وۍ لورې بلا د واخلم اختر دی بیا لوی اختر ثواب لری نکریزې خو له جنته راغلې دی
ادې ورکې کړه نه یې سور...
مرجانه ابۍ یې په خبره کې ور ولوېده
ډېرې خبرې مه کوه لاونګ ماما د داسې کشمیرۍ نکریزې را لېږلې دی چې تر اوسه به چا لاس نه وی پرې سره کړی.
نه ادې زما نه خوښېږی لاس مې همداسې سپین ښه دی.
مرجانه ابۍ له برنډې را کوزه شوه د وړانګې په خوا ورغله وړانګه یې په تندی ښکل کړه اوتر لاس یې ونیوه
جې ته نه ځې زه د بیایم
مرجانه ابۍ او وړانګه دواړه تاو خانې ته ننوتل په سپږمو یې بیا دلمدو نکریزو تود بوی ولګېد هرچا په خپلو لاسونو یخې یخې نکریزې اېښودلې خو دوړانګې له سترګو مړې مړې اوښکې یو په بل پسې روانې وې په ستونی کې یې ترخې ترخې سلګۍ ښکته پورته کېدې.
مرجانې ابۍ د وړانګې لاس د نکریزو کاسې ته ورکش کړ خو وړانګې په ټول زور وخپل لاس دخوشی کولو ناکامه هڅه کوله نه یې سور کوم نه یې سور کوم بلا په دې نکریزو...
مرجانه ابۍ په قهر شوله
وه تندر د و وهه په سر کې دې سپین ولګېدل خو دماشوم توب له خویو نو وانه وښتې درته ومې ویل چې ثواب لری ثواب په زور یې در باندې سورکوم وړانګې خپلې اوښکې دګونډې په سر وچې کړې لاس یې دنکریزو دکاسې په سر دمرجانې ابۍ غېږې ته ور اوږد کړ چې لدې سره یې هماغه شېبې په خیال کې ور وګرزېدې.
*****
الوتکې یو ساعت مخکې له کلی تللې وې دکور دری واړه منګی یې له اوبو تش ووپه کور کې یې څاڅکی اوبه هم نه وې دکلی په بر سر کې تر اوسه له کنډوالو ګردونه پورته کېدل لالا او مشر ورور یې ګل جان دواړه سهار وختی دنورو کلیوالو سره له کلی نه غروته ختلی وو مور یې (مرجانې ابۍ) د اوبو تر ټولو لوی منګی چې په دې بادې له ځانه ګران ؤ ورکړ ترڅو په منډه له ګودره اوبه راوړي په بیړه له دروازې ووته دکلي په کوڅو کې هېڅوک نه معلومېدل دلارې دڅنګونو ونې دبمونو په پارچو داسې ماتې ماتې وې لکه چاچې په بېخ اره کړې وي څه چې نوره لاړه خپلې همځولې پېغلې صفیه او شریفه چې درازونو ملګرې یې وې ولیدلې دری واړه سره ملګرې شوې ستړي مشي یې هسې په پټه خوله وکړل په خولو یې له وېرې مهرونه لګېدلی وو هغه کیسې یې نه کولې لکه پخوا به یې چې په خندا خندا دګودر په لارو کولې دری واړه ګام په ګام دګودر غاړې ته نیږدې کېدې ګودر ته چې ورسېدې نو دګودر اوبه دپخوا په پرتله څه خړې وې هغوی لا منګی نه وو ډک کړی چې د الوتکو غږونه پورته شول دکلی دمخامخ کنډو څخه دوې تورې الوتکې غبرګې را واوښتې شور ماشور شو شریفه او صفیه لکه ترهېدلې هوسۍ د یوې ونې تر څنګ پټې شوې دې چې دهغوی خواته ور منډې کولې قدم یې په ښویه تیږه وښویده شور ماشور دهرڅه فضا بدله کړه دګودر په اوبو کې ور لاهو شوه دګودر په کوز سرکې دشنو څانګو له پاسه تور څه شی راکوزېدل یو درز شو دوړې شوې تیاره شوه دګودر له پاسه دشنو څانګو باران شو نوره په ځان نه وه پوهېدلې یو وخت یې چې سترګې وغړولې دخېمې په چت یې ستر ګې ولګېدې چې دې غره په لمن کې لکه وه په کټ کې پرته وه ټول بدن یې درد کولو دکلی ښځې ترې تاو وې ښی لاس یې چې پورته کړ ډېر سپک ؤ، دپخوا په څېر یې په سپین مړ وند کې بنګړوشرنګ ونه کړ مړوند یې ټول په سپینو جنډو کې پېچل شوی ؤ، یو یو څاڅکی وینه ترې څڅېده ښی سپین لاس یې لکه چې دګودر کبانو ته پاتې ؤ په خېمه کې دټولو ښځو له سترګو اوښکې روانې وې.
یوه میاشت وروسته چوړه وه خو یو څه یې دتل لپاره بایللی وو هغه یې خپل ښی مړوند ؤ، دپېغلتوب او ځوانۍ نیمه خوا ژوند ور په یاد شو دپردي دیار دمهاجرت جونګړې اونورې مجبورۍ ټول بېل بېل ورپه یاد شول دځوانۍ شوخه دوره، نهیلۍ، یوازېتوب بېرته خپل ړنګ کلی ته په کږو وږو لارو راستنېدل، بیا هغه ورځې چې هره ګړۍ به یې دکور در وازې ته کتل او دخپلو ریبارانو دلارو څارل چې ریبار به کله لار هم د دوی کورته نه ورغلطوله دکلی زلمیانو هم نورې سترګې نه پسې وړلې پسې کتل به یې هم نه.
کوم ریبارته به چې چا دا وریاده کړه نو ریبار به پزه غونجه کړه مایوبه (معیوبه) ده نجونې خو څه کمې ندی دخپلې شوخې خو معیوبې ځوانۍ دغوټۍ مړاوی کېدل او بیا په سر کې یې دسپینو تارونو زرغونېدل، چې تر نن پورې نهیلې په خپل کور کې ناسته وه.
داټول یې په خیال کې دفلم په څېر وګرځېدل ټال یې وخوړ ټنډه یې دمرجانې ابۍ په وچ ولی ولګېده پورته یې ترپ کړل.
مرجانې ابۍ تر څنګ ورته را وکتل څه کړې لورې ویده شوې دادی لاس دې سور شو جنډه ترې تاوومه چې کالی دې سره نکړي لږ شېبه وروسته یې دمور له مخه لاس را کش کړ په سلګوسلګو له ځایه پاڅېده.