دخپریدو نیټه : 2010-05-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
له كتاب سره خبرې
سلګۍ ځلا
دماشومانو لپاره لنډه كيسه
مورې اغاڅه شوه؟ وظيفې ته لاړچېرته ،وظيفه چېرته ده؟ په ښوونځي كې،هلته څه كوي؟ هلته ستاپه شان ګلاليوماشومانوته سبق ښايي ،نوماته يې ولې نه وايي ؟ ته خولاكوچنۍ يې چې لږه رالويه شې نوبيابه دې له ځانسره بيا يي او هلته به له نوروهمزولوسره په ښوونځي كې سبق ويي،له ځانسره خندنۍ شوه له مورڅخه روانه شوه خوخداى خبرذهن ته يې څه ورغلل بېرته راوګرځېده مورې! خوداچې موريې نورد دې له زياتوخبرواوپوښتنو په تنګ شوې وه اوپوه شوه چې بياپه پوښتنوپيل كوي ،نو ورته يې وويل غلې شه نجلۍ څومره لا فسقاله شوې يې ،خوغلې كېنه زما خودې سرپه درد كړ.
انجلۍ هم ځان مروركړاوغلې كېناسته نوريې خپلې خولې قفل ولګاوه هېڅ يې نه ويل ،نږدې غرمه وه چې موريې دكور له روزګاره فارغه شوه ،وريادشوه انجلۍ څه شوه داخوهېڅ نه ښكاري ،نو يې ورته نارې كړې ،پيشوګۍ،وپيشوګۍ،دهغې نوم پشمينه وه خودوى به له ډېره نازه پيشوګۍ بلله ،خوهغې هم قسم كړى وه چې خبره به راباندې ونكړې،ښځه پوه شوه چې انجلۍ ورنه خفه ده راغله غېږكې يې ونيوله ،وى لورجانه مې له خپلې مورنه خفه شوې ده ،نه خداى دې نكړي زه به مې اوس خپلې نازدانې ته ډېرشيان وركړم اوپټ پټبه يې وخوري ،وليدته خويې نه وركووم،هغه خومې ښه ځوى ندى ،پيشوګۍ(پشمينه) په غوصه شوه نه نه زه اغاته وايم چې تاله ماسره جنګ وكړ،خوكله يې چې دمورپه لاس كې بيسكټ وليدل په نازيې وخندل وشرميده ځان يې پرفرش باندې پړمخې واچاوه ورو ورو يې خندل ،مور يې راغله له لاس نه يې ونيوه پورته يې كړه ،هه داواخله اوژرژر يې وخوره چې كه وليدراغى نو ټولې به درنه چوركړي ،خيراوس يې ووايم موريې ورته وويل څه وايي ،هو ووايه ،افسقاله څه ته وايي؟ هغه پوه شوه چې لوريې ورته ګيله كوي نوورته يې وويل ګرانې افسقاله هغه چاته وايي چې زياتې اوپزول خبرې كوي ،دچاخبرې ته غوږ نه نيسي ،خلك ورپورې خاندې اوټول وخت هسې په چټي خبروتېروي.
ښه زه نورډېرې خبرې نه كووم اوس افسقاله نه يم؟ نه لورجانې ته خوډېره هوښياره انجلۍ يې په دې وخت كې وليد بكسه پرشاه په دروازه راننوته ، مورته يې سلام وكړ،بكسه يې لانوه ايښې ،چې پلاريې هم راورسېد،هغه دمه جوړه كړه وليدته يې اوازوكړ هلكه ته دې كتابونه رواړه اوراشه چې نن دې څه زده كړي دي،وليدهم بكسه راوړه اوپلارته مخامخ كېناست،درس يې پيل كړ دنن ورځې درس يې ورته ښوده كوم يې چې په ښوونځي كې لوستى وه ،پلاريې ورته نوردرس ووايه ،نور يوطرف ته كېناست ترڅويې تمرين كړي ،وليدسرټيټ كړيوه دكتاب درس يې لوسته،چې پشمينه يې خواته راغله غلى شه افسقاله ،پلاريې ټكان وخوړ ،پيشوګۍ ته يې ښكته پورته كتل ،لاس نه يې ونيوه ته راشه لورې دادې څه وويل اوله چانه دې زده كړي وو،له مور نه مې! څه يې درته وويل،افسقاله،ولې يې درته وويل؟ ما زياتې خبرې كولې.
ښه لورجانې څوك چې كتاب وايي اوله كتاب سره خبرې كوي هغه افسقال نه وايي،نو ماته خومې مورداسې ونه ويل هغه ماته غوصه هم شوه ،خيردى لورې كله چې يوڅوك په كوم كاربوخت وي څوك ورسره خبرې نكوي ترڅوهغه خپل كارپه سمه توګه ترسره كړي ،ښه نو زهم نوره دوليدپه شان له كتاب سره خبرې كووم،خوكتاب خو له چاسره خبرې نكوي نويواځې موږبه يې ورسره كوو؟ كتاب خپلې ټولې خبرې موږته په خپل سپين مخ كاږلې دي،اوس پوه شوې ؟ هو خوزه مې نورله مور سره جوټ يم هغې لماسره غالې كړي دي