مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-16   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله دوۍڅخه دانحراف لړۍ،۲برخه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
څلورمذهبونه اوله دوۍڅخه دانحراف  لړۍ،۲برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
دڅلوروامامانودشان عظمت :
بسم الله الرحمن الرحيم
قدرمنوديني وروڼو ددغه پورتنی مطلب تفصيلات  اوتحقيقات دلړۍ متعددي برخي په بغل کښي نيسي چي دهمدغوتفصيلاتوله جملې څخه اوله حصه په لاندي شرحه ده
محترمواسلامی وروڼو داسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم په یوه مبارک حدیث کښی چی ترحدوتليْ ډیر  مشهوردۍ اودحدیثوپه ټولومعتبروکتابوکی  مذکور دۍ اودتصوف دشمنان اودوستان یې ټول منی اودجمعی مبارکی دلمانځه په خطبوکی یې خطیبان په هرځای کی وایې ،فرمایلی دی
( خیرالقرون قرنی ثم الذین یلونهم ثم الذین یلونهم ثم الذین یلونهم ) بخاري وغيره ـ
یعنی بهترین دقرنوځما قرن دۍ بیایعنی په دوهمه درجه کښی هغه خلګ دی چی زمادزمانی په خلګوپسې دی چی تابعین ورته ویل کېږی بیا په دریمه درجه کښی بهترین  هغه خلګ دی چی په تابعینوپسې دی  چی تبع تابعین ورته ویل کېږی ،،،
،ددغه حدیث په رڼا کی داسلامی امت ټولو علماؤداخبره کړیې ده چی ددغودریوقرنوعلماءدوروسته قرنودپاره دمقتدایانوحیثیت لری  داسلامی امت څلورمنل سوی امامان ،امام اعظم  ابوحنیفه ، امام مالک ،امام شافعی ،امام احمدرحمهم   الله یاله تابعینویاله تبع تابعینودی له خیرالقرون څخه دی     اودامت مسلمه سواداعظم  یعنی اکثره برخه ددوی مقلدین دی اورسول علیه السلام په یوه بل حدیث کښی چی هغه هم بېخی مشهوراومقبول صحیح حدیث دۍ وامت ته په قطعی ډول امرکړَیدۍ چی تا سی دسواداعظم تابعداری کوۍ څوک چی له سواداعظم څخه مخالف وی نوله هغوڅخه ځانونه ګورۍ،1- فروى أبو نعيم والحاكم وابن منده ومن طريقه الضياء المقدسي في "المختارة" عن ابن عمر مرفوعاً:
(لا تجتمع هذه الأمّة على ضلالة أبداً، وإنّ يد الله مع الجماعة فاتبّعوا السواد الأعظم، فإنّ من شذّ شذّ في النار).
كذا في كشف الخفاء للعجلوني ص50، وكذا هو عند الترمذي.
2- وروى عبد بن حميد وابن ماجة عن أنس رضي الله عنه رفعه:
(إنّ أمّتي لا تجتمع على ضلالة فإذا رأيتم الإختلاف فعليكم بالسواد الأعظم).
كذا في كنز العمال ج1ص18، وكشف الخفاء ج2ص350. قال في كشف الخفاء ج2ص391: "إنّ مثل ذلك روي عن ابن عبّاس مرفوعاً كما في مستدرك الحاكم. وفي تخريج الحافظ ابن حجر لمسند الفردوس.
3- وروى الترمذي أن أمير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه خطب بالجابية فقال:
"عليكم بالجماعة وإيّاكم والفرقة فإنّ الشيطان مع الواحد وهو عن الإثنين أبعد".
4- وروى الطبراني عن عرفجة بن شريح:
"يد الله مع الجماعة والشيطان مع من خالف الجماعة يركض".
وأحاديث التمسك بالجماعة في الصحيح أشهر من أن تذكر، والمراد بالسواد الأعظم في الروايات السابقة سواد علماء أمّته صلّى الله عليه وسلّم، لأنّ العلماء هم أهل الحلّ والعقد والإستنباط والإفتاء... ورأيهم بموجب هذه الروايات هو مظنّة الصواب، والتشكيك في صواب الكثرة بسرد آيات وأحاديث – إنّ أكثر من في الأرض ضالّون – فإنمّا مورد تلك النصوص هو كثرة الكفار وقلّة المؤمنين بها.وما زعم أحد أنّ الصواب يكون في جانب الكثرة المطلقة من كفار ومؤمنين، ولكنّا ندعي كما في أحاديث التمسك بالجماعة، والتحذير عن الشذوذ عنها بعمومها، وأحاديث الدعوة إلى إتبّاع السواد الأعظم من علماء هذه الأمّة المحمدّية المؤمنة، وأنّ الباطل يكون فيمن شذّ عنهم." اهـ. (الإتبّاع والإبتداع للهاشمي ص46-48
محترمووروڼوسره له دې چی دڅلوروسروامانودشان عظمت دحدیث د،خیرالقرون  الخ له مضمون څخه څرګندېږی اوسره له دې چی سواداعظم دامت دعلماوووغیرهم  ددوی له زمانې څخه بیاترموجوده زمانې پوری ددوی له مقلدینواواتباعوڅخه جوړ دۍ  اوسره له دې چی اکثر دامت مسلمه ددوی پرتابعداری باندی راجمع سویدی اودپیغمبرحدیث دې چی لاتجتمع امتی علی الضلالة ،،ددغوڅلورومبارکوامامانودهریوه په باره کی  خاص خاص حدیثونه هم راغلی دی چی داسلام پیغمبر ددوی مدحه اوصفت کړیدۍ اوددغوڅلوروامامانوله تقلیدڅخه چی څوک منکردی دهغوی په باره کی داسی حدیثونه موجوددی چی ددوی پرضلالت باندی دلالت کوی اوپردې باندی دلالت کوی چی دوی دشیطان ملګری دی چی په راتلونکوبرخوکی به ددې مثبت اومستند  تفصیلات ان شاءالله درته راسی اودابه هم درته راسی چی اهل سنت اوجماعت تنها اویواځی دغه څلورامامان اوددوی پیره وان دی وبس، ـ
والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery