دخپریدو نیټه : 2010-06-28 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
حاجت
صابر شينوارى
لنډه کيسه
يو ځل د ځمكې د مخ په يوه حصه كې دوه كورونه آباد وو. يو كور ښه اعلٰى او په نوي طرز جوړ شوى و چې د بل كور قطب طرف ته پروت و. د كور ضرورتونه لكه د خوراك څښاك لوښي، رنګارنګه جديده مشينري، فريج، فريزر، ګاډي، حفاظتي وسله او نور ډېر شيان پكې وو. او په بل كور د الله تعالٰى دا مهرباني وه چې ښې ښايسته ګرمې نرمې اوبه ورته نزدې بهېدې. ددې كور خلكو به چې د هغې بل كور حساب او كتاب وليده نو ذهنونه به يې مرګي مرګي شو. او د هغې كور خلكو به چې ددې كور په خوا كې ګرمې نرمې راروانې اوبه ولېدې چې د دنيا ټول نعمتونه يې راپه مخه كړي دي نو خولې به يې اوبه اوبه شوې.
آخر د هغې كور خلكو صلاح په دې وكړه چې ددې كور په منځ كې لاره ويستل پكار دي. او دې اوبو ته په څه چل ځان رسول پكار دي. خو ستونزه دا وه چې د هغې كور د خلكو جامې تكې سرې وې او ددې بل كور تكې شنې. ړوند ته هم ښكارېده چې هغه دى سور په شنو كې راننوتى دى او د چادر او چارديوارۍ حقوق يې مات كړي دي. ددې ستونزې د پاره سرو دا حل راووېسته چې د اوبو د غاړې د كور د خلكو جامې بدلول پكار دي. ددې غرض د پاره هغوى دې كور ته ډېرې جامې هم راولېږلې خو مشكل دا و چې كوم كس نيم به چې واغوستې نو هغه به پكې څه عجيبه شان ښكارېده.
د هغې كور خلكو چې په دې كور كې دوه درې سره وليدل نو راهئ يې كړل او هره خوا يې درز دروز شروع كړ. هغوى په لاسونو كې سره سره ټوپكونه هم راخيستي وو. ددې كور خلكو چې دا حالت وليده نو د خداى كار و د كومې خوا نه يې څه سپين غوندې ټوپكونه راپيدا كړه او په مزاحمت يې شروع وكړه. په دې وخت كې په دې كور كې دوه درې مېلمانه هم وو. هغوى هم په جنګ كې برخه واخيسته خو د هغوى په ټوپكونو كې څه چل و چې ډز به يې وكړ نو كله به د سور د ښي غوږ سره تېر شو او كله به د چپ.
نتيجه دا شوه چې د كور ځمكې د ډېرو لاشونو وازده ويلي كړه او فضا يې ډېرې جنډې، بېرغونه ورپول.كوركنډر شو او وسېدونكي يې يو خوا بل خوا تيت او پرك شول. سرو هم ماتې وخوړه او خپل دېوال يې څلور پنځه قدمه وروسته كړ.
بيا ډېره موده په كنډر كې د ناديده قوتونو زور آزمايي روانه وه. او رنګ رنګ نعرې آوازونه پكې واورېدل شو تر دې چې پردي خو لا پريږده چې ددې كور خپلو سكه ګاونډيانو پكې هم د ګاونډيتوب جنازې وويستې او ددې په مړو يې د تجهيز او تكفين چندې راجمع كړې........ آخر آوازې خورې شوې، ډمامې وغږېدې، خبرې زور واخيسته چې دا كنډر به بيا آبادېږي.
د ټولو تر مخه يو پخوانى وسېدونكى د كوټ، پتلون، ټايي او بريف كېس سره كنډر ته داخل شو. هلته منظر څۀ بل شانې و. د كنډرې په نيم پرېوتو دېوالونو لاوډسپېكرونه رازړوند وو. او په زور و شور سره يې د كنډرې د آبادۍ چغې وهلې. د كور ټول چتونه غورزېدلي او بلۍ يې نړېدلې وې. د ټټۍ چت څه نه څه روغ وو او د انساني حاجت د پوره كولو جوګه وه.
په كنډر كې قطب طرف ته يوه توره كرښه راښكل شوې وه چې هماغه درې مېلمانه ترې راواوښتل، راتلونكي كس ته يې هركلى ووې او بېرته له كرښې واوښتل او يو بل ته مخامخ كښېناستل. صاحب د ټولې كنډرې جايزه واخيسته او بيا راغى د كنډرې په ټټۍ ورننوت، همغلته يې پكې واړول او خپل حاجت يې پوره كړ. لږه شېبه وروسته څه پړسېدلي خلك چې د شكلونو نه غله ښكارېدل په كنډر راننوتل او په كنډر كې يې ځانونه يو خوا بل خوا ځاى كړل. په دې كې يو بل شخص چې څه خړې شان جامې يې اغوستې وې او د واسكټ په جېب كې يې درې څلور كتابونه منډلي وو او په خوله يې يوه ترانه زمزمه كوله كنډرې ته داخل شو. هغه لومړى اوتر اوتر وليدل او بيا راغى د يو متروك كوهي د سر تيږه يې ليرې كړه. لاندې څه ګوري چې لغړ ولس د لوږې د لاسه په يو بل خولې لګولي دي او د كوكو او چغو يو قيامت جوړ دى.
دې سړي چې دا حالت وليده نو د واسكټ د جېب نه يې دوه درې كتابونه لاندې وغورځول او په كوهي يې بيرته تيږه كېښوده. په دې وخت كې د كنډر نه بهر د جوش نه ډك مستانه آوازونه واورېدل شول او د هرې لورې نه د ځوانانو يو بهير كنډرې ته داخل شو. دا د كنډرې نوى نسل و چې د كنډرې نه دباندې رالوى شوى و. د دوى جامې تقريباً يو شى وې. خو دومره وه چې د خبرو كولو په وخت به هر يو خوله په بدل انداز كې خوزوله. دوى لا په دې خوشحالۍ كې وو چې د كنډرې په وران ويجاړ حالت يې نظر شو. د هغوى په خوله يو دم د چپ مهر ولګېده او خولې يې وازې پاتې شوې. هغوى ډېر زر پوه شول چې د دوى د بدن او د دوى د خاورې تر منځ څومره فرق دى.
د ډېر سوچ نه پس هغوى راټول شو او په شريكه يې يو يادداشت وليكه چې د كنډرې آبادي يې د سر ټكي و. هغوى په يادداشت غور كولو چې په دې كې يې د كنډرې په يو كونج كې په يو درويش منصبه سړي سترګې ولګېدې چې په ذكر اذكار مشغول و . دوى چې هغه وليده نو خوا ته يې ورغله او په مؤدبانه لهجه يې وويل: ”محترمه! ...... زمونږ يو حاجت دى “. هغه غاړه تازه كړه او د جاينماز د لاندې نه يې يو پړقېدلى چاقو راووېست او ګويا شو: ”زما هم يو حاجت دى او ستاسې هم ____ راځئ چې په هغه ټټۍ حمله وكړو. ستاسې حاجت به پكې هم پوره شي او زما هم“.
ځوانانو چې دده چاقو وليده نو دا لاره يې خوښه نه شوه. له هغه ځايه چې راستانه شول نو سترګې يې د كوهي په غاړه په ناست سړي ولګېدې. دوى ټول هغه ته ورغله او په شريكه يې ورته يادداشت وړاندې كړ. هغه سړي يادداشت واړولو راواړولو او ويې ويل: ”تاسې آخر څه وايې؟“. دوى وويل: ”صاحبه! ___ زمونږ يو حاجت دى او هغه دا چې مونږ ددې كنډرې آبادي غواړو“. هغه سړي لومړى د لاوډ سپېكرونو اعلانونو ته د ددوى توجه واړوله او بيا يې د جېب نه څه رساله مجله راوويسته اوچپه يې مخې ته ونيوه. لږه شېبه يې سر وخوځولو او بيا يې وويل: ”باالكل زما هم همدا مرام دى. د كنډرې آبادي زمونږ آبادي ده. او زمونږ آبادي ستاسې آبادي ده. يعني د كنډرې آبادي د ټولو شريك حاجت دى. او تاسو خو پوهېږئ چې حاجت روا هغه ټټۍ ده. او دا حاجت به مونږ، تاسې او په دې كوهي كې پروت باشعوره ولس په شريكه د صاحبِ ټټۍ نه پوره كوو“.
ځوانانو چې د دانايي دا انتها وليده نو له ده نه هم روان شو. لږ مخكې چې لاړل نو سترګې يې په هغه كرښه ولګېدې. هغوى څه شېبه كرښې ته وليدل او بيا په كرښه ورواوړېدل. څه ګوري چې هاخوا د درې كسانو د ناستې ځايونه دي او ترمنځ يې ډېر كاغذونه له نقشو سره ګډوډ پراته دي.
په كاغذونو بېلابېل عنوانات ليكل شوي وو. خو د ټولو مجموعي نكته دا وه چې كرښه راښكونكو غوښتل چې په څه نه څه شكل د كنډرې قطبي خوا له كنډرې نه بيله كړي. وجه يې دا ښودلې وه چې زمونږ يې په كنډره څه. مونږ خو مېلمانه خلك يو زور يې بل چا ته رسي.
په ځوانانو چې د سوچ دا نوې زاويه روښانه شوه نو زړونه يې ودرزېدل او په يادداشت كې يې د څو نكاتو اضافه وكړه او په يوه صلاح راغله او د ټټۍ مخې ته ودرېدل. هغوى چې ټټۍ ته سر ښكاره كړ، څه ګوري چې هغه درې مېلمانه او همغه بد نامِ زمانه سره د صاحبِ ټټۍ سره يو ځاى د دومره پيسو په منځ كې ناست دي چې څه حد يې نه و.
دوى په دې سوچ كې شو چې آخر دا بېلتون خوښي او سورمخي كوم حاجت ټټۍ ته راوستي دي. هغوى په خپلو كې څه خبرې هم كولې خو دوى پرې پوه نه شو. لنډه دا چې دوى فيصله حتمي كړه او يادداشت يې دننه ولېږه، لږه شېبه پس د ټټۍ دروازه خلاصه شوه او يو پړسېدلى بريف كېس بهر ته وغورځېده.
د كنډرې په دېوالونو رازوړندو لاوډ سپيكرونو په زوره زوره چغې وهلې: ”دا كنډره به آبادېږي، دا به كور كېږي. ددې ټول استوگن به بيرته راځي. دلته به ډېر زر وروري، خوشحالي، ترقي او پوهه بيرته راشي“. خو د كنډرې په منځ كې ولاړ حيران و پرېشان نسل تر اوسه په دې پوه نه شو چې دا كنډره به آبادېږي او كه نيم پرېوتي دېوالونه به يې نور هم پرېوځي.