دخپریدو نیټه : 2010-06-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
مساوات
صابر شينوارى
\ لنډه کيسه
مونږ دواړو په ريستوران كې چاى وڅكلې او راووتو. ظاهره ده چې څوك دوه درې پيالې شنې چاى وڅكي نو بيا ټوله ورځ متيازې ورځي.
ما هغې ته ډير وويل چې هغه دې هم زما په رقم لاړه شي او مخامخ دې د ريل د متروكه پټړۍ په خوا كې خپل ضرورت پوره كړي، خو هغې بيخي دا منله نه. حالانكې مونږ دواړه د تحريك مساوات سرګرم غړي يو او په دې مو اتفاق دى چې دا دنيا د ښځې او نر دپاره يو ډول پيدا شوې ده او دواړه ترې بايد په يو ډول ګټه پورته كړي.
ما بيا هغې ته وويل چې ګوره ټوله دنيا راروانه ده او هلته د ځمكې په خدمت بوخته ده نو ته ولې نه ورځې.
دې وخت كې دا خجالت شوه خو څه جواب يې رانه كړ. ما ته پته وه چې ددې جواب دا دى چې ” شرم دى زه څنګه په داسې ځاى كې متيازې وكړم چې نارينه دې په دوربين كې هم وښكاري“.
د هغې خوله ځكه بنده وه چې شرم يې د جواب په توګه نه شو رامخې ته كولى ځكه چې زمونږ په مجلسونو كې دا خبره ډيره په تُندۍ سره غندل شوې وه چې پخپله ښځو هم ځانونه د شرم، حيا او پښتو په نوم د خپلو ډيرو حقوقو نه محروم كړي دي.
بله ورځ مونږ په يو دوه مرسډيز موټرو كې د يو كلي په دوره روان وو. چې په لاره كې د دوه بسونو تصادم وشو. هر طرف چغې سورې او د وينو لښتي روان شو. مونږ ګاډى يوې خوا ته ودراوه او ورمنډې مو كړې. تقريباً دوه درې ساعته مونږ د مړو په جدا كولو، د هغوى د سامان آلات او پيسو په حفاظت، د زخميانو په راټولولو او هسپتال ته په رسولو تير كړل. كله چې حالات كنټرول شو او خلك په خوريدو شو نو مونږ هم ستړي ستومانه خپل ګاډي ته راغلو.
په ګاډي كې ناست زنانه سټاف چې مونږ په وينو رنګ وليدو نو په ژړا شوې او سرونه يې په لاسونو كې ونيول..... ” الله د ميندو به يې څه حال وي!“. ما چې كله د دوى دا يو طرفه آه و بكا واوريده نو ما ته يې سپين ږيري او بې كسه پلاران سترګو ته ودريدل چې دوى يې تكيه او دلاس آمسا وه ---
ددې واقعې په سبب زمونږ دوره منسوخ شوه.
سبا ته اته واړو فون وكړ چې نن مونږ آفس ته نه شو راتلى ځكه چې سرونه مو درد كوي او پرونى منظر مو سترګو سترګو ته كيږي. ما ورته وويل چې مونږ خو يو هم نه يو پاتې شوي حال دادى چې ستړي هم مونږه يو او منډه ترړه هم مونږ ووهله نو تاسې ولې نه راځئ.
تقريباً ټولو دا خبره واړوله راواړوله چې زمونږ اوس هم سترګې سرې دي او اعصاب مو كار نه كوي. تاسې خو سړي يئ زړونه مو غټ دي.
خداى خبر ولې زما د دوى په عذر تشفي ونه شوه او زړه مې ګيله من شو چې دا څنګه مراعت خواهانه منطق دى چې د مساوات په دې دور كې پرون هم مونږ ستړي شو او نن هم - او اعصاب د دوى خراب دي.
دا خو لا څه كوې زمونږ په ستړيا كې خو هغه وخت نوره هم اضافه وشوه چې تقريباً په دوه درې هفتو كې درې څلورو زنانه ؤ دوه دوه مياشتې د ماشوم د زيږون رخصتي واخيسته.
څه وخت پس زمونږ په اداره كې د مساوات په موضوع يو سيمينار جوړ شو چې پكې د ملك نامورو شخصياتو ګډون وكړ. ما خپله مقاله ډيره په زحمت ليكلې وه او تقريباً د پنځه ديرش كتابونو د مطالعې او اعداد و شمار نچوړ مې پكې راجمع كړى و. د مطالعې په دوران كې زما ذهن ته دا خبره هم راغله چې: ” ښځې او نارينه بالكل مساوي دي او دواړه انسانان دي. خو دا مساوات داسې نه دى چې دواړه بالكل يو رنګ دي يا ظرفيت، جوړښت او كردار يې يو شان دى. بلكې مثال يې داسې دى لكه هوا او اوبۀ چې دواړه د ژوند دپاره په مساوي توګه ضرور دي. خو استعمال، نوعيت او دريافت يې جدا دى“. خو ما دا خيال فوراً رد كړ.
زما مقاله ددې ادعا ښۀ نمونه وه چې ښځې او نارينه ايكي يو شى دى. د دوى حقوق، مقام او اهميت بالكل يو شان دى. دواړه يو رنګ دي او لكه د موټر د پايو په شان دواړه د كور په چلښت كې برخه لري. زما مقاله كاميابه وګرځول شوه او ورته د ښځو د حقوقو د ښۀ حمايت ايوارډ وركول شو. ناستو كسانو هم مقاله وستايله. د سيمينار د تشهير دپاره د پرنټ او اليكټرانك ميډيا نمايندګان په لوى شمير كې موجود وو. زما مقالې دومره شهرت بياموند چې ما ته د درې څلورو ملكونو نه د دورې دعوت راكول شو.
ما د ځان سره فيصله وكړه چې خپل ټول عمر به د ښځو او نارينه ؤ د مساوات په خدمت كې تيروم او چرته چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې كيږي نو هلته به انقلاب راولم. ما خپلې مقالې ته نور هم وسعت وركړ او د يو كتاب په شكل كې مې چاپ كړه. په كتاب كې چون د مساوات د راوستو يوه واضح كړنلاره وركول شوې وه او ډيره په سختۍ دا غوښتنه شوې وه چې په كورونو كې نظربندې زنانه دې راوويستل شي او ورته دې د ژوند په هر ډګر كې د سړيو سره اوږه په اوږه برخه وركول شي. نو ځكه خو كتاب په بعضې غير حكومتي تنظيمونو كې ډير مقبول شو اوهر طرف ته ددې غوښتنې د پوره كولو يو طوفان راولاړ شو او زه د يو هيرو په شكل كې مخ ته راغلم. دا مطالبه دومره شديده شوه چې دې تنظيمونو او د ملك معززو زنانه شخصياتو په يو اعلٰى هوټل كې د غرمنۍ بندبست وكړ او وزيراعظم ته يې د خصوصي ميلمه په توګه د ګډون بلنه وركړه.
زه چې كله غونډې ته ورسېدم نو تقريباً دوه درې زره افرادو چې ډير شمير يې زنانه وې زما استقبال وكړ او د ګلونو هارونه يې را په غاړه كړل.
د ګډون كوونكو او خصوصي ميلمه د همدردانه تقريرونو او په دې هكله د مرستې د اعلانونو نه پس ما ته د صدارتي خطبې بلنه راكول شوه. زه چې كله مايك ته راغلم نو احتراماً ټول ودريدل او د لاسونو په مضبوطه پړقا يې زما بدرګه وكړه. ما په زړه كې وويل چې همدا وخت دى چې دا مسئله په ښه شكل كې راياده شي او وزير اعظم ته هغه نكتې په ګوته شي چې د مساوات په لاره كې خنډ دي.
ما د تقرير په يوه حصه كې وويل: ”مونږ ته پكاردي چې د مساوات قايل شو او ښځو ته هم په هر ميدان كې د خدمت كولو موقع وركړو. ښځې او سړي بالكل يو برابر دي په دوى كې هيڅ فرق نشته. كوم كارونه چې سړي كوي بايد چې ښځو ته هم وركول شي. په دې ملك نور د سړيو حاكميت نشي چلېدى. سړيو په معاشره قبضه كړې ده. د كور، محلې او كلې نه واخله تر ښاره او پوره ملكه بلكې تر پوره دنيا پورې نارينه د قابض كردار اداء كوي او په وسايلو يې خيټه اچولې ده “.
په هال كې دومره جوش او پړقا خوره شوه چې كه مجسم شوى وى نو لكه د واورې او باران به راورېدلى وى.
ما خپل تقرير جاري وساته: ” ولې تاسې نه ګورئ چې په دې ملك كې سړي د فوج په شكل راجمع شوي دي اوددې ملك په غرونو رغونو يې قبضه كړې ده. ولې ښځو ته په فوج كې د شاملېدو موقع نه ده وركول شوې. د فوج سمه نيمه حصه دې د ښځو نه واخيستل شي او ددې ملك هرې حصې ته دې وليږل شي“.
دې وخت كې په هال خاموشي خوره شوه:
” تاسو نه ګورئ چې ددې ملك په ښارونو كې نايي نارينه دى- قصاب نارينه دى- دكاندار نارينه دى- مزدور نارينه دى- ټكسي ډرايور نارينه دى- ټول وطن نارينه نارينه دى. ولې دا ظلم روان دى. ولې په كاروبار نارينه قابض دى. ولې د هر نايي په څنګ كې يوه نايڼه نه كښېنوئ- ولې ركشه د ښځې په واك كې نه وركوئ او ولې د كلي او ښارونو د پړي او ملا مزدوري نارينه لوټي او د كليو او ښارونو زنانه ورسره نه حصه داره كېږي. ښځې هم غواړي چې ددې ملك په سختيو كې د نارينه ؤ سره يو ځاى برخه واخلي. حكومت دې په دې هكله اقدامات وكړي“.
ما چې وليدل د حاضرينو رنګونه ټول تك سره شوي وو او پوزې شونډې يې د عادي حالت نه را اوږدې شوې او سترګې يې ټاغې راوتلې وې. ما سوچ وكړ چې دا په تقرير كې د ډير محويت عالم دى.
” مساوات چې دى يواځې په دفتر كې د ميز تر شا مساوات نه دى بلكې په كليو بانډو، ښارونو، لارو كوڅو، پوله پټي، جنګ و دفاع - هر څه كې مساوات دى. ښځې دا غواړي چې يو نارينه مري نو يوه زنانه به ورسره ضرور د جنګ په ميدان كې مري. دا نه شي كيدى چې سړي دې په سرحدونو جنګيږي او د سترو عالمي طاقتونو د ګوليو ښكار كيږي دې او ښځې دې په سرخي پاوډر د مساوات لفظ ته تجلا بخښي. لنډه داچې كه د يو نارينه ملا درد كوي نو د يوې زنانه ملا به ورسره ضرور درد كوي..........“.
زه چې كله په خود كې راغلم نو ډير وروسته په دې پوه شوم چې نن زما په هسپتال كې دريمه ورځ ده او لس پنځلس ورځې مې نورې هم همدلته دي.