دخپریدو نیټه : 2010-07-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زاويه د نظر
صابر شينوارى
لنډه کيسه
د بادار پلار بوډا و او مور يې په ټول عمر كې صرف دوه بچي راوړي وو، بادار او سېد نظر .
د جمعې ورځ وه، جومات ښه ډك و. ملا صاحب ښه په زور و شور كې لګيا و. بادارهم ټول غوږ غوږ و. ملا صاحب به بار بار دا حديث شريف لوسته چې اَلصّدقةُُ ردُّ البلاء او ورسره ورسره به يې د صدقې د اهميت مختلف اړخونه رابرسېره كول. په بادار دومره اثر وشو چې سمدستي يې د كور د بكس نه پنځه سوه روپۍ وويستې او د مدرسې په لور يې واچولې. د هغه د نېكۍ كولو حس ښه په جوش كې و. مدرسې ته چې ورسېده نو د اطمينان دپاره يې د مدرسې بورډ ولوست:
مدرسة بحر العلوم
مهتمم: امام العارفين علامه الحاج حسېن احمد صاحب مد ظله العالى
او بيا په مدرسه ورننوت. د كوټو او برنډو د يو اوږد قطار نه چې تېر شو نو مخامخ ورته يوه نوراني څهره ښكاره شوه چې اوږده سپينه ږيره يې لرله. د ململ پګړۍ يې په سر وه او سپينې جامې يې په غاړه وې. شفاف څادر يې په سر و او په لاسو كې يې اوږدې تسپې لاندې ځنګېدې. بادار نېغ ورغى او د هركلي په وخت ورته پښو ته ټيټ شو او بيا يې پنځه سوه روپۍ راوويستې او مولٰنا صاحب ته يې په لاس كې كېښودې. نوراني څهرې چې پيسې وليدې نو په نورانيت كې يې اضافه وشوه. بادار يې د لاسه ونيوه او د ځان سره يې يوې كوټې ته بوتلو. كله چې كښېناستل، نو د بادار په حق كې دعا وشوه:
_”جَزَاكَ اللهُ اَحسنُ الجزَاء فى الدُّنياء والآخرة، الله ربِّ كريم دې تا نېك عمله او قرآن خوانه كړي. الله دې تاته ددې نيكۍ يو په سله يو په زره يو په سل كروړه باندې بدلې دركړي چې تا د الله د دين خدمت وكه. خو تاته ښه پته ده حاجي صېب چې زمونږ دا مدرسه خاص په چندو باندې چلېږي بله څه زرېعه نشته دى. د نورو مدرسو خو د بهر ملكونو سره څه رابطه تړون وي خو زمونږ بېخي نشته. بله دا چې په مدرسه كې د كتابونو هم سخت كمى دى. نو كه ستاسې غوندې اهلِ خېر حضرات له مونږ سره څه لاس امداد وكړي نو الله جلًّ شانهُ به يې اجرِ عظيم وركړي. “
د بادار سترګې وځلېدې. هغه ته د نېكۍ كولو بله موقع په لاس ورغله. سمدستي يې جېب ته لاس كړ، قلم كاغذ يې راوويستل او يو لسټ يې تيار كړ.
سبا ته بادار لس زره روپۍ په جېب كې ايښې وې او د مدرسې په لور غشى شوى و. په لاره كې دوه درې ځايه پوښتنه وشوه: باداره چرته؟
بادار هر ځاى د تېرې او دې صدقې ذكر ښه په شدومد وكړ او ترغيبي كلمات يې اداء كړل. بادار به لا مدرسې ته نه و رسېدلى چې يو شمېر خدايي رضاكار يې د پلار په حضور كې حاضر شول او د بادار د كارِخېر نه يې خبر كړ.
بادار چې كور ته راغى نو ګوري چې پلار يې بې هوشه دى او خلك پرې راجمع دي.
_ ” ما خو څه خوړلي نه دي او نه مې پرې جواري كړې ده _ په تاسو خو حرام شه كه په خپل عمر كې يوه انه هم خيرات كړئ. “
د بادار خيال و چې خلكو ته يې صحيح جواب وركړى دى. دې وخت كې د كلي ملك، د جومات ملاصاحب او يو دوه درې كسه نور هم راغلل.
”راغلى دى د وخت حاتم طايي ......... خيرات خو په ما كېږي نو بل ځاى ته يې د وړو څه حاجت دى، الحقُّ لِلقريب “.
د ملك صېب ددې خبرې نه وروسته د بادار ماما وويل:”د سړي چې د كمي كور راشي كنه ملك صېب نو چرګان يې هم بې لارې شي پاتې خو لا انسانان. “
ملا صاحب چې د تقوىٰ او علميت شهرت يې تر ليرې خور و په وړومبي ځل خوله پرانسته:”بادار جانه! پيسې دې څه كړې ___ چرته اخوا دېخوا خو به دې ضايع كړي نه وي؟ “
د ملا صاحب ددې خبرې سره د بادار ډېران اور واخيست:”ملا صېب څه لېونى خو نه يم........ د خداى او د رسول په لاره كې مې لګولي دي، څه ډمانو ته خو مې نه دي وركړي. “
_”ښه نو چاته دې وركړي دي؟ ........ ځاى يې معلوم دى؟.“
ملا صاحب بله پوښتنه وكړه.
_ ”هو ولې نه د مدرسه بحر العلوم مهتمم صاحب ته مې وركړي دي. طالبان ټول نهر وو او نور كتابونه متابونه يې هم نه وو. زما په زړه الله رحم وكړ او زه ورته خداى وسيله كړم. “
دې وخت كې د بادار د پلار سترګې وغړېدې خو چې د كور ټوله متاع (لس زره روپۍ) يې سترګو ته ودرېدې نو بيا بې هوشه شو.
_ ” كه ملا حسېن احمد ته دې وركړي وي نو هغه خو څه بل شان سړى دى. د مدرسې په نوم يې ځان ښه جوړ كه. كله به نوى جومات شروع كړي، د هغې د پاره به چنده غواړي او كله به ځان ته د مدرسې مهتممي پيدا كړي. بلا سړى دى د بهر ملكونو سره يې هم رابطه شته. بلا شى پيسې ورته راځي. په صورتِ قطعي سره به د مدرسې يو احتياج هم رفع نه كړي. الله جلًّ مجدهُ به د دغسې افرادو حشر له عُلماءِ سوء سره كوي. ____ الله دې مونږ ته نجات راكړي.“ ملا صاحب د خپلې جهان بينۍ وضاحت وكړ.
ملك صېب چې د ملا صاحب وضاحت واورېده نو خبره يې لنډه ختمه كړه:”زه په ډېرو خبرو نه پوهېږم خو بس دومره درته وايم چې همدا اوس لاړ شه او هر رنګه چې وي پيسې حاضرې كړه ګنې داسې كار به درسره وكړم چې د اتلسم نېكه روح به دې هم په ټوپونو شي.“
د بادار سر په درد شو. كه د ملك صېب ويره نه وى نو كله به هم واپس په پيسو پسې نه وى تللى. خو اوس خو له داسې چا سره اوښتى و چې د ډېرو قبلې يې سمې كړې وې.
بادار څادر په اوږه كړ او راووت. په لاره به يې كله د سر درد زيات شو او كله كم. مدرسې ته چې ورسېده نو نېغ همغه دفتر نما كوټې ته لاړه. د علامه حسېن احمد سره يو بل كلين شېو كس هم ناست و چې ښه اعلٰى لباس يې اغوستى و او يو نومولود يې د غوږ د آذان د پاره راوړى و.
بادار ساه نيولى په كوټه ور ننوت او د سلام كلام نه وروسته د خړپړ توشك په هغه څنډه كښېناست چې مخې ته درۍ يې طالبانو په چايجوش سوزولې وه.
”حاجي صاحب څنګه داسې زر بيرته راغلې؟ ....... الله جلًّ شانهُ دې خېر و عافيت وفرمايي ....... څه حادثه خو نه ده واقع شوې؟.“ ملا صاحب په داسې انداز وپوښتل چې د مخ نه يې غم او پرېشاني څڅېده.
”مولٰنا صېب! ماته خپلې پيسې بيرته راكړه ____ كه ته داسې ونه كړې نو ما به ټول كلى په دار كړي.“ بادار د خپل ځاى نه رامخې ته شو.
_ ”ولې الله ربُّ العزت دې ستا په حال رحم وكړي. ته خو ډېر نېك او متقي انسان يې. د خداوند جلًّ و علٰى شانهُ نېك بندګان تل د امتحاناتو سره مخ كېږي. “
_”هر څه چې وي مولٰنا صېب خو زه ددې امتحان د ټينګې بېخي نه يم. ما د مور او پلار د مشورې نه بغېر دا كار كړى و او اوس خو راته ټول كلى يو شوى دى. ملك صېب هم خبر شوى هغه مې ولّاكه ژوندى پرېږدي. ګنې زما په وس چې وشي زه به دا خپل كور هم خلكو ته وركړم. بس چې خلك رضا وي او زما ښه ووايي. “بادار په هيجان امېزه لهجه وويل:
_” ګوره الحاج صاحب! يوه مقوله ده چې العوام كاالانعام ___ عوام د څاروو په شان دي. د دوى په خبرو پسې به نه ګرځې. ته خپل تعلق د خداوندِ كرېم سره ټينګ ساته. باقي امتحانات به راځي خو ته خپله حوصله درسته ساته. څرنګه چې حضرتِ لقمان خپل زوى ته د صبر تلقين كوي همد غسې زه تاته هم د صبرِ جميل توصيه كوم. “
_ ” زه خو به صبر وكړم خو هغوى كې چې د صبر ماده نشته نو څه وكړم؟ “
_ ”هغوى ماته پرېږده. زه به ورته وعظ و نصيحت وفرمايم او د صدقې په اهميت به يې خبر كړم. الله به ورته هدايت وفرمايي. ته صرف دومره وكړه چې تر دې ځايه يې راوله. كه نه راتلل بيا به خېر دى زه ورپسې ورشم. “علامه صاحب زر زر د بادار تشفي وكړه.
بادار جيګ شو، خپل سر يې په لاسونو كې ونيوه او روان شو.
_ ”ډېر صالح انسان دى. الله ورته ډېر روغ صحت او عقلِ سليم وركړى دى.“ علامه صاحب ډاكټر صاحب ته مخ ورواړولو او خپله رايه يې څرګنده كړه.
ډاكټر صاحب ماشوم يوې ډډې ته كړ او ويې ويل: ”هر څه چې وي مولٰنا صېب! خو ماته دا سړى نفسياتي مريض ښكاري.“