دخپریدو نیټه : 2010-08-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ضروري کار
ګل رحمن رحماني
خپرونې ته لاشل دقیقې پاتې وې چې دراډیومدیرخپل دفترته وروبللم اوبې له سلامه یې خبرې راسره پیل کړې .
څنګه مېلمه دې ډيرونه ځنډېده ؟
ساعت ته مې وکتل ریښتیاهم له وعدې نه لس دقیقې تېرې وې ځواب مې ورکړ
راځي شایدپه لاره کې څه ستونزه ورته پیداشوي وي ،په دې ورځو کې ګڼه ګوڼه زیاته وي خوخیردی دتشویش خبره نه ده راځي کلکه وعده یې کړې بیادهغه خپله ګټه ده ،کاندید دی اوپه څنګ څنګ کې به خپل اهداف هم بیانوي .
مدیرسروخوځولواوله خپل کمپیوټرسره یې بوخت شو
سمه ده ورځه خوبیاهم یوزنګ ورته ووهه چې هیریې نه وي اوخپرونه پاتې نه شي .
زه هم راووتم زنګ مې پسې ووهلوځواب یې راکړ
ضرورکارراته پیداشو نشې کیدی چې پروګرام بل وخت وړاندې کو؟
دلته یوڅه قومي مشران زماملاقات ته راغلي باوروکړه له خلکوترپوزې راغلی یم دومره دروندمسولیت یې زماپه غاړه رااچولی چې اوچتول یې دزمري زړه غواړي خوخیردی دولس خدمت هروخت ثواب لري .
ځواب مې ورکړ.
کاندیدصیب اوس مې اعلان تیرکړچې نن تاسې ښاغلی میلمه یاستی خلک درنه ځینې پوښتنې لري بایدځواب یې ورکړې ټول ښارستاپوسټرونواوعکسونونیولی دی موږهم په دې رامیلمه کړی یې چې ستادغونډواوویناګانونه خلکوخبرکړي یو
په تلفون کې يې خوږه خنداوکړه اوخبرې یې وغځولې
هه هه هه ...ددوستانودکورودان وي زه په ځان خبرنه وم دوی مې پوسټرچاپ کړی وي ان زمادجهادوخت عکسونه یې په کې چاپ کړي باوروکړه که مایوډالرهم لاتراوسه مصرف کړی وي بله دا......
خبرې مې یې ورپرې کړې
صیب که همدا اوس حرکت راوکړی مهرباني به مووي چې یوازې پنځلس دقیقې پاتې دي
لهجه یې یوڅه نرمه کړه
خبریال صیب درځم خوونه دې ویل چې خپرونه لایف ده که څنګه ؟
ورته ومې ویل چې هولایف ده دنیم ساعت لپاره .
لږجدي شوویې پوښتل
خلک هم زنګ وهي ؟
هو نوښاریان پوښتنې لري
زماپه اړه ؟
هوته به ځواب ورته وايي .
سوړغوندې ځواب یې راکړ
کومه خبره نه ده ماپه ډېرولویوغونډوکې هم ویناوې اورولې درروانیږم
اړیکه يې پرې کړه زه هم لاړم دخپل میزشا ته کښناستم د میزپه سرمې دهغه پروت کارت راواخیست عکس ته مې وکتل په عکس کې معلومیده چې دیوې غېږ ې مایکونوشاته ولاړدی اویوې لویې غونډې ته ویناکوي ښه جدي څېره یې نیولې ده، کارت مې ګزارکړزرمې دخپلوپوښتنولست رواوخیست چې هسې نه چیرته په کې بند نشم سکرتریې راته ویلي ووچې بیخي سره لمبه دی له ژبې یې اروبادېږي دولسي جرګې لپاره په دې ښارکې ترهغه بل غوره کس نه پیداکیږي ،زموږددفترله مشرسره یې هم ملګري وه ځکه یې راباندې ټینګارکاوه چې پوره تیاري ورته ونیسم ماهغه وخت دومره نه ګڼله خواوس مې چې دستېج په سردهغه داعکس ولیده نوباورمې راغی چې کاندیدصیب ریښتیاهم همغسې دی په پوښتنومې له سره نظرتېرکړضعیفه پوښتنې مې لرې کړې له المارۍ نه مې داساسي قانون اوټاکنودقانون څوکتابچې هم دخپل رعب ډيرولولپاره رواخیستې لاپنځه دقیقې نه وې پاتې چې زنګ راغی
والکه زرکوه ددفترپه دروازه کې ولاړیم .
په منډه ور ووتم ددفتردمخې کوڅه ټوله دهغه ساتونکواودملګروموټرونونیولې وه له یوه نوي ماډل موټرڅخه یوتن راکوزشوچې دوه مبایلونه یې لاس کې وو،اوپرچپک وسله وال زلمي ورسره روان ووزموږراډیو ته به چې دپارلما ن وکیلان را تلل په همداسې شو شاکې به ووخو زمامېلمه کاندیدلااوس همغسې ښکاریده .
ستړي مشي مې ورسره وکړل یوازې دوه ګوتې یې راکړې په لاس کې یې درې مبایلونه کلک نیولي وو،دفترته ننوتوریس ته یې یوسلام وکړاودتخنیکرپه غوښتنه دسټډیوپه لورروان شوو په سټډیوکې مې مبایلونه پرې خاموش کړل کتل مې چې لاسونه یې ریږدي په رنګ کې هم بدلون راغی غوږته یې خوله رانږدې کړه خپرونه لایف ده ؟ ماله ځواب نه وو ورکړی چې بله پوښتنه یې وکړه
خلک هم زنګونه وهي ؟
ماویل هو .
چت ته یې وکتل اوبیایوقدم دیواله ته نږدې شو .
ولې یې وهي ! نوڅه فایده ؟
ورته ومې ویل
کاندیدصیب ما اول درته وویل چې خپرونه لایف ده داوریدونکولپاره ده .
په رنګ کې یې زیړوالی لازیات شوراته ویې کتل
ولې لایف ده ؟څه ضرور؟
دخپرونې لپاره یوه دقیقه پاتې وه دساعت دسرخبرونه خلاص شول تخنیکراشاره وکړه چې ورننوزو ورته ومې ویل راځئ صیب وخت پوره دی
زماپه لاس کې یې داساسي قانون اودټاکنودقانوق کتابچوته وکتل اوبیایې دېواله ته مخ واړوه چاته یې په تلفون څوخبرې وکړې
په ورخطااندازیې وویل
نشي کیدی چې دامرکه بله ورځ وکړو ؟
په حیرانۍ مې ترې وپوښتل
ولې اوس موتیاره خبره جوړه کړې ده کارخلاص دی
نه داخبره نه ده ډیرضروري کارراته پیداشو یوزوی مې موټروهلی په شفاخانه کې بیستردی یوځل ورځم
په تلفون کې یې راته خبرراورسېد
دسټډ یوله دویمې خونې په منډه رابهرشو
له تخنیکرسره له خبرووروسته پسې ورغلم خوهغه په موټرکې سپور وو،لاس یې اوچت کړاوروان شو
دفترته بیرته ناهیلي ستون شوم ریس ته مې کیسه تیره کړه هغه هم حیران شواویوڅه یې ورټلم ،نورنووخت هم پوره وو اجاز ه مې واخیسته مخ په کور روان شو م دناکامۍ احساس مې کاوه په لاره کې یوه پارک ته تم شوم خلک هره خواله خپلوماشومانوسره په لوبوبوخت وو خوزه زړه ماتی روان وم اوکاندید ته مې غوصه راتله سرراباندې وګرځیده په یوه څوکۍ کښناستم وړاندې مې وکتل ،دپارک په یوه کونج کې کا ندیدصیب هم له خپلوماشومانوسره لوبې کولې اوساتونکي یې شاوخواورسره ولاړوو.
۱۳۸۹-۶-۳
جلال ابادښار