دخپریدو نیټه : 2010-09-04 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اطرافي
ګل رحمن رحماني
له ټولګي نه لانه وو راوتلی چې تلفون ته یې زنګ راغی په بیړه یې له بغل جیب نه مبایل رابهرکړ،له ورنه بهرووت دصبردیوې وړې ونې لاندې ودریده اودتلفون سکرین ته یې وکتل یونااشنا خواسانه نمبروو چې دده په تلفون کې ثبت نه وو ، زړه نازړه یې اوکې کړفکریې کاوه چې کوم غیرحاضرټولګیوال به یې وي بیابه یې ددې لپاره زنګ وهلی وي چې غیرحاضرنه شي خویونابلده ښځینه غږیې واورید، سلام یې له خوږلت اونازنه ډک وو .سلام څنګه یې ؟
ځواب یې ورکړ
څوک وبښئ ومې نه پیژندلې
په ورخطایۍ یې دځواب په ځای پوښتنه واوریده .
ته سمسورنه یې ؟
نه بښنه غواړم نمبرموغلط کړی زه زلمی یم
نجلۍ وخندل اوله دې جملې سره یې تلفون بندکړ
ډیروبښه ستاسې ډیرقیمتي وخت مې ضایع کړ
زلمي یوځل بیاشمیره په تلفون کې راواړوله په ځیرسره یې ورته وکتل بیایې هم ونه پیژندله اونه هم دنجلۍ لهجه ورته اشناوه
همداسې له خپلوملګروسره دلیلیې په لورروان شو دنجلۍ غږخوږ وو خودا لومړی ځل وو چې له یوې نا اشنا نجلۍ سره یې په تلفون داسې خبرې کولې .
ډوډۍ یې وخوړه په کټ کې وغځیده لاسترګې یې نه وې ورغلې چې تلفون ته یې بیازنګ راغی اوکې یې کړ
هلوته سمسوریې ولې دروغ وایې چې زلمی یې ؟
زلمی په ځای کې راکښناست
ځواب یې ورکړ
نه نه نوروخت مه ضایع کوه لطفازماددرس وخت دی زه یومحصل یم نوم مې زلمی دی خپل سمسوردې بل ځای ولټوه او..
نجلۍ یې خبره ورپرې کړه
نواوازدې ولې سمسورجان ته ورته دی دروغ مه وایه .
زلمی له خپلوملګرو وشرمیده غوصه شو
بس کړه نوربې ځایه خبرې مه کوه له نجونوسره مې خبرې نه خوښیږي .
نجلۍ وخندل .
ښه صیب اطاعت دادي بندوم یې .
زلمی په کټ کې اوږدوغځیده دنجلۍ په اړه په فکرونوکې ډوب شو خپلې ټولګیوالې یې په نظرکې راوستې خود ې یوې اوازهم دې ته ورته نه وو اوبل داچې هغوی له ده سره چندان علاقه هم نه لرله اودده هم ښاریانې نجونې بدې راتلې .دپنجشنبې ورځ ورباندې سرګردانه تیره شوه دنجلۍ له نمبرنه څومسکالونه راغلل خوده ورباندې ری نه واهه دشپې چې اوده کیده په یوولسوبجوبیاورته زنګ راغی زړه نازړه یې اوکې کړخبرې یې نه ورسره کولې چوپه خوله وه اودیوې دقیقې لپاره چوپیتا دوام وکړ
حوصله یې تنګه شوه له مانه لاس واخله اړیکه دې پرې کوم .
له هغې خوا اوازراغی
زلمی صیب خوب ولې نه درځي ؟
له دې سره یې اړیکه پرې هم تلفون بندکړاوکتاب یې راواخیست
له نا اشنا نجلۍ سره دادزلمي دخبروپیل وو په سرکې دهغه خبرې ورباندې ښې نه لګیدې داسې به ورته ښکاریده لکه موراوپلاریې چې وینې نورنو ورو ورو ورسره اشناشوپه خبروکې یې هم نرمي راغله اودنجلي له خبروسره یې عادت واخیست نجلۍ ورته خپل نوم سلګۍ ښودلی وو خودایې نه ورته ویل چې دده نمبریې له کومه کړی هرځل به یې ورته ویل چې دده اوازیې خوښ دی په شعرونویې مینه ده ،په ښارکې یې خپل څوپوړیزکورته ورته وښود چې دوی په کې اوسي داسې وخت راغی چې زلمي به له سلګۍ سره په جاراوقربان دمینې خبرې ونه کړي اوشپه په خیربه یې سره ونه ویل نودشپې به ناارامه وو اودسلګۍ له نازه ډکې خبرې به یې په زړه اوریدې دهغه له درسونوسره پخوانۍ مینه هم نه وه پاتې ټولګیوال اودکوټې ملګري یې هم ورباندې پوهیدل ، دهرچالومړۍ مینه ډیره خوږه اویادونوډکه وي دزلمي غوندې کلیوال هلک لپاره بیا ځکه ډیره خوږه وه چې دلومړي ځل لپاره ورته چاویلي ووچې زماجانان یې ،زړه اوځیګرمې یې یووخت یې فکرکاوه چې سلګۍ به څه مطلب لري خووروسته ورته ثابته شوه چې هغه مالداره ده هروخت زنګ ورته هغه وهي او دده تلفون نه اوکې کوي دزلمي تلفون ته به چې زنګ راغی رنګ به یې بدلون وکړغلی به دملګرو له څنګه پاڅید په کومه ګوښه کې به یې له هغې سره خبرې پیل کړې تلفون به یې هم اکثره وخت بې غږه وو اودپخواپه څیریې هرځای نه پریښوده دپوهنتون له دویم کال نه رانیولې ددریم کال تروروستیوپورې ددواړوپه مینه کې څه کموالۍ رانغی چې څوک به نه وو په نیمه شپه به یې هم یوبل ته خواږه شعرونه ویل هغه ته معلومه شوه چې سلګۍ هم شعرلیکلی شي اوپه شعرپوهیږي په دې دومره موده کې به چې کله دلیدلوخبره یاده شوه دواړوبه کورني محدودیتونه مخ ته کړل یوازې یوبل ته یې خپل عکسونه ولیږل هغه دسلګۍ دکورنۍ دیوه ماشوم په لاس چې دسړک په سردسلګۍ دوی دکورددروازې څنګ ته ولاړوو .
دزلمي دپوهنتون وروستی سمسټروو اوازموینې یې ختمې شوې وې یوه ورځ دپوهنتون په پارک کې له ملګروسره په خبروبوخت ووچې زنګ ورته راغی د س په توري په نښه شوې کس دوه زنګه ووهل خوده ورباندې کټ کړپه دریم ځل یې ملګروته وکتل وبښئ له کلي نه یوزنګ دی زموږدوستان دی . بل خواته لاړپه یوه سیمټي څوکۍ کښناست اونمبریې اوکې کړ.
سلام دزړه سره څنګه یې ؟
سلګۍ په ګیلمن انداز ځواب ورکړ.
زړګیه ولې رانه خفه یې ؟
ولې په څنګ رانه تیریږې
ګناه مې څه ده چې توبه ترې وباسمه
زلمي وخندل نه ګرانې خدای دې نه کړي چې ستانه مرورشم هسې له خپلوملګروسره په خبرو بوخت وم
سلګۍ وخندل .
په څه باندې دې خبرې کولې زړګیه ؟
زړه ماتی ځواب یې ورکړ
هسې دخپل راتلونکې په اړه
هوریښتیا!ګرانه ماهم غوښتل دخپل راتلونکي دتصمیم په اړه دې وپوښتم
زلمي زړه ماتی ځواب ورکړ
ځم نوبس خپل کلي ته ځم .
دڅومره وخت لپاره ؟
ځواب یې ورکړ
بس هلته به کارکوم دتل لپاره یې وبوله له خپلې کورنۍ اوکاکا ګانوسره به ژوند تیروم خوته به مې هروخت په یاد وې اوممکن یوه ورځ درپسې خپله مرکه هم ښارته ستاسې کورته درولیږم موږخوساده کلیوال خلک یوساده اطرافي ژوند لرو .
دسلګۍ په غږکې بدلون راغی غوصه شوه.
دروغجنه تاخویل چې موږپه ښارکې اوسو کورموهم دلته دی اوپخوا راغلي یوزلمي وخندل .
دزړه سره تادکلیوال ژوند خوند نه دی څکلی زه نه پوهیږم چې ریښتیاهم دومره خوږدی که زما خوښ دی اوپه ښارکې تنګ شوی یم له خندا سره یې خبره وغځوله .
اوزماګرانه سلګۍ چې کله دهغه ځای شي نودکلي ښکلابه یوپه....
په تلفون کې دسلګۍ کرکجن اوازراغی
نه نه ...له کلي مې دې توبه وي دوحشیانواوکوچیانوغوندې ژوند نه غواړم چې ښځې هم یوله بل مخ پټوي کلی دې تاته مبارک وي دورغجنه زماله اطرافیانوسره نه لګي کرکه مې ورنه راځي دوی په ژوند څه پوهیږي .
زلمی له ځایه پاڅید ه ویې خندل
ګرانې نن دې اعصاب په ...
هغې خبره پوره کیدوته پرینښوده
وایم بس دي نور ماته نه وې پیژندلی اطرافي !
سربه سپین کړم خوداطرافیانوبه نه شم ځه احمقه بیازمانمبرته زنګ ونه وهې په کومه وحشي اطرافۍ پسې وګرځه لکه زموږدکورمزدوره
زلمي څوځله شمیره ډایل کړه خوتلفون یې بند وو ماتې خوړلی راپاڅید .
اوس چې هرماښام په کلي کې له کاره وزګارشي نودسلګۍ شمیره ډایل کړي خوزرهماغه تکراري ځواب واوري
دغه شمیره چې تاسې ډایل کړې له ساحې وتلې اویاهم ګل ده .
۱۳۸۹-۶-۱۲
جلال ابادښارصفاراډیو