دخپریدو نیټه : 2010-09-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
انسان په فاصله د انسان
صابر شينوارى
”صدر له __ بورډ له __ كابلى له __ اشنغرى له__!!!“ او ددې آواز په اورېدو سره زه گاډي ته وختم. د سلام اچولو نه وروسته په مخامخ سيټ كښېناستم. تقرېباً د ټولو نزدې سيټونو نه زما د سلام جواب راغى.
”ټايم څه دى؟. “ زما د څنگ كس خوله را اوږده كړه او پوښتنه يې وكړه.
_” پاو باندې نهه“
گاډي ډرايور د يو مولانا صيب كيسټ ښه په جهر لگولى و. هغه زما آواز وانه ورېده او بيا يې وويل:”څه؟ “
ما ګهړۍ د هغه مخ ته ونيوه او لږه شېبه وروسته هغه بله پوښتنه وكړه :
” ګهړۍ بهرنۍ ده؟ “
زه پوه شوم چې د صاحبِ سيټ زما د ګهړۍ ډيزاين خوښ شوى دى ___ ما وويل: ”آو _ د پېرس نه راغلې ده. “
د هغه سترګې زما د ګهړۍ د ځلا نه هم زياتې وځلقېدې او خپله خيرنه ګهړۍ يې په لستوڼي كې دننه كړه.
دې كې يو كس وويل: ” ته راكه ____ دا كتاب! شاعري مايري ده كه څه؟.“ او دې سره هغه زما د غېږې نه كتاب كش كړ. د بل څنګ سيټ والا چې دا وليدل نو زما د غېږې نه يې دواړه رسالې راښكودې. په دې ټول عمل كې د هغوى نظرونه په ما نه، بلكه په كتابونو رسالو متمركز وو.
ما چې د التفات دا لاپروا انداز وليده نو ما هم هغوى ته ونه كتل او د خپلو شخيدونكو لاسونو په چاپي كولو سر شوم. زما په زړه كې يو خاص قسم خوږلني وټوكېده او دې شېبه كې ماته خپل ځان څه خاص څيز ښكاره شو.
_ ” آ وروره! كرايه راوالئ ___ “
ما سره ماتې نه وې ____ كلينر ته مې د سلو نوټ وركړ. كلينر شاته كوږ شو او په بې ادبۍ سره يې وويل:”ښه ګورې چې داسې حالت دى او بيا هم نوټ راوباسې.“
دې وخت كې شاته د درېم سيټ كرم فرما چې اوږدو شخو برېتونو كې يې د جوارو د وږي پوستكي نښتي وو او توكه يې تازه تازه لاندې غورزولې وه، وويل: ” راكه .... زه ماتې دركم.“
كلينر د هغه سره معامله خلاصه كړه او ماته يې آدايگي وكړه.
ګاډى ښه تېز روان و. مختلف دكانونه، مكانات، د سړك نه ګرځېدلې لارې او مختلف شكلونه حليې د شيشو نه وروسته پاتې كېدل. زه هم چې لږ اوزګارشوم او غوږونه مې ساړه شو نو نظر به مې خامخا مخكې لګېده.
ما د سپېنې برقع والا زړې ښځې چې د برقع نه يې مخ دباندې راويستلى و او په تېره پوزه يې د غټو شيشو چشمه رازوړنده كړې وه، تر څنګ يوه جينۍ هم وليده چې عمر به يې په مشكله شلو كالو ته رسيده. د هغې برقع نه وه نو مخ به يې د څه شي نه دباندې راويستلى وى نو ځكه خو مجبوراً بهر و.
د هغې غېږ كې دوه كتابونه وو. د يو نوم خو صفا ښكارېده (Human-Anatomy) او د بل ما هغه وخت وليده چې زما د نظر لاندې راغى (Sociology). ماته راياد شو چې دې دواړو سيټونو تر اوسه زه نه مخاطب كړم او نه يې څه توجه وكړه. او رښتيا دوى ماته د سلام جواب هم نه و راكړى. خو سره له دې به هم زما نظر مسلسل زما د سيټ د افق نه طلوع كېده او د هغې د سيټ په كنارو به پرېوته. خبره تر دې نه وه محدوده ما له هغې سره خبرې كول غوښتل. د هغې د كتابونو موضوع او تنوع زما د پاره پركشش وه. خو زما داسې حالت و چې تر اوسه زه د خبرو د كثرت نه تنګ وم او چې اوس زه خبرې كول غواړم نو نامعلوم وجوهات زما خوله ګنډي.
غالباً په دې ګاډي كې د څه اسېب وغېره اثر و ځكه هغې به هم ماته نه راكتل او نه يې تر اوسه زما څه نوره حوصله افزايي كړې وه.
دې وخت كې زما نظر په يو شعر ولګېده، كوم چې د هغې سيټ ته مخامخ د شيشې ديو سر نه تر بل سره ليكل شوى و.
”كه راته ګورې درته ګورم ___كه راته نه ګورې پروا دې نه لرمه “
زما د شعر په صحت شك شو ځكه چې تر اوسه داسې څه صورتحال نه و پيدا شوى. ما يو ځل بيا هغې ته وكتل خو هغلته څه كرنټ پيدا نه شو.
زما زړه كې تېره شوه چې ددې ځاى نه د پښتو دا شعر ورانول پكار دي. بيا مې ووې چې دې كې د شعر څه غلطي ده. غلطي څه بل چرته ده.
ما همدا سوچونه كول او ګاډى د ښار د هغې برخې نه تېرېده چې د سنيماګانو د پاره مشهور و. په دېوالونو نن سبا د ”انجام “ پوسټرې لګېدلې وې. ما چې سترګې پورته كړې نو ګاډى هم ددې اعلانِ خېر نه خالي نه و. مخامخ پوسټر لګېدلى و چې پكې پلار د خپلې لور په سر كلاشنكوف ايـښى و. او حيدري نعره يې وهلې وه.
د فلم سټوري ماته پته وه. هغه داسې وه چې يوه جينۍ د يو هلك سره مينه كوي او يو بل ته نېك جذبات ساتي. آخر هغوى دواړه د كوره وتښتي. د هغې پلار چې يو كلك پښتون وي، هلك مړ كړي او بيا خپله لور وولي.
ما چې د فلم د انجام په تناظر كې جينۍ ته وكتل نو د معاملې تل ته ورسېدم. بيا مې زړه ته راغله چې زه هغه تښتوم خو نه صرف يو څو بې ضرره غوندې خبرې كول غواړم. آخر هغه هم انسان دى او زه هم.
مصيبت دا و چې تر اوسه هغې زړې بوډۍ هم ”كه راته ګورې درته ګورم “ قابلِ اعتناء نه و ګڼلى. ما چې دا ځل جينۍ ته وكتل نو خپل حجم راته په كمېدو ښكاره شو. او د هغې خلاف زما د شكاياتو د بوجۍ نه هوا ووته. خو چې په بوډۍ مې نظر پرېوته نو په رګونو كې مې د وينې حركت تېز شو او د لاسونو ګوتې مې خپلو كې زور شوې. ګويا بوډۍ يې په ستوني كې نيولې ده او لكه د مرغۍ يې چغول غواړي.
دې وخت كې ډرايور كېسټ بند كړ او زما شاته ناست سړي د خپلو ګناهونو بخښنه غوښتل شروع كړل. هغه په رقت آمېزه لهجه د خپلې كورنۍ د ستر پردې د ساتلو خواست وكړو. او د توبې توفيق يې وغوښت.
ماته د ګاډي ماحول دقيانوسي ښكاره شو. زه د ګاډي نه كوز هم شوم خو ماته تر آخره په خپل مقصد كې كاميابي ونشوه. آخر هغه انسان نه و كه څه چې زما ورسره خبرې ونشوې. ما خو په شعر هم عمل وكړ، د ګناه كولو تجربه مې هم نشته او خداى ته پته ده چې زه د ”انجام “ كوم كركټر هم نه يم او د Human Anatomy او Sociology طالبِ علم ته د جنس د تفرېق څه اهميت دى. نو بيا آخر ولې هغه زما د پاره شجرِ ممنوعه وه يا زه د هغې د پاره ناسور!!!.