دخپریدو نیټه : 2010-09-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ډېرلرې
ګل رحمن رحماني
په بڼ کې دمرغیوپه شورماشورراویښ شوم ، لمراوچت راختلی وو اووړانګې یې له کړکۍ دکوټې په غولي خورې ، کړکۍ ته نږدې څانګې نرم شمال خوځولې اوخوځښت یې زماخوب نا ارامه کړی وو ، په ځای کې راکښناستم ، شاوخوامې سترګې وغړولې سترګې مې وموښلې خولامې ځای ونه پیژنده په یوه نااشناکوټه کې اوده وم په ذهن مې زورراووړ خوبیاهم نه پوهیدم چې چیرته یم ساعت ته مې وکتل اتوته شل دقیقې پاتې وې زرپاڅیدم یوازې پوهنتون ته به ځان تیارولوزمانیم ساعت وخت نیولو خواوس یوازې شل دقیقې پاتې وې دسرویښته مې هم ګډو وډ وو کتابونه مې بې مهال ویشه اودریشي مې هم نه وه اوتوکړې ، خودومره خسته وم چې یوقدم مې هم نشواخیستی بیرته په خپل ځای کښناستم سرراباندې وګرځیده ، ملګروته مې غوصه راغله چې ولې دمعمول خلاف زمانه پټ تللي اوس خو ازموینې هم نه دی چې زماسره دې رقابت وکړي بیامې له ځان سره وویل چې شاید وربه یې ټکولی وی خوزماخوب دومره دروند وو چې پام مې نه دی ورته شوی ،بیامې له ځان سره یوذهني جدول جوړکړ، پنځلس دقیقې مې په لمبلو، لس دقیقې دنوې مینځلې دریشي په تیریدلو، یوپنځه دچیپټرونوپه تیارولو،لس په چای څښلواوهم لس یاپنځلس دبس په تم ځای کې تیریدې .اواوس ددرانه خوب له امله ماته دومره وخت نه ووله ځان سره مې جوړه کړه .
نن نه ځم خوب به پوره کړم نوي درسونه به دلته وګورم اوکه ستونزه وه بیابه یې سباته له استادنه پوښتنه وکړم هسې هم ناروغ یم دډاکترنسخې مې جیب کې دی بهانې خوڅه کمې نه دي په سرمې په بالښت کېښودچت ته مې وکتل په چت کې یوه توره بورادتیرانوپه سوریوګرځیده اودوزرونومنظم اوازیې ماته خوندراکړیوې ښکلې سندرې ته ورته وو شایدتوربورابه دتیرانوپه سوریوکې خپل ملګري لټول اوسرګردانه ګرځيده په څوتیرانویې وزرونه ووهل اوبیرته به یې خپلې پلټنې ته دوام ورکړ.
خپل ځان هم راته دهمغه توربوراغوندې ښکاره شوچې دځوانۍ ډیرې خوږې شیبې دیوې نامعلومې ورکې په لټه تیروم ،خوله هرې خوستړی راستنیږم توربوراله ګرځیدو وروسته ستړی شو دکړکۍ له شیشې په تیزۍ سره ووت ، اومخامخ په یوه شنبه فضاکې زماله سترګو ورک ډیرمې پسې وکتل خو دلمرتیزو وړانګومې سترګې وبریښولې اواوښکې په کې راتاوو شوې .
ساعت ته مې وکتل پوره اته بجې وې درسي ساعت پیل شوی وو، په بیړه په ځای کې راکښناستم ،ځان ته مې په دې قناعت ورکړچې دویم ساعت ته خوبه ځان ورسوم اوکه درس نه وي نوخپل ټولګیوال خوبه وګورم یوڅوټوکې ټکالې به ورسره وکړم اوڅوشیبې به درزوګارله غمه دهغوی په مجلس کې پناه واخلم ،له هغوی سره دپوهنتون په دوره کې دومره زوږدی شوی وم چې یوه شیبه هم دهغوی هیرول راته اسان نه وو ډیرځله به که رخصتي وه اویا به ساعتونه خالي هم وو خو یودبل لیدلوته ورتلو، که دملګرودغه مینه اولیوالیتانه وی نوفکرنه کوم ، چې له درسونواوپوهنتون سره دې زموږمینه تردې اندازې رسیدلې وی .
دټولګیوالوتصویرونه مې په ذهن کې وګرځېدل په بیړه راپاڅیدم، بیاهم سراباندې دروند وو مخامخ لاړم په المارۍ راځوړنده سره پرده مې کش کړه غوښتل مې خپل کتابونه راواخلم خوهرڅه برعکس وو، بهرمې دوره خلاصیدواوازغوږته راغی ور ومې نه کتل المارۍ ته تعحب وړی وم یوکتاب هم په کې نه وو،ټوله المارۍ زمادکتابونوپه ځای دکورله لوښواوسامانونوډکه وه ، په ذهن مې زور راوړ چې په همدې شیبوکې مې چاپه اوږه لاس کیښود.
بچیه داڅه تشویشونواخیستی یې ؟
بې له دې چې وروګورم ځواب مې ورکړ.
نه ګورې چې دپوهنتون ناوخته ده کتابونه مې چیرې دي ؟
هغې وخندل په مخ یې سپکه څپړه راکړه
لیونی شوی یې ؟ دایوکال کیږي چې ته دانخرې کوې ، پوهنتون له کومه شوستاله فراغت خویوکال تیرشوی اوس خوله وظیفې کورته راغلی یې زماسره یې .
په سترګومې رڼاشوه په خپل لاس مې دمورلاس په خپل مخ راجوخت کړپام مې شو چې په خپل کورکې یم سرمې څنډ لواوشرمنده غوندې کښناستم مبایل مې چالان کړخومورمې بیاله لاسه ونیولم .
پاڅه لاس اومخ ومینځه چې بهرچای سړیږي له ځانه لیونی مه جوړه .
پاڅیدم څوقدمه لاړم اوبیادکړکۍ په څنډه کښناستم تلفون ته مې زنګونه راپیل شول لومړۍ زنګ له پیښورنه وو، لاخبرې مې سمې نه وې خلاصې کړې چې دلندن نه دډيوې رنګ راغی ورپسې له سعودي ، ایران نه ، له امریکانه مې هم کوم ټولګیوال زنګ راغی خو اوازیې خراب وو زنګونه همداسې را روان وو ، کابل ،هرات ،بدخشان ، کندهارپه غوږکې مې انګازې جوړې وې دزړه سره اخترمبارک ، اخترمبارک خوبولیه ،دپوهنتون مینه دې له زړه ووته ،زړه مې له درده ډک شو پوه شوم چې داخترپه تیرودریوورځوکې مې مبایل بند وو زه مغروره اوکبرجن نه وم نه مې غوښتل داخترپه ورځوکې مې دهغوی سره دخبروپه مهال څوک په سترګوکې اوښکې وګوري مورمې بیاور راخلاص کړ
راځه کنه څه چرتونه وهې ؟
ببرسرورروان شوم په وره کې مې تندی په لرګي ولګیده ، له زورو دردسره ایله سم راویښ شوم اودکلاترڅنګ دروانې رمې دګونګروشرنګامې غوږته راغله .
۱۳۸۹-۶-۲۳ نیکمرغه کوچنۍ اختر