مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-12   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

د آدم علیه السلام د پيدایښت کیسه

مینه هوسۍ
دا کیسه جلالتمآب شیخ نبیل العوضي په یوه تلویزیوني وینا کې کړې ده. شیخ نبیل العوضي : بسم الله الرحمن الرحیم ، حمد او ثنا خدای لره دي ، او پر وروستي نبي محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر اصحابو دې درود او سلام وي ، او پر ټولو هغو چې تر قیامت ورځې پورې د هغه لاره تعقیبوي . ګرانو وروڼو او خویندو ! انشاء الله له دې برخې څخه به د نبیانو د کیسو لړۍ پيل کړو ، چې د پند اخیستونکو لپاره پند دی ، او دغه کیسې له هغه راهیسې چې الله تعالی انسان جوړ کړ ان تر وروستي نبي صلی الله علیه وسلم پورې يو انساني تاریخ ګڼل کېږي ، دا د هغو کسانو لپاره يوه لړۍ ده چې عبرت اخلي ، او د هغو کسانو لپاره چې سوچ کوي ، او هر هغه څه چې د پخوانیو امتونو لپاره پېښ شوي ، او پر پلونو يې ګام ايښی ، د دې امت لپاره هم پېښيږي ، د الله تعالی طریقه ثابته ده ، او د مخلوقاتو په اړه د الله تعالی په سنتو کې کوم بدلون نه راځي ، د هغو کسانو لپاره د الله تعالی سنت چې مخکې تېر شوي ، او د الله تعالی په سنتو کې بدلون نه وينئ ، الله تعالی انسان همداسې نه دی پرېښی ، بلکې یو پربل پسې استازي يې ورته رالېږلي دي ، نبیان او استازي ، ويل کېږي چې انسانانو ته یو سل او شل زره نبیان راستول شوي ، او استازي (رسولان) تر درو سوو زیات دي ، داسې رسولان چې زېری ورکوونکي او وېروونکي ول ، بلکې الله تعالی يې په اړه وايي دوی د یوه او بل پلوي کوله ، له آدم علیه السلام څخه پیل ، یانې له هغه لومړي خلق شوي انسان څخه چې نبي و ، الله تعالی به تر هغه یو امت ته عذاب نه ورکاه چې هغوی ته به يې رسول نه وو استولی ، او تر هغه به موږ عذاب نه ورکاوه چې رسول به مو نه ورلېږلی ، د دغو نبیانو او رسولانو په اړه الله تعالي ځينې کيسې راوړې دي ، او د ځينو نور په اړه بیا الله تعالی د هغوی کیسه نه ده راخیستې ، دغه څه کيسې دي او پر څه شي ډېر ترکیز کوي ، ځکه دغه کیسې چې هر څومه واورئ ، او هر څومره چې ډېرې لوستل کېږي ، هومره سړی ترې ډېره ګټه او پند اخلي ، بلکې الله تعالې دا تر ټولو غوره کیسې بللې دي : ((نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ {12/3})) . که چېرې خلک یو بل ته کیسې اوروي ، نو تر ټولو حق کیسې هغه دي چې الله تعالی په قرآن کریم کې ذکر کړې دي ، او د قرآن تر ټولو لویې کیسې د نبیانو کیسې دي : ((إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ اللّهُ وَإِنَّ اللّهَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ {3/62} )) . او هرڅومره چې سړی قرآن کریم لولي او د آدم علیه السلام په کیسه تيږيږي ، چې څرنګه له جنت نه وایستل شو ، د ابراهیم خلیل الله کیسه سړی لولي چې له خپل قوم سره يې څه تېر نه کړل ، او تر هغه وړاندې د نوح کیسه سړی لولي ، چې څه ورپېښ شول او پر ځمکه ټول شیان ډوب شول ، او د ایوب علیه السلام ازموینه سری لولي ، او یونس علیه السلام ته د کب په خيټه کې څه ورپېښ شول ، او هغه خارق العاده کارونه سړی لولي چې سلیمان علیه السلام ته خداب پاک ور په برخه کړې ول ، او د داود علیه السلام کیسه سړی لولي ، موسی علیه السلام پر خپل قوم څرنګه صبر وکړ ، او څرنګه يې د هغوی درملنه وکړه ، او خدای پاک له فرعون او د هغه له چل او ول نه هغه وژغوره ، او له بني اسراييلو سره يې څه تېر نه کړل ، او د عیسی علیه السلام کیسه سړی په قرآن کې لولي چې څرنګه د مریم علیها السلام په اړه خلک په درو برخو ووېشل شول ، د نبیانو کیسې د هغو کسانو لپاره عبرت دی چې پند اخلي . ((لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُوْلِي الأَلْبَابِ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَى وَلَكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ {12/111} )). دا ټولې کیسې عبرت او پند دی او د هغه قوم لپاره چې مسلمانان دي ، لارښوونه ده ، موږ نن د نبیانو کیسې لوستلو ته بیا ضرورت لرو ، داسې لکه تاریخ چې بېرته خپل ځان تکراروي چې څه پېښ شول ، ایان نبیانو په خپلو قومونو کې وسلې لرلې ؟ پوځ او نور توکي يې درلودل ؟ دوی پر ځمکه تر يوې لویې وسلې پرته نور څه نه لرل ، چې هغه پر الله تعالی توکل او بروسه لرل وو .((انّي توکلتُ علی الله)). دا د خپلو قومونو لپاره د نبیانو خبره وه ، تر هغه وروسته بیا څه پېښ شول ، او الله تعالی هغوی ته څرنګه کامیابي ورپه برخه کړه ، زړونه یې صبر او ارامه شول ، او په دې زمانه او د فتنو د زیاتېدو په زمانه کې سړی څرنګه د الله تعالی له لوري ازمویل کيږي ، باید د نبیانو کیسې یو ځل بیا او بیا تکرار شي ، په غور او ارامۍ سره ولوستل شي او سوچ پرې وشي . وَكُلاًّ نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَاء الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ وَجَاءكَ فِي هَذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ {11/120}. او ګرانو اورېدونکو د خلقت له پیل به هرڅه شروع کړو ، الله تعالی انسان څرنګه جوړ کړ ، وروسته له هغه چې الله تعالی اسمانونه جوړ کړل ، ملایکې یې خبرې کړې ، ځمکه يې جوړه کړه او تر دې ټولو لومړی یې عرش جوړ کړ ، او بیا يې قلم جوړ کړ او ورته وویل چې : ولیکه ! وویل چې اې زما ربه زه لیکل نه شم کولی ، ورته وویل هغه څه ولیکه چې کېدونکي وي تر هغه چې د الله تعالی رضا وي ، ولیکه ! الله تعالی قلم ته امر کوي او قلم يې په امر سره هغه څه ليکي چې ورته وايي ، الله تعالی د اسمانونو او ځمکو تر جوړېدو پنځوس زره کاله مخکې هرڅه په لوح محفوظ کې وساتل ، بیا الله تعالی پرښتې پیدا کړې ، او له انسانانو دوه زره کاله مخکې يې پېریان پيدا کړل ، چې بیا پیريانو په ځمکه کې فساد پيل کړ او وینې يې تويې کړې ، الله تعالی پرښتې ورته راولېږلې ، او ټاپوګانو ته يې تبعید کړل ، بیا الله تعالی پرښتو ته وویل چې انسان به پيدا کړي ، او پر ځمکه به يې خلیفه وګرځوي ، داسې خلقت چې پرلپسې وو ، پرښتو وپوښتل او څرګندونې يې وغوښتې ، وویل اې ربه ، ربه دا ډول مخلوقات ولې پيدا کوې ؟ چې په ځمکه کې فساد وکړي ، وينې تویې کړې ؟ لکه څرنګه چې پيريانو دا کار وکړ ؟ که چېرې ته عبادت غواړي ربه نو موږ عبادت کوونکي یو ، موږ پيروان یو او موږ ستا هر امر پوره کوو ، الله تعالی پرښتو ته وویل :( زه پر هغه څه پوهېږم چې تاسو نه پرې پوهېږئ .) الله تعالی د هغوی خبره رد نه کړه او دروغ یې ونه ګڼله ، بلکې ورت وویل چې :( زه پر هغه څه پوهېږم چې تاسو نه پرې پوهېږئ .) الله تعالي پوهېږي هغه انسانان چې پیدا کوي يې ، له دوی څخه به نبیان وي ، رښتيا ويونکي به وي ، شهیدان او نېک کسان به پکې وي ، عبادت کوونکي به وي ، پرهيزګاره به وي ، الله تعالی يوې پرښتې ته امر کوي چې له ځمکې څخه لږ خاوره ر اوړي ، پرښته ولاړه او له ټولې ځمکې څخه يې خاوره یووړه ، همداراز انسانان هم هماغه شان راغلل ، سپين انسانان راغلل ، تور راغلل ، سور رنګي راغلل او ځينې د دې ترمنځ وو ، او خبیث هم پکې وو ، او سم انسانان هم پکې وو ، او ځينې بیا د دوی تر منځ وو ، الله تعالی دا خاوره راوخیسته او په ښه ترا ډول شی يې ترې جوړ کړ ، او دا ټول د جمعې په ورځ ، الله تعالی دا کار له مازدیګر وروسته او له ماښام مخکې وکړ ، خاوره يې په اوبو خیشته کړه ، تر هغه چې خټه وګرځېده ، بیا نوره هم پسې ټينګه شوه او سرېښناکه خټه شوه ، بیا يې بوی بدل شو ، تیز شو ، بیا پر همدې حالت پاتې شو او د لوښي په شان شوه ، چې وبه وهل شوه ، اواز ترې راوت ، او په همدې حالت څلویښت کاله پاتې شوه او روح يې لا نه وو پکې پو کړی ، څلوېښت کاله ، خو پرښتې اندېښمنې شوې ، داسې یو مخلوق چې اوږدوالی يې ۶۰ څنګلې و ، منځ يې خالي او په ښه خلقت سره يې پيدا کړ ، پرښتې اندېښمنې شوې چې دا يې څوک جوړ کړ ، او ابلیس چې له جنیاتو څخه و ، په ډېرو لوړو ځایونو و ، الله تعالی دې ځای ته ولې اوچت کړ ، هغه ښه ترا پوهېږي ، هغه د پرښتو په منځ کې و ، ښايي له دې امله به و چې هغه اوچت مقام درلود ، یا ښايي هغه به یو عابد و ، یا ښايي عالم به و ، ملکوت ته وخېژول شو چې د ملایکو په منځ کې يوازنی جن و ، ابلیس ورباندې تېر شو او په زړه کې يې کينه ورسره لرله ، کبر او غرور يې له ورايه ښکارېده ، ابلیس يې په خيټه ننوت او له شا نه يې ووت ، بیا دغه فخار ته ننوت او داسې غږ يې راویست چې خټې ته ورته و ، بیا يې پرښتو ته وویل چې مه وېرېږئ ، مه وېرېږئ ستاسو رب جام پاتې شو ، او دا خالي دی ، که چېرې زه پرې مسلط شم ، نو هغه به هلاک کړم ، یانې که چېرې پر دغه مخلوق زه مسلط شم ، نو خامخا به یې هلاک کړم ، او ملایکو ته به يې ویل چې مه وېرېږه ، دا ابلیس و ، (وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ) او الله تعالی ملایکو ته وویل : کله مې چې د لومړي ځل لپاره روح پکې پو کړ ، نو سجده ورته وکړئ ، تاسو ټول ، او ابلیس ته يې په ځانګړې توګه وویل کله چې روح پکې پو کړم ، ابلیسه هغه ته د سجدې کولو امر درته کوم ، (إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِن طِينٍ {38/71} فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ {38/72}. روح په چا کې ، په ادم علیه السلام کې پو شو . د انسان د خلقت لومړی پیل و ، د آدم او بیا د هغه د اولاد د پيدايښت پيل و ، ‍روح د ادم علیه السلام له سر څخه پيل شو ، او کله چې د هغه پزې ته ورسېد ، وپرنجېده ، آدم علیه السلام وپرنجېده ، ملایکو ورکتل او د یوې خطرناکې ورځې لپاره راغوندې شوې وې ، دوی ناستې وې تماشا يې کوله چې څه پېښېږي ، او څه به رامنځ ته کيږي ، ملایکو وویل اې ادمه ، هغه وویل الحمدلله ووایاست ! وویل الحمد لله ، الله تعالی آدم علیه السلام ته وویل : ستا رب پر تا رحم کوي ، روح لاهم د هغه په سر کې و ، آدم علیه السلام د جنت مېوو ته کتل ، زموږ پلار او بابا ادم د جنت مېوو ته کتل ، کله چې روح د هغه حنجرې ته ورسېد ، خوړو ته يې اشتها پيدا شوه ، مخکې له دې چې روح يې پښو ته ورسېږي ، ټوپ يې وهل ، د جنت مېوو ته ډېر لېواله وو ، غوښتل يې چې ټوپ ووهي او د جنت مېوو ته ځان ورسوي ، د جنت مېوو ته سخت لېواله و ،( خُلِقَ الْإِنسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ {21/37} ). هو ، ادم علیه السلام ، زموږ پلار او د انسانانو پلار په ډېره عجله کې و ، غوښتل يې چې تر نورو دی د جنت مېوو ته ځان ورسوي او هغه وخوري ، کله چې روح پکې پو شو ، الله تعالی ورته وویل ، اې آدمه ، اې ادمه ، هغو کسانو ته ولاړ شه ، يانې ملایکو ته ، او ورته ووایه چې السلام علیکم ، وګوره چې دوی څه درته وایي ، آدم علیه السلام ولاړ ، چېرته ولاړ ، ډېر زیاااااااااااااااات مخلوق يانې ملایکو ته ورغی ، او پرښتې له نور څخه پیدا شوې وې ، او جنیات له اور څخه پيدا شوي ، خو آدم له خاورو او بیا له خټو څخه پيدا شوی ، آدم علیه السلام پرښتو ته ورغی او ورته وويل السلام علیکم ، ملایکو وویل وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته ، ملایکې له دغه نوي مخلوق سره اشنا شوې ، داسې مخلوق چې ترېنه وېرېدې ، او اوس سلام ورباندې اچوي ، ملایکو سلام پوره کړ او وویل وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته ، دعا او سلام یې وراضافه کړل ، الله تعالی وویل اې آدمه ، دا ستا سلام يانې ډالۍ ده ، او له تا وروسته ستا د ذریت ډالۍ ده ، الله تعالی د آدم علیه السلام پر شا لاس تېر کړ ، چې له دې سره د هغه ټوله ذریه له شا څخه ولوېده ، الله اکبر ! د آدم علیه السلام ټوله ذریه ، له ادم نه د قیامت تر ورځې پورې ، سوچ وکړئ موږ په داسې زمانه کې اوسېږو چې د ځمکې اوسېدونکي تر شپږو میلیارده زیات دي ، او په هره شېبه کې انسانان پیدا کېږي او مري ، فکر وکړئ ، له ادم نه د قیامت تر ورځې پورې ، څومره ذربه به وي ؟ !! او آدم علیه السلام ورته ګوري او الله تعالی ورته وايي چې دا په جنت کې دي ، او هېڅ باک نشته ، او دا په دوزخ کې دي ، هېڅ باک نشته ، اصحابو رسول الله ته وویل ، چې عمل څه دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل هر انسان خپل عمل ته پيدا شوی ، که د جنت لپاره عمل وکړې ، نو هر څه به درته اسانه شي ، او که د دوزخیانو عمل وکړې ، نو الله تعالی به هر څّه درته سخت کړي ، بیا الله تعالی د آدم علیه السلام ذریې ته مخاطب شو او وویل چې ایا زه ستاسو رب نه یم ؟ اوس انساني طبیعت پيل شو ، اې د خدای بنده دا مه وایه چې زما رب څوک دی او نه پوهېږم چې زما رب څوک دی ، درته وایم چې د هر انسان په زړه کې خدای پاک طبيعت پيدا کړی ، داسې طبیعت چې یو خالق لري ، چې په عبادت سره مامور شوی دی ، د هغه رب په عبادت چې ځمکې او اسمانونه او ته یې هم پيدا کړی يې ، مخکې له دې چې الله تعالی د ادم ذریه پيدا کړي ، وویل ، بلې ، موږ شاهدان یو ، د دې شاهدان یو چې ته زموږ خالق يې . (وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنفُسِهِمْ أَلَسْتَ بِرَبِّكُمْ قَالُواْ بَلَى شَهِدْنَا أَن تَقُولُواْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ {7/172}). د خدای بندګانو ! زموږ په ګډون د ادم علیه السلام ټوله اولاده په ازل کې دا شاهدي ورکړې چې الله تعالی زموږ ربّ دی ، الله تعالی زموږ پيدا کوونکی دی ، او انسان ته هېڅ داسې عذر نه شته چې ووايي ، نه پوهېږم چې الله تعالی زما خالق دی ، الله تعالی د سجدې کولو امر ورته کړی ، کله چې پرښتو آدم علیه السلام ولید چې روح پکې پو شو ، او په حرکت راغی ، ټولې پرښتې په سجده ورته پرېوتې ، دا ټول د هغه د تکریم او تشریف لپاره ، )َفسَجَدَ الْمَلآئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ {15/30}) . او د ملایکو په ډله کې یو ناشنا مخلوق و ، چې سجده يې ونه کړه ، او همداسې ولاړ پاتې شو ، نېِغ ولاړ و ، دا څوک و چې د الله پروړاندې يې دومره جرأت وکړ ، دا څوک و چې د الله تعالی په مخ کې يې دومره تکبر ښکاره کړ ؟ پوهېږئ دا څوک دی ، دا ابلیس و – پر هغه دې د الله لعنت وي – هغه له ملایکو څخه نه ، بلکې د جنیاتو له ډلې و ، له خبیثې مادې څخه و ، طبیعت يې خبيث و ، تکبر يې وکړ ، ځان يې لوړ وباله ، او له دغه نوي مخلوق سره يې کینه پيدا کړه ، اې خبیثه شاوخوا وګوره سجده وکړه ! اې خبیثه د الله تعالی امر نه منې ، د ملایکو په څېر سجده وکړه ! پرښتې ستا له خلقت څخه ډېرې لوړې دي ، او له تا څخه یې ځواک او قدرت زیات دی ، خو له دې سره - سره يې د الله تعالی امر ومانه ، خو ته همداسې ولاړ پاتې شوې ، (فَسَجَدَ الْمَلآئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ {15/30} إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى أَن يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ {15/31}). الله تعالی که څخه هم په هغه پوهېده خو ترې ويې پوښتل : (قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا لَكَ أَلاَّ تَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ {15/32}). ابلیسه ولې دې سجده ونه کړه ؟ د هغه خبیث ځواب ته وګورئ ! (قَالَ لَمْ أَكُن لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ). زه انسان ته سجده نه کوم زه لوی یم . زه لوی یم او زه لوړ یم ، او زه تر هغه لوی یم چې انسان ته دې سجده وکړم ، (لَمْ أَكُن لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ {15/33}). کبر مو ولید چې په کبرجن يې څه وکړل ، اوس له بده مرغه ځينې کسان د الله تعالی امر نه مني او د الله تعالی شرعه او حکم ردوي ، د الله تعالی امر ردوي ، نه دا چې په تېروتنې او یا د شهوت له امله ، بلکې د کبر او کينې له امله يې ردوي ، او لومړی هغه ګناه چې په اسمانونو کې د الله تعالی نافرماني ورباندې وشو ، هغه کبر و ، چې ابلیس کبر وکړ ، د الله تعالی امر يې رد کړ ؛ له اهمدې امله هغه څوک چې په زړه کې يې د یوه ذره کبر هم وي ، جنت ته نه شي داخلېدی ، ځکه چې د متکبرو خلکو سزا دوزخ ده ، چې موږ دې خدای ترې وساتي ، الله تعالی ابلیس ته وویل ( قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ ). الله تعالی هغه له خپل اسمان نه وشاړه ، الله تعالی هغه له جنت نه وایست ، هغه يې د کرامت له ځایه وشاړه ، له هغه ځایه یې خارج کړ چې متکبر پکې ځای نه لري ، وویل ( قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ ، وَإِنَّ عَلَيْكَ اللَّعْنَةَ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ). اې ابلیسه د قیامت تر ورځې به له تاسره لعنت مل وي ، ته ملعون یې ، ته د الله تعالی له رحمت څخه شړل شوی یې ، د خدای بندګانو فکر وکړئ ، ابلیس يو امر ونه مانه ، د خدای له رحمته وشړل شو ، د الله تعالی په امر سره لعنت پرې وویل شو ، هغه څوک چې د الله تعالی ټول شریعت ردوي ، د الله تعالی ټول اوامر ردوي ، احکام ردوي ، ټول شریعت ردوي ، هغه هم د کبر او کینې له امله ، او وايي چې زه لوړ یم ، زه لوی یم او زه غوره یم ، دا ټول د ابلیس او شیطان کارونه دي ، دا کسان د انسانانو په څېره کې شیطانان او جنیات دي ، نن څومره کسان د الله تعالی اوامر او شرعه ردوي ؟ ! (وَإِنَّ عَلَيْكَ اللَّعْنَةَ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ). او لکه څرنګه چې خلک وايي آدم علیه السلام يو جاهل انسان نه و ، په اوسنۍ زمانه کې ځينې خلک وايي چې انسان جاهل پیدا شوی ، او بیا وروسته یې ورو ورو څيزونه زده کړي ، دوی وايي چې لومړي او ساده او بدوي انسان د دنیا په اړه هېڅ مالومات نه لرل ، ان په خبرو کولو هم نه پوهېده ، يو او بل يې نه شوای پوهولی ، نه پوهېده چې څرنګه وخوري او څه شی واغوندي ، لومړی چې انسان پيدا شو ، بربنډ و ، بیا لږ پوی او پرمختګ يې وکړ او پوی شول ، رښتیا هم دا خلک جاهل دي ، دوی کم عقلان دي ، که چېرې د الله تعالی شریعت ولولي ، نو پوی به شي چې آدم علیه السلام عالم و ، بلکې په داسې چارو پوهېده چې ملايکې هم نه پرې پوهېدلې ، (وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ {2/31}) . ابن کثیر رحمه الله وايي ، الله تعالی ادم علیه السلام ته د طبیعت نومونه وروښودل ، هرڅه ، افعال ، لوی او کوچني ، الله تعالی ادم علیه السلام ته د هر شي نوم وروښود ، ان دا چې آدم علیه السلام به کالي اغوستل ، لکه څرنګه چې اوسني خلک وايي آدم علیه السلام ساده انسان نه و ، چې نه دې په کالیو ، نه خوړو او نه خبرو پوهېده ، او نه د دنیا په چارو پوه و ، بلکې الله تعالی هر څه وروښودل ، خو په ځينو هېوادونو او د ځمکې په ځينو برخو کې داسې خلک پيدا شول چې له انسانیت نه جلا شول ، په ځينو ځنګلونو او یا دښتو کې اوسېدل ، ډېر شیان يې هېر کړل او بېرته خپل جاهلیت او بدائي ژوند ته ورګرځېدل ، خو آدم عالم و ، کله چې ابلیس له اسمانونو څخه وشړل شو او منعه کړای شو ، په زړه کې يې کینه لاپسې زیاته شوه ، کبر یې ډېر شو ، کبر یې به زړه کې ځای ونیو ، ابلیس له الله تعالی څخه غوښتنه وکړه ، بښنه يې وغوښته ؟ ایا پښيماني يې وغوښته ؟ ابلیس علیه اللعنه بل څه وغوښتل ، وګورئ څه يې وغوښتل ، (قَالَ أَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ {7/14}) . اې ربه ! ماته مهلت راکړه ، اوس مې مه وژنه ، اې ربه غواړم چې د قیامت تر ورځې پورې ژوندی پاتې شم ، په شپيلۍ کې تر دویم پوکېدو پورې . دې خبیث ته وګورئ چې د قیامت پر ورځ ایمان لري ، په بېرته ژوندي کېدو ایمان لري ، په خپل رب ایمان لري ، پر جنت او دوزخ ایمان لري ، خو سره له دې يې د خدای نافرماني وکړه ، او ملعون کافر شو ، الله تعالی د دغه کافر د غوښتنې په منلو سره فرمايي : (قَالَ إِنَّكَ مِنَ المُنظَرِينَ {7/15}). تا ته به مهلت در کړم ، وبه دې ځنډوم ، خو ته څه غواړې اې ابلیسه ؟ غواړې چې توبه وباسې ؟ غواړې چې الله تعالی ته سجده وکړې ، چې تا ته بښنه وکړي ؟ نه ،( قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي). اعوذ بالله ، ایا الله تعالی ته ګمراه کړې ؟ تا خپله خپل ځان ګمراه کړ ، خو دا خبیث خپل ګمراه کېده الله تعالی ته منسوبوي ، ( قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ {7/16}). او ناشنا خو لا دا ده هغه اعتراف کوي چې د الله تعالی لاره مستقیمه ده ، په هر څه اعتراف کوي ، خو بیا هم تکبر کوي ، څه غواړې چې له لارو کې ورته کېږدئ ؟ (ثُمَّ لآتِيَنَّهُم مِّن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَن شَمَآئِلِهِمْ وَلاَ تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ {7/17} ). د دوی مخې ته ، شا ته ښي او کيڼ اړخ ته ، څه پاتې شول ؟ د دوی پر سر ځای پاتې شو ، ولې ده ونه ویل چې پر سر يې هم ؟ ځکه دی پوهېده چې پر سر یې الله حاضر دی ، هغه له خپل رب نه وېرېږي ، خو کبر خلکو ته ډېرې بدبختۍ ورپه برخه کي ، الله تعالی ابلیس ته وايي : (قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْؤُومًا مَّدْحُورًا لَّمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ لأَمْلأنَّ جَهَنَّمَ مِنكُمْ أَجْمَعِينَ {7/18}). ابليسه ولاړ شه ، هرڅه چې کوې ، له خپلو پيروانو سره يې وکړه ، ته او ډله دې په دوزخ کې یاست ، وګورئ چې شیطان نن په خلکو څه نخرې نه کوي ، ګناهونه په ښکلا بدلوي ، شیطان دوی ته خپل کارونه ښکلي تر نظر ورولوي ، خلک وېروي ، خلک له جهاده وېروي ، خلک له بې وزلۍ څخه وېروي ، خلک له ډېرو نورو شیانو ترهوي ، خپل ملګري وېروي ، الله تعالی وايي له شیطانه مه وېرېږئ ، له ما څخه ووېرېږئ . انسان ته وسوسه پيدا کوي ، هغه اندېښمنوي او ګناهونه ورته په ښکلې بڼه انځوروي ، له اطاعت څخه کرکه ورته پيدا کوي ، ورپورې خاندي او خواهشاتو ته یې رابولي ، او شکونه ورته پيدا کوي ، الله تعالی ورته وايي : (وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ ). خَيْل آسونو ته وايي ، او رَجِل په پښو تلونکو ته وايي ، داسې لکه لکه ابلیس سره چې پياده او سپاره پوځيان وي ، (وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورًا {17/64}). خو الله تعالي ادم علیه السلام په جنت کې مېشت کړ ، داسې چې نه به پکې وږي کېږې او نه به لوڅېږې ، نه به تږی کېږي ، آدم د جنت له نهرونو خوند اخیست ، مېوې يې خوړلې ، تر سيوري لاندې يې کېناسته ، او هرڅه يې چې نفس غوښتل په جنت کې ور رسېدل ، که ګوري چې يوه ورځ ادم علیه السلام په جنت کې د يوازېتوب احساس کوي ، چې هېڅوک هم هلته ورسره نه وي ، هېڅ ملګری نه لري ، او انسان چې د ځمکې پر سر په هرځای کې ان په ماڼۍ کې هم اوسېږي ، که چېرې پر ډېر ارزښتناکه فرش کښيني ، او ان په جنت کې هم وي ، که یوازې وي ، نو حتماً ځورېږي ، انسان په خپل طبیعت کې ټولنيز ژوند خوښوي ، له خلکو سره راشه درشه او ناسته پاسته خوښوي ، خبرې او له خلکو سره لیده کاته خوښوي ، ادم علیه السلام د يوازېتوب احساس کوي ، خوب کوي ، کله چې له خوبه راپاڅېږي ، نو پر سر پورې يې يوه ناسته ښځه ويني ، چې الله تعالی يې له پوښتۍ پيدا کړې ، ادم پوښتي ، ته څوک يې ؟ سبحان الله – ته څوک يې ؟ ښځه وايي ، زه يوه ښځه یم ، ادم ورته ګوري او وايي ښځه څه مانا ؟ الله تعالی ادم علیه السلام ته هرڅه ورزده کړي دي ، وايي چې د څه لپاره پيدا شوې يې ، الله تعالی ته د څه لپاره پيدا کړې يې ؟ چې ته راسره واوسېږي ، چې ته راسره يوځای شې ، الله تعالی ښځه له نر سره د يوځای کېدو لپاره پيدا کړې ده ، نر او ښځه دي ، پرښتو وویل او غوښتل يې چې ادم علیه السلام وازمويي ، ورته وايي چې اې ادمه د دې نوم څه دی ؟ غواړي وازمويي چې ایا رښتيا هم ټول نومونه یې زده دي ! ملايکي ادم ته وايي چې د دې ښځې نوم څه دی ؟ هغه ورته وايي چې نوم يې حواء دی ، دا حواء ده ، ملايکې وايي ولې حواء ده ادمه ؟ هغه وویل ځکه چې له ژوندي شي څخه پیدا شوې ده . (يا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا). آدم او حواء ، (وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاءا) ټول انسانان ، د ځمکې ټول اوسېدونکي ، د ټولو زمانو په اوږدو کې ټول د ادم او حواء علیهما السلام اولاده ده ، (وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلاَ مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ {7/19}) . اې ادمه هر څه حلال دي ، په جنت کې هرڅه روا دي ، خو دغه ونه ده ، مه ورنژدې کېږئ ، الله تعالی ورته ونه ویل چې مه يې خورئ ، ورته وویل چې دې ونې ته مه نژدې کېږئ ، باید ورنژدې نه شئ ، ځکه که انسان ګناه ته ورنژدې شي ، نو پکې د ډوبېدو شک یې دی ، له دې امله الله تعالی فرمايي ، (زنا ته مه نژدې کېږئ) وايي مه ورنژدې کیږئ ، ځکه که سړی ګناه ته ورنژدې شي ، نو د کولو شک یې شته ، له دې امله الله تعالی ورته وايي چې دې ونې ته مه نژدې کيږئ ، چې ظالمان به شئ ، الله تعالی آدما و حواء د ابلیس له شر څخه خبرول ، (فَقُلْنَا يَا آدَمُ إِنَّ هَذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَى {20/117}). آدم او حواء په یوه داسې جنت کې خوند اخیست چې سور يې له اسمانونو او ځمکې سره برابر دی ، ادم او حواء تر ټولو ښکلي کالي اغوستي ، د جنت له مېوو نهرونو خوند اخلي ، خو شیطان ابلیس دام ورته جوړوي ، د ابلیس او هغوی يې سره څه دي ؟ يرېږده چې دواړه په جنت کې مزې وکړي ، هغه دا نه غواړي ، غواړي چې هغوی له جنت څخه ووځي ، لکه څرنګه چې دی خپله ترې راویستل شو ، ادم علیه السلام ته وسوسې جوړوي آو ورته وايي چې ایا غواړې چې په دې جنت کې د تل لپاره وې ؟ هغه وویل هو ، انسان په خپل طبیعت سره همېشه والی غواړي ، غواړي چې د تل لپاره په خوندونو او مزو کې وي ، ورته وویل ایا د تل پاتې کېدو ونه دروښیم ؟ ایا هغه ونه غواړې چې له امله یې په دې جنت کې د تل لپاره پاتې کېږې ؟ او داسې پاچاهي وي چې هېڅ زړښت نه لري ، ایا غواړې د داسې مملکت پاچا شې چې هېڅ ختمېده به نه لري ؟ (فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ) . باید سوچ وکړئ چې څو ورځې څو میاشتې او څو کاله ابلیس ادم او حواء ته وسوسې وراچولې ، او هغوی به مخ ترې اړاوه او ځانونه به يې ليرې ترې ساتل ، )َفوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِن سَوْءَاتِهِمَا). خبیث ته ګورئ چې څه وايي (وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ إِلاَّ أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ {7/20}) . ادم او حواء دواړو هېڅ باک پرې رانه وړ ، ځکه چې هغه دروغجن و ، او د هغوی دښمن و ، هېڅکله هغه لارښوونکی نه شي کېدای ، هېڅ ری يې پکې نه واهه ، خو هغه به وسوسې وراچولې او ځينې شیان به يې ورته ښکلي کول ، ان تر هغه وخت پورې چې هغه ورځ راورسېده چې ابلیس سوګند وکړ ، پر خدای يې قسم وخوړ چې ګني هغه نصیحت کوونکی دی ، ( وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ {7/21}) . ادم علیه السلام هېڅ داسې ګمان نه کاوه چې یو مخلوق دې پر خدای قسم وخوري او بیا دې هم دروغ ووايي ، دا ناممکن کار و ، نا ممکنه ده چې یو مخلوق دې پر خدای قسم وخوري او په حقیقت کې دې دروغجن وي ، له دې امله ابلیس دا زمینه ومونده چې سوګند وکړي او قسم وخوري چې ګني رښتينی دی ، هغه يې نژدې کړل ، خو نه ویل يې نه يې خورو ، هغه ورنژدې کېدل ، وسوسې يې ورته پيدا کړې ، دا کار يې ورته ښکلی کړ ، هغه يې ورنژدې کړل ، همدا وو چې لومړی حواء وخوړ ، بیا ادم علیه السلام د ونې مېوه وخوړه ، ( فَدَلاَّهُمَا بِغُرُورٍ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْءَاتُهُمَا). دواړه بربنډ شول ، ادم حواء ته کتل او حواء ادم ته ، انسان په حياء کولو مجبور دی ، ادم علیه السلام د ونو پاڼې راشکوي او خپل عورت پرې پټوي ، همدارنګه حواء هم دا کار کوي ، ادم علیه السلام کړوپ کېږي ، غواړي چې پټ شي ، او غواړي چې له الله تعالی څخه ځان پټ کړي ،( فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْءَاتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَا إِنَّ الشَّيْطَآنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِينٌ {7/22}) . ادم علیه السلام په ګونډو کېږي ، د ونو پاڼې راشکوي او خپل عورت پرې پټوي ، او پاڼې يې پر پښو سرېښږي ، ښاخونه د ادم علیه السلام پر پښو نښلي ، هغه يې له ځانه ليرې کوي او منډې وهي تښتي ، الله تعالی ورته وايي اې ادمه ، ایا له ما څخه تښتې ؟ له ما نه تښتې ؟ ! ادم علیه السلام وايي نه اې زما ربّه ! نه اې زما ربّه ! خو زما باداره له تا شرمېږم ، خو له تا څخه شرمېږم . (وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَا إِنَّ الشَّيْطَآنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِينٌ {7/22}) . ايا اې ادمه او حواء ایا ما نه وو درته ويلي چې شیطان ستاسو دښمن دی ، داسې ګمان مه کوئ چې شیطان ښه لار درښيي ، او شیطان رښتیا درته وايي ، او هېڅکله هغه رښتیا نه درته وايي ، هغه ستاسو لومړی و وروستی دښمن دی ، هغه دی چې په دوزخ کې به له خپلې ډلې او ګوند سره یوځای کېږي ، او تاسو ته به وايي چې ما مه ملامتوئ ، بلکې خپل ځانونه ملامت کړئ ، له ما څخه مرسته مه غواړئ ، او نه تاسو ما ته مرسته رارسوئ . ادم علیه السلام ژاړي ، جبراييل راځي او د هغه له سر څخه تاج اخلي ، او میکاييل راځي او د هغه له سر څخه تاج ليرې کوي ، ادم علیه السلام وايي چې له سزا سره مخامخ شو ، سزا ورکول کيږي ، سر ښکته کوي او ژاړي ، او وايي بښنه بښنه راته وکړه زما ربه ، بښنه راته وکړه زما ربه ، ادم وايي اې ربه ایا تا په خپلو لاسونو نه یم جوړ کړی ؟ الله تعالی ورته وايي هو ، وايي چې ایا تا خپل روح په ما کې نه دی پو کړی ؟ الله تعالی وايي هو ، ادم علیه السلام وايي وپرنجېدم او او یرحمک الله مې وویله ، او ستا رحمت تر غصې مخکې راغی ، الله تعالی فرمايي هو ، ادم علیه السلام وايي ایا ما ته دې نه وو ليکي چې دا کار به کوم ؟ الله تعالی ورته فرمايي هو ، ادم علیه السلام وايي اې ربه ، که چېرې زه توبه وباسم ، نو ایا بېرته مې جنت ته ستنوي ؟ ایا جنت ته مې ته ستنوونکی يې ؟ الله تعالی فرمايي ، هو آدمه ، هو آدمه ، (فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ ). الله تعالی د ادم علیه السلام توبه قبوله کړه ، همدارنګه د حواء توبه يې ومنله ، ایا پوهېږئ چې ولې يې د دواړو توبه قبوله کړه ؟ ځکه چې ادم علیه السلام پښيمانه شو او پر خپله ګناه يې اعتراف وکړ ، او له الله تعالی يې بښنه وغوښته او هغه ته يې پناه یووړه ، (قَالاَ رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ {7/23}) . ولې ادم ګناه وکړه او توبه يې وایستله ؟ خدای پاک غوښتل چې انسانانو ته وښيي چې هر انسان ګناه کوي ، چې ادم لخوا ، هغه یو نبي دی او الله تعالی په خپل لاس جوړ کړی ، ګناه کوي ، او ملایکو ته يې هغه د سجدې امر وکړ ، هغه یې مشرف او مکرم وګرځاوه ، او لومړی انسان يې پيدا کړ ، چې ادم تېروتنه کوي ، نو تر هغه وروسته باید ټول انسانان ګناه وکړي ، خو موږ څرنګه د خپل بابا ادم علیه السلام په څېر عمل کولی شو ، داسې چې خدای پاک ته پناه یوسو او له هغه څخه بښنه وغواړو ، په خپلو ګناهونو او تېروتنو اعتراف وکړو . (قَالاَ رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ {7/23}) . باید پر ګناه اعتراف وشي ، باید پښېمانه شو ، باید الله تعالی ته رجوع وشي ، داسې مه وایه چې زه ما ګناه وکړه او الله تعالی به يې وبښي ، هو ، الله تعالی غفور ذات دی ، خو هغه چا ته بښونکی دی چې توبه وباسي ، ایمان راوړي او نېک کارونه وکړي او د خدای هدایت ومني ، الله تعالی آدم ته بښنه وکړه ، خو ګناه زیانونه هم لري ، الله تعالی ادم علیه السلام ، حواء او ابلیس له جنت څخه راکوز کړل ، درېواړه يې له جنت څخه ځمکې ته راښکته کړل ، دا بل پړاو و ، دواړه يې له جنت څخه راویستل ، خپله سزا يې ولیده ، خو هغه کسان چې د الله اطاعت کوي په دنیا او اخرت دواړو يې هم نېکبختي په برخه کېږي ، درېواړه د جمعې پر ورځ راښکته کړای شول ، دا هغه ورځ وه چې ادم علیه السلام پکې پیدا شو او له جنت څخه راښکته شو ، او په همدې ورځ به د قیامت ورځ هم وي ، قَالَ اهْبِطُواْ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِي الأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ {7/24} . ادم علیه السلام ځمکې ته راښکته شو ، ويل کېږي چې په هند کې راکوز شو ، الله تعالی پرې ښه پوهېږي ، او حواء په مکه کې راکوزه شوه ، او دواړو په عرفات له یو بل سره وپېژندل ، مهمه دا ده چې دواړه ځمکې ته راښکته شول ، او اولاد يې زیات شو ، ذریه يې په زیاتېدو شوه ، پر ادم او حواء دین او رساله رانازله شوه ، وحی پرې راغله او داسې شریعت پرې رانازل شو چې په رڼا کې يې د الله تعالی بندګي کوله ، (هرچا چې زما د هدایت پيروي وکړه ، نه ګمراه کيږي او نه بدبخته کېږي ، او چا چې زما له ذکر څخه مخ واړاوه ، نو ډېر تنګ ژوند به ولري ، غمونه به پکې وي ، او د قیامت په ورځ به يې ړوند راپورته کړو ) ای ادمه ، ته او حواء او هر هغه څوک چې ستاسو له پوښتۍ څخه زيږيږي ، باید د الله تعالی شریعت پلی کړي ، او د هغه متابعت وکړي ، او هغه چې د الله تعالی له شریعت څخه مخ اړوي ، نو ژوند به يې ډېر تنګ شي ، د ادم ذریه ډېره زیاته شوه ګڼ نارینه او ښځې ترې وزيږېدل ، ان تر هغه چې يوه ورځ د ادم زوی وشو چې قابيل يې ونوماوه ، او له بلې پوښتۍ يې بل زوی پيدا شو چې هابيل يې نوم پرې کېښود ، هابیل غوښتل چې د قابيل خور په نکاح کړي ، چې له يوې پوښتۍ څخه وو ، قابیل اعتراض وکړ او غوښتل يې چې له خپلې پوښتۍ پيدا خپله خور په نکاح کړي ، قابیله دا جواز نه لري ، کله چې هابیل غوښتل هغه په نکاح کړي ، قابیل يې مخنیوی وکړ ، ادم علیه السلام ورته وویل دواړه قرباني وړاندې کړئ ، د هر یوه قرباني چې ومنل شوه ، هغه به يې په نکاح کوي ، هابيل چې ډېرې مېږې لرلې ، تر ټولو ښه او چاغه مېږ قرباني کړه ، تر ټولو ښه مېږ يې د الله په نامه قرباني کړه ، وګورئ چې الله تعالی ته يې څومره ځان نژدې کاوه ، خو قابیل بیا ځمکه لرله او د خپلې ځمکې خرابه ټوټه يې قرباني کړه ، الله تعالی ته يې وړاندې کړه ، دواړو انتظار کاوه ، تر هغه چې له اسمان څخه اور راغی او د هابیل قرباني يې ورسره واخیسته ، او د قابيل قرباني يې وانخیسته چې له دې سره د هغه کینه لاپسې زیاته شوه ، او شر يې ډېر شو ، او په زړه کې يې کينه راګرځېده ، تاسو ګورئ چې د هرې ګناه سبب کبر او کینه ده ، داسې کبر لکه څرنګه چې ابلیس وکړ ، چې ويل يې زه تر آدم غوره یم ، زه دې له اور او هغه دې له خټې جوړ کړی ، همداراز قابيل ته هم دا ورپېښ شول او په زړه کې يې کينه زیاته شوه ، او شیطان د دواړو ترمنځ موجود و ، د قابیل کینه په زیاتېدو شوه ، او شر يې تر هغه زیات شو چې يوه ورځ يې د هابيل د وژلو هوډ وکړ ، يوه لویه تيږه يې راوخیسته او غوښتل يې چې هابيل پرې مړ کړي ، او د ځمکې پر سر هېڅ مړی نه وو شوی ، تر هغه وخته هېڅ انسان نه و مړ شوی ، او تر هغه وخت پورې هېڅ انسان نه و وژل شوی ، ځمکه د هېڅ یوه انسان د مړينې شاهده نه وه ، قابيل هابیل ته ورنژدې شو چې مړ يې کړي ، هابيل ورنژدې شو او ورته وویل چې (ئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَاْ بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لَأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ {5/28}. إِنِّي أُرِيدُ أَن تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ وَذَلِكَ جَزَاء الظَّالِمِينَ {5/29}). قابيل د هغه نصیحت ونه مانه او تيږه يې پورته کړه ، او خپل ورور پر سر يې ورخوشې کړه ، پر ځمکه ولوېد او له خوځېدو ووت ، له خبرو ولوېد ، څوک مړ شو ؟ هابیل مړ شو او قابیل د لومړي ځل لپاره مړی ولید ، هغه هم د هغه ورور هابیل ، څه ورباندې وکړي ، نه پوهېږي . د هغه په مړي څه وکړي ، هېڅ نه پوهېږي ، غواړي چې د هغه مړی پټ کړي ، خو نه پوهېږي څه وکړي ، ایا ټوټه ټوټه يې کړي ، ويې سيځي ؟ څه باید وکړي ، الله تعالی یو مرغه کڼاخ ورولېږه ، او له بل کڼاخ سره يې شخړه وکړه ، یوه مرغه بل وواژه ، ژوندی مرغه راغی ځمکه يې په پښو يې ځمکه وکیندله او مړ کڼاخ يې پکې خښ کړ ، او خاورې يې پرې راواړولې ، قابيل په ژړا شو . (فَبَعَثَ اللّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِي الأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوَارِي سَوْءةَ أَخِيهِ قَالَ يَا وَيْلَتَا أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَذَا الْغُرَابِ فَأُوَارِيَ سَوْءةَ أَخِي فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ {5/31}) . بیا قابيل د خپل ورور هابیل مړی خښ کړ ، خو ويل کېږي چې هغه يوازې پښيمانه شو ، ایا الله تعالی ته يې توبه ویسته ، الله تعالی ښه پوهېږي ، د ادم علیه السلام ذریه زیاته شوه ، د ادم علیه السلام له اولاد څخه شیث هم و ، چې تر هغه وروسته يې شیث ته وصیت ورکړ ، ویل کیږي چې ادم علیه السلام د ځمکې پر سر زر کاله ژوند وکړ ، او خپله ډېره زیاته ذریه يې ولیده ، زامن ، لمسیان ، ان تر هغه چې د ادم علیه السلام د وفات ورځ راورسېده ، خپلو زامنو ته يې وویل اې زامنو ، زه د جنت مېوې ته اشتها لرم ، زامن يې ووتل او د جنت د مېوې په لټه کې له پرښتو سره مخامخ شول ، ادم علیه السلام د ځانکدن په حالت کې و ، ورته وویل چېرې ځئ ؟ ورته وویل د خپل پلار لپاره مېوه راوړو ، ملایکو ورته وویل راوګرځئ راوګرځئ ، له پرښتو سره کفنونه وو ، ورته وویل چې راوګرځئ ستاسو پلار مړ شو ، لومړی انسان او لومړی نبي مړ شو ، هغه لومړی کس چې په جنت کې پیدا شو او بیا راښکته شو ، ستاسو پلار مړ شو ، ملایکو د هغه زامنو ته وروښودل چې څرنګه يې د هغه روح ترې واخیست ، بیا يې غسل ورکړ ، بیا يې په کفن کړ ، بیا يې په کفن کې ونغښت بیا يې قبر ورته وکینده او لحد يې ورته جوړ کړ ، بیا ملایکو درود پرې ووایه او بیا يې په قبر کې کېښود ، او خاورې يې پرې واړولې ، او وویل چې اې انسانانو ، دا ستاسو دود دی ، او دا ستاسو طریقه ده ، اې انسانانو .( فَقُلْنَا يَا آدَمُ إِنَّ هَذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَى {20/117} إِنَّ لَكَ أَلَّا تَجُوعَ فِيهَا وَلَا تَعْرَى {20/118} وَأَنَّكَ لَا تَظْمَأُ فِيهَا وَلَا تَضْحَى {20/119}ـ) . هو ، پنځوس زره کاله مخکې له دې چې اسمانونه او ځمکې جوړې شي ، ادم علیه السلام ته لیکل شوې وه چې له جنته ووځي ، الله تعالی دا لیکلي وه چې انسانان وازمويي چې انسانان وازموي انسان يې د څه لپاره پيدا کړی ، الله تعالی د يوه کار لپاره پيدا کړي ، (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ {51/56}) . چې د خدای عبادت وکړي ، د نبیانو او انسانانو پلار آدم مړ شو ، هغه لومړی انسان و چې الله تعالی په خپلو لاسونو جوړ کړی و ، تر ادم علیه السلام وروسته کوم نبي راغی ، له ادم وروسته خلکو څه وکړل ، ایا هغوی په توحيد ولاړ ول او که شرک رایج شوی و ، له ادم وروسته څه وشول ، زموږ په راتلونکې حلقه کې به پر همدې موضوع وغږيږو ، انشاء الله په بله حلقه کې به سره وګورو ، پر خدای مو سپارم ، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته . او پر محمد صلی الله علیه وسلم ، د هغه پر ټولو اصحابو دې درود وي . پــــــــــــــــــــــــــــای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery