دخپریدو نیټه : 2011-02-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دقيامت ورځ
ارشادخلیل
( لنډه كيسه)
مازيګرى هم د ښايست دويم نوم دى او بيا دا مازيګر چې د كلي مازيګر وي نو د جهان ښايستونه،نندارې او منظرونه ورته لوګى شه – د ښايستونو په دغه منظر نامه كې چې د چوتې دوه ياران سره همراز او هم نوا وي نو خوند يې په لفظونو كې نه احاطه كيږي رنګ او رڼا ورته لكه د ناوې ډكې ليچې وړاندې وروستو كيږي.
زه او ضياء چې به كله هم په كلي كې وو نو د مسافرۍ ټوله ستړيا به مو هره ورځ هر مازيګر د سيند غاړې له وړه د سيند په غاړه د شاتوت د ګورې ونې لاندې به مو د سيند د رڼو اوبو په نندارو د فكرونو الوده مخونه وينځل او د ژوند د ښكلاګانو زنګورنى پلوشې به مو خپلو بى وسو شوګير وهلو د سترګو په تهه خانو كې رانغښتى،د سيند د واؤ خواته به ډير ښكلي ماحول وه.
هره نمونه مارغان به د ماښامى په تر وږمۍ كې راتلل او خپلى تندې به يې سړولى او بيا به خپلو ځالو ته الوتل،اكثر به د كلي واړه هم د سيند غاړى ته راتلل او خپلو كې به يې لوبى كولى،ملالۍ به هم نورو همزولو سره پتارانو پسى منډى وهلى او ګلالۍ په خپلو وړو ورونو خويندو سره لوبى كولى.
ملالۍ وړه خو لويو لويو اوږدو اوږدو وېښتو يې د روان ژوند د استقبال زيرى ته له ډېر مخكى نه خپله غيږه پرانستى وه - هغې به چې په ګلونو ناستو پتارانو پسى منډى د وهله نو ديښمين ويښته به يې لكه د تورو وريځو پو په بله دانه وانه لاړل او د مازيګر او ماښام تر مينځه به يې په ډوبه خاموشۍ كې يو مست او مترنم شور پيدا كړه چې چاپيريال به يې تاند او تازه كړه.
د فطرت د حسن و ڜڰړ مازيګري كې چې به كله ضياء رانغى نو زه به يواځى ووم او كه وه به نه ووم نو ضياء به يواځى وو_ څنګه چې په موږ دواړه د يو بل نه بغير نيمګړي وو دغسې به مازيګرى هم زموږ نه بغير نيمګړى وو- زه ضياء او د سيند د غاړى مازيګرى داسى خواږه ياران وو چې په يو بل كې مو ساه غړېده – د سيند په غاړه به وږمه وږمه هوا د ګلونو په بڼو رالوته او ساه ساه به يې خوشبويا كوله - د ماښامى لړۍ چې به د ورځى په روڼ مخ خپلى تورى وزرې خپورولى نو خلكو به خپلى ګډى بيزى او نور څاروي د كورونو په لارو ورسم كړل،ماڼګانو به خپلې كشتۍ د سيند په غاړه وتړلى ، ښكاريانو به خپل ځالونه راټول كړى او ويرونكى شپې ته به يې په رضا لاره وركړه داسې لاره لكه چې يو بې خسمه قام خپله غلامى په رضا قبوله كړي.
كله كله به ما او ضياء د پوهنتون د تيرو مستو،شوخو او ژوندو موسمونو خبرى هم د خپل ګپ موضوع ګرځوله نن خو چې ضياء د پروفيسر شهزاد د فلسفى نه ډكې،پرمعزه او تل پاتيدونكى ليكچرونه ذكر د بحٿ د رباب په تار واړو،نو زياتى هم د ځانه سره مست او خمار لرى بوتلم - تاته ياد شتى چې پروفيسر شهزاد به د اوبو په اهميت څومره اوږده اوږده ليكچرونه كول? )) ضياء چې په شنكى كبل يې ډډه وهلى وه رانيغ شو او زمانه يې د پښتنى په انداز كې وويل،ما ورته وويل (ولى نه….... ښه مې ياد شي،دغه به هم د چا نه هير شي.)
ضياء زياته كړه چې كه ستا ياد وي نو سر يو ځل دا هم وێیلي وو چې راروانه پيړۍ به د اوبو په سر د جنګونو پيړۍ وي…..... كوم قامونه چې خداى ياد كي د اوبو د كوم نعمت نه محروم كړي دې هغوى هيڅ كله هم پرمختيا نه شي كولى،تاريخ وايې چې چيرته اوبه نه وي هلته ژوند هم نه وي.
موږ دواړه په دې خبرو كې مشغول وو چې په دې كې ناګهانه يوه ګرمه سيلۍ راوالوته او زما په مخ داسې ولګيده چې څوك چاله په ناخبرۍ كې ښه توده سپيړه وركړي،څه وخت پس په هوا كې د ماشومانو،زنانو او د سړو د چيغو اوازونه راتلل لكه چې ټول په سخت تكليف كې وي،موږ دواړه ډير حيران ولاړ وو- د هوا شور زموږ پام ګير چاپيره ماحول ته راوګرځو زموږ چې څنګھ سيند ته خيال شو نو په سيند كې د اوبو په ځاى سره وينه راروانه وه لږ وخت پس پكې پټكې،شملې لوپټې روانې وى دى سره سره پكې كتابونه،د جوارو غنمو تخمونه،رنګ په رنګ سبزيانى،ميوى او تازه تازه ګلونه هم په وينو لړلى شوي راروان وو په دغه وخت يو وهشي غوندې ماحول وو زما د وجود نه خولې روانې شوى،شونډى مې سپورى شوى،حلق مې وچ شو او څه عجيبه غوندى كيفيت راباندى راغلو چې خپل ملګرى ته چې پام شو نو هغه بى هوشه پريوت وو،زړه كې مې ويره پيدا شوه لكه چې نن د قيامت ورځ وي. (پاى)