دخپریدو نیټه : 2011-03-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اشرغ اتل
محمدسرور وکیلي
لنډه کیسه:
په پخوا زمانو کي دوه ډېر غښتلي اتلان وه. یو یې په اشَرِغ کي او بل یې په مّشرِغ کي وو. د اشرغ اتل ډېر نامتو او وتلی اتل وو. ده په ډېرو اتلولیو کي ګټلې وه؛خو په ډېر لږو کي یې بایللي وه. دمشرغ اتل ډېر نامتو نه وو،داځکه چي په خپل مهال کي یې کومه اتل ولي نه وه کړې؛خو ډېرو خلکو یې نوم پورته پورته کاوه. ترڅوچي دغه ږغ داشرغ د اتل تر غوږ ورسېده. داشرغ اتل په دې آند کي سو،چي تراوسه پوري تر ما څوک غښتلی نه وو؛داڅنګه اتل دی،چي نوم یې هرځای پورته کښته کېږي. داشرغ اتل له ځانه سره دا سوج وکی:( راځه،چي دغه اتل ووینم. که اتلولي ورسره ونه کړم دبل واري لپاره خوبي ووینم! ) نو داشرغ پهلوان د مشرغ پهلوان خواته رهي سو.
پر لاري نږدې و مشرغ ته یو کس په مخه ورغی؛دایې په نظر ورنه غی پوري یې واهه،چي هغه خواته ولوېده. داکس راپورته سو د اشرغي پر اتل یې یرغل وکړ؛خوڅرنګه چي اشرغي اتل ډېر ځواکمن اوغښتلی وو- دی یې تر پښولاندي کی په بې باګه ډول يې ورغړاوه. خو اشرغي اتل په هرډول چي وو د دغه بې واکه کس سره اخته سو او هر وخت به یې شا اوخواته کتل،چي یوار نابوبره د مشرغ اتل رانسي. د مشرغ اتل د اشرغ داتل دراتک څخه خبرسوی وو؛خو ډېر یې سر په ونه څرخاوه. ډېره موده تېره سوه،چي داشرغ تل چي دغه بې واکه کس پر بې باکۍ رااړولی وو وده ته رښتیاهم دسر خوږسو او دی یې ډېر ستړی اوستومانه کی ،څه خواړه یې چي لرل هغه هم پرخلاسېدو سوه. پخپله هم ډېر ستړی سو دغه بې وسه کس په پای کي ورته لوی خنډ جوړ سو. دمشرغ اتل په دې آند کي سو، چي داشرغ اتل باید له وخته راغلی وای،خو درک یې څرګندنه سو. نو ورسته له ډېره وخته پسي رارهي سو، چي راغی که ګوري،چي یوکس په ډېر بدحالت کي ټپي ټوکر ټوکر پروت دی او بل یې ډېر ستړی ستومانه چي هیڅ شی یې له لاسه نه راځي ددغه خوږ بې هاله کس ترڅنګ ناست دی. دا هال چي دمشرغ اتل ولید ودغه ناست سړي ته یې کاري لغته ورکړه،چي دی هم ولویده. دغه ناست سړی هغه داشرغ نامتواوغښتلی اتل وو،چي اوس یې خواړه پرخلاسېدو وه او هم له خپله واکه لوېدلی وو. دغه ټوکرټوکر کس دمشرغ اتل ته وویل ته به له مانه مننه وکړې،چي ما په خپل نا واکولاسونو دی ودغه ځای ته راورساوه. د مشرغ اتل ورته وویل ته له مانه مننه وکړه،چي داسي ګزار مي دپښې ورکی،چي بیابه راسم نسي.