مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښــــــیما نـــه هـــــیله

محمد اسحق اما نزی


یوی بیوزلی وړی کورنۍ چی دغربت لمبې یی پر سر څرخید لی اود ژوندانه ټول اړخونه یی ور تاوانی

کړی وه هره ورځ به یونوی ناورین ورپه برخه و کله چی به اسمان شین سو د لمر ټاکند ه ګرمی به ځوروله خو کله چی به لمر ولویدی  یاخو به نری شمال را والووتی او توری اوریځی به هم داسمان په لمن کی اخوادیخواپه منډه کی وی دغړومبی سره یوځای به پورته اوکښته کید لی او بیوزلی کورنی یی ارام ژوند ته نه پریښود ل یا کله ناکله چی به لږشانته اورښت هم ورسره شومور پلا راو وړوکی زوی به تریوی زړی بړستنی لاندی سره پوڼی وه په دا سی حال کی چی د یخنی له برکته به هم ریږد ید ل ځنی وختونه به څه نا څه چکـک هم ور سره ملګری شو دشپی د تیریدو چاره به ځنی ورکه وه نو دژوند پر ناخوالو به یی راواچول اوپه خپل منځ کی به یی د یو ی بسیا هیلی وخواته ورودانګل اوپه خوږو خوږو خبرو یی وځانته تسلی ورکوله داسی یوی هیلی یی زړه ته قوت ورکاوه چی خدای تعالی به یی زوی ور غټ کړی ښوونځی ته به یی شامل سی  ګوندی خدای دعلم له برکته څه ناڅه پیدا کړی او دژوندا نه وروستۍ برخی به لږ پرارامه تیری کړی په همدی هیله یی شپی او ورځی سبا کولی زوی یی غټوکی سو ښوونځی ته شامل سوڅو کالــــه یی تیر کړل هلک لږڅه په لیک او لوست هم پوه شوچی په یوه ساړه او ظا لم ژمی کی پلار بیچاره په نری رنځ اخته په داسی حال کی چی د تداوی توان یی هم نه درلودی اوتن یی  تقد یرته وسپاره موراوزوی هر څومره چی وژړل کومه ګټه په لاس نه ورغله مور بیچاره ګۍ مجبوره سوله په کلی او کوڅه کی د نورو کورونو په مزد وری سره دومره پیسی پیدا کړی چی خپل دغریبی ژوند مخته بوزی مور بیچا رګۍ تل دیوی داسی ورځی انتظارکاوه چی زوی به یی ځوان سی مکتب به ووایی او یو ثمری ته ورسیږی د ښه  تعلیم او تربیی اوپراخی ښوونی اوروزنی خا وند به شی  چی وکولای شی د نورو باتورواوپر وطن مینو خلګو په څیر د خپلی سپیڅلی خاوری او ولس خدمتګارشی ځکه به دشپی اوورځی لوی څښتن تعالی ته په خواست او زاریو وه چی زوی یی اهل صالح غت شی ۰د خدا تعالی شپی اوورځی دی تیریږی زوی یی ځوان سو ښوونځی یی پای ته ورسوله اوپر کار با ندی ودریدی مور په داسی حال کی چی په کالو کی به نه ځاییدله دخپل پاک رب ولوی دربار ته به یی په کاږه مغزی د شکران او اداینی تعظیم کاوه او دزړه له کومی خوشحالی یی احسا سوله اوپه چرت کښی به ډوبه وه چی پر خدای تعالی ګرانه وه چی د خپلو کړاوونو ثمره اوس په سترګووینی خوډیر لنډ وخت لا نه و تیرشوی چی زوی یی خورا په تیزی اوښه اخ اوډوب مخته روان دی خو مور بیچاره په کور کی د د نیا نه بیخبره ناسته ده چی زوی دڅو پخوانی غلو او مفسدوپه لومه کی لوید لی دی اود هری ورځی په تیرید و سره دهلک په کردار رفتا ر اوکړو وړو کی بد لون له ورایه څرګند وموربه یو وار فکرته ولویده چی تعلیم څومره ښه شی دی څومره غټه ثمره لری نوکله چی به په کلی او کور کی ګرځیدله هرځای به یی دخپل زوی توصیف او ستاینه کوله یوه ورځ داسی راغله چی د خوښا دی په یوه جشن کی ګډ ون کوی  هری خواته دخندا ډکی خولی چی سپین غاښونه پکښی بریښی معلومیږی مور بیاهم دخپل زوی خبری شروع کړی یوه همسایه چی مهربانه ښځه وه او مخ یی ورته راواړوی اوپه ډ یره سړه سینه یی ورته وویل  ای خوارکی  بس که بس که ته نه یی خبره چی زوی دی د پلانی او پلانی سره یو ځای دولت چور کړی او ملی شتمنی یی خرڅه کړیدی  د ټول ملت دارایی راوړی اوپه تا یی خوری چی ته غټی خبری ونه کړی نو ځوک به یی کوی د دی خبری په اورید و سره مور ته ډیر خشم ورغی غوښتل یې چی ډیر تند جواب ورکړی خو په دی وخت کی د خوښادی ټولو ښځو په زوره وخندل  او مور ته یی وویل چی همسا یه رشتیا وایی  د دی خبرو په اورید و سره د مور خوله پټه سوله زړه یی د تورو وینو ډ ک سونور هغه جرئت نه و چی په لوړه غا ړه په هر مجلس کی خبری وکړی اویا په جګو سترګو چاته وګوری زوی هم اوس هغه زوی نه دی چی د مور خبرو ته غوږ ونیسی ټولی لاری ځنی ورکی سولی بیله غم اوژړا څخه نورڅه نه وه ور پا ته خپل پر ټولو خواریو  او هیلو چی د پا ک خدای ج څخه درلود لی پښیمانه وه اوپه زړه کی به یی ویل چی زویکه څرنګه چی دی زه په عالم کی پټه خوله اوکښته سترګی کښینولــم او پـــرخپلو ټــولو هـــیلو پښیما نه یم  یوه وروستی ښرا می هم ومنه هغه داچی د مورپا کی شیدی می نه دی دربخښلی
۰  نا روی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery