دخپریدو نیټه : 2011-09-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دښمن
زلیخا عزیز
نه پوهېږم چې ولې مې خدای له پامه توره کړې ده؟ څلوېښت کاله کېږي چې بیا نېږدې نه یم ورغلې. اوس هم مرګ ته تن ږدم خو هلته ورتګ ته زړه نه شم ښه کولای.
عمر به مې لا اتلسو کالو ته نه و رسېدلی خو د کلي د خلکو په وینا زړه پېغله وم. ډېرې همزولې مې د دوو، دریو ماشومانو میندې وې. کله چې معلم صاحب زموږ کور ته مرکه راولېږله هیچا یې د عمر خبره و نه کړه. په خپله هم، که ریښتیا ووایم، دې ټکي ته چندانې اندېښمنه نه وم. څلوېښت کاله را ته دومره ډېر نه ښکارېده. څو وارې مې لیدلی و. ږیره یې خرېیله. پلار مې له څلوېښتو اووښتی و، خو ږیره کې یې لا سپين نه وو لګېدلي. چې ورته به مې کتل سم د زلمي ګومان پرې راته. معلم صاحب خو لا تر هغه کشر و. معلم صاحب په کلي کې پوله، پټي نه درلودل خو خلکو ویل چې درې زره افغانۍ تنخا اخلي. ما مې د مور خبره اورېدلې وه چې لس جریبه ځمکه دې د حکومت له یوې تنخا ځار شي. ور یې کړم. که ريښتیا ووایم، خپل راتلونکي ژوند ته خوشاله وم. دا مې نه وه انګېرلې چې د واده په دریمه به له کور، کلي ورکېږم.
په کابل کې په کرایي کور کې اوسېدو. دوه کوټې او یوه نیمه لوېشت انګړ یې د کور د خاوند له حوېلۍ نه د لرګیو په تختو رابېل کړي وو. نابلدي یو پلو، یوازېتوب بل پلو، ژبه یې لا بل غم. کله به مې چې کالي مینځل د کور د خاوند ښځه به راته په وره کې ولاړه وه، خدای خبر څه، څه به یې ویل خو دومره پوهېدم چې زما د کالیو مینځلو په اوبو یې د زړه دېوالونه نړېدل. معلم صاحب را ته سبق شروع کړ. ماسپښین به چې کور ته راغی، دوه درې کرښې به یې راباندې زده کولې. تر څو مې چې ماشوم پیدا کېده، زه دومره شوې وم چې د اخبارونو غټ، غټ ټکي مې لوستلای شول. پاړسي مې هم دومره زده کړې وه چې د کور د خاوند په نېشدارو خبرو لږه لږه پوهېدم. څلوېښتني مې لا نه وه وتلې چې د کور خاوند رخصت راکړ. د ماشوم ژړا یې په مېرمن بده لګېده.
په درې کالو کې مو څلور وارې کډه وکړه. اخر مو خدای عرض واخیست، حکومت راته یوه نومره ځمکه راکړه. هغه یو دوه غېرانه چې معلم صاحب په شل کاله خواریو کې سره راټول کړي وو، همدومره شول چې د ځمکې بيه مو پرې کړه او چاردېوالي مو ترې تاو کړه. په حکومتي نقشه کې هر کور یو ګاراج درلوده. له چاردېوالۍ سره سم مو ګاراج هم جوړ کړ. پر سر مو ورته یوه سراچه واچوله. لاندې معلم صاحب ځان ته یو دوکان ګی جوړ کړ. پاس مو په خپله واړول. د وړو له جامو نیولې، د چراغ تر تېلو او د صندلۍ تر سکرو، په هر څه کې مې سختي کوله چې که خدای وس راکړي او یو دوه کوټې ابادې کړو. نقشه خو حکومت راکړې وه، له یوې کوټې لاندې په کې تاکاوي وه. معلم صاحب به چې ماښام دوکان وتاړه، بېلچه او کلنګ به یې راواخیستل، هم به یې تاکاوي کنله او هم به یې د خښتو له پاره خاورې راسپړلې. سهار به بیا زه کوهي ته کښېناستم تر غرمې به مې له شله متره کوهي اوبه راوېستې، خټه به مې جوړوله او پخوله. غرمه به معلم صاحب درې څلور سوه خښتې واچولې بیا به په دوکان کې کښېناست. ما به د ماسپښین تر لمانځه وروسته پرونۍ حښتې لمر ته اړولې، را اړولې. خوند به یې را کاوه. لکه په خپل لاس چې مې چې ځان ته او بچیو ته کور جوړاوه.
خدای ته به منظوره وه، دوه کوټې مو پټولو ته برابرې کړې. په همدغو شپو کې، یوه ورځ هلکانو په انګړ کې لوبې کولې.ما چې د سراچې له کړکۍ وروکتل، زامن مې د کوهي پر غاړه پراته وو، سرونه یې لاندې ور ځوړند کړي وو. وېره راولوېده. رامنډه مې کړه. په زینه کې وښویېدم، پښه مې په پاړکي کې ماته شوه.
یوه نیمه میاشت مې پښه پلستر وه او ما د سراچې خوا ته و نه کتل. همدلته لاندې، په لوڅ کنډر کې مې د ناستې ځای جوړ کړ. تر ځو چې زما هډوکی کوشېر کېده، کوټې پټې شوې وې. له هماغه وخته، زه بیا سراچې ته نه یم ورغلې. هغه کنډر چې دا یوه نیمه میاشت مې په کې تېره کړې وه، زما د اوسېدو کوټه شوه. دا مې څلوېښتم کال دی چې زه بیا بل ځای ته ترې نه یم تللې. څوارلس ماشومان مې لوی کړل، هر څوک په خپل بخت پسې ولاړل. شکر دی لمسي مې تر پنځوسو اووښتي دي. زه او معلم صاحب له خپل کشري زوی سره اوسېږو. پروسږکال مو ورته واده وکړ. اوس یې د ماشوم د پیدا کېدو موده رالنډه شوې ده. نن سهار یې په دروازه کې سر راښکاره کړ:
- مورې د لیلا تکلیف زیات دی، ما یې مور پسې ځواب لېږلی، نن یا سبا ته را رسېږي. ته او دادا به هلته پاس سراچې ته ورشئ، د لیلا مور به ستاسې کوټه واخلي، دا څو میاشتې چې د لیلا ورته ضرورت دی، هغه به دلته وي.
- زویه، قربان دې شم، ته خو ښه پوهېږې چې زه سراچې ته نه شم ورتلای!
- سر دې سپين شو او ستا نازونه نه خلاصېږي. خدای خبر چې دادا ستا د دې ډېرو نخرو سره څنګه ګوزاره کړې ده. هغه خوارکی اتیا کلن بوډا دی، په زینو ختل ورته ګران دي خو څه نه وایي. بس کړه نور، ته هم په دې سپین سر د ماشومانو هېنډې نورې پرېږده!
په کور کې هر ډول خبرې راځې. داسې نه ده چې ګوندې زما بچیان له اسمانه راکوز شوي. د هر یوه له خولې را ته کله ناکله ستغې سپورې وتلې دي او ما زغملې دي. لالک، که تر ټولو کشر دی، په خوله کې لا له کمکینې د ټولو بابا و. ما یې یوې خبرې ته ځواب نه دی ورکړی. نننۍ خبرې یې هم، خدای شته، زړه ته نه نیسم. په دې هم نه یم خپه چې د خپلې ښځې د خدمت له پاره خپله خواښې راولي او زما په کور کې یې دېره کوي. معلم صاحب خو شل کاله کېږي چې نه د چا په ښه کې دی او نه د چا په بده کې. که لالک راسره کلک شي او وغواړي چې ما بېرته سراچې ته وروخېژوي نو زاره به مې وچوي.
لویه خدایه! په دې خبره مې و نه نیسې! ستا داد دی، پرې شکر ګذاره یم خو د لمسي له پاره هغې خونې ته نه شم ورتلای. ته مهربانه پاچا یې. یا د هغې تر راتګه ما واخله او یا...
توبه خدایه، توبه! زما به په دغه ماشوم څه احسان وي چې لا پیدا شوی نه دی او زه یې د ورکېدو سوال کوم؟