دخپریدو نیټه : 2011-11-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
يو زنداني او د خلاصون فرصت
ژباړه: امين الله عادل
ترتيب: علا صادق
وايي د څورلسم لويس په عصر كې يو كس په اعدام محكوم شوى ؤ. دغه محكوم په يوه كلا كې بندي ؤ او د اعدام لپاره يې يوازې يوه شپه پاتې وه. ويل كېږي چې لويس به تل عجيب او نا اشنا كړه وړه كول، په همدې شپه يو زنداني ګوري چې په خپله لويس له خپلو باډيګاردانو سره د زندان دروازه پرانېسته او زنداني ته يې وويل چې تاسې ته د خلاصون فرصت دركوم كه دې ګټه ترې پورته كړه نو له اعدام څخه خلاص يې!
امپراطور لويس وويل چې ستاسې لپاره داسې يوه لاره شته چې هېڅ پيره دار نه لري كه مو پيدا كړه او ترې ووتلى نو ژوند مو مبارك شه او كه نه سبا لمر خت پيره داران راځي او تاسې د اعدام ځاى ته بيايي!
پيره دارانو د نوموړي زنداني زولنې پرانستې او زنداني يې لاس خلاصى په خپله خونه كې پرېښود. زنداني هم د خپل ژوند د وروستي چانس څخه د استفادې په نيت خپلې هڅې پيل كړې په كلا كې شاوخوا وګرځېد ډېرو خونو ته ننووت او ځينې كونجونه يې را وكتل. هغه مهال يې د ژوند هيلې را وټوكېدې چې د يوې زړې قالينې لاندې يې يو غار پيدا كړ. په غار كې وركښته شو. تر يو څو زينو كښته يې اوږد تونل وليد، چې مخ پورته غځېدلى دى. په لږ مخ ته تلو سره يې د تازه هوا او ښكلي نسيم احساس وكړ، چې په دې سره نوموړى لا خوشاله شو او په پاى كې د اړونده كلا لوړ برج ته ورسېد. برج ته وخوت خو بيرون ته د وتو لار يې پيدا نه كړه. بېرته په داسې حال كې خپلې اصلي خونې ته را غبرګ شو چې اندامونه يې په خفګان او پرېشانۍ ښه درانه ؤ. خو ناهيلى ځكه نه ؤ، چې امپراطور به چل نه ورسره كوي. بې شمېره اندېښنو او سوچونو لاهو كړى او په تونل كې د غمونو تر درانه بار لاندې كرار كرار روان ؤ. پر يوه سپينه ډبره يې سترګې ولګيدې او هغه يې په لغته ووهله كه ګوري چې ډبره هم وښورېده، يو دم يې بيا د خلاصو د هيلو ساه واخيسته او ډبره يې له ځايه را لرې كړه او بيا يې په يو تنګ غار سترګې ولګېدې او په غار كې ور د ننه شو. په ښويېدو ښويېدو په غار كې مخ ته لاړ چې د اوبو غږ يې تر غوږو شو، هيلې يې لږ نورې خړوبې شوې. نوموړي لا پخوا اورېدلي وو، چې دغه كلا د سيند پر غاړه ده. د سيند څنډې ته ورسېد، خو د غار په خوله كې اوسپنيزه پنجره لګېدلې وه او د سيند له نندارې پرته نور د بل څه امكان نه ؤ. بېرته پر شا راغى او په دې نيت يې د كلا هره ډبره وښوروله، كوندې وي چې كومه سوړه پيدا او بيرون ته ترې ووځي. شپه همداسې په تېرېدو وه او نوموړي هم د خپل ژوند وروستۍ شېبې يوه پر بله پسې را لنډېدې.
زنداني خپلې ټولې هڅې جاري وساتلې... هره ځاى يې وكوت... په هرځل به يوه هيله ورته پيدا شوه... خو كله به بندې كړكۍ ته ودرېد،كله به په داسې غارونو سر شو، چې سر او پاى به يې نه ؤ او كله به هم په داسې لاره برابر شو، چې بېرته به يې خپل اصلي ځاى ته راوست.
شپه په چټكۍ سره په تېرېدو وه، د نوموړي ستومانه هڅې جاري وې. شپه پخه شوه د هرې هڅې په لومړي سر كې به د هيلې څرك ولګيد خو وروسته به ناهيلۍ او ناكامۍ لاس تر زنې كښېناوه. په دې كې سپېده داغ شو خو نوموړي بيا هم خپله منډې ترړې جاري وساتلې. خو د لمر په را ختو سره د نوموړي د سېك او حوصلې لمر ولوېد. محكوم شوي شخص په ډېر ناهيلۍ سره كتل چې د لمر وړانګو د زندان له كړكيو خونې ته د ننه شوې او دا هغه وړانګې وې چې نوموړي ته يې د اعدام د چمتوالي خبر وركړ. لږ شېبه وروسته دروازه پرانېستل شوه او امپراطور په دروازه كې ودرېد. زنداني ته يې وويل: لا تر اوسه همدلته يې!!
زنداني په ډېره مايوسۍ ورته وويل: پاچا صېب ما فكر كاوه، چې تاسې به ما ته ريښتيا واياست!!. امپراطور وويل: ما خو څه دروغ نه دي ويلي!!
زنداني وويل: د قلعې ټولې سوړې او غارونه مې وكتل. داسې كونج او پيڅكه به ونه وينې چې ما نه وي لټولې او د وتو هڅه مې نه وي كړې...! نو دا لاره كومه وه چې تاسې ما ته ښوولې؟! امپراطوروويل: نن شپه د زندان دروازه پرانېستې او قلف نه وه! خو تاسې اصلي دروازه او اسانه لاره نه بلكې نورې سوړې لټولې دي.!!
تبصره: انسان تل د ځان لپاره په خنډ او ستونزمنه لارو كې د ژوند هوساينه لټوي. كه ژوند اسانه ونيسو نو اسانه او كه سخت و انګيرو نو سخت دى.