مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اختر اوښکه

هلمند (پردیس )

 
سهار وختی چی کله له خوبه راپاڅیدم په بیړه می ځان تیار کړ او د بازار په لور روان شوم ، که څه هم د شپی له خوا د فیسبوک له ملګرو او د اختر په اړه د مبارکۍ امیلونه می دا زیری راکړ چی صبا اختر دی خو سهار وختی بیا دا رانه هیر و چی اختر دی .
 بازار ته په دیره بیړه راورسیدم ، دوکان می خلاص کړ ، مګر اختر بیا هم راځینی هیر و ، ځکه چی ما سره د سودا غم و نه د اختر ! او بل په ما لږ ناوخت شوی و ځکه می ډیره بیړه کوله چی هر څه زر برابر کړم .
 پدی لحظه کی می زما کشر ورور چی هغه هم زما سره یو ځای د مسافری شیبی د غربت په دیار کی صبا کوی پام شو ، په څیهره کی یی خفګان څپی له ورایه معلومیدی او ګیلا من ښکاریده .
 زه پوه شوم چی ځوان ته د خپل وطن اختر ورپه یاد شوی دی . دا حقیقت دی چی په وطن کی اختر ، سره لاسونه ، نوی جامی ، ټولو خپلو او پردیو سره یوی ځای د اختر لمانځل ، یو بل ته غاړه ورکول او خوشحالی وی .
 که ریښتیا راباندی وایی زه یی هم ګیلامن ګړم ، خو د دی په خاطر چی راباندی پوه نشی چی زما هم زړه ډک ډک کیږی ، د ټپو په زمزمه می شروع وکړه .
 خو زما شروع هم په داسی ویرجنه ټپه وه چی بیا می څومره ځان ته زور ورکړی دی ، اوښکه رانه تم نه شوه .
 

خدای به می بیا د کلی خان کړی
د ملنګی کچکول می ډیر و ګرځونه

د اوکراین جمهوریت د ادیس ښار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery