مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-12-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څراغ

بريالى جلالزى


پر وسپنيزې پايې ځوړندو څراغونو ته يې وكتل. لا شنې وې. بيا يې موټرو ته سترګې واړولې. ګړندې روان ول. د اشارو له سره كېدو سره د موټرو په خوا ور روان شو. په سراچې كې ناست چاغ سړي ته يې ښيښه ور وټكوله او د مبايل كارتونه يې ورښكاره كړل:
_ د موبايل كارتونه، سيمکارت.
چاغ سړي د نه په دود سر وښوراوه. په منډه ترې روان شو. د زېړې او سپين رنګې كرولا په شاتني سيټ كې يې سترګې پر شنې چادرۍ ولګېدې.
د موبايل له كارتونو څخه جوړه شوي تړانګه يې ورته وخوځوله. ښځې ورته اشاره وكړه. په منډه ورغى. له بټوې يې پيسې را ايستې. ماشوم په دنګ هلک پسې څار وکړ. سترګې يې پرې و نه لګېدې. د شورنخودو كراچۍ ته يې پام شو. ښځې غږ وکړ:
_ واخله.
ماشوم په بېړه مخ ورواړاوه. پنځوسى يې وليد. لاس يې ور اوږد كړ. ناڅاپه چا پورې وهل. ور وې كتل. بيا هماغه دنګ هلك و. دنګ هلك له ښځې پنځوسى واخيست:
 _ خاله د چشي كارت غواړې.
يوه شېبه يې دنګ هلک ته وكتل.  له خولې يې غږ نه وت. غرېو نيولى و. بيرته يې پر موټرو نظر تېر كړ. په هاغه بل كتار كې يې تور كروزين يې په نښه كړ. دنګ هلك ته يې وكتل. له ښځې سره په خبرو بوخت و. ور منډه يې كړه. تورو ښيښو يې په موټر كې ناست خلك له نظره پټ ساتلي و. دواړه لاسونه يې پر ښيښه كېښوده او دننه يې ور وكتل. ښيښه ورو ورو ښكته كېده. د خندا لوړ غږ او د سندرې شور يې واورېد. سترګې يې د هغه له شنو سترګو سره وجنګېدې. ږيرې يې پر سپين مخ توره كرښه ايستلې وه. ښی لاس يې پر شترنګ ايښی و.
_ د موبايل كارتونه، سيمكارت.
په موټر کې ناست هلک څراغ ته سترګې واړوې. بيا يې ماشوم ته يې وويل:
_ يو نيم سلو والا يو كارت را.
ماشوم موسك شو. ژر يې له جيبه كارتونه راوايستل. له ځان سره يې وويل:
_ اوس به د غرمې ډوډۍ هم وخورم.
د شورنخودو پر كراچۍ يې ګړندى نظر تېر كړ. سړي ورغږ كړ.
_ زر كوه.
_ ښه، ښه.
د جمپر له جيبه يې د پيسو په لاشتيک تړلي کارتونه را وايستل. كارت يې ورته ونيو. په موټر كې ناست هلك ترې كش كړ. ماشوم د پيسو په تمه و. څراغ شين شو او موټر ګړندی روان شو.

۱ \ ۸ \ ۱۳۹۰

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery