دخپریدو نیټه : 2012-01-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
کورتی میرزاګل
عبدالقیوم زاهد( صمدزﺉ)
لنډه کیسه......
دلمړی سمستر آزموینی مو پای ته رسیدلی وي....
شپږ میاشتي کابو تیری وي چي کورته نه وم تللې. داچی د طب پوهنځی دلمړی کال زدکړیال وم، درسونه هم خوراسخت وه....
خو کور هم راته ډیر یادیده! په کلی کي هم دا اوازه خوره شوی وه چی زبیح ډاکترې ته کامیاب شوې ده.....!!!) زه هم خوشال وم چي دادی له خیره له دی لاري به والسوالی ته دچوپړ جوګه شم....،
دآزموینې په اخیرنی ورځ لاړم ولایت ته او له هغه ځایه دوالسوالی په موټر کښیناستم....، داچي زمونږ کلی د والسوالی خڅه څه راپرمخ وه ، دلوی پله په لیدو می په موټروان غږ کړ چی (اکا همدالته ښکته کیږم...!)....
دکالیو خلته می رواخسته ،اود نازولی کلی په لورمی ګامونه چټک کړل ، پلارجان ته می زنګ وواهه خو راته دنه لاس رسی ځواب یی راکړ....، په لاس نیولی خلته کی می دپوهنځی سپینی چپنې ته پام شو! زړه می شو یوځل یی واغوندم خو هغه متل می زهن راته بدل کړ چی وایی( غوا لا لنګه نه ده ،دی یی آورږه غواړی ). خوښ وم سرپه سندرو وم ، چی پوری کلی ته ورســــــیدم دا زمونږ کلی وه...، هغه کلی چی خاپوړی اومستی می پکی کړی وې ،کله ژړا کله خندا اوکله خو.......!؟!؟ تیرو یادو راته هر یوه ناری وهلې .چی زه ههههههها دی هیرشوی یم دکلی په سرخوړ ته چی ورسیدم ،لږ اوبه تری په غاړه واړولی ډیری خوږی وې....
هوا هم ډیره ګرمه وه.دسکون فضا وه.ټول خلګ دغرمی په خواږه اودرانه خوب ویده ښکاریدل...، زمونږ کوردکلی په ښکته خواکی دی....دکلی دباغونو نه دمرغیو شور اود ماشومانو دهای هههایی هـــــــــــــای...ناری اوریدل کیدی، خویوځل می پدی نارو کی د ( ډاکتره او ډاکتره....!!؟؟؟ تاته وایم...!؟ دلته ګوره...!؟
غږ ترغوږ شو، کیڼ لورته می پام شو،چی دسرو کالیو څوک لاس خوځوې.بیامی له ځان سره وویل وپتیله چی ګواکی غوږونه می درانه شوی سړیه...! خوبیا......
ډاکټره زرکوه ...!!؟!؟ دلته راشه.... آواز یی هم راته لړزیدلی ښکاره شوه..، ما یی هم په خوا ګامونه آوچت کړه.....، سا می هم تیزه شوي وه چــــــــــی ور ورسیدم.لا می قدم واهه چی ورنه می تپوس وکړ،څه شوی ولی چغی وهی....؟؟؟! دتورو سترګو په سترغلو کی یی اوښکو ډنډ نیولې وه،سرو جامو ته یی لګو بل رنګ وربښلی وه ،خړی پری څپلي او شنه سوری سوری سالو یی اننګوته لا کلیواله ښکلا وربښلی وه.په نیمه مخ پټی او ژړغونی اواز رابیا کړه.......! (مورجانه می مریضه ده....، دغم کلی یی کي ټول کلی کی پسی را وغوښت ..! ،خودغم کورتې میرزا ګل ګولئ می پکی یوه هم پکی پیدا نکړه، ستاسی کره هم درلم ،هلته هم نه وي .....!!!
اوس می سی ته له لیری ولیدی نو ومي پیزندلی...،ماوی له تاسره به وی...، ته خو اوس ډاکټر یی ؟ کانه ؟!....... )
دنجلې له دی حالت سره زه هم بدل شووم،خو دکورتې میرزاګل ګولې نوم می لمړی ځل واوریده.....!!!؟؟؟
ژرمی وربیا کړه ، تا کومی ګولی یادی کړی؟
ـــ هغه سرخوړلی کورتی میرزاګل ګولی....! هغه شین کاغذ چی لری.....! مور می خالی هغه ګولی خوری ،او له هغو سره ښه وی ...!
خوله سهاره راهسی ډیره په عذاب ده... )
زه له ځان سره خیالی شوم،چی دانوم خو ماتراوسه ندی اوریدلې... دا لاکوم ډول ټابلیټونه دی؟ داخو دیوکس نوم ښکاری.!؟!.!؟!.!؟
په همدی کی نجلی په یوه غریوناک غږ را په هوښ کړم .چی!
ډاکټر صاب...؟!!
ماهم ژر ورپریکړه....، چیرته ده؟ هله ژرکوه چی ویی ګورم.....
داچی دباندی لمر ښه تیز وه ، او خونې ته ورسره دننه شوم،هیڅ می په سترګو نه لیده ،خو ددیوال دکونج له ایېنی څخه رڼا راخوره وه، دخونی په څنډه کی دپرتی ښځی ټوخې ډیره پرلپسی وه،چی په ټوخیدو کی یی په لور غږ کړ. وړانګې لوری ...! څه سوی بلاخوړلی ګولی دی راوړی..؟،لور یی خبره ورپری کړه. نه مامی نه وې..! داده ډاکټر صاب می راوست...،دخان کاکا زوی هغه په ډاکټری کی سې ده اوس.. .!!! هغه زبیح الله،! مامې...!! اوس به دی وګوری.....،ښه کیږی...!!
دمور یی ټوخی لاپسی تیزیده...،زه لا دخونی له وره سره ولاړ وم نپوهیدم څه وکړم...،چی لور یی راباندی غږ کړ، دایده ډاکټرصاب. ماهم دفشار آله له خلتی راوخسته چی نبض یی وګورم....،چی دنجلی دمور خوله وخوځیده....،
ــــ زویه ستړی مسی...(دټوخی په حال کی)، زویه زه خوداسی بلاخوړلی یم،پوره دری میاستی کیږی سی په جای پرته یم...په ډیرو ملایانو اوډاکټرانو وګرځیدم...،ټولو دغه بلا په لاس راپیچله......،خوبس زه یو.... له کورتی میرزاګل ګولیو سره ښه کیږم،هغه دی ما دوا ده.....بل هیڅ شی تاثیر نه راباندی کړی....اوهو اوهو.... کله چی می یی فشار ولید،ډیرښکته وه ...،ډیرتلولی شوم،چی اوس څه وکړم...،
نجلی ته می مخ کړچی..(کاکا چیری ده....؟) ،
په ورویی رابیا کړه...هغه خوداډير وخت کیږی سی تللی ده کندار ته..! اولالک خوهم دادوه کاله کیږی سی په ایران کی ده ....خلګ وایی سی چرسی سوې ده... نه یی احوال نه یی درک سته....، زړه می وار په وار بږنیده... خلته می هم هلته پریښوده ،سرای ته چی راووتم ،په سرای کی په ولاړ زاړه بایسکل می سترګی ونښتی ، ژرمی راروان کړ دوالسوالی بازار ته ،
بازار ته قریب ۴۵دقیقی لاره وه...کله چی ډاکتر ته ورغلم ،هرڅه می ورته بیان کړ،هغه هم راته نسخه راکړه...، درملتون ته راښکته شووم ،درمل می رواخستل چی کورتی میرزاګل دنوم په یادیدو می پښه ونیول شوه،درمل پلورنکی ته می وربیا کړه،
داااا دکورتی میرزاګل ګولی... دشنه کاغذ ولا شته...؟ ،
هغه هم موسک شو... او ویی ویل ښه ښه کوتری مکسازول ګولی یادوی...؟!!
ماته هم خندا راغله ،او دیوپآکټ غوښتنه می تری وکړه.....،
اوبیرته دکلی په لور راروان شوم..... لاره لا هم زیاته وه....،
په چټکی می دبایسکل پایډلونه اړول...په لاره می دګولیو نوم په مخ موسکا خوروله ،خود وړانګی دمور حالت رانه بیرته اخیسته....
کلی ته چی ورسیدم د کورمخ څوتنه کلیوال اوپلارجان هم ولاړ وه ،زما په لیدو ټول حیران پاتی شول... زه هم بی لدی چی څه ووایم ،سپورپه بایسکل کورته ننوتم...
چی میرمنې په کاله کی سره راغونډی دی ...چی لږ ورنږدی شووم ،دوړانګی مور په کټ کی پرته وه. په سترګو می تیاره خوره شوه.....
د درملو خلته رانه په ځمکه ولویده چی د دمیرمنو او وړانګی راته پام شو...د وړانګی سترګی تکی سری اوښتی وی په منډ راپه غاړه شوه، اوږدی سلګی یی وهلی غږ یی له خولی نه خاته...
ما له جیب نه دګولیو پاکټ راوویستو .... ژر یی پری غوټه کړه ...اوپه مورباندی پریوته ..... اولویه کـــــــــــــــــــــــــــــــــوکه یی له خولی ووته. ......
اوس کورتی میرزاگل گولی وی خو دوړانګی مور نه وه.......
دشنه پاکټ ولا، کورتې میرزاګل ګولی