مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خورد ضابط

سعید خوشحالزی

زوی می خورد ضابط دی خودجنرال صلاحیت لری

زمونږ د شعبې مامورمامورطاوس خان چی ځیني مامورین خو یي د شعبې پلارنوموي هرځله چی، مامورین دکاروبارنشتوالي په وجه يه څه خبره د هندي سریالونه څخه نیولې بیا دسمې اونړۍ تاودو بنډارونوکي سره کیوزی  په خبروکې کې ورودانګی چی ای اوزګاررو مامورینوپه خدای که پدې تنخواه یي شل کړئ.زما له زوی یی زده کړئ.زما ماغزه مو راوخوړل ټوله ورځ بی فایدې خبرې دې اوتاسي .
یوه ورځ چی شعبه دتل په شان دبیلا بیلوخبرواتروبنډارپه کی تود وو نویومامورپادشاه ګل ورته وویل:
مامورصاحب طاوس خان دا ته ووایه چی ستا زوی څه کاره دی؟
طاوس خان ورته په ځواب کی وویل:زه چی ستاسو دا تشې خبرې اترې ووارم نوپرتاسومي خداي شته زړه وسوځي.کله سریالونه شي.کله دپرون کوپون خبره شې اوکله په کي دپی،آر،آر او اوس دادې درتب ټال کي راغلی دي.په خدای که پدی یي سباکړئ.تاسو وګورئ پدی لسوکالوکي څوتنه مامورین دپی،آر،آر اوپدانور چل ول کي یي زړونه چاود شول اودیارمحمود ته کډوال شول.
له مونږه خوهسي تیره شوه.زه داځوانانوته وایم چی،اي ځوانانودا تاسوولي پدي بنډارونوکي ځانونه بندیان کړي دي.اوس خو څه زمونږ دځواني وخت ندي.مونږخوتراوسه پوه نشوو چي،چا اوولی وشوکولو؟
تاسوترمونږډیرلالهانده یاستئ.تاسوته خودهرڅه امکانات ډیردي.مونږخویي دپردی راډیو پراوریدلو هم ویریدلو.اوس هغه رادیوګانی زمونږګاونډیانې دې.چي تلیفون ته دشپې کریډت واچوم سهار بیاپه کي نه وي اوهیڅ هم نشم ویلي.که څه ووایم نوبیا به دی په توبو توبه ګارکړی.
زما زوی چی ترنهم ټولګۍ پوري یي لوست وکړ ویل پلاره نور ستړۍ شوم دا ښوونځی پای نلری ،زه به دولسم صنفه ښوونځی لولم ،بیا به پوهنتون ته ځم اوله هغه وروسته بیا کی څه کار راته هغه دچا په خبره میلاو شي نودا خو ټول ژوند په کی ولاړو.ولی دا دومره مزل لنډنکړم ؟
ماورته وویل چی زویه زه خو ستااوله ستا ښوونځی ستړۍ او ستومانه شوم چی څه دی خوښه هغه وکړه .
ماویل پریږده چی دی څه کوی.ښوونځی یی خوښی کړ.عسکرشو.ماویل یره داخویي د سړي کاروکړ.
پخوابه چی دی عسکری نه وه تیره کړی نوچا کوږده هم نه درکوله .ماوویل یره لکه چی سړیتوب کار یي وکړ.بله ورځ خبرشوم چی،په ولایاتوکی ګرځی او تفتیش کوی. زه هک پک شوم چیی دا یي لا څه شول؟
زه څه خبروم چی،ساختګی امضآ یې کړې دي اوهئیت لاړ دی .ماویل په خدای که داسړۍ شي.
فقط دري ورځي یی په خیمه کي تیري کړي وي بیا خلاص شو.یوه ورځ ما ورته وویل :ګوره زویه دا ته چي په څه لګیا یي په خدای ځای دی پلچرخی دي.هغه راته وویل پلاره زه خو ددولت مخالف نه یم چی بندی می کړی.زه یواځی او یوازي د بي واسطي سرمایه دارانوسره مرسته کوم .
بله ورځ یی د لیسانسه دیپلوم راوړاوماته یی مخې ته کښیښود اوزیاته یي کړه :خلک پنځه ویښت کاله صنف ته ځي او حاضرې ورکوې خوما دادي بی حاضرې لیسانس دیپلوم واخیست .
څه موده وروسته په همدی ساختګی لاسلیک بندی شو.یوه جمعه وروسته بیا خوشی شو.
دا وارمی کورته پرراتلوباندی بندیز ولګولو او ورته می وویل واړه واړه ماشومان لرم ،نورمه راځه ګنیې ټولو ته به اورلاندی کړي.
په ګډوډی کي ترې تم شو.یوڅه موده وروسته یي سره د اورپا له ګریوان راڅرګند کړ چی مبارزه یي ورسره کوله ،تلیفون کي یی راته ویل؛پلاره کارمی ښه جوړدی .دنوي حکومت په سرکي دیوه کارپوه ترنامه لاندی راغۍ اودمیاشتی یي ډالري ټولولي اوهلته یي لیږلي ټول بې واسطې سرمایه داران یي دبلډینګونوخاوندان کړل.بیا یی بخت کوټه شو،څه جوارې یې کړې وه اوایسته یې کړلو،ماویل خدای د اوار یي ځای لکه چي ګوانتاناموشو.خونه وچ روغ اورمټ ترې ووت ،اوس خوارکۍ کله کله شعرونه هم وایي یووخت خویي په خپل سر ریاست عمومی جوړ کړ خوبیا ترې وایستل شو.زه حیران یم چی ماته ګوره او ده ته .زما یوه ډوډی دوه نشوې اودی دبنګلواوبلډینګونوخاوند دی .بس جوارګر دی حوارګر.
مامورین چی دمامورصاحب طاوس خان نکل ته هک پک شوي وو نومامورصاحب ګلدوست ترې وپوښتل چی یره مامورصاحب ښه جوارګر دی .او ورزیاته یې کړه دا راته ووایه چی اوس څه کوی اوپه څه لګیا دی چی مونږهم داجادو ترې زده کړو،هه؟
په ځواب کی یی ورته وویل ؛ترهغې چې زه خبریم چیری په کومې ښې ادارې کې سرمشاوردي .په خپله خورد ضابط دی خو صلاحیت یي دجنرال دی .
مامورصاحب دلاورخان په آسویلې کې وویل ولی به جوارګروي طالعمن دی طالعمن دی .د ده لیدل می ارمان دی. چي پیسې ګټې هغه جوارګر وي؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery