دخپریدو نیټه : 2012-02-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دسيوري بنديوان
هدی برهان طحلاوي
ليکواله :دکتوره هدی برهان طحلاوي
ژباړن :احمدلله احمدزی
نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد دعربي پوهنځۍ محصل
ډېره اوتره او رنګ يې الوتی و اوله ډېرې واخطايي يې پښې لړزېدې. شونډو يې وچ پتری نيولی و.داځل يې هغه رنګينه ښکلا اوګلابي جامې هم پر تن نه وې.شلېدلو جامو اوسپېره رنګ يې ډېر هيښ کړم،په ښي لاس يې عينکې لرې کړې،هغه غټې بادامي سترګې يې له اوښکو ډکې اوچپه سترګه يې تکه شنه وه.ما له ځان سره وويل چې دايې خامخا دکوم ظالم دلاس څپړه خوړلې ده.د ډاکتر په ليدو نوره هم واخطا سوه خدایزده په زړه کې به يې څه تېريدل، په همدې وخت کې ډاکتر غږپر وک
ـــــــ ها بي بي وايه څه تکلیف دی؟
ـــــــ بلې ډاکتر صيب!زماستونزې ډېرې دي،خو زه پخپله هيڅ کومه مرض نلرم خو...
ـــــــ ته مه واخطا کيږه، الله تعالی به خير پيښ کړي.
ــــــ هيله کوم ډاکتر صيب! ما سره بايد ډېر مخلص و اوسې.او هيڅ خبر به رانه،نه پټوی، ځکه دا دژوند او مرګ مسله ده.
ــــــ زما له خوا بيخي ډاډه اوسه مګر خدای [ج] دې نه کړي څوک مري؟
ـــــــ دی زما د ژوندڅراغ دی که زما څراغ بيرته روښانه شو، زه او الادونه به مې ښه ژوند ووينو. او که زما دژوند څراغ ګل شو نولاړم غرقه شوم. که زما کارونه سم شول او الله تعالی مې راته خاوند ښه کړ، زما زړه دنيا به روښانه شي. زه نه پوهيږم چې څرنګه تعامل ورسره وکړم. زه يې دې ځانګړي طبيعت ته ډيره هيښه يم.کله دومره مينه ناک او مخلص شي چې تصور يې نشم کولای مګر کله بيا داسې ليونی او سخت زړی شي چې په هيڅ ظلم اوستم سرپه نه کوي.ما او او لادونه مې وهي ټکوي. ګوره ډاکتر صيب! دی ليونی ندی، پخپلو کارونو ښه پوهيږي،مګر چې څوک يې وويني؛ پوهيږي چې ذهني توازن يې برابر يې نه دی. زما دوستان اوخپلوان يې هم له ضرره خوندي ندي ان زما پلارګنۍ هم هر وخت رټي اوسپکوي سربېره پردې چې زما پلارګنۍ په ټولنه کې ځانګړی مقام لري، مګر دی يې هر وخت دخپلو ميلمنو او دوستانو مخکې ورته سپکې سپورې وايي اوبې ځايه بحثونه ورسره کوي .په سپکو او ناوړه القابو يې يادوي،تردې چې پلارګنۍ مې اخطار راکړی چې يابه دی پريږدې او له مونږ سره به اوسې او يابه يوازې له ده سره ژوند کوې تر څو يې مونږ له شره خلاص شو.
نو ډاکتر صيب! اوس تاسو وواياست چې زه ترې دژوند لارې جلا کړم او که له تا سره يې څه حل شته؟؟
ــــــ ګوره بي بي! طب ډېر پرمختګ کړی بايد هيڅکه نا اميده نشئ. زما ټولې همدردۍ له تاسره دي.که مهرباني وکړی دده ټول عادي اوغير عادي خويونوپه اړه بشپړ معلومات راکړی
ـــــــ ډاکتر صيب! هيڅ نه خبر در نه پټوم،زه پخپله ورسره بې کچه مينه لرم او زمونږ دمينې کيسه خو لا له واده مخکې هم ډېره مشهوره وه. کله ډېر مينه ناک کله ډېر شکي او جنګي شي.له همدې امله مې ورسره واده وکړ تر څو وتوانېږم ددې مرض په له منځه وړلو کې ورسره همکاري وکړم او هيڅکله نه غواړم دژوند لار ترې جلا کړم، ځکه کيدای شي دا کار يې دځان وژنې لامل شي او ژوند په اوږدو کې مې ورته دوه ځله دجلا کېدو خبر کړې او دواړه وار يې د ځان وژنې هڅه کړې مګر دواړه وارې الله تعالی پر مونږ ټولو فضل کړی او ساتل شوی.
او پخپل روزمره ژوند کې هم ډېر نا ارمه او نا انډوله دی کله دومر ډېر کار کوي او ځان دومره ستړي کړي چې نور دخوځيدو نه وي خو کله بيا دومره ناراسته او لټ شی چې ټک کار نه کوي. دياونې لپاره درته وايم چې الحمدلله ښه ډېره دنيا لرو مال هال مو هرڅه ښه پريمانه دي؛خو دی بيا هم غلاګانې کوي او کله خوبيخي ډېر واړه شيان هم را پټوي او مونږ ډېر زيات پرې شرميږو.وبښئ صيب! خبره اوږده شوه خو څه وکړم ډېر زيات شراب څکښي او پر وجود يې ډېر بد اغيز کوي،خو کله يې بيا بيخي پریږدي، ډېره زياته ډودۍ خوري مګر کله يې بيا بيخي پريږدي او حساسيت يې ورسره پيداشي.
ـــــــ ښه ډېر ښه دا خو ډېر زيات معلومات دي؛ مګر يو اړخ بايد يو څه روښانه شي او تا دشرم او خجالت له وجې ځان ورباندې غلی کړ .وبښی که دا راته ووایاست چې دکوروالي پر مهال خو به دې ډېره نه تکليفوي او که څنګه!؟
مخ يې تک سور شو سر يې ښکته کړ ساه نيولې شوه او په غلي غږ يې وويل
ـــــــ و ولا دکور والي باره کې خو بيخي بل شان دی کله ناکله مې ډېره وهي او ټکوي تر څو خپل هوس را باندې یخ کړي او ناوړه غوښتنې رانه کوي چې زه يې نشم منلی دا دسترګې زخم اوشينوالی خو ګورې؛ دا يې دناوړه چلند يو بيلګه ده.
ــــــ ته بېغمه شه! الله تعالی به خير کړي دا کومې نښې نښانې دې چې راته وويلې،اوس کولای شم، نسخه درته تجويز کړم،پرته له دې چې ويې وينم. ستا خاوند ليونی ندی خو ډير عادي انسان هم ندی يو غير متوازن انسان دی او ددې مرض ريښې يې ان تر وړوکوالي رسيږي.او تر واده پو رې څه خاص تړاو نلري. دا ټولې ستونزې يې دکورني ماحول زيږنده دي.دی په وړوکوالي کې یاډېر وهل شوی رټل شوی او يا ډېر بې باکه او ازاد پرېښودل شویدی؛پلار شرابي اويا ذهني مريض دی او يا يې دکورنۍ کوم بل غړی په رواني مرض اخته دی.دې ټولو احتمالاتو کې يو خامخا ريښتيادی.
ـــــــ هو بالکل ډاکتر صيب!ته ريښتيا وايي، کورنی زور زياتی زما دخاوند په رنځ کې ډېر زيات اغيز لري.پلار يې ډېر سخت سړی و تل به يې خپل ماشومان وهل ټکول او دغټو انسانو تمه به يې ترې کوله او له هيڅ غلطي به نه ورتېريده. مګر ډاګتر صيب وبښئ
دې مرض ته د طب په ژبه څه وايي؟ او دښه کېدو څه اميد يې ښته او کنه؟
ـــــــ قدرمنې! ستا خاوند دسيوري بنديوان دی دې مرض ته سیکوباتي ویل کيږي. او دا مريض پخپل مرض نه پوهيږي.ځکه چې ځمکه او اسمان پېژني خپل ټولوکارونو باندې پوهيږي مګر دی داسې دی لکه يو بندي چې پخپله نشي کولی ځان له بنده خلاص کړي.کيدای شي له څلويښت کلنۍ وروسته ښه شي او علاج يې ممکن دی مګر هغه هم په رواني او ټولنيزو لارو چارو او دا کار په کوچنیوالي کې ډېر اغيز من وي خو بيا هم بايد نا اميده نشو او ان شاءالله دی به هم ډېر زر ښه شي
ـــــ مننه ډاکتر صيب!يوه ستونزه پاتې شوه، هغه دا چې څنګه کولای شم خپل خاوند قانع کړای شم که دی زما اوستا له ليدنې خبرشي او ستا نظر ورته ووايم نو الله مه کړه ډېر بد ګومان به راباندې وکړي چې زما اوستا تر منځ ناوړې اړيکې دي.
ــــــ هيڅ خبر نشته ډاډمنه اوسه!الله تعالی به هر څه اسان کړي ماته ډېر داسې مريضان راغلي او الله تعالی شفا ورکړې ته بېغمه شه!
خپل کاغذونه يې ټول کړل له سترګو يې اوښکې تويېدې او په خپ اواز يې خدای په اماني وکړه داسې رپېدله لکه باران وهلې مرغۍ او دداکتر سپارښتنې يې له ځان سره تکرارولې، ژوند بايد له سره پيل کړم تېرې ترخې شېبې بايد هېرې کړم بايد د ژوند جوړلو فارموله عملي کړم.مينه، محبت ،صبر اخلاص او قرباني