دخپریدو نیټه : 2012-03-28 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
هېڅوک ونۀ پوهېد!!!
ژباړن:نظرمحمدافغان
لنډه کيسه
ليکوال:قادر مرادي
((سه شنبه،چارشنبه،پنج شنبه...نن د څۀ ورځ ده؟))فکر يې وکړ،چې نن يې کومه غټه تېروتنه کړې.پۀ بيړه پاڅېد.پر دېوال ځړېدلې کالهېندارې(جنتري) ته يې وکتل. سترگې يې اوس دومره کمزورې شوې وې،چې ان د دېوالي کالهېندارې ټکي يې هم نۀ شواى لوستلى.عينکې يې پۀ سترگو کړې او بيا يې وروکتل؛خو گټه يې ونۀ کړه،ځکه ده ته ورځ نه وه معلومه ،نو کالهېندارې به ورسره څۀ مرسته کړې واى؟د ورځ او مياشت حساب ترې گډوډ و.سهار يې د حاضرۍ پۀ کتاب کې د مياشتې پۀ نولسمو او شلمو کوټو کې لاسليک کړى و.وروسته يې فکر وکړ،چې شلم تاريخ خو سبا دى او دۀ د يو ورځ مخکې ،يعنې سبا حاضري لاسليک کړې.گومان يې وکړ،لکه چې پرون يې حاضري نۀ وه لاسليک کړې او دحاضرۍ د مسول هم ورته نۀ و پام شوى،چې خانه يې ور قيده کړي.وروسته ورته دا گومان هم بې ځايه وبرېښېد او پۀ دې باوري شو،چې د سبا ورځې حاضري يې لاسليک کړې.
نۀ پوهېدۀ،چې څۀ وکړي؟يو ځل يې زړه وکړ،چې مخکې لۀ دې،چې د ادارې رييس يې ددې تېروتنې لپاره وروبولي،پۀ خپله ولاړ شي او بښنه وغواړي.خو يقيني شو،چې د حاضرۍ مدير به هرو،مرو دا خبره رييس ته کوي.که ويې نۀ وايي،بيا خو نو پۀ خپل ځاى نۀ شي پاتې کېداى.هوډ يې وکړ،چې لومړى د حاضرۍ مدير ته لاړ شي او ترې وغواړي،چې ددۀ دا تېروتنه رييس ته ونۀ وايي.بې له درنگۀ لۀ دې هوډه هم واوښت،ځکه د حاضرۍ مسول يې خبره نۀ منله او دا ددې لامل کېده،چې هغه پۀ زوره دې اشتباه دې متوجه شي.ويې غوښتل،چې د حاضرۍ دفتر ته لاړ شي،د حاضرۍ د کتاب تر څنگ ودريږي؛وگوري،چې نور ماموران د حاضرۍ کومه کوټه توروي،نولسمه که شلمه؟لۀ ځايه پاڅېد.ماموران پۀ بيړه پۀ دالېز کې ښکته او پورته کېدل.د نورو پۀ وارخطايۍ دى هم وارخطا شو.هرو،مرو بيا څۀ خبره ده،چې ټول داسې وارخطا او خواشيني دي.ښايي،بيا د توغنديو د راتلو وېره وي.ښايي،بيا د سړک پر سر د جگړې اندېښنه وي.بله شېبه يې دا هر څۀ هم رد کړل او فکر يې وکړ،د مامورانو دا وارخطايي ددوى عادي حالت دى.هغوى يو لۀ بل سره ستړي،مۀ شي کوله:
-((توغنديو خو به تاسې ته څۀ زيان نۀ وي دررسولى؟))
ددې جملې پۀ اورېدو ووېرېد.لۀ څۀ مودې راهيسې يې هڅه کوله،چې د اډول ترخې خبرې وانۀ وري.داسې يې احساسوله ،چې نور نو د دا ډول بوږنوونکو خبرو شيمه نۀ ده ورپاتې.نۀ شي کولى،چې پۀ دې اړه د نورو خبرې واوري.د نورو څېرې او خبرې ورته وېروونکې وې.لۀ هر څۀ ډارېدۀ.پۀ کور،بازار،کوڅه او دفتر کې به يې چې هر لور وکتل،گومان يې کاوۀ،چې هر څۀ بس همدا اوس چوي.احساس يې کاوۀ،چې د ډېرو ويرجنو او ترخو خبرو د اورېدو لۀ امله يې،زړۀ د کاغذ پۀ شان نرى شوى او هره شېبه ددې احتمال شته،چې دا نرى کاغذ شي.
ماموران پۀ بيړه لۀ دالېزه تېرېدل.خپلو کې يې ستړي مۀ شې کولې.دۀ ځان بالکل ناگاره کړى و.داسې يې ښودله،لکه لۀ هېڅ چې نۀ وي خبر.ډېره هڅه يې کوله،چې د نورو خبرې وا نۀ وري،خو نۀ کېدۀ.غوښتل يې داسې څوک ومومي،چې ترې وپوښتي،چې((نن د څۀ ورځ ده؟))هر چا ته به يې،چې وليدل،لۀ وحشت ځپلې څېرې به يې وډار شو.څېرې ورته اشنا ښکارېدې،خو پۀ ياد نۀ ورتلل،چې څوک دي؟نۀ شي،چې کوم پردى سړى وي او لاړ شي ،د حاضرۍ مدير ته ووايي.د حاضرۍ مدير رييس ته ووايي او پۀ پايله کې ما احضار کړي يا ښايي،رييس ما له دې دندې گوښه کړي.هغه وخت به مې څۀ خاورې پر سر بادوم؟ماشومان به مې څۀ خوري؟راتلونکى ژوند به مې څنگه شي؟غوره هم دا وه ،چې لاړ شي او وگوري،چې نور ماموران د حاضرۍ کومه کوټه کې لاسليک کوي،نولسمه که شلمه؟
ناڅاپه له يو عمر خوړلي مامور سره مخ شو.ويې پېژندۀ.څېره يې اشنا وه.ستړي مۀ شي يې ورسره وکړه،خو سر تر پښو لړزېدۀ.ويې پوښت:((مامور صيب!نن د څۀ ورځ ده؟))بوډا لومړى وډار شو او پۀ وحشت ځپلو،حيرانوونکو سترگو يې ددۀ پۀ لور وکتل،ويې ويل:((د څۀ ورځ...؟))وروسته پۀ داسې حال کې،چې وحشت يې پۀ سترگو کې پۀ خوټېدو و،لوړه خندا وکړه.بې غاښو خولۀ يې ښکاره شوه.سپينه خو خيرنه ږيره يې ورپېده. ويې ويل: ((د څۀ ورځ هه ؟...هاهاهاها...ورځ؟...هاهاهاها...))همداسې يې خپله مخه ونيوله او ولاړ.دى حيران پاتې شو.((دا نو څنگه سړى و؟زما په گومان،پروسږ کال زموږ پۀ شعبې کې مامور و.مگر ولې ووېرېد؟ولې پۀ خندا شو؟))اندېښنو يې نوره هم زړۀ ته لار وکړه.نور ماموران هم ورته د بوډا مامور پۀ شان غير عادي وايسېدل.ټول ورته د بوډا پۀ شان لېوني ښکارېدل.د دوى څېرو دۀ ته ښووله،لکه څلوېښت،پنځوس کاله يې ،چې نۀ وي خندلي.
لا د حاضرۍ دفتر ته نۀ و رسېدلى،چې د حاضرۍ د مدير غږ پۀ دالېز کې وڅرخېد:((رييس صيب وينا لري.ټول تالار ته لاړ شئ!))ددې خبرې پۀ اورېدو،نږدې و چې نرى زړۀ يې وچوي.ځاى پر ځاى ودرېد.نورو ته يې وکتل.غږ تکرار شو: ((ټول تالار ته لاړ شئ،چې رييس صيب وينا کوي!))سر يې وڅرخېد.پر سترگو يې تيارۀ راغله.پۀ منډه،منډه خپلې شعبې ته راغى او د خپل مېز تر شاکېناست.سا يې ډوبه،ډوبه کېده.خوله شوى و.
-((خدايه څۀ خبره به وي؟رييس ولې وينا کوي؟))
بيا يې پۀ زړۀ کې ور تېر شول: ((لاړې غرک شوې.اوس دې پۀ تالار کې ټولو ته ورپېژني او وايي،چې دا دى هغه پخوانى او سابقه دار مامور،چې....)) حيران و، چې څۀ وکړي؟که تالار ته نۀ تۀ،لا بده وه.ډېره بده خبره وه،ځکه عمومي رييس ته يې خبر ورکاوۀ،چې دا ښاغلى لۀ قصده ستاسې خبرو ته را نۀ غى.هغه مهال به څۀ کيږي؟در پۀ در،خاورې پۀ سر،معاش قطع،لوږه،لوږه....د بل کار توان هم نۀ لرم.پۀ بيړې پاڅېد.پۀ داسې حال کې،چې زړۀ يې بې واره درزېدۀ،پۀ چټکۍ يې دتالار لاره ونيوله.
***
همدا،چې د نورو مامورانو تر منځ کېناست،ښي لور ته يې لۀ ناست مامور نه وپوښتل: ((نن د څۀ ورځ ده؟))مامور يو ټکان وخوړ.سترگې يې وباستلې.وېره يې پۀ سترگو کې پۀ څپو شوه.بيا يې وويل: ((گومان کوم،چې يکشنبه...نه دوشنبه...)) بيا يې بل مامور ته مخ ورواړوۀ او تر څنگ ناست کس نه يې وپوښتل: ((نن څو شنبه ده؟))هغۀ بې لۀ ځنډۀ خپل کيڼ لور ته له ناست کس نه وپوښتل: ((نن د څۀ ورځ ده؟))سړى هيښ شو.سترگې يې ووېستې او پۀ شکمنې لهجې يې وويل: ((چارشنبه...نه پنجشنبه،سه شنبه....ډاډه نۀ و.دۀ هم تر څنگ ناست مامور نه پوښتنه وکړه : ((نن څو شنبه ده؟))
دى حيران پاتې و،چې څۀ وکړي.هېڅوک هم نۀ پوهېده،چې نن د څۀ ورځ ده؟فکر يې وکړ،چې نور به مړ شي.پۀ تالار کې گونگوسه شوه.ټولو يو بل نه پوښتنې کولې: ((نن څو شنبه ده؟څو شنبه ده؟...))تالار د شنبه،شنبه غږ نه ډک شو.لۀ هر لور نه د شنبه،شنبه غږ راتۀ.داسې ښکارېدله،لکه د تالار د گډونوالو تر منځ چې گرم بحث روان وي.يوۀ به ويل،سه شنبه.بل به ويل،چارشنبه.بل به غږ وکړ:يکشنبه ،دوشنبه....ناڅاپه د رييس بوږنوونکى غږ پورته شو.ټول غلي شول.د رييس پر لور يې وليدل.دۀ هم پۀ لړزېدلي زړۀ رييس ته وکتل.اوس څو شېبې وروسته ،رييس به هغه ټولو ته وروپېژني.د رييس غږ واورېدل شو:
((ورونو!د مخه تر دې چې اصلي موضوع ته راشو،يو لۀ تاسې ما ته ووايئ،چې نن د څۀ ورځ ده؟))
پر سترگو يې تيارۀ راغلۀ.داسې يې وانگېرله،لکه لۀ اتلس پوړيزې ودانۍ چې لاندې غورځېدلى وي.
تر څنگ يې ناست مامور چيغه کړه: ((الۍ چې ضعف يې وکړ!ضعف...
دۀ ضعف نۀ و کړى.نرى زړۀ يې چوېدلى و ولې هېڅوک و نۀ پوهېد،چې ولې...؟
٦/مرغومى/١٣٩٠لمريز
مهترلام ښار
کاوون غږ راډيو