مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

يتيمه هيله

نزاکت جدي


زه ډېره کوچنۍ وم؛ خو تر ما کشر ورور مې لمر پر مورجانې ډېر ګران و، زه يې هم نازولم؛ خو د لمر ځاى مې نشو نيولاى.
 خو پر پلار مې بيا زه ډېره ګرانه وم او هر وخت به يې نازولم.

کله چې مې پلار جان له کوره لاړ هغه ورځ مې په یاد ده. هغه سهار سپينو واورو هره خوا پوښلې وه او له همدې امله د بهر هوا سوړ باد به زمونږ وړې کوټې له لاره پیدا کوله او زما د ډارولو لپاره به يې یوه وحشتناکه کريکه کوله او بيا به يې د واورو په ډکو څانګو کې ځان پټاوه.
 

په یاد مې دي هغه سهار چې پلار زما سر ښکل کړ او له کوره ووت. تر ډیره مې د کوټۍ له کړکۍ نه پلار جان ته کتل خو افسوس هغه وخت مې کړکۍ لعنتې تر زنې رسيده.
 
ډير مې کوښښ وکړ، چې مې پلار ووينم؛ خو ورو ورو مې له سترګو پنا شو.

داسې فکر مې کاوه چې پلارجان مې په واورو کې راڅخه ‌‌ډوب شو.

ډير مې وژړل خو پرته له دې چې مور مې راباندې په غوسه شي بل څه مې تر لاسه نه کړل.

مور مې فکر کاوه چې زه له ډېرو سړو او ډار نه رېږدم او اوښکې تويېوم؛ خو
زما هرې اوښکې د پلار د مينې توده غېږه غوښته.

مورمې ويل: پلار دې تللې چې تنخواه واخلي، ګرمې ګرمې ډوډۍ راوړي خپل شازاده زوى او خپلې ښاپېرۍ لور ته ښايسته نانځکه او د کوټې تودولو لپاره لرګي.
 
دا خبره مې مور له يوې عجيبې مسکا سره وکړه.

د لرګيو په ګرمۍ او له نانځکې سره په لوبو مې دغه سوړ ژمى تير کړ. نور نو نه د لرګيو ضرورت و، نه هم د نانځکې، زه له همدې سوچونو او فکرونو سره لويه شوم. اوس نو هغه کړکۍ په خپله خلاصوم، چې يو وخت ورته په ټوپونو هم نه رسېدم او په تېره د پلار د تګ پر مهال يې راته په زړه داغ اېښى و.
 
په کلي کې کړکۍ ته د پېغلې نجلۍ درېدل کليوال ښه نه ګڼي او د چا د انتظار معنا ترې اخلي.
 
خو که څوک فکر وکړي دا خبره ناسمه نه ده؛ ځکه ما هم د چا انتظار کاوه او له ډېر پخوا راهيسې مې کاوه.
 
ما له ډېر کوچنيوالي د چا لار څارله او لا اوس يې هم څارم، د هغه چا، چې په غيږ کې به يې ما ځان له هر ډول افتونو څخه په امن ګاڼه.
 
ښايي ته او تاسې هم د همغه کلي ياست او زما خبرې درته ناسمې ونه برېښي.

ما د بل چا انتظار نه کاوه، يوازې خپل پلار ته په تمه وم؛ ځکه پلار مې تنخا پسې تللى و.
 
دا به تل زما د هغې پوښتنې ځواب و چې مور جانې به په وړوکتوب کې راکاوه؛ خو نن مې په دې ځواب نشي غولولى؛ ځکه زه اوس پوه شوې يم، چې زما پلار نالوستى و.
 
هغه په کوم رياست کې دنده نه لرله او نه يې هم کومه ټاکلې تنخوا اخيسته. هغه به د سړک له غاړې لرګي او کاغذونه ټولول څه به یې خرڅول څه به یې کور ته راوړل.
 
په همدې سوچونو کې وم، چې سهار شو پلار مې بيا په کاغذ ټولولو پسې وتى و چې ناڅاپه د ځانمرګي خبر راغى او ترڅو مو، چې ځان پوهاوه؛ نو زما پلار يې هم خوراک شوى و.
 
پلار جان مې له هغه سهار نه وروسته بیا ما نه دی لیدلى.

اوس نو د چم او ګاونډ خلک ما يتمه بولي او کله ناکله راسره د همدې نامه په خاطر زړه سوى کوي.
 
ښه پوهېږم، چې يتمه يم؛ خو بيا مې هم کله ناکله په زړه يوه پټه خبره خوله لګوي او داسې ګومان کوم، چې پلار مې راځي، زه لا يتمه شوې نه يم؛ ځکه هغه له ما سره ژمنه کړې او د خپلې ژمنې پر اساس به راځي، هغه ما ته ويلي و، چې ما ته به نانځکه راوړي او لمر ته يې هم د ګرمې ډودۍ ژمنه ورکړې.
 
لمر لا تر اوسه د يتمۍ کلمه نه ده منلې او لا تر اوسه کوڅه په کوڅه په پلار پسې ګرځي، چې ګوندې پيدا يې کړي.
 
خو ما لا همت نه دى بايللى؛ لا تر اوسه مې خپلې معصومې هيلې يتمې کړې نه دي؛ ځکه زه هره شپه پلار جان په خوب وينم او هيلو سره مې ژمنه کوم، چې زما پلار به هرو مرو راځي.
 
ما همدا نن ماښام هم په لمانځه کې خپل پلار ته لپې لپې دعا وکړه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery